پر اوکرایین د روسیې یرغل او د اروپايي هېوادونو غبرګونونه

روسیه-اوکرایین

د عکس سرچینه، Getty Images

روسي ځواکونو پر خپل ګاونډي اوکرایین پراخ پوځي بریدونه پیل کړي. دا ځواکونه پر پوله اوښتي او د اوکرایین سترو ښارونو ته نږدې یې د دغه هېواد پر پوځي مرکزونو او تاسیساتو بمونه غورځولي دي.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین سهار وخت د دغه هېواد په دولتي تلویزیون راښکاره شو.

هغه وویل د اوکرایین د نیولو هوډ نه لري خو د دغه هېواد پر ځواکونو یې غږ وکړ چې وسلې دې وغورځوي او مقاومت دې نه کوي.

شېبې وروسته د اوکرایین پر پوځي اهدافو د بریدونو راپورونه ورکړل شول.

پوتین

د عکس سرچینه، Reuters

کییف کې چارواکو اعلان وکړ چې پوتین یې پر هېواد پراخ یرغل پیل کړی.

روسي ځواکونه په شمال، سویل، ختیځ او همدا راز د خپل متحد 'بېلاروس' له خاورې د اوکرایین پر پولو ورختلي.

تر اوسه د روسي ځواکونو بریدونو کې د لږترلږه ۷ ملکي کسانو مړینه تایید شوې، خو د دغه هېواد د ولسمشر یو سلاکار وايي تر ۴۰ ډېر پوځیان هم وژل شوي.

دغو بریدونو کې سلګونه کسان ټپیان هم دي.

د اوکرایین ولسمشر ولادیمیر زېلینسکي د اوکرایین لروبر د پوځي قانون د نفاذ او ترڅنګ یې له روسیې سره د ټولو دېپلوماتیکو اړیکو د پرېکون اعلان وکړ.

هغه وویل: "وار مه خطا کوئ. موږ ځواکمن یو. هر څه ته چمتو یو. هر څوک ماتولی شو، ځکه موږ اوکراینیان یو."

هغه دا څرګندونې داسې مهال کولې چې پلازمینه کې یې د خطر زنګ کړنګول شوی.

کییف

د عکس سرچینه، Getty Images

کییف شاوخوا ۳ میلیونه اوسېدونکي لري خو له دغه ښاره نن سهار په خپرو شویو ویډیویي تصویرونو کې ښکارېدل چې ګڼ خلک ترې د وتلو په لټه کې دي.

ویل کېږي چې یو شمېر خلکو د کییف ښار د مېترو تر ځمکې لاندې تمځایونو کې پناه اخیستې.

له دې سره سره د اوکرایین ګڼو ګاونډیو هېوادونو د کډوالو ورتګ ته چمتووالی پیل کړی.

کییف

د عکس سرچینه، Getty Images

له کییف ښاره د سوېتلانه په نوم یوې ښځې بي بي سي ته وویل:

"موږ اوس نه پوهېږو چې څه وکړو. اوس داسې ځای ته روان یو چې خوندي پکې پاتې کېدای شو - هیله من یو چې خوندي پاتې شو. په ماریوپول کې مو کورنۍ ده اوس ډېر پریشان دي."

د اروپايي هېوادونو غبرګون

A Ukrainian service member holds a next generation light anti-tank weapon, supplied by the UK, during drills at Ukraine's International Peacekeeping Security Centre near Yavoriv.

د عکس سرچینه، GLEB GARANICH / REUTERS

اروپايي هېوادونو په چټک غبرګون کې پر اوکرایین د روسي ځواکونو یرغل غندلی دی. د اروپايي ټولنې کشمنره اورسولا وندرلین په دې هکله وايي، اروپايي مشران به نن د تایید لپاره د پراخو او هدفي بندیزونو یوه ټولګه وړاندې کړي.

نوموړې زیاتوي: ''له دې ټولګې سره به موږ د روسیې اقتصاد ستراتیژیک اړخونه په نښه کړو او مهمې تکنالوژۍ او بازارونو ته به د دوی مخه ونیسو. موږ به د روسیې اقتصادي بنسټونه او د عصري کېدو وړتیا کمزوري کړو. دغه راز به په اروپايي ټولنه کې د روسیې شتمنۍ کنګل کړو، اروپايي بازار ته به د روسي بانکونو لاسرسی ختم کړو. دا بندیزونه به د جګړې لپاره د کریمیلن پر وړتیا دروند اغېز وکړي. ''

بل لور د جرمني حکومت یوه ویاند ویلي، صدراعظم اولاف شولز د اوکرایین له ولسمشر سره خبرې کړې او نوموړي ته یې د یو موټیوالي ډاډ ورکړی دی.

د جرمني اقتصاد وزیر په دې هکله یوه اعلامیه کې ویلي:

''موږ په اروپا کې یوه داسې جګړه د عمل په ډګر کې وینو، چې یوازې د تاریخ کتابونو کې مو لوستله، دا له نړیوالو قوانینو سخته سرغړونه ده. ''

د بریتانیا لومړي وزیر بورېس جانسن ویلي، دی د دې یرغل له کبله ''بوږنېدلی '' او په وینا یې د هېواد غبرګون به یې ''پرېکنده '' وي.

ښاغلی جانسن به نن د خپل هېواد پارلمان ته له وینا مخکې پر همدې موضوع د کابینې غونډې مشري وکړي.

د ایټالیا لومړي وزیر ماریو دراګي وویل، ''دا کړنه د توجیح وړ نه ده او نه هم توجیح لري. ''

نوموړي وویل:

''موږ له ناټو او اروپايي هېوادونو سره د ژمن او یو موټي سملاسي غبرګون لپاره سلا مشورې کوو. ''

په ورته مهال د پولنډ حکومت ویاند پیتر مولر وايي، اوس وخت راغلی چې د ناټو ختیځه څانګه پیاوړې شي. نوموړی وايي، موږ داسې تمه کوله چې داسې پرېکړه به کېږي.

د امریکا ولسمشر جو بایډن وايي، نړیواله ټولنه به له روسیې سره حساب - کتاب وکړي او د سر درانه زیان اوښتو خبرداری یې ورکړی دی.

ښاغلی بایډن به پر پنجشنبه دې لړ کې امریکایاتو ته وینا وکړي، چې روسیه له څه ډول عواقبو سره مخامخېدای شي.

د ناټو سازمان مشر ینس سټولټنبرګ بیا وايي، ناټو په دې سختو شرایطو کې له اوکرایین سره تر څنګ ده او د خپلو متحدینو دفاع لپاره به ټول وس او توان وکاروي.