اوکرایین کړکېچ؛ د امریکا او روسیې بهرنیو چارو وزیرانو په جنيوا کې سره وليدل

د امریکا او روسيې بهرنيو چارو وزيران

د عکس سرچینه، EPA

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن او د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف سره په داسې حال کې نن په جنیوا کې سره وکتل چې پر اوکرايین د روسیې د احتمالي برید په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي.

ښاغلي بلینکن له غونډې وروسته په خبرو کې دا ليدنه يوه "مهمه شېبه" وبلله.

نوموړي زیاته کړه چې امریکا او روسیه "نن دلته د خپلو اختلافاتو د حل کولو تمه نه لري خو هیله ده چې وګوري ډیپلوماسۍ لا هم یو ګټور انتخاب دی".

بل پلو ښاغلي لاوروف هم دغه خبرې اترې "ګټورې" وبللې.

سرګي لاوروف هغه دریځ تکرار کړ، چې د اوکرایین پر پوله یو ځای شوي پوځیان به پر دغه هېواد د یرغل لپاره نه کارول کېږي.

امریکا بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن وايي، د یرغل په صورت کې به امریکا سخت غبرګون وښيي.

د یادونې ده چې د اته کاله مخکې سختې جګړې راهیسې د اوکرایین ختیځې سیمې د روسیې پلوه وسله والو په لاس کې ده.

د سولې له یوې نازکې هوکړې مخکې په هغه جګړه کې ۱۴ زره کسان ووژل شول او نژ دې دوه میلیونه کسان له کور، کلي تېښتې ته اړ شول.

ښاغلي بلېنکن دا خبري 'څرګندې او اساسي ' بللې او ښاغلي لاوروف بیا وايي، د 'معقولو ' خبرو پیل لپاره دا یوه صمیمي لیدنه وه.

ښاغلي بلېنکن له دې لیدنې وروسته وویل، امریکا چمتو ده، د روسیې پر اندېښنو غور وکړي او د ورته غبرګون تمه کوي.

A Ukrainian soldier during drills

د عکس سرچینه، Getty Images

له دې مخکې شنونکو ویلي، دې موضوعاتو کې ښايي د پوځي تمریناتو په هکله څرګند دریځ او دغه راز په اروپا کې د توغندیو ځای پر ځای کول شامل وي.

دا اصول مخکې د متوسط واټن اتومي ځواک په نامه د سړې جګړې مهال په یوه هوکړه کې شامل وو، چې پر روسیې له دې هوکړې د سرغړونې له تورونو وروسته امریکا ۲۰۱۹ کال کې لغو کړه.

ښاغلي بلېنکن دغه راز له روسیې غوښتي د اوکرایین د یرغل رویه پرېږدي او پر پوله د پوځونو له ځای پر ځای کولو لاس په سر شي.

روسیه دا مهال له اوکراین سره پر پوله شاوخوا سل زره پوځیان لري، خو د برید پلان یې رد کړی دی.

ښاغلي بلینکن خپل روسي سیال ته هم خبرداری ورکړ چې که داسې وکړي روسیه به "متحد، چټک او قوي" ځواب ورکړي.

وړمه ورځ د امریکا بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن روسیې ته پر اوکرایین د برید پایله کې د سختو عواقبو خبرداری ورکړ.

له خپل روسي سیال سره له نننۍ لیدنې مخکې د امریکا بهرنیو چارو وزیر د خپل هېواد له متحدینو سره پر پوتین رژیم د بندیزونو په هکله د خبرو لپاره په یوه سفر تللی و.

د جرمني په برلین کې بریتانوي، فرانسوي او جرمن چارواکو سره له لیدو وروسته ښاغلي بلېنکن پر پنجشنبه وویل، روسیې ته پر اوکرایین د یرغل اجازې ورکولو مانا به دا وي چې ''موږ ټول یوه ډېر خطرناک او بې ثباته وخت ته ستانه شو، چې دا لویه وچه او دا ښار په دوو برخو وېشلي وو... او هر چا هر وخت د یوې جګړې رامنځته کېدو له خطر سره ژوند کاوه. ''

د امریکا او جرمني بهرنیو چارو وزیرانو وویل، پر اوکراین د روسیې یرغل به پر دغه هېواد د سملاسي بندیزونو لامل شي.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د امریکا او جرمني بهرنیو چارو وزیرانو وویل، پر اوکراین د روسیې یرغل به پر دغه هېواد د سملاسي بندیزونو لامل شي.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت مسوولین وايي، ښاغلی بلېنکن به له ښاغلي لاوروف سره خبرو کې د ''یوې داسې دیپلوماتیکې تګلارې '' وړاندیز وکړي د تاوتریخوالي کمولو لپاره نورو خبرو ته لار هواره شي.

له ښاغلي بلېنکن سره ګډې خبري غونډې ته وینا کې د جرمني بهرنیو وزیرې انالینا بایربوک پر اوکرایین د روسیې هر ډول یرغل مخنیوي لپاره د سملاسي اقداماتو غوښتنه وکړه او د داسې احتمالي اقداماتو یادونه یې هم وکړه، چې په وینا یې ''له کبله یې ښايي زموږ لپاره هم اقتصادي اغېز رامنځته شي. ''

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیرې لیز ټرس بیا له ښاغلي پوتین وغوښتل له هغه مخکې چې داسې ''ستراتیژیکه تېروتنه '' وکړي چې د سر زیان رامنځته کېدو لامل شي باید له اوکرایینه پر شا شي.

د روسیې ولسمشر ولادیمر پوتین ټینګار کوي چې اوکرایین ته باید د ناټو سازمان غړیتوب ور نه کړل شي.

نوموړی دغه راز له ناټو سازمانه غواړي چې په ختیځه اروپا کې له پوځي فعالیتونو لاس واخلي.