اوکراییني چارواکي: کیېف کې کوڅه په کوڅه جګړه پیل شوې

اوکرایین

د عکس سرچینه، SERGEI SUPINSKY / AFP

د عکس تشریح، اوکراییني چارواکي وايي د کیېف ښار په سویل کې یې هغه الوتکه نسکوره کړې چې روسي پوځیان یې لېږدول.

د اوکرایین په پلازمېنه کیېف کې چارواکي وايي له روسي ځواکونو سره د کیېف ښار په کوڅو کې جګړه پیل شوې ده.

تر دې وړاندې ولسمشر ویلادمیر زیلینسکي خبرداری ورکړی و چې دوی په پلازمېنه کیېف کې له روسي ځواکونو سره جګړې ته تیاری نیسي.

د ښار اوسیدونکي په خپلو کورونو یا نورو خوندي ځایونو کې ایسار پاتې دي.

د درنو ډزو غږونه په پلازمېنه کیېف کې اورېدل کېږي.

اوکراییني ځواکونه وايي د ښار له لویدیځې څنډې یې د روسي ځواکونو برید په شاه تمبولی دی.

خو د ښار په سویل کې د هوايي ډګر شاخوا ته جګړه روانه ده.

اوکراییني ځواکونه وايي چې یوه لویه روسۍ الوتکه یې چې روسي پوځیان یې لېږدوی نسکوره کړې ده.

د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې روسیې هغه مسوده ویتو کړه چې پر اوکرایین یې د روسیې لخوا یرغل باندې نیوکه کوله.

چین کې له روسیې سره نیژدې اړیکې لري د دې مسودې په اړه له رایې ورکولو ډډه وکړه.

په ورته مهال امریکا وايي له اوکرایین سره خپلې پوځې مرستې ډېروي.

ولسمشر بایډن امر کړي چې په عاجله توګه دې له اوکرایین سره د شپږ سوه میلیونو ډالرو مرسته وشي.

تر دې وړاندې امریکا اوکرایین ته د ټانک ضد وسلې ورکړې وې چې ورسره د روسي ځواکونو پرمختګ ورو شو.

ولسمشر ولادمیر زيلینسکي چې خپل ولس ته يې وينا کوله له خپلو خلکو وغوښتل چې ټينگ ودرېږي ځکه په وينا يې د اوکرايين برخليک ټاکل کېږي.

اوکرایین

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، د کیېف ښار په بېلا بېلو برخو کې د درنو ډزو غږونه اورېدل کېږي.

د شپې له پيلېدا سره د کيېف ښاروال د سوکوهنې پخوانى اتل ويتالي کلېچکو خبردارى ورکړ چې هېواد يې له يوې سختې شپې سره مخامخ دى.

د کيېف اوسېدونکو يوه بله شپه هم د ځمکې لاندې ريل گاډو په تمځايونو او د کورونو په تلخونو کې تېره کړه.

د اوکرايين چارواکي وايي د پلازمينې دفاع لپاره نور ځواکونه وروستل شوي دي.

بل لوري ته د اوکرايين د ولسمشر وياند ويلي حکومت له روسيې سره د اوربند او سولې خبرو ته چمتو دى.

وړاندې کرېملين هم د اوکرايين د تسليمېدو په شرط خبرو ته چمتو والى ښودلى و

په داسې حال کې چې د اوکرایین پلازمینې په ګډون له څو برخو د جګړې او راکټي بریدونو رپوټونه ورکول کېږي، د دغه هېواد د ولسمشر ویاند وویل اوکرایین د اوربند او سولې خبرو لپاره چمتو دی.

سرهي نیکيفوروف ویلي اوکراییني او روسي چارواکي د خبرو د ځای او وخت په اړه خبرې کوي.

هغه پر فیسبوک پاڼه د هغو اوازو په ردولو چې ګواکې اوکرایین د روسیې لخوا د خبرو وړاندیز رد کړی ، ویلي د خبرو په اړه د اوکرایین دریځ نه بدلېږدونکی دی.

له دې وړاندې کرملین ویلي وو بیلاروس ته د خبرو لپاره په دې شرط پلاوی استوي چې اوکرایین تسلیم شي ، خو امریکا دا وړاندې د ټوپک په شپيلۍ دپلوماسي بللې وه.

د کیېف ښاروال ویتالي کلیتچکو ویلي وضعیت ډېر خطرناک دی او ښايي له دې هم ناوړه وضعیت رامنځ ته شي.

ده ویلي روسي ځواکونو د ښار برېښنا کوټ په نښه کړی دی.

خو د اوکرایین ولسمشر ولادمیر زلینسکي تېره شپه ناوخته یوه ویډیو کې راښکاره شو او ډاډ یې ورکړی چې ځواکونه به یې له خپل هېواده دفاع کوي.

دې ویډیو کې چې جګپوړي سلاکاران یې تر څنګ ولاړ دي نوموړي وویل، دوی ټول کیېف کې دي د خپلواکۍ ساتنه کوي او همدې لارې ته به دوام ورکړي.

له دې سره هم مهال زرګونو ولسي وګړو ته وسله وېشل شوې او ولسمشر خپلو ځواکونو ته ویلي چې د روسي ځواکونو په مقابل کې مقاومت وکړي.

روسي رسنۍ د اوکرایین په جګړه کې د پرمختګ او د لاډېرو اوکرایین سرتېرو د تسلیمېدو خبرې کوي.

اوکرایین

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ښاغلي زيلینسکي چې خپل ولس ته يې وينا کوله له خپلو خلکو وغوښتل چې ټينگ ودرېږي ځکه په وينا يې د اوکرايين برخليک ټاکل کېږي.

له بلې خوا د امریکا سپینې ماڼۍ ویاندې جېن ساکي د روسیې پر ولسمشر او د بهرنیو چارو پر وزیر د بندیزونو خبره کړې.

جېن ساکي پرون (د فبرورۍ ۲۵مه) خبریالانو ته وویل امريکا به د خپلو اروپايي متحدينو له پرېکړې سره سم پر پوتين، لاوروف او د روسيې د ملي امنيت د ټيم پر نورو غړو بنديزونه ولګوي.

بريتانيا او اروپايي ټولنه به د پوتین او لاوروف شتمنۍ کنګل کړي خو اغلې ساکي خبريالانو ته وويل چې د امريکا په بنديزونو کې به د سفر بندیز هم شامل وي.

اوکرایین

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، د اوکرايين چارواکي وايي د پلازمينې دفاع لپاره نور ځواکونه وروستل شوي دي.

د لویدیځو هېوادونو له دې ګامونو سره اوکرایین کې د جګړې ډګر تود ښکاري او د هرې ورځې په تېرېدو په پراخېدو دی.

اروپايي ټولنه کې د روسیې استازي ویلي د دوی ځواکونو د تل لپاره اوکرایین کې نه پاتې کېږي او د پوځي عملیاتو پای ته رسیدو سره به له دغه هېواده ووځي.

د طالبانو اندېښنه

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي په یو ټوېټ کې ویلي چې د طالبانو حکومت په اوکرایین کې د مېشتو افغانانو او محصلینو د خوندیتوب په اړه اندېښمن دی او د خپلو ټولو شته امکاناتو او اړیکو په کارولو سره هڅه کوي چې هغوی یوه خوندي ځای ته ولېږدوي.

د ښاغلي بلخي په وینا د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په دې هکله د سیمې له ځینو هېوادونو او نړیوالو سازمانونو سره په اړیکه کې دی.

په همدې حال کې د افغانستان بهرنیو چارو پخواني وزیر محمد حنیف اتمر په دوو ټوېټونو کې ویلي چې له څو ورځو راهیسې په اوکرایین، پولنډ، چک جمهوریت، سلواک او سرېلنکا کې افغان دیپلوماتان هڅه کوي چې اوکرایین کې له مېشتو افغانانو او محصلینو سره همکاري وکړي.

ښاغلي اتمر په اوکرایین کې له مېشتو افغانانو غوښتنه کړې چې د همکارۍ لپاره په پولنډ او د چک جمهوریت په پلازمېنه پراګ کې له افغان سفارتونو سره په اړیکه کې شي.