سپینه ماڼۍ: امریکا به پر ولادمیر پوتین او سرګي لاوروف بندیزونه ولګوي

جېن

د عکس سرچینه، Getty Images

پر اوکرايين د روسيې د بريد د دويمې ورځې په پای کې د امریکا سپينې ماڼۍ اعلان وکړ چې پلان لري د روسيې پر ولسمشر ولادمير پوتين او د بهرنيو چارو پر وزير سرګي لاوروف له اروپايي ټولنې او بريتانيا سره يو ځای بنديزونه ولګوي.

د سپينې ماڼۍ وياندې جېن ساکي د جمعې په ورځ خبريالانو ته وويل، امريکا به د خپلو اروپايي متحدينو له پرېکړې سره سم پر پوتين، لاوروف او د روسيې د ملي امنيت د ټيم پر نورو غړو بنديزونه ولګوي.

په داسې حال کې چې بريتانيا او اروپايي ټولنه به د پوتین او لاوروف شتمنۍ کنګل کړي خو اغلې ساکي خبريالانو ته وويل چې د امريکا په بنديزونو کې به سفر بندیز هم شامل وي.

اغلې ساکي وويل، په دې اړه به نور معلومات وروسته خپاره شي.

روسيې د پنجشنبې سهار وختي پر اوکرايين د کروز او بالستيکو توغنديو په مرسته هوايي ډګرونه او پوځي بنسټونه په نښه کړل او د هوا او سمندر له لارې يې پر دغه هېواد بريد پيل کړ.

د وروستیو معلوماتو له مخې په پلازمېنه کیېف کې د څو چاودنو غږونه اورېدل شوي، په داسې حال کې چې دا مهال په دې ښار کې د هوایي بریدونو سايرونونه هم غږیږي.

ناتایید شوي راپورونه ښيي چې د اوکرایین پلازمېنې ته څېرمه د دریو او پنځو تر منځ لویې چاودنې شوې دي.

د راپورونو له مخې د اوکرایین په ختیځ کې د جلا شوې سیمې دونیڅک کې هم د چاودنو غږونه اورېدل شوي دي.

لکه څنګه چې په کیېف کې د سایرن او چاودنې غږونه اورېدل شوي، د سیمه ایز تلویزیون خپرونې هم لنډ مهال لپاره درول شوې او پر تلويزيون ليکل شوي "موږ به د هوایي برید خبرداری پای ته رسېدو وروسته بېرته راستانه شو."

ین

د عکس سرچینه، NATO

په ورته وخت کې د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ، چې په بروکسل کې د دې سازمان په مرکزي دفتر کې خبرې کولې وویل، لوېدیځ مشران باید د نورو اقداماتو لپاره چمتو وي. نوموړي، وویل نړۍ باید روسیه او بېلاروس د خپلو کړنو له امله ملامته کړي.

ښاغلي سټولټنبرګ وویل، د کرملین اهداف یوازې اوکرایین پورې محدود نه دي او روسیه د ناټو د پراختیا د مخنیوي لپاره د قانوني ضمانتونو په لټه کې ده.

د ناټو مشرانو اعلان کړی چې ختیځې اروپا ته به نور سرتېري واستوي. د ناټو ۳۰مشرانو په یوه ګډه اعلامیه کې وویل، "هېڅوک باید د روسیې په درواغو دوکه نه شي".

دوی له اوکرایین څخه د روسي ځواکونو د وتلو غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې "د ولسمشر پوتین دا پرېکړه چې پر اوکرایین یرغل وکړي یوه ستره ستراتیژیکه تېروتنه ده چې روسیه به یې له سیاسي او اقتصادي پلوه د کلونو لپاره ستره بيه پرې کړي."

وړاندې د اوکرایین ولسمشر ولادمیر زیلینسکي یوه ویډیو خپره کړه. هغه دا ویډیو وروسته له هغې خپره کړه چې په روسي رسنیو کې داسې اوازې خپرې شوې چې نوموړی له پلازمېنې تښتېدلی دی.

اوکرايين

د عکس سرچینه، Getty Images

دې ویډیو کې چې جګپوړي سلاکاران یې تر څنګ ولاړ دي وویل، "موږ ټول دلته یوو. موږ د خپل حکومت د خپلواکۍ ساتنه کوو، او موږ به دې کار ته دوام ورکړو."

اوکرایین ته له څو لورو د روسیې پوځي کاروانونه ننوتي دي. د پلازمېنې کیېف شمال کې یو کاروان د بېلاروس له لوري اوکرایین ته داخل شوی دی. یو بل کاروان بیا په سویل کې د کریمیا له سیمې اوکرایین ته ننوتی، چې ۲۰۱۴ کال کې روسیې له خپلې خاورې سره يو ځای کړه.

پر اوکرايين د روسيې له بريد وروسته اوس په نړیوال بازار کې د تېلو یوه بېرل بیه اووه کاله وروسته لومړی ځل له سل ډالره پورته شوې ده. داسې ښکاري چې د دې شخړې اغېز به د نړۍ په ځانګړې توګه د اروپا پر اقتصاد هم دروند وي