وروستی, ملګري ملتونه: د غزې اوسېدونکي زېرمتونونو ته ننوتي او د مرستې توکي یې له ځان سره وړي
د فلسطیني کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو اداره یواین راو مسوولین وايي، د غزې تړانګې په مرکزي او سویلي برخو کې زرګونه غزې اوسېدونکي زېرمتونونو ته ننوتي او هلته زېرمه شوي اوړه او د اړتیا نور توکي یې له ځان سره وړي دي.
یواین راو مسوولینو په یوه اعلامیه کې په دې هکله ویلي: ''دا خواشینونکې علامې دي، چې د غزې له درې اونیو سختې محاصرې او جګړې وروسته ملکي امنیت په ماتېدو دی.''
په اعلامیه کې زیاته شوې: ''خلکو کې وېره، خپره ده، قهریدلي دي او مایوس دي. د مخابراتي او انټرنېټي شبکو پرچاوۍ له کبله د ویرې او تاوتریخوالي حالت لا ناوړه شوی دی.''
د یواین راوا په اعلامیه کې چې پر یکشنبه خپره شوې دا نه دي ویل شوي، چې خلکو پر کومو زېرمتونونو او کله یرغل کړی.
د پنجشنبې پر ورځ د ملګرو ملتونو بشري مرستو چارو مشر مارتین ګریفیتس پر پنجشبه ویلي و، تېره اونۍ غزې ته د مرستو رسېدو چاره ځکه ''خورا ټکنۍ'' وه، چې اسرائیلي بمبارۍ په ډېرېدو وې.











