اوکرايين کړکېچ: پر اېرپين ښار هوايي بریدونه روان دي

اوکرايين

د عکس سرچینه، Getty Images

د اوکرايين پلازمېنې کيېف شمال کې له اېرپین ښاره رپوټونه وايي دغلته د روسيي ځواکونو سختۍ بمبارۍ لا هم روانې دي. دلته د بي بي سي یو خبریال وايي خلک په پلو لارو له دغه ښاره د وتو هڅه کوي.

هغه کسان چې د بریدونو له سیمو په تېښته بریالي شوي وايي کرۍ شپه بمونه اورېدل او سختې ډزې وې.

یوه مېرمن وايي بریدونه له پرون سهاره تر شپې روان وو، یو ټانک یوې ودانۍ ته دننه شو، حالت وېرونکی و دوئ ترهېدلي وو، هېڅ فکر يې له وړاندې نه کاوه چې کورونه به پرېږدي.

بله مېرمن وايي یو وار له دونيڅکه کډواله شوه، اوایرپین ته راغله، اوس اړ ده دا ښار پرېږدي نه پوهیږي چېرته ولاړه شي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ روسیه او اوکرایین په لنډ مهالي ډول ماریوپل او ولنوواخا ښارونو کې پر یوه اوربند سلا شول چې ولسي خلک وکړای شي له سیمو خوندي ووځي.

لږ وروسته د ماریوپل ښاروال روسيي ځواکونه تورن کړل چې لا یې هم پرښار بريدونه کوي. د روسيې د دفاع وزارت بیا پر اوکراییني اړخ پړه اچوله چې ګواکې د جګړې له سختېدو سره د اوکرایین ولسمشر ولودمیر زیلینسکي د امریکا د کانګرس له غړو سره په خبرو کې ویلي ځواکونه یې روسيي جنګي الوتکو ته اړتیا لري ځکه پیلوټان یې له دغو الوتکو سره اشنا دي.

اوکرايين

د عکس سرچینه، Getty Images

د سیاسي او ډيپلوماټیکو هڅو په لړ کې چې د دغه کړکېچ د کابو کولو لپاره روانې دي، د اسرائیلو لومړی وزیر نفتالي بنت د روسيې له ولسمشر ولادمیر پوتین سره د لیدو لپاره مسکو ته رسېدلی. د اسرائیلو د لومړي وزیر دفتر ویلي، ددغه سفر په اړه امریکا ته ویلي شوي او دا چې اسرائیلو د کيېف او مسکو ترمنځ د منځګړیتوب وړاندیز هم کړی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن بیا د اوکرایین او پولنډ پر پوله له اوکراییني سیال دیمیتري کولبا سره لیده کاته او خبرې کړي. امریکايي وزیر ویلي د روسيې پر وړاندې به د اوکراینیانو له مقاومته ملاتړ ته دوام ورکړي.

بلېنکن د دغو خبرو پر مهال دا هم وویل چې د روسېې ولسمشر ولادمیر پوتین پر اوکرایین برید کولو خپلې ناسمې محاسبې سره مخ دی.

انټوني بلېنکن دا مهال د ختیځې اروپا د هېوادونو په سفر بوخت دی.