نړیوالو مشرانو د اوکرایین پر اتومي بټۍ برید غندلی

د ویډیو تشریح، ویډیو: پر زاپوریژیا نومي اتومي بټۍ له برید وروسته دې مرکز اور لیدل کېږي

له هغه وروسته چې روسي پوځیانو د اوکرایین په سویل کې د اتومي انرژۍ پر یوه مرکز برید وکړ، نړیوالو مشرانو پر روسیه تور پورې کړی، چې ټوله اروپا یې له خطر سره مخامخ کړې ده.

د یادونې ده، چې پر زاپوریژیا نومي اتومي بټۍ د روسي ځواکونو له برید وروسته د دې بټۍ چې په اروپا کې تر ټولو لویه ده، یوه ودانۍ کې اور ولګېد.

ځايی چارواکي اوس وايي، بټۍ خوندي شوې او د رادیواکتېف کچه یې عادي ده.

بل لور دې پېښې ته غبرګون کې د بریتانیا لومړي وزیر بوریس جانسن وویل:

''پر بې پرواۍ سره دا ترسره شوی برید د ټولې اروپا خوندیتوب ته مستقیم ګواښ کېدای شي. ''

د امریکا ولسمشر جو بایډن له مسکو غوښتي چې د بټۍ په شاوخوا سیمه کې له پوځي فعالیتونو لاس واخلي.

د کاناډا لومړي وزیر جستین تروډو وايي: ''له روسیې تر سره کېدونکي بوږنوونکي بریدونه باید سملاسي بند شي. ''

د یادونې ده، چې دې ټولو دریو مشرانو د اوکرایین له ولسمشر ولودمیر زیلنسکي سره ټیلیفوني خبرې کړې دي.

ښاغلي زیلنسکي بیا روسیه ''اتومي ترهګرۍ '' ته په رسېدو تورنه کړې او په وینا یې روسیه غواړي د ۱۹۸۶ کال چرنوبل پېښه تکرار کړي.

نوموړي وویل: ''که چاودنه وشي، هر څه به ورسره ختم شي، دا به د اروپا لپاره د پای ټکی وي. ''

له دې مرکزه په یوه اخیستل شوې ویډیو کې له چاودنو وروسته د اور لمبې او لوګي لیدل کېږي، چې اسمان ته پورته کېږي.

د بټۍ کارکوونکي وايي، اور د بټۍ له داخلي ساحې بهر په یوه ودانۍ کې ولګېد، چې د روزنې لپاره کارول کېده، او وروسته دا اور ووژل شو.

Zaporizhzhia nuclear plant

د عکس سرچینه، Future Publishing

مسوولین وايي، د پېښې پر مهال د اتومي بټۍ له شپږ ریکټرونو یوازې یو فعال و.

بل لور د اتومي مسایلو څار لپاره د ملګرو ملتونو اداره، د اتومي انرژۍ نړیوال سازمان مسوولین وايي، د اور لګېدنې دې پېښې د بټۍ ''مهم '' تجهیزات نه دي اغېزمن کړي او د رادیو اکتېف وړانګو کچه هم په عادي وضعیت کې ده.

خو دا اداره وايي، بټۍ په مرکز کې د ''جدي حالت '' له کبله ''د ۲۴ ساعته غبرګون '' په بڼه نه ده.

د اوکرایین اطفایې ادارې ویلي، په لومړي سر کې دوی ته اجازه نه ورکول کېده، چې لګېدلی اور ووژني.

دوی له امریکا ولسمشر جو بایډن وغوښتل چې په عام محضر کې له روسیې د دې اجازې غوښتنه وکړي.

د بریتانیا لومړی وزیر بورېس جانسن وايي، د دې موضوع پر سر به د خبرو لپاره د جمعې پر ورځ د ملګرو ملتونو امنیت شورا بېړنیزې غونډې رابللو غوښتنه وکړي.