اوکرايين کړکېچ: زيلينسکي له پوتين سره د مخامخ خبرو غوښتنه کړې

اوکرايين

د عکس سرچینه، Getty Images

د اوکرايين ولسمشر ولودمير زيلينسکي د روسیې له ولسمشر ولادمير پوتين غوښتي چې خبرو ته سره کېني او د جګړې د پای ته رسولو يوازينۍ لار يې يو له بل سره د سولې مخامخ خبرې بللې دي.

نوموړي په عيني حال کې له لوېديځ غوښتي چې د روسيې د يرغل په مقابل کې جنګي الوتکي ورکړي.

د اوکرايين ولسمشر له لوېدیځ د مرستې غوښتنې په داسې حال کې کړې چې د کيېف او مسکو تر منځ د خبرو دويم پړوا پای ته ورسېد.

د اوکرايين د يوه چارواکي په وينا دواړو لورو د جګړې له سيمو د ملکي وګړو د ایستلو لپاره د يوه بشري دهيلز پر جوړولو هوکړه وکړه.

بشري دهليز هغه لارې دي چې د نظامي شخړو پر مهال به خوندي ساتل کېږي او د دواړو اړخونو د هوکړې له مخې به پرې بريد نه کېږي.

د تېرې چارشنبې په ورځ د روغتيا نړيوال سازمان اوکرايين ته د درملو اوطبي تجهيزاتو د لېږد لپاره د ځانګړې دهليز غوښتنه کړې وه.

د اوکرايين مرستيال ولسمشر ميخايل پودوليک، د خبرو د دويم پړاو په اړه ويلي، "له بده مرغه اوکرايين هغه نتيجه نه ده ترلاسه کړې چې غوښتل يې" او يوازينۍ لاسته راوړنه يې د خوندي لارې پر سر هوکړه بللې ده.

اوکرايين

د عکس سرچینه، Reuters

بل پلو پر اوکرايين د روسيې د بريد له امله د روسيې خلکو په پرله پسې ډول پر اوکرايين د بريد پر ضد احتجاجونه کړي دي.

په مسکو کې د بي بي بي سي خبرياله جني هيل وايي، ډېری احتجاج کوونکي د پوليسو له خوا نيول شوي او روسي چارواکو خبرداری ورکړی چې د دوی په ټکو د غير قانوني احتجاجونو ګډون کوونکي چې د تاوتريخوالي لامل کېږي به په اته کاله بند محکومېږي.

د اوکرایین له یرغله یوه اوونۍ وروسته، روسي ځواکونو په جنوب کې د تور سمندرګي کلیدي بندري ښار خرسون ونیوه او په شاوخوا سیمو کې سخته جګړه روانه ده.

ډیری ښارونه د سختو بریدونو لاندې دي او د چارشنبې ورځ د جګړې ترټولو ویجاړونکې ورځ وه.

روسیې د لومړي ځل لپاره ومنله چې پوځي تلفاتو ور اوښتي دي، ۴۹۸ سرتېري یې وژل شوي او ۱۵۹۷ نور یې ټپیان شوي دي. اوکرایین بیا وايي، د روسیې د تلفاتو شمېر زرګونو ته رسېږي.

په هاګ کې د جرمونو د نړیوالې محکمې، اوکرایین کې د احتمالي جنګي جرمونو او د بشریت پر ضد د ترسره شویو جرمونو په اړه څېړنې پیل شوې دي.