اوکرايين کې پر اتومي بټۍ له برید وروسته روسیه غندل شوې

په زاپوریژیا اتومي بټۍ کې لګېدلی اور اوس وژل شوی دی. دا په اروپا کې تر ټولو لویه اتومي انرژۍ بټۍ ده. له دې مخکې د نژدې سیمې ښاروال دیمترو اورلوف ویلي و، په اتومي بټۍ کې د دښمن پرلپسې ګوزارونو له کبله اور لګېدلی. د اتومي انرژۍ نړیوال اژانس وايي، د دې بټۍ مهم تجهیزات اوس هم فعالیت کوي. یوه ځايی چارواکي ویلي، د بټۍ امنیت اوس خوندي شوی دی. بل لور د اوکرایین مهم سرحدي ښار ماریوپول تر پرلپسې سختو بریدونو لاندې دی. روسیې تر اوسه پورې یوازې یو ښار خیرسون نیولی دی.

ژوندی پوښښ

نورسعید او ګوربت ننګیال

  1. د سربيا په پلازمېنه کې د ولادمير پوتين او پر اوکرايين د روسيې د بريد په ملاتړ مظاهرې شوې دي.

    څو ورځې وروسته له هغه چې د نړۍ په بېلابېلو ښارونو کې د اوکرايين د جګړې پر ضد لاريونونه پیل شول، د جمعې په شپه د سربيا په پلازمېنه بلګراد کې خلک د روسيې او پر اوکرايین د بريد په ملاتړ سړکونو ته راوتلل.

    مظاهره د ښي اړخو ډلو په بلنه تنظيم شوې وه، دوی د روسیې بيرغونه، د ولادمير پوتين عکسونه لېږدول.

    اوکرايين

    د عکس سرچینه، Getty Images

    اوکرايين

    د عکس سرچینه، Getty Images

  2. په اروپا کې د ګازو په بیو کې بې ساري زیاتوالی راغلی

    د اروپا په بازارونو کې د ګازو بیې لهروسیې څخه د ګازو د وارداتو د ناڅرګندتیا له امله په بې ساري ډول لوړې شوېدي.

    اروپا د خپلو ګازو شاوخوا څلویښت سلنه له روسیې څخه ترلاسه کوي.

    د ګازو د وېش شرکتونه هم د تېلو پر بازار د اغېزو په اړه اندېښمن دي. د نفتو بیې په سلو کې پنځه ویشت لوړې شوې دي.

    جاپان ویلي چې د بیو د کنټرول لپاره به له خپلو زیرمو څخه ۷.۵میلیونه بېرله تېل واردوي. دا د بازار د ثبات لپاره د نړیوالې انرژۍ ادارې د هڅو یوه برخه ده.

  3. د رسنیو خلاف کمپاین؛ روسیه کې بي بي سي ته لاسرسی محدود شوی

    روسیه کې د بي بي سي روسي ژبې سرویس ته لاسرسی محدود شوی دی. د روسیې دولتي خبري اژانس 'ار ای اې' ویلي چې دوو نورو رسنیو "مېدوزه" او لېبرټي راډيو (ازادۍ راډیو) هم دغه هېواد کې محدودو خدماتو ته لاسرسی درلود.

    د روسیې پارلمان داسې قانون تصویب کړی چې له مخې یې د دغه هېواد د وسله والو ځواکونو په اړه د "غلطو" مالوماتو خپراوی سرغړونه بلل کېږي.

    کرملین نه غواړي چې پر اوکرایین د دغه هېواد یرغل دې د 'ځانګړو پوځي عملیاتو' پر ځای 'جګړه' وبلل شي.

    د بي بي سي یوه ویاند ویلي، "کره او خپلواکو مالوماتو ته لاسرسی د بشر یو اساسي حق دی چې د روسیې خلک باید ترې بې برخې نشي - هر اوونۍ میلیونونه روسان د بي بي سي پر خبرونو اتکا کوي. موږ به خپلو هڅو ته دوام ورکړو چې روسیه او تر هغې ورهاخوا نوره نړۍ کې د بي بي سي خبرونه د لاسرسي وړ وګرځي."

    پر اوکرایین تر برید وروسته د بي بي سي د روسي ژبې ویب پاڼې د لوستونکو شمېر د ریکارډ تر کچې لوړ شوی او دغه کسان د جګړې په اړه د تازه مالوماتو په لټه کې وي.

    بي بي سي

    د عکس سرچینه، Getty Images

  4. اوکرايين
  5. په راتلونکو ورځو کې د اوکرایین او روسیې ترمنځ د خبرو درېیم پړاو پیلېږي

    تمه ده چې د اوکرایین او روسیې استازي به د شنبې یا یکشنبې په ورځ د شخړې د پای ته رسولو لپاره د درېیم پړاو خبرې پيل کړي.

    د اوکرایین د ولسمشر سلاکار ویلي دي چې ښايي درېیمه دوره سبا، شنبه یا بله ورځ د یکشنبې په ورځ ترسره شي. هغه زیاته کړه: "موږ په دوامداره توګه پهاړيکهکې یوو."

    د خبرو لومړی او دويم پړاوچې تېره دوشنبه د اوکرایین او بېلاروس په ګډه پوله کې ترسره شو، ډېر پرمختګ يې نه دی کړی.

    پرون په دویمه غونډه کې روسیې موافقهوکړه چې د ولسي وګړو د ايستلو لپاره خونديدهلېزونه جوړ کړي ، خو اوکرايين وايي له خبرو يې هغه پایله نه ده ترلاسه کړېچې تمه یې کېده.

    تر دې مخکې د اوکرایین ولسمشر ولودمیر زیلینسکي د روسیې له ولسمشر ولادمیر پوتین سره د مخامخ خبرو غوښتنه کړې وه او ویلي یې وو چې د جګړې د پای ته رسولو یوازینۍ لار همدا ده.

  6. اوکرايين
  7. په کیېف کې د امریکا سفارت پر اټومي بټۍ د روسیې برید "جنګي جرم"بللی

    په کیېف کې د امریکا سفارت په یوه ټویټ کې ویلي چې د اوکرایین پر اټومي بټۍ د روسیې برید "جنګي جرم" دی.

    په ټویټ کې ویل شوي چې پوتيند اروپا په ترټولو لويېاټومي بټۍ باندې برید کولو سره د "ترهګري" یو ګام بلهم پورته کړی دی.

    کله چې روسي ځواکونو د اپوريژياپرفابریکه برید وکړ، د هغې یوه برخه یې وسوځېده، چې اوس دا بټۍ د روسي ځواکونوپه ولکه کېده.

    دې X پوسټ نه تېرشئ
    ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

    دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

    خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

    د ‍پوسټ X پای

  8. پوتین: پر روسیې نور بندیزونه به کړکېچ لاپسې زیات کړي

    د روسیېولسمشر ولادمیر پوتین په اوکرایین کې د روسیې د بریدونو مخالفانو ته خبرداری ورکړی چې پر روسیې د نورو بندیزونو په لګولو سره دې کړکېچ ته لمن نه وهي.

    ښاغلي پوتين چې د روسيې پر ملي تلويزيون يې خبرې کولې وويل، "موږ د خپلو ګاونډيانو پر وړاندې هېڅ بد نيت نه لرو."

    ښاغلي پوتین وویل: "زه فکر کوم چې هرڅوک باید د اړیکو د عادي کولو په اړه فکر وکړي، په نورمال ډول سره یوځای کار وکړي، او په نورمال ډول اړیکې پراختیا ومومي."

    دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې ټاکل شوې د لوېدیځ د بهرنیو چارو وزیران نن په بروکسل کې د اوکراین د جګړې په اړه خبرې او د راتلونکو ګامونو په اړه همغږي وکړي.

  9. سور صلیب: اوکرایین له بشري بحران سره مخامخ دی

    د سره صلیب نړیواله کومېټه وايي، په داسې حال کې چې د اوکرایین جګړه کې د تلفاتو شمېر په ډېرېدو دی او په روغتونونو کې د درملنې وړتیا کمېږي، دغه هېواد له 'پراخېدونکي بشري بحران سره مخامخ دی.'

    له جنېوا په یوه خپره شوې اعلامیه کې اې سي ار سي ویلي، دوی ته باید د جنېوا کنوانیسون له مخې سملاسي د فعالیت اجازه ورکړل شي او باید د راتلونکي وخت تر احتمالي اوربنده و نه ځنډول شي.

    په اعلامیه کې د ملکي خلکو پر مېشت ځایونو او خدماتي مرکزونو له بریدونو ډډې کولو، روغتیايي خدمتونو ته د لاسرسي اجازې، د ټپیانو او بندیانو خوندیتوب تضمین، سره صلیب مسوولینو ته تر اسیرانو پورې د لاسرسي ورکولو په ګډون د جنېوا کنوانسیون ژمنو عملی کولو خبرداری ورکړل شوی دی.

    که څه هم د ای سي ار سي په اعلامیه کې په څرګند ډ‌ول په دې هکله څه نه دي ویل شوي، خو د دې ژمنو نه پوره کولو له جنېوا کنوانسیونه سرغړونه بلل کېږي چې په جنګي جرمونو کې راتلای شي.

    اوکرایین

    د عکس سرچینه، Getty Images

  10. وروستی, زیلنسکي: پر اتومي بټۍ برید 'د چرنوبل شپږ برابره' زیان اړولی شوای

    د اوکرایین ولسمشر ولودمیر زیلنسکي وايي، پر زاپوریژیا اتومي انرژۍ مرکز د روسیې برید د چرنوبل اتومي مرکز چاودنې پېښې پرتله شپږبرابره ډېر زیان اړولای شوای.

    نوموړي یوه ټلویزیوني وینا په دې ټکیو پیل کړه:

    ''د اوکرایین خلکو! موږ له یوې داسې شپې روغ ووتلو چې د تاریخ لاره یې درولای شوای، د اوکراین د تاریخ او د اروپا د تاریخ!'' نوموړی وايي، روسیان پر دې مرکز د ډزو پر مهال پوهېدل چې څه کوي. هغه دا د یوې داسې کچې ترهګري وبلله چې په وینا یې تر اوسه یې په هکله چا نه و اورېدلي.

    نوموړي دغه راز روسیانو ته په وینا کې وویل: دا څنګه کېدای شي؟ ایا موږ په ۱۹۸۶ کال کې د چرنوبل پېښې عواقب په شریکه و نه زغمل؟ ده له روسیانو وغوښتل چې لارو، کوڅو ته ووځي او په وینا یې ''خپل حکومت ته ووایاست، چې غواړو ژوندي پاتې شو.''

    ښاغلی زیلنسکي وايي، له نړیوالو مشرانو سره یې تر اوسه اړیکه نه شته، چې وايي، د اتومي انرژۍ تولید مرکز په شاوخوا کې د تېرې شپې پېښو حیران کړي دی. نوموړي د اوکرایین هوايی حریم کې د الوتنو لپاره د ممنوع زون رامنځته کولو غوښتنه وکړه او په وینا یې پر '' اتومي ترهګر هېواد'' باید ځکه بندیزونه ولګول شي، چې په وینا یې رادیواکتېف وړانګې نه پوهېږي چې روسیه چېرې ده.

    زیلنسکي
  11. ناټو مشر: د اتومي انرژۍ پر مرکز بريد د جګړې بې مسوولیتي ښيي

    په بروکسل کې د بي بي سي خبریال جیمز لنډالې په خپل رپوټ کې وايي، د لویدیځو هېوادونو بهرنیو چارو وزیران په یوه غونډه کې د اوکرایین جګړې ته د غبرګون په هکله یوې غونډې ته یو ځای کېږي. د دې غونډې ته د امریکا بهرنیو چارو وزیر انتوني بېلنکن هرکلي پر مهال د ناټو سازمان مشر ینز سټولټنبیرګ د اوکرایین پر اتومي بټۍ د برید په ګډون په اوکرایین کې د روسیې بریدونه وغندل.

    ښاغلي سټولټنبیرګ په دې هکله وویل:

  12. د بریتانوي لومړي وزیر مرستیال: پر اتومي مرکز بې مسوولیته او جدي برید شوی

    د بریتانیا لومړي وزیر مرستیال ډومینیک راب وايي، پر زاپوریژیا اتومي بټۍ د روسي ځواکونو ګوزارونه '' پر یوه اتومي مرکز جدي او بې مسوولیته برید'' دی چې نړیواله ټولنه یې باید جدي واخلي.

    نوموړي د بي بي سي سهارنۍ خپرونه کې د خبرو پر مهال وویل:

    ''سخته ده، چې ومنل شي، دا برید په لوی لاس نه دی شوی، خو په هر صورت پر داسې ځای داسې برید کول غیر قانوني چاره ده، بیا په داسې حال کې چې هلته اور هم لګېدلی، مرستندویان یې د وژنې هڅه کوي، د بمبارۍ دوام خپل مسوولیت ته پام نه کول دي.''

    نوموړی وايي، فکر کوي چې مرکز ته سملاسي خطر نه شته.

    بل لور د بریتانیا لومړي وزیر بورېس جانسن ویلي، ''د پوتین پر جګړییز ماشین د فشار راوړلو لپاره'' په نیویارک کې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د بېړنیزې غونډې رابللو غوښتنه به وکړي.

    راب
  13. 'د اتومي بټۍ نیول کېدل د ټولې نړۍ لپاره یوه اندېښنه ده'

    په زاپوریژیا کې چې روسي ځواکونو پر اتومي انرژۍ بټۍ ولکه کړې، د نڅا یوه ښوونکي د بي بي سي له راډیو فور نن خپرونې سره مرکه کې وویل، روسي ځواکونه یې ولیدل چې کرۍ شپه یې پر اتومي مرکز ګوزارونه کول.

    دی وايي:

    ''پوهېږم چې یوې ودانۍ اور واخیست، خو دا اصلي بټۍ نه ده، دا د هغو خلکو لپاره وه، چې هلته اوسي. بې له شکه دا بد خبر دی، خو لږ تر لږه دا اصلي ریکټر نه دی. دا اوس یوازې زموږ د سیمې لپاره بد خبر نه دی، بلکې د ټول اوکرایین او ټولې نړۍ لپاره ډېر بد خبر ځکه دی، چې تر کومه ځایه زه معلومات لرم، دا په اروپا کې د اتومي انرژۍ تر ټولو لوی مرکز دی. دا لیونتوب دی، دا ترهګري ده، نه پوهېږم څه ووایم، خو نړۍ باید په دې هکله یو څه وکړي.''

    دی وايي، په روسیه کې کورنۍ او ملګري لري او ''هلته خلک په دې هکله وېشلي دي، پر ځینو دا فکر تپل شوی، چې ګواکې پوتین په اوکرایین کې سوله راولي، خو ځینې نور بیا وېره لري او شرم محسوسوي.''

  14. وروستی, اوکرایین وايي، روسي ځواکونو زاپوریژیا اتومي انرژۍ مرکز نیولی

    اوکرایین چارواکي وايي، روسي ځواکونو زاپوریژیا اتومي انرژۍ مرکز نیولی دی. رویټرز خبري اژانس د یوه ځايي چارواکي له قوله چې پر خواله رسنیو یې لیکلي، وايي: مسوولین د انرژۍ مرکز چارې څاري. له دې مخکې د روسي ځواکونو پرلپسې ګوزارنو له کبله د دې مرکز په یوه برخه کې اور ولګېد. د یادونې ده، چې زاپوریژیا په اروپا کې د اتومي انرژۍ تولید تر ټولو لوی مرکز دی.

  15. د اوکرایین ساحل ته نژدې بارچالاني بېړۍ له چاودنې وروسته ډوبه شوه

    د یوې بېړۍ استونیايي څښتنان وايي، اوکرایین ساحل ته نژدې یې بېړۍ له یوه چاودنې وروسته ډوبه شوې. دوی وايي، د عملې شپږ کسان د اوکرایین ځايي مرستندویانو له سمندره ژغورلي دي.

    دغه بېړۍ چې د پناما بېرغ پرې ټومبلی و، د استونیا ویستا بارچالانۍ شرکت ملکیت ده.

    بالتیک هېواد استونیا د ناټو غړی هېواد دی چې له روسیې سره پوله لري.

    دا بېړۍ د اوکرایین په اوډیسه کې د چورنومورسک ساحله څو ورځې مخکې روانه شوې وه او پکې د چاودنې لامل معلوم نه دی.

    اوکراییني پوځیان وايي، روسیه د اوډیسه ساحلي ښار نیولو لپاره داسې زغره والې کښتۍ استوي چې په وچه کې هم سفر کوي.

    بېړۍ

    د عکس سرچینه، Henk Jungerius

  16. دولتي رسنۍ وايي، په روسیه کې پر بي بي سي محدودیتونه لګېدلي

    د روسیې دولتي خبري اژانس ار اې اې په یوه رپوټ کې ویل شوي، په دغه هېواد کې د اطلاعاتو چارواکو د بي بي سي روسي ژبې څانګې ته لاسرسی محدود کړی دی. په دې رپوټ کې ویل شوي، د میدوزا او رادیو ازادي په نومونو پر دوو نورو رسنیو هم بندیزونه لګول شوي دي.

  17. د اتومي بټۍ اور لګېدنې پېښې نور معلومات

    د یادونې ده، چې د جمعې پر ورځ ګهیځ وختي اوکراییني چارواکو وویل، د اتومي بټۍ په یوه پنځه پوړیزه ودانۍ کې چې د روزنې مرکز په توګه کارېده، د روسي برید له کبله اور لګېدلی دی. خپله بټۍ ته په دې برید کې زیان نه دی اوښتی، خو داسې وېره وه، چې که ژر کنټرول نه شي، ښايي بټۍ ته هم د اور لمبې ورسېږي.

    اوکراییني مرستندویان وايي، په لومړي سر کې د پېښې ځای ته د دوی رسېدو مخه نیول شوې وه. خو له ځايي وخت سره سم د ګهیځ پر پنځه بجې او ۲۰ دقیقې اطفایې کارکوونکي وتوانېدل د اور وژنې چاره پیل کړي. د اوکرایین مرستندویانو اداره وايي، یو ساعت وروسته د اور لمبې ووژل شوې.

  18. وروستی, په اتومي بټۍ کې لګېدلی اور اوس وژل شوی دی

    په اوکرایین کې مرستندویان وايي، زاپوریژیا اتومي بټۍ کې لګېدلی اور اوس وژل شوی دی. دا په اروپا کې تر ټولو لویه اتومي انرژۍ بټۍ ده. له دې مخکې د نژدې سیمې ښاروال دیمترو اورلوف ویلي و، په اتومي بټۍ کې د دښمن پرلپسې ګوزارونو له کبله اور لګېدلی. د اتومي انرژۍ نړیوال اژانس وايي، د دې بټۍ مهم تجهیزات اوس هم فعالیت کوي. یوه ځايی چارواکي ویلي، د بټۍ امنیت اوس خوندي شوی دی. بل لور د اوکرایین مهم سرحدي ښار ماریوپول تر پرلپسې سختو بریدونو لاندې دی. روسیې تر اوسه پورې یوازې یو ښار خیرسون نیولی دی.

  19. د بریتانیا د دفاع وزیر: روسیه په اوکرایین کې په خپل پلان کې وروسته پاتې ده

    د بريتانيا د دفاع وزير بېن والس د اوکرايين د جګړې په اړه د پوتين څرګندونې ننګولې دي او وايي چې روسيه په خپلو پلانونو کې ډېره شاته ده.

    وړاندې د روسیې ولسمشر ولادمير پوتين د خپل هېواد د ملي امنيت شورا ته وويل چې په اوکرايين کې د مسکو "ځانګړي عمليات" د پلان سره سم پر مخ ځي.

    ښاغلی والس وويل، "د استوګنې پر سيمو د روسیې د پوځ له بريد سره سره اوکراييني وګړې جګړه کوي او په ځينو مواردو کې يې روسیې ځواکونه په شا تمبولي دي".

    نوموړي وويل، "روسيې نه يوازې د پام وړ تلفات ليدلي، بلکې ډېر يې له پوځه تښتېدلي، ډېر تسلم شوي او د روسیې د پام وړ پوځي تجهيزات له منځه تللي دي".

    ښاغلي والس د پوتين په اړه وويل، "دی اوس هغه څوک دی چې د ده له امله په لګولو شويو بنديزونو کې ګېر پاتې دی، دی هغه څوک دی چې ټول نړيوال قوانين يې تر پوښو لاندې کړي او ورځ تر بلې ګوښی کېږي".

    کرېکټ

    د عکس سرچینه، Getty Images

  20. امريکا د روسيې پر الوتکو خپل فضايي حريم تړي, امريکا د روسيې پر الوتکو خپل فضايي حريم تړي

    د بي بي سي امریکايي همکارې رسنۍ سي بي اېس نیوز راپور ورکوي چې امریکا به ډېر ژر خپل هوايي حریم د روسي الوتکو پر مخ وتړي.

    اروپایی هیوادونو او کاناډا لا دمخه خپل هوایي حریم د روسیې پرمخ تړلی دی.

    له روسیېامریکا ته ځینې الوتنې لا دمخه لغوه شوې دي.

    اوکرايين

    د عکس سرچینه، Reuters