د نړیوال بانک مشر: پر اوکرایین د روسیې یرغل د اقتصادي رکود لامل کېږي

بازار

د عکس سرچینه، EPA

د نړیوال بانک مشر وايي، پر اوکرایین د روسیې یرغل په داسې حال کې د لا زیات اقتصادي رکود یا سوړ بازارۍ لامل کېدای شي چې د نفتو او کیماوي سرې بیې لوړې شوې دي.

ډېویډ مالپاس وايي اروپايي هېوادونو لا هم تر ډېره بریده د تېلو او ګازو لپاره پر روسیې تکیه کوي.

نوموړی وايي، د روسیې له لوري د ګازو لېږد مخنیوی په سیمه کې د ''پاموړ سوکوالي '' لامل کېدای شي.

د نوموړي په وینا د انرژۍ یا سونتوکو بیو لوړوالي وار له مخه پر جرمني اغېز کړی، چې د نړۍ له مهمو اقتصادي ځواکونو یو دی.

روسیه او اوکرایین په نړۍ کې د خوراکي توکو او سونتوکو له لویو تولیدوونکو هېوادونو دي او پرون په امریکا کې د خبرو پر مهال ښاغلي مالپاس وویل، مخ پر وده هېوادونه له مخکې د دې توکو له لږوالي سره مخامخ دي.

روسي پوځیانو د اوکرایین پر ۴۰ ښارګوټو بریدونه کړي

A young boy stands in front of a damaged building after a strike in Kramatorsk in the eastern Ukranian region of Donbas, on May 25, 2022.

د عکس سرچینه، Getty Images

اوکرایین چارواکي وايي، روسي پوځونو د دې هېواد په ختیځ دونباس او لوهانڅک سیمو کې پر ۴۰ ښارګوټو بریدونه کړي دي. چارواکي زیاتوي دې بریدونو کې پنځه ملکي کسان وژل شوي، ۱۲ ټپیان شوي او ۴۷ ملکي مېشت ځایونو ته زیان اوښتی دی.

د اوکرایین پوځي ځواک پر فېسبوکپاڼه دې لړ کې ویل شوي:

''اشغالګرو په دونیڅک او لوهانڅک کې له ۴۰ پر ډېرو ښارګوټو بریدونه کړي. د دې بمباریو له کبله ۴۷ ملکي املاکو ته زیان رسېدلی، چې ۳۸ کورونه او ښوونځي هم پکې شامل دي. د دې بمباریو له کبله پنځه ملکي کسان وژل شوي، او ۱۲ کسان ټپیان شوي دي. ''

د یادونې ده، چې روسي ځواکونو تېره میاشت د دونباس سیمې بشپړ کنټرول ترلاسه کولو ته پام واړاوه.

روسيې زرګونه پوځیان دې سیمې ته واستول، له دریو لوریو یې بریدونه وکړل، له سیویرودونیڅک او لیسېچانڅک ښارونو یې د اوکراییني پوځیانو ایستلو لپاره دغه سیمې محاصره کړې.

د دې ښارونو سقوط به ټوله لوهانڅک سیمه د روسي پوځیانو کنټرول ته ورشي، چې د کریمیلین جګړې یو مهم هدف بلل کېږي.

د شنبې پر ورځ د لوهانڅک والي سرهی ګایدای وویل، روسي پوځیانو د دونیتس سیند اوږدو کې له یوه پرته نور ټول پلونه پرې کړي دي.

نوموړي وویل، داسې احتمالي خطر شته چې دغه ځای به له شاوخوا سیمو سره د تګ-راتګ ټولې لارې له لاسه ورکړي.

له دې مخکې روسي ځواکونو پر سیویرودونیڅک او لیسېچانڅک ښارونو سخته بمباري کړې. روسي ځواکونو هڅه کوي د اوکرایین دونیڅک او لوهانڅک سیمو بشپړ کنټرول ترلاسه کړي.

بل لور د بریتانیا استخباراتو معلومات ښيي چې د ناسم ستراتيژیک مدیریت له کبله پر اوکرایین د روسیې له یرغل راهیسې د دې هېواد هوايي ځواک ته درانه تلفات اوښتي دي.