امریکا وايي له اوکرايين سره خبرې "ګټورې" وې خو نور کار ته هم اړتيا شته

د عکس سرچینه، Reuters
د امریکا د بهرنيو چارو وزير مارکو روبيو ويلي چې له کيېف سره د روسيې-اوکرايين جګړې د پايته رسولو د هوکړې په اړه یې خبرې اترې ګټورې وې خو وايي لا هم "نور کار ته اړتيا ده".
دغه خبرې اترې د امریکا په فلورېډا کې د ښاغلي روبيو او د اوکرايين د ملي امنيت شورا د مرستيال رستم عمروف چې د اوکرايين مشر مذاکره کوونکی دی، تر منځ وشوې.
په غونډه کې د ولسمشر ډونلډ ټرمپ استازي سټيو وېټکاف او د ټرمپ زوم جېراډ کوشنر هم ګډون درلود. ويل کېږي سټيو وېټکاف به راتلونکې اوونۍ د خبرو لپاره روسيې ته سفر وکړي.
عمروف وروسته له هغه د اوکرايين د ولسمشر د پخواني مشر مذاکره کوونکي انډري يرماک پر ځای غوره شو چې هغه د فساد ضد قضيه کې له دندې استعفا وکړه.
د يکشنبې ورځې غونډه د دوو اوونيو سختو ډېپلوماټیکو هڅو تازه پړاو بلل کېږي. دغه هڅې وروسته له هغه پیل شوې چې د امریکا ۲۸ ماده ييز سولې پلان افشا شو. دې پلان اوکرايين او د هغه متحدين حيران کړل، داسې برېښېده چې د روسيې په ګټه دی.
مارکو روبيو په غونډه کې وويل، "موضوع يوازې د جګړې پايته رسولو د شرايطو په اړه نه ده. بلکې دا د هغو شرايطو په اړه هم ده چې څنګه اوکرايين اوږدمهاله سوکالۍ ته ورسوي... زه فکر کوم چې موږ پر دې کار وکړ خو لا هم ډېر کار پاتې دی."
نوموړي اوکرايیني پلاوي ته هم وويل چې له روسيې سره د سولې د خبرو موخه دا ده چې اوکرايين "خپلواک، ازاد او هوسا" پاتې شي.
د يکشنبې د خبرو له پيلېدو سره عمروف وويل، "موږ د اوکرايين د راتلونکي په اړه خبرې کوو، د اوکرايين د امنيت په اړه، پر اوکرايين د بيا تېرې نه کېدو په اړه، د اوکرايين د هوساينې په اړه او د اوکرايين د بيارغونې په اړه."
نوموړي چې په انګرېزي خبرې کولې، زیاته یې کړه، "امریکا زموږ غږ اوري. امریکا زموږ ملاتړ کوي. امریکا زموږ سره ګډ کار کوي".
ښاغلي عمروف وروسته، خبرې "ګټورې او بريالۍ" وبللې په داسې حال کې چې مارکو روبيو بيا "ډېر ګټورې" يادې کړې.
د امریکا ولسمشر ټرمپ د یکشنبې په ورځ خبريالانو ته وويل، چې خبرې "ښې روانې دي" او د دې ډېره شونتيا شته چې د جګړې د پایته رسولو لپاره يوه هوکړه وشي.
ټرمپ وړاندې ويلي وو چې راتلونکې اوونۍ ښايي وېټکاف او کوشنر مسکو ته د سولې هغه پلان پر سر د خبرو لپاره ولېږي چې بدلون په کې راوستل شوی دی.
پر ټولنيزو رسنيو يوه پوسټ کې د اوکرايين ولسمشر ولودمير زېلينسکی ويلي، "مهمه ده چې خبرې يو رغنده تحرک ولري او په ټولو مسئلو په ښکاره ډول د اوکرايين د حاکميت او ملي ګټو په ډاډمنولو سره بحث وشي."
نوموړي زیاته کړه چې د جګړې د پايته رسولو لپاره د امریکا او ټرمپ له هڅو منندوی دی.
يوه مهمه مسئله چې لا هم نه حل شوې د هغو سیمو برخليک دی چې د روسيې تر کنټرول لاندې دي.
يوې سرچينې چې له اوکراييني پلاوي سره نژدې ده، د اې اېف پي خبري اژانس ته ويلي چې خبرې "اسانه نه وې".
سرچينې زياته کړې، "خو هر څوک هڅه کوي رغنده رول ولري او يوه حل لاره پيدا کړي."
ټاکلې شوې د اوکرايين ولسمشر ولودمير زېلينسکي د دوشنبې په ورځ د فرانسې له ولسمشر امانوېل مکرون سره د ليدنې لپاره پاريس ته سفر وکړي.
د ۲۰۲۲ کال د فبرورۍ له ۲۴مې راهيسې چې روسيې پر اوکريين يرغل کړی د زرګونو ولسي وګړو تر څنګ لسګونه زره عسکر ټپيان او وژل شوي دي او لږترلږه اووه ميليونه خلکو خپل کورونه پراېښي دي.
د شوري اتحاد د دغو دوو جمهوريتونو تر منځ شخړه ۲۰۱۴ کال ته ورګرځي کله چې په اوکرايين کې روسي پلوی ولسمشر له واکه لرې کړل شو او روسيې کريميا لاندې کړه او د اوکرايين په ختيځ کې یې د وسله والو بغاوتونو ملاتړ وکړ.








