د اوکرایین وروستي مذاکرات د پوتین د رواني حالت په اړه څه انځور وړاندې کوي؟

پوتین

د عکس سرچینه، AFP/EPA/Shutterstock

د عکس تشریح، پوتین پر څوکۍ د کېناستو پرمهال. عکس د ۲۰۲۵ کال په نومبر کې اخیستل شوی.

د اوکرایین د خبرو اترو او ډیپلوماسۍ وروستۍ پړاو موږ ته د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین د روحیې او ارادې په اړه څه وايي؟

لومړی هغه د سولې تړون لاسلیکولو ته چمتو نه دی. لږترلږه، اوس نه. او یقینا هغه تړون (یا تړونونه) نه چې اوس مهال د میز پر سر دي.

د کرملېن د بهرنیو چارو سلاکار یوري اوشاکوف وروسته له پنځو ساعتونو مذاکرې په مسکو کې چې پوتین، د امریکا استازی سټیو ویتکاف او د ډونلډ ټرمپ سلاکار او زوی جارډ کوشنر په کې حاضر وو، وویل: "تر اوسه هېڅ داسې غوراوی نه دی موندل شوی چې پرې موافقه وشي."

د کرملېن مشر سخت دریځو څرګندونو ته په پام سره، دا د حیرانتیا خبره نه ده چې تر اوسه کومه موافقه نه ده شوې.

هغه په بېلابېلو بیانونو کې د اوکرایین مشرتابه "غل‌واک" بللی، اروپایي مشران یې د سولې د بهیر د خرابولو په هڅو تورن کړي او ټینګار یې کړی چې د جګړې نوښت اوس د روسیې په لاس کې دی.

په وروستیو څو مواردو کې، روسي تلویزیون پوتین په پوځي لباس کې ښودلی چې د لومړۍ کرښې نقشې څېړي او د پوځي بریاوو خبرې کوي؛ هغه بریاوې چې اوکرایین او ډېری نړیوال څارونکي یې رد کړي دي.

پر اوکرایین د روسیې له یرغل شاوخوا څلور کاله وروسته، سره له دې چې روسیې د جګړې ډګر کې درنه مرګژبوله او اقتصادي زیانونه لیدلي، ولسمشر پوتین لا هم باور لري چې په دې جګړه کې بریالی دی او اوس یې د درولو وخت نه دی.

لږترلږه، دا هغه پیغام دی چې هغه غواړي لویدیځ پرې باور وکړي؛ چې هېڅ شی یې د اهدافو ترلاسه کولو مخه نه شي نیولی.

ما مخکې هم ویلي وو چې پوتین ماته په ډېرو لارو هغه موټر رایادوي چې برېکونه، سټیرینګ، او ریورس ګیر نه لري؛ هغه موټر چې په لویه لار په بشپړ سرعت سفر کوي.

پر اوکرایین له یرغل پیلېدا شاوخوا څلور کاله وروسته لا هم د "پوتین‌ګاډي" د درېدو، بېرته ګرځېدو یا مسیر بدلولو نښې نه ښکاري.

هغه یقینا غواړي مخالفین یې فکر وکړي چې هېڅ شی او هېڅ کس هغه د تګلوري بدلولو ته نه شي اړایستلی. نه اروپایي مشران، نه د ټرمپ حکومت او نه ولسمشر زیلېنسکي.

خو ګاډي تېلو ته اړتیا لري (دوامداره اکمالاتو ته). او د جنګېدو لپاره، هېوادونه پیسو ته اړتیا لري (دوامداره اکمالاتو ته).

اوس، پر نړیوالو بندیزونو سربېره، روسي حکومت لا هم د "ځانګړي پوځي عملیات"، د اوکراین پر ضد جګړه، مالي ملاتړ کولی شي. خو اقتصادي فشارونه ورځ تر بلې زیاتېږي؛ د نفت او ګاز عواید کم شوي او بودیجه کمښت لري.

د اوس لپاره، پر نړیوالو بندیزونو سربېره، د روسیې حکومت د اوکرایین پر وړاندې جګړې لپاره لاهم د خپلو "ځانګړو پوځي عملیاتو" د تمویل توان لري. خو اقتصادي فشارونه مخ په ډېرېدا دي؛ د تېلو او ګازو عواید کمېږي او د بودیجې کسر مخ په زیاتېدو دی.

ان پوتین پخپله هم مني چې ستونزې شته او د اقتصاد د "ناانډولۍ" خبره یې کړې ده.

هغه دا اونۍ وویل: "په ځینو برخو کې تولید نه یوازې چې ډېر شوی نه دی، بلکې په حقیقت کې کم شوی دی. ایا موږ له داسې لارو چارو راضي یو؟ نه."

ستره پوښتنه دا ده چې: په کوم وخت کې- که اصلا داسې وشي، اقتصادي اندېښنې به د جګړې په ډګر کې د کرملېن پر محاسبو اغېز وکړي؟