اوکرایین وايي د سولې پلان په اړه له امریکا سره "پوهاوي" ته رسېدلي، ټرمپ: وېټکاف به له پوتین سره وګوري

د عکس سرچینه، Reuters
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ وايي، مذاکره کوونکې ډلې یې د روسيې او اوکرايين تر منځ د جګړې د پايته رسولو لپاره په خپلو هڅو کې پرمختګ کړی او پر داسې يوه تړون کار کوي چې دواړو غاړو ته د منلو وړ وي.
نوموړي منلې چې د اوکرايين د ځينو برخو سپارل لا هم د خبرو برخه دي او وايي د روسيې لوی امتياز به د جګړې درېدل وي.
ټاکل شوې د امریکا ځانګړی استازی سټيو وېټکاف راتلونکې اوونۍ له ولسمشر پوتين سره د خبرو لپاره مسکو ته سفر وکړي.
په همدې مهال اوکرايين ويلي چې له روسيې سره د جګړې د پايته رسولو په موخه له امریکا سره "ګډ تفاهم" ته رسېدلي دي.
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ مخکې ويلي وو چې د هغه ځانګړی استازی سټيو وېټکاف به د اوکرايين د سولې پلان وروستي کولو په موخه چې واشنګټن تيار کړی مسکو ته سفر وکړي. ټرمپ ويلي وو چې دا پلان اوس په "دقت جوړ شوی" او يوازې څو اختلافي موضوعات پاتې دي.
امریکايي ډېپلوماټانو په دې وروستيو کې د پلان په بيا کتلو بوخت وو، کيېف مخکې له دې پلان څخه ناخوښه وو او ویل یې چې دا د روسيې په ګټه دی.
له دې وړاندې د اوکرايين ولسمشر ولودمير زېلينسکي هيله څرګنده کړې وه چې د خپلو اروپايي متحدينو تر څنګ د پاتې مسئلو په اړه به له ښاغلي ټرمپ سره وګوري. خو د امریکا ولسمشر وويل چې دا ليدنه به هغه مهال وشي چې تړون وروستي پړاو ته ورسېږي.
ښاغلي ټرمپ په دې اړه په خپلو وروستيو څرګندونو کې پر ټولنيزو رسنيو لیکلي، "تېره اوونۍ زما ډلې د روسيې او اوکرايين تر منځ د جګړې د پايته رسولو په اړه د پام وړ پرمختګ کړی دی. هغه جګړه چې که زه ولسمشر وی هېڅکله به نه وه پیل شوې. تېره مياشت ۲۵ زره سرتېري وژل شوي. د امریکا له خوا د سولې ۲۸ ماده ييزه پلان د دواړو لوريو له خوا د نورو نظرونو په اورېدلو سره په دقت اصلاح شوی او اوس يوازې څو د اختلاف ټکي پاتې دي".

د عکس سرچینه، Reuters
د امریکا ولسمشر دا هم ويلي چې د سولې پلان د بشپړولو لپاره "ما خپل ځانګړی استازی سټيو وېټکاف مسکو ته استولی چې له ولسمشر پوتين سره وګوری او په همدې مهال به د پوځ وزير ډن ډریسکول له اوکراييني لوري سره ليده کاته وکړي".
"زه به له مرستيال ولسمشر جې ډي ونس، د بهرنيو چارو له وزير مارکو روبيو، د جنګ وزير پيټ هېګسيټ او د سپينې ماڼۍ د مشرې سوزي وېلز سره يو ځای له پرمختګونو ځان خبر وساتم".
ښاغلي ټرمپ دا هيله هم څرګنده کړې چې ډېر ژر به د روسيې او اوکرايين له مشرانو سره وګوري خو ټينګار یې وکړ چې "دا غونډه به يوازې هغه مهال ترسره شي چې د جګړې د پايته رسولو لپاره هوکړه بشپړه او يا په وروستيو پړاونو کې وي".
په همدې مهال اوکرايين ويلي چې ولسمشر یې هڅه کوي روانه مياشت "په مناسب وخت کې" واشنګټن ته سفر وکړي او له ډونلډ ټرمپ سره وګوري.

د عکس سرچینه، Getty Images
خبريالان وايي د سولې پلان د مسکو غوښتنو ته په پام سره بدل شوی او دا نه ده روښانه چې د سیمو او امنيتي ضمانتونو په اړه لوی توپيرونه به څنګه حل شي.
د بریتانيا لومړي وزير کېير سټارمر هم ويلي چې د اوکرايين د ځمکنۍ بشپړتيا په اړه هېڅ جوړجاړی نشي کېدی.
ډونلډ ټرمپ اوکرايين ته د هغه د سولې پلان منلو لپاره دوې ورځې وخت ورکړی خو کارپوهان شک لري چې په دومره لنډ وخت کې ښايي د یوې هوکړه کېدل ناشوني وي.
ولسمشر زېلينسکي وايي د هوکړې پر وړاندې اصلي خنډ د روسیې له خوا له "غلا شويو" تېرېدل دي.
د جګړې د پايته رسولو لپاره د امریکا وړانديز شوي پلان کې چې افشا شوی راغلي، چې اورکرايين بايد د روسیې له خوا له نیول شوې ډېرې برخې لاس په سر شي.
د همدې وړانديز له مخې اوکرييني ځواکونه بايد د ختيځ دونیڅک سيمې چې لا یې هم په واک کې لري روسیې ته وسپاري.
یوه امریکايي چارواکي بي بي سي ته ویلي، د امریکا او روسیې استازي به د شخړې د پایته رسولو لپاره د متحده عرب اماراتو په ابوظبۍ کې سره وګوري.
دا غونډه په جینیوا کې د امریکا او اوکرایین د استازو ترمنځ له خبرو اترو وروسته کېږي.








