ولې ټرمپ پوتین نه دی قانع کړی چې د اوکرایین جګړه پای ته ورسوي؟

د ټرمپ او پوتین انځور
د عکس تشریح، د ټرمپ او پوتین انځور، چې تر شا یې د اوکرایین نقشه ده. د اوکرایین په نقشه کې یوه ویجاړه ودانۍ ښودل شوې ده. په انځور کې دوه سرتېري هم لیدل کېږي.
    • Author, لیزا فوکت
    • دنده, بي‌بي‌‌سي روسي، برلین

د واشنګټن او مسکو ترمنځ په وروستیو اونیو کې په څرګند ډول ترینګلتیاوې ډېر شوې دي. متحده ایالاتو د روسیې د تېلو ستر شرکتونو روس‌نفت او لوک‌اویل پر ضد نوې بندیزونه لګولي دي چې په همدې وخت کې کریملین د "یوروست‌نیک" په نوم د اټومي کروز توغندي او د "پوسایدن" په نوم د اوبو لاندې بې‌پیلوټه الوتکې ازموینه کړې ده.

دواړو هېوادونو اعلان کړی چې کېدی شي اټومي ازموینو بیا پیلولو ته مخه کړي.

دا لوی بدلون د دواړو خواوو په چلند کې په داسې مهال رامنځته کېږي چې د ترینلګتیاوو د کمېدو هیلې وې.

ډونلډ ټرمپ د اوکرایین د جګړې د پای ته رسولو په ژمنه سپينه ماڼۍ ته ولاړ، خو جګړه لا هم روانه ده او متحده ایالات او روسیه د خبرو وړاندیزولو پر ځای یو بل ته د ګواښونو په لېږلو بوخت دي.

نو ولې پر پوتین د ټرمپ شرط‌بندۍ د شخصي ډیپلوماسۍ پر بنسټ تر اوسه پایله نه ده ورکړې؟

"زه ښه خبرې اترې کوم خو وروسته هېڅ ځای ته نه رسي"

په الاسکا کې د پوتین او ټرمپ سرمشریزه بې پایلې وه

د عکس سرچینه، Andrew Harnik / Getty Images

د عکس تشریح، په الاسکا کې د پوتین او ټرمپ سرمشریزه بې پایلې وه

د ټرمپ د دویمې دورې په لومړیو کې د احتیاط وړ پرمختګ نښې ښکاره شوې. د روسیې د بشپړ یرغل له پیل راهیسې د لومړي ځل لپاره واشنګټن او مسکو مستقیمې خبرې وکړې.

دواړو ولسمشرانو په دوامداره توګه په ټیلیفون خبرې کولې او په اګست میاشت کې دواړو مشرانو په الاسکا کې سره وکتل.

اوس مهال یوازېنۍ لاسته راوړنه چې دواړه لوري اشاره ورته کولی شي د دوه اړخیزو خبرو موجودیت دی.

اندرو پیک، چې د امریکا په ملي امنیت شورا کې د اروپا او روسیې پخوانی لوړپوړی مسوول و وایي: "دا چې موږ د سولې د بهیر په اړه خبرې کوو، د پام وړ پرمختګ ښيي".

"د دریځونو مطرح کول او د هغو په اړه د نظرونو تبادله د ډیپلوماسۍ بنسټ دی".

ټرمپ او زیلینسکي

د عکس سرچینه، EPA-EFE / REX / Shutterstock

د عکس تشریح، ټرمپ زیلینسکي ته وویل: "تاسو د درېیمې نړیوالې جګړې د پیل خطر سره قمار کوئ." ښاغلي ټرمپ د خپلې دويمې دورې په لومړیو کې په سپینه ماڼۍ کې له ولادیمیر زیلینسکي سره ولیدل.

ځانګړی استازی ویتکاف

ټرمپ په ټینګه د شخصي اړیکو پر بنسټ ټینګار کړی دی.

ده خپل نژدې ملګری ستیو ویتکاف چې د ملکیتونو د پېر او پلور له وختونو راهیسې ورسره ملګری دی، د ځانګړي استازي په توګه د پوتین د لیدلو لپاره ولېږه. تر هر سفر وروسته دواړو خواوو اعلان کاوه چې دوی د تفاهم په ترلاسه کولو کې نژدې شوي دي.

خو د ویتکاف د ډیپلوماسۍ د تجربې کمښت د بهرنۍ تګلارې په محافلو کې شکونه راپورته کړي دي.

د دوو اروپايي دیپلوماټانو په وینا، چې له بي‌بي‌سي سره یې د نوم نه ښودلو په شرط خبرې کړې، ویتکاف ډېر ځله مسکو په دې غلط تصور پرېښود چې ګواکې پوتین امتیاز ورکولو ته چمتو دی، خو سپینې ماڼۍ وروسته برعکس پرمختګ کړ.

ویټکاف

د عکس سرچینه، EPA / Shutterstock

د عکس تشریح، د منځني ختیځ لپاره د امریکا سفیر سټیف ویټکاف د اسرائیلو په تل ابیب کې د لاریون پرمهال

د کرملین د یو پخواني لوړپوړي چارواکي په وینا چې د خپل نوم د نه‌افشا کولو په شرط یې له بي‌بي‌سي سره خبرې کړې، ویتکاف د روسیې د دریځ د ظرافتونو په درک کولو کې ستونزه لرله. هغه تل د امریکا د تګلارې په بیانولو کې له ثباته بې‌برخې و.

هغه بي‌بي‌سي ته وویل: "په پایله کې دواړو لوریو ډېری وخت له یو بل سره په داسې حال کې خبرې کولې چې هدفونو یې سره توپیر درلود."

د اړیکو ستونزې د اګست په میاشت کې د الاسکا د پوتین او ټرمپ د لیدنې پر مهال ټولو ته څرګندې شوې.

پوتین او ټرمپ د الاسکا په سرمشریزه کې له خبریالانو سره خبرې وکړې خو هیڅ پوښتنې ته یې ځواب ورنه کړ.

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، پوتین او ټرمپ د الاسکا په سرمشریزه کې له خبریالانو سره خبرې وکړې خو هیڅ پوښتنې ته یې ځواب ورنه کړ.

زه هم د سلګونو خبریالانو په منځ کې په غونډه کې حاضر وم، که څه هم دا ناڅاپه لنډه شوه او دلیل یې څرګند نه و.

کله چې ټرمپ او پوتین په ګډه د خبریالانو پر وړاندې راڅرګند شول، د جګړې د پای ته رسولو لپاره د مشخصو ګامونو په اړه هېڅ اعلامیه خپره نه شوه.

په سلګونو خبریالان د غونډې د پوښښ لپاره الاسکا ته لاړل.
د عکس تشریح، په سلګونو خبریالان د غونډې د پوښښ لپاره الاسکا ته لاړل.

د پوتین د نه ژمنتیا له امله، ټرمپ چې د غونډې کوربه و، په یوه ستونزمن وضعیت کې پاتې شو.

نه کریملین او نه هم سپینې ماڼۍ د دې په اړه هېڅ وضاحت ورکړ چې د تړلو دروازو تر شا څه پېښ شوي وو.

له همدې امله خبریالانو هڅه وکړه چې د نامعلومو سرچینو له لارې معلومات ترلاسه کړي.

د "فایننشل‌ټایمز" ورځپاڼې راپور ورکړ چې ټرمپ وړاندیز کړی و د اوکرایین اوربند رامنځه کولو په بدل کې به بندیزونه کم او سوداګري پراخه کړي.

پوتین دا وړاندیز رد کړ او غوښتنه یې وکړه چې اوکرایین تسلیم شي او د دونباس سیمه روسیې ته وسپارل شي.

فایننشل‌ټایمز لیکي چې پوتین په دې لیدنه کې یوه تاریخي وینا وکړه چې ټرمپ یې سخت په "غوسه" کړ.

د رسنیو راپورونه وايي چې ټرمپ د سولې د تړون د یوې برخې په توګه د اوکراین د خاورې د تسلیمیدو مخالفت کړی و.

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، د رسنیو راپورونه وايي چې ټرمپ د سولې د تړون د یوې برخې په توګه د اوکراdین د خاورې د تسلیمېدو مخالفت کړی و.

یو اروپايي دیپلوماټ بي‌بي‌سي ته وویل: "امریکایان په رښتیا د الاسکا په غونډه کې د پرمختګ نه‌درلودو له امله ناهیلي شول."

یو بل دیپلوماټ، چې د خپل هویت د نه‌ښودلو په شرط یې له بي‌بي‌سي سره خبرې کړې وې، وویل: "هغوی خپلې تمې د جګړې د روسیې لپاره د مانا په اړه د ناسم پوهاوي پر بنسټ جوړې کړې وې."

اریګ ګرین، چې د بایډن د واکمنۍ پرمهال د امریکا د ملي امنیت شورا کې د روسیې پخوانی مشاور و، بي‌بي‌سي ته وویل: "په رښتیا د سولې او امتیاز ورکولو په اړه ډېر ناسم پوهاوي موجود وو. د قلمرو مسلې تر څنګ، د امنیتي تضمینونو په اړه هم ګډوډي وه او زه فکر کوم چې د ټرمپ حکومت کې ځینو ته څرګنده نه وه چې د د جګړې د ریښو په اړه د پوتین تمرکز په څه معنا دی".

خپل ټرمپ هم څرګنده مایوسي درلوده. هغه په اکتوبر میاشت کې د نوو بندیزونو د اعلان پر مهال وویل: "هر ځل چې له ولادیمیر سره خبرې کوم، ښې خبرې کوو خو وروسته هېڅ ځای ته نه رسېږي."

د روسیې هوايي بریدونه دوام لري: د وړکتون ماشومان د هوايي بریدونو د خبرداري او د بریښنا د بندیدو پرمهال په پناه ځای کې خواړه خوري

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، د روسیې هوايي بریدونه دوام لري: د وړکتون ماشومان د هوايي بریدونو د خبرداري او د بریښنا د بندیدو پرمهال په پناه ځای کې خواړه خوري

پوتین په رښتیا څه غواړي؟

د مسکو رسمي غوښتنې په څو وروستیو میاشتو کې لږ بدلې شوې دي.

د جګړې د پای ته رسولو لپاره د پوتین شرطونه:

  • د اوکرایین پر پنځو سیمو د روسیې د واکمنۍ په رسمیت پېژندل
  • د اوکرایین بې‌طرفي
  • د اوکراییني پوځ کمول
  • په روسي ژبه د اساسي قانون تضمینونه
  • د لویدیځ بندیزونه لغوه کول

مسکو وايي جګړه به یوازې هغه وخت ودروي چې یوه ټول‌شموله موافقه رامنځته شي. دا هغه څه دي چې د امریکا او اوکرایین لپاره د منلو وړ نه دي؛ دواړه هېوادونه ټینګار کوي چې اوربند باید پلی شي.

هغه روسي سرتېري چې د اوکرایین پرضد جګړه کې جنګېدلي وو، په دویم نړیوال جنګ کې د نازي جرمني په وړاندې د هېواد د بریا د لمانځلو لپاره په یوه ننداره کې مارش کوي.

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، هغه روسي سرتېري چې د اوکرایین پرضد جګړه کې جنګېدلي وو، په دویم نړیوال جنګ کې د نازي جرمني په وړاندې د هېواد د بریا د لمانځلو لپاره په یوه ننداره کې مارش کوي.

اندرو پیک وايي چې دواړه لوري د پرمختګ لپاره باید په درېیو موضوعاتو توافق وکړي:

  • قلمرو
  • د اوکرایین سیاسي راتلونکی
  • د اوکرایین امنیتي ترتیبات

هغه وايي چې په دې هېڅ یوه موضوع کې هم پرمختګ نه دی شوی.

ټرمپ په پیل کې د ځمکنۍ سولې په اړه انعطافمنونکيی ښکارېده. هغه په اپریل میاشت کې وویل: "کریمیا به روسۍ پاتې شي" او د رسنیو د راپورونو له مخې، د هغه ټیم د ۲۰۱۴ کال د کریمیا د الحاق په رسمیت پېژندلو هڅه کوله.

د رویټرز د خبرپاڼې په وینا، په اکتوبر میاشت کې له ولودیمیر زیلېنسکي سره په لیدنه کې، ټرمپ بیا د "ځمکنۍ تبادلې" مفکوره مطرح کړه.

ولسمشر زیلینسکي، د خپلو اروپایي متحدینو سره یوځای، په دې وروستیو کې توانیدلي چې له ټرمپ سره اړیکې ښې کړي.

د عکس سرچینه، Win McNamee / Getty Images

د عکس تشریح، ولسمشر زیلینسکي، د خپلو اروپایي متحدینو سره یوځای، په دې وروستیو کې توانیدلي چې له ټرمپ سره اړیکې ښې کړي.

روسیې هم محدوده انعطاف‌پذیري ښودلې ده. د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر ویلي مسکو کېدی شي په ځینو سیمو کې، چې د اوسنۍ د لومړۍ کرښې سره سم د اوکرایین په جنوبي برخو کې موقعیت لري، توافق ته ورسېږي.

خو هغه وویل روسیه لا هم غواړي د دونباس سیمه، چې د معدني موادو له پلوه بډایه ده، په کنټرول کې ولري. کریملین ویلي د روانو مذاکراتو په اړه، په ځانګړي ډول د قلمرو پر اړوندو مسلو به خبرې ونه کړي.

اوکراییني ځواکونه په هغو روسي ټانکونو جګړه کوي چې د دونباس سیمې د بیرته نیولو پرمهال نیول شوي دي.

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، اوکراییني ځواکونه په هغو روسي ټانکونو جګړه کوي چې د دونباس سیمې د بیرته نیولو پرمهال نیول شوي دي.

خو دیپلوماټان ټینګار کوي چې د اوکرایین پر خاوره کنټرول تر ټولو پېچلې مسئله نه ده.

یو لوړپوړي اروپايي چارواکي بي‌بي‌سي ته وویل ټرمپ د خپل سوداګریز شالید له مخې هیله درلوده چې له روسیې سره یوه "ځمکنۍ معامله" وکړي. هغه زیاته کړه: "خو د پوتین لپاره موضوع یوازې خاوره نه ده، موضوع د اوکرایین حاکمیت دی."

معنا دا چې د کېیف د سیاسي لوري او د دې د نظامي وړتیاوو کنټرول. مسکو پر هغه څه ټینګار کوي چې د اوکرایین بې‌طرفي یې بولي او د دې هېواد د وسله‌والو ځواکونو د کمښت غوښتنه کوي.

کېیف د امریکا او ناټو له خوا د قوي امنیتي تضمینونو غوښتنه کوي.

پیک وايي: "روسیه د امنیتي تضمینونو په اړه هېڅ انعطاف نه ښيي، نه په ۲۰۲۲ کې او نه اوس. په دې برخه کې واټن د قلمرو د اختلافاتو پرتله ډېر لوی دی."

د ژغورنې کارکوونکي د اکتوبر په میاشت کې د اوکرایین په شمال ختیځ خارکېیف کې د روسیې د هوايي برید له امله رامنځته شوې اور مړ کوي.

د عکس سرچینه، EPA / Shutterstock

د عکس تشریح، د ژغورنې کارکوونکي د اکتوبر په میاشت کې د اوکرایین په شمال ختیځ خارکېیف کې د روسیې د هوايي برید له امله رامنځته شوې اور مړ کوي.

"وخت پېرل"

سږکال منی په بوداپست کې د یوې غونډې د ترسره کولو ناکامه هڅه د اوسني په ټپه ولاړ حالت څرګندونه کوي.

د اکتوبر نیمايي کې له ټیلیفوني اړیکې وروسته، ټرمپ او پوتین د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو او د روسیې د بهرنیو چارو له وزیر سرګي لاوروف وغوښتل چې د لومړنیو مذاکراتو کوربه‌توب وکړي.

هغوی یو ځل خبرې وکړې، خو له هغې وروسته هېڅ لیدنه ونه شوه.

روسیه او متحده ایالات لا تر اوسه د بهرنیو چارو وزیرانو سرګي لاوروف او مارکو روبیو ترمنځ د بلې مخامخ غونډې د ترسره کولو په اړه موافقې ته نه دي رسیدلي.

د عکس سرچینه، Mohd Rasfan / AFP / Getty Images

د عکس تشریح، روسیه او متحده ایالات لا تر اوسه د بهرنیو چارو وزیرانو سرګي لاوروف او مارکو روبیو ترمنځ د بلې مخامخ غونډې د ترسره کولو په اړه موافقې ته نه دي رسیدلي.

د بلومبرګ د راپور له مخې، روبیو وموندله چې د روسیې دریځ نه دی بدل شوی.

د فایننشل ټایمز ورځپاڼې راپور ورکړ چې روسیې یوه یادداښت واستاوه او خپلې سختې غوښتنې یې بیا تکرار کړې؛ دې اقدام د امریکایي چارواکو ناهیلي لا زیاته کړه.

د نومبر په ۱۲مه، روبیو خبریالانو ته وویل: "موږ یوازې د لیدنو د ترسره کولو لپاره نشو کولای چې لیدنو ته دوام ورکړو."

یوه ورځ وروسته، لاوروف مذاکراتو ته د روسیې د نه تمایل په اړه ادعاوې "په بشپړه توګه دروغ" وبللې. هغه وویل مسکو لا هم د ټرمپ او پوتین د دویمې غونډې لپاره چمتو دی، په دې شرط چې "د الاسکا غونډې د بشپړې څېړل شوې پایلې" پر بنسټ وي.

هممهاله، اوکرایین او اروپایي ټلوالو یې په شدّت له ټرمپ سره د اړیکو د بیا رغونې هڅه کړې ده.

د ټرمپ د ولسمشرۍ په پیل کې هغه له پوتین سره د مستقیمو خبرو لپاره هوډمن ښکارېده او کېیف یې له دې بهیره لرې ساتلی و، چې د اوکرایین او اروپا اندېښنې یې راوپارولې.

له هغه وخت راهیسې، ټرمپ د اوکرایین په اړه خپله ژبه نرمه کړې ده.

د روسیې په خلاف، اوکرایین له واشنګټن سره په تعامل کې تر یوې اندازې انعطاف ښودلی او د امریکا د اوربند او ممکنه مذاکراتو وړاندیزونو هرکلی یې کړی دی.

روبیو د جولای په میاشت کې په مالیزیا کې لاوروف ته د اوکرایین د سولې په خبرو اترو کې د پرمختګ د نشتوالي په اړه د امریکا نارضایتي څرګنده کړه.

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، روبیو د جولای په میاشت کې په مالیزیا کې لاوروف ته د اوکرایین د سولې په خبرو اترو کې د پرمختګ د نشتوالي په اړه د امریکا نارضایتي څرګنده کړه.

د کېیف او متحدینو لپاره یې هدف ساده و: ټرمپ قانع کول چې د پوتین پر وړاندې تسلیمېدل د اروپا او امریکا امنیت کمزوری کوي.

یو اروپايي دیپلوماټ بي‌بي‌سي ته وویل: "موږ پوهېدو هغه به په پای کې درک کړي چې روسیه په ښه نیت سره خبرې نه کوي، زموږ دنده د وخت پېرل وو او موږ بریالي شوو".

مسکو اروپا د دې وضعیت مسوول بولي. لاوروف وویل: "اروپایان بې‌کاره ناست نه دي، دوی په دې حکومت فشار راوړي او د هغه څه ملاتړ کوي چې د امریکا په دریځ کې د رادیکال بدلون په توګه یې یادونه وکړه."

د الاسکا له غونډې درې میاشتې وروسته، د کریملین او سپینې ماڼۍ د یوې مصالحې د نژدې کېدو هېڅ نښه نه لیدل کېږي.

امریکا د روسیې د تیلو په صنعت سخت بندیزونه لګولي دي.

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، امریکا د روسیې د تیلو په صنعت سخت بندیزونه لګولي دي.

واشنګټن په اکتوبر میاشت کې د روسیې د تېلو پر صنعت پراخ بندیزونه ولګول چې د دې هېواد د نفتو لوی شرکتونه یې په نښه کړي دي.

د امریکا د مالیې وزیر سکاټ بسنټ د بي‌بي‌سي همکارې سي‌بي‌اېس شبکې ته وویل: "هر څه چې کوو د دې لپاره دي چې پوتین د خبرو مېز ته راولي."

پوتین د امریکا تازه اقدام رد کړ او بندیزونه یې د دوه اړخیزو اړیکو لپاره "مضر" وبلل. خو ټینګار یې وکړ چې روسیه به د فشار لاندې خپله تګلاره بدله نه کړي.

څو ورځې وروسته، مسکو د اټومي سروکو وړتیا لرونکی توغندی وازمایه. دا نښه ده چې خبرو اترو ځای ورکړی یو نوې دورې د ځواک ښودنې ته.

څو ورځې وروسته، مسکو یو توغندی و ازمویه چې د اټومي سروکو د لېږدولو وړتیا لري، دا یوه نښه وه چې خبرو اترو د ځواک ښودلو نوي پړاو ته لاره هواره کړې ده.

اېډېټ: اندرو وېب، د بي‌بي‌سي نړیوال سروېس