امریکا وايي د اوکرایین سولې خبرو کې "ډېر پرمختګ" شوی دی

د عکس سرچینه، HANDOUT/EPA/Shutterstock
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د یکشنبې په ورځ (۲۳ نومبر) ناوخته وویل چې د روسیې او اوکرایین ترمنځ د جګړې د پایته رسولو لپاره د امریکا لخوا د وړاندیز شوي سولې پلان په تړاو خبرو اترو کې "ډېر پرمختګ" شوی دی.
خو همدا ډول ښاغلي روبیو د سویس په جینیوا کې د اوکرایین او اروپایي مذاکره کوونکو سره له لیدنې وروسته وویل چې "لا هم کار ته اړتیا ده".
د امریکا او اوکرايين د ګډې اعلاميې له مخې دواړو هېوادونو په يوه تازه اصلاح شوي د سولې چوکاټ موافقه کړې او په راتلونکو ورځو کې به په ګډو وړانديزونو نور کار کوي.
د ښاغلي روبيو په وينا، هر وروستی تړون بايد د اوکرايين او امریکا د ولسمشرانو له خوا ومنل شي او بيا مسکو ته واستول شي چې په وینا یې لا هم څو مسئلې شته چې بايد کار پرې وشي.
د اوکرایین ولسمشر ولودمير زېلېنسکي د یکشنبې په ماښام وویل، "داسې نښې نښانې شته چې د ولسمشر [ډونلډ] ټرمپ ډله زموږ خبرې اوري".
اوکرایین او د هغه اروپایي متحدینو وړاندې د افشا شوي پلان د شرایطو په اړه اندېښنې څرګندې کړې وې او دا یې د روسیې لپاره ګټور ګڼلي و. د روسيې ولسمشر ولادیمیر پوتین بیا دا د یوې موافقې لپاره د "بنسټ" په توګه یاد کړی و.
ګڼو رسني راپور ورکړی چې دوی د کيېف د متحدينو چې مشري یې بریتانيا، فرانسه او جرمني کوي يو بدیل پلان ليدلی دی. بي بي سي لا تراوسه دا سند نه دی ليدلی او ښاغلي روبيو یې په اړه هېڅ معلومات نه لرل.
بل پلو د روسيې رسنيو ادعا کړې چې وړانديز شوي اروپايي اصلاحات به د مسکو له خوا رد شي او خبرې به له ستونزو سره مخامخ کړي.
د یکشنبې په ورځ ډونلډ ټرمپ د اوکرايین مشران تورن کړل چې د روسيې او اوکرايين تر منځ د جګړې د پايته رسولو لپاره د امریکا له "هڅو هېڅ منندوی نه دي".
د امریکا ولسمشر دا هم ياده کړه چې اروپا لا هم له روسيې تېل اخلي. مسکو په اوکرايین کې د جګړې د تمويل لپاره د خپلو تېلو او ګازو پر صادراتو ډېره تکيه کوي.

د عکس سرچینه، EPA
په جينوا کې د امریکا سولې پر پلان خبرې اترې کېږي. د دغه پلان د افشا شوې بڼې له مخې اوکراییني ځواکونه به د ختیځ دونیڅک له هغې سیمې خپل ځواکونه باسي چې اوس یې تر کنټرول لاندې ده. په دې معنا چې روسیه به د دونیڅک سربېره د لوهانسک ګاونډ سیمه او د ټاپوزمې کریمیا جنوبي برخې کنټرول هم ولري. هغه سیمه چې روسیې په ۲۰۱۴ کال کې ضميمه کړې ده.
دې پلان کې دا هم راغلي چې د اوکرایین د جنوبي خېرسون او زاپوریژیا سیمو پولې چې د اوسنیو جګړهییزو کرښو پولې دي به خپل حال پاتې کېږي. دا دواړه هغه ښارونه دي چې ځینې برخې یې اوس هم د روسیې تر ولکې لاندې دي.
دا پلان وايي، کیېف به "باوري امنیتي تضمینونه" ترلاسه کړي، که څه هم په اړه یې نور جزییات نه دي ورکړل شوي خو اسناد ښیي، "تمه کېږي" روسیه به پر خپلو ګاونډیانو یرغل ونه کړي او ناټو به نوره د روسیې خواته ونه خوځېږي.
د امریکا په طرحه کې د اوکرايين پوځ شمېر ۶۰۰ زرو پورې محدود کړل شوی. اوسمهال یې شمېر ۸۸۰ زره تنه دی.
په پلان کې راغلي چې اوکرايین به د ناټو د غړيتوب غوښتنه نه کوي او پر ځای به یې کيېف ته د "باور وړ امنيتي ضمانتونه" ورکول کېږي چې تراوسه یې جزيات نه دي په ډاګه شوي.
د ښاغلي ټرمپ د پلان له مخې، پر روسیې د بندیزونو لرې کول به مسکو ته بلنه ورکړي چې د نړۍ د ځواکمنو هېوادونو د جي ۷ له ډلې سره یوځای شي، چې له دې سره به یو ځل بیا جي ۸ هېوادونو ډله رامنځته شي، او روسیې ته به فرصت ورکړي چې "په نړیوال اقتصاد کې بیا مدغم شي."
روسيه دا مهال د اوکرايين شاوخوا ۲۰ سلنه خاوره تر خپل کنټرول لاندې لري او له درنو تلفاتو سره یې ځواکونه د ورو پرمختګ کوي.











