څنګه روسیه په خاموشۍ سره هڅه کوي چې تر لوېديځ هاخوا د نړۍ پام ځان ته ور واړوي؟

یو ښکلی انځور، چې د سینټ باسیل کلیسا او کریملین مخې ته ولاړ د آر ټي موټر په کې لیدل کېږي.

د عکس سرچینه، MLADEN ANTONOV/AFP via Getty/BBC

د عکس تشریح، یو ښکلی انځور، چې د سینټ باسیل کلیسا او کریملین مخې ته ولاړ د آر ټي موټر په کې لیدل کېږي.

جاویر ګالارډو ورځ په تلوېزیون کې د کلاسیکې موسیقۍ په اورېدلو ځکه پیلوي ترڅو د ورځې په اوږدو کې یې د لارۍ چلولو ته چمتو کړي.

خو کله چې د یوې دوشبنې په سهار یې ټلوېزیون چالان کړ، که ګوري چې د موسیقۍ پر ځای د جګړې د ډګر تصویرونه پر پرده ښکاري. د داسې جګړې راپور یې لیده چې په اړه یې هېڅکله نه وو اورېدلي.

له ځانه یې وپوښتل، څه پېښ شوي دي؟ شاوخوا شل دقیقې یې د ټلوېزیون پر پردې سترګې ښخې کړې وې، وروسته یې ټلوېزیون ګل کړ او له ځانه سره یې وویل: " دا هر څه په ما پورې تړاو نه لري."

د ټلوېزیون د پردې په یو څنډه کې پر یوې زرغونې لوګو "RT" توري لیکل شوي وو. کله یې چې پر انلاین د دغو تورو په اړه پلټنه وکړه نو ور ته مالومه شوه، چې روسی چینل دی.

جاویر په چیلي کې ژوند کوي. ادعا کېږي ټیلیکانال، چې په هغه هېواد کې یو شخصي تلوېزیوني چینل دی، خپل سیګنال د روسیې دولت ملاتړي ټلوېزیون ار ټي ته سپارلی. د دغه روسي چینل پخوانی نوم رشیا ټوډې و.

د ۲۰۱۸م کال د جون پر ۸ مه اخیستل شوی انځور د روسیې ټوډې (RT) تلویزیون شرکت یو ناپېژندل شوی مشر په مسکو کې د دوی د وسایلو په خونه کې ښیي.

د عکس سرچینه، Photo by YURI KADOBNOV/AFP via Getty Images

د عکس تشریح، امریکا، بریتانیا، کاناډا او اروپايي ټولنې پر ار، ټي بندیزونه لګولي دي.

له دغې پېښې وروسته په چیلي کې د نشراتو تنظیم کوونکو له نشراتي قانونه د احتمالي سرغړونې په وجې د ټیلیکانال پر وړاندې د بندیزونو بهیر پیل کړ او اوس د دغه چینل ځواب ته په تمه دي. په دې اړه مو د ټیلیکانال غبرګون وغوښت خو ځواب یې را نه کړ. د دغې شبکې کتونکي لا هم نه پوهېږي، چې اصلاً څه پېښ شول.

جاویر وايي، "خپه شوم، ځکه دوی د دغې پېښې په اړه مخکې هېڅ نه وو ویلي او په دلیل یې هم پوه نه شوم."

په تېرو درېیو کلونو کې د روسیې دولت ملاتړي خبري چینل ار ټي خبري اژانس او سپوتنیک راډیو خپل نړیوال حضور پراخ کړی. دوی اوس په افریقا، بالکان، منځني ختیځ، سویل ختیځ اسیا او لاتینې امریکا کې خپرونې کوي. دا ټول چینلونه په لوېدیځو هېوادونو کې د هغوی د نشراتي پالیسو له مخې له بندیزونو سره مخامخېدای شي.

د ار، ټي مشر مدیر مارګریټا سیمونیان د لاسلیک په مراسمو کې ګډون کوي، چې عکس په شا کې یې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ښکاري.

د عکس سرچینه، Kirill KUDRYAVTSEV / AFP

د عکس تشریح، په ۲۰۲۴م کال کې امریکايي چارواکو د ار، ټي د مشري مارګریټا سیمونیان په ګډون د دغې ټلوېزیونې شبکې پرځینو اجرائیوي مشرانو بندیزونه ولګول.

د ۲۰۲۲م کال په فبروري کې پر اوکرایین د روسیې له یرغل وروسته د جګړې په اړه د غلطو مالوماتو خپرولو له امله په امریکا، بریتانیا، کاناډا او په ټوله اروپا کې د ار ټي پر خپرونو او همدارنګه د لویو تخنیکي شرکتونو لخوا پر دې ټلوېزیوني چینل پراخ محدودیتونه ولګول شول.

دا بندیزونه وروسته له هغه پای ته ورسېدل، کله چې په ۲۰۲۴م کال امریکایي چارواکو د ار ټي د مشرې مدېرې مارګریټا سیمونیان په ګډون د دغې شبکې پر اجرائیوي مشرانو د "عامه باور" زیانمنولو په تور بندیزونه ولګول.

د بندیزونو لګولو یوه لامل دا ښودل شوی، چې کریملین د امریکا په ولسمشریزونو ټاکنو د لاسوهنې هڅه کوله، خو ار ټي دا تور رد کړي دي.

په نورو ځایونو کې، د ار، ټي نفوذ پراخ شوی دی.

په ۲۰۲۳م کال ار ټي په الجزایر کې خپله څانګه پرانېسته. په سربیا کې یې د تلوېزیون نشرات پیل کړل او د افریقا، سویل ختیځې اسیا، هند او چین خبریالانو لپاره یې وړیا روزنیز پروګرامونه پیل کړل.

د روسیي دولت ملاتړي ار، ټي ویلي، په هند کې به هم خپل دفتر پرانېزي. سپوتنیک هم په فبروري کې په ایتوپیا کې د خبرونو څانګه پرانېستله.

د روسي رسنیو دا پرمختګونه په ځینو سیمو کې د لوېدیځو رسنیو له څرګندې کمزورتیا سره اړیکه لري. په لوېدیځو رسنیو کې د بودیجې کمولو او د بهرني سیاست په لومړیتوبونو کې بدلون په یو شمېر سیمو کې د دغو رسنیو رېښې وچې کړې دي.

د بېلګې په ډول، دوه کاله وړاندې بي‌بي‌سي د خپل عربي راډېو نشرات د ډیجیټلي نشراتو پراختیا په موخه بند کړل. ډیجیټل نشرات هغه دي، چې اډیو، وېډیو او متن انلاین خپروي. بي‌بي‌سي له دې پرېکړې وروسته د غزې او سوډان لپاره په بېړني ډول راډیویې خپرونې پیل کړې. په همدغه کال کې د روسیې سپوتنیک په لبنان کې د بي‌بي‌سي د عربي څانګې څپې اشغال کړې او هلته ته یې ۲۴ ساعته نشرات پیل کړل.

د روسیې لخوا دا ګامونه داسې مهال پورته کېږي، چې امریکايي حکومت د امریکا ږغ د نړیوالو نشراتو بودیجه ختمه کړه، چې له امله یې د یادې رسنۍ ډېری کارکوونکي بې دندې شول.

په سټینفورډ پوهنتون کې د سیاسي برخې استاده ډاکتره کاترین سټونر وايي: "روسیه د اوبو په څېر ده، چیرته چې په سیمټو کې درزونه ویني، نو هلته بهېدل پیل کړي."

اوس پوښتنه دا ده، په داسې حال کې، چې نړیوال نظم بدلېږي، په هغو سیمو کې چې د لوېدیځو رسنیو ځواک او نشرات کمېږي، خو د روسیې زیاتېږي، نو پایلې به یې څه وي؟

'هر څوک د لیونيو دسیسو پلویان نه دي!

سټیفن هاچینګز، د مانچسټر پوهنتون کې د روسیې د مطالعاتو استاد وايي: "له لوېدیځې نړۍ بهر هېوادونه، له فکري، کلتوري او اېډیالوژیکي پلوه خورا زرخېز دي، ځکه په دغو هېوادونو کې د امریکا، لوېدیځ او امپراتورۍ ضد احساسات خورا پیاوړي دي."

هغه استدلال کوي، د روسیې لخوا پروپاګند په خورا ځیرکتیا سره کېږي، ځکه د دوی له خوا خپرېدونکي محتوا د ځانګړو لیدونکو لپاره تنظیم شوې ده، حتا که دا په بېلا، بېلو سیمو کې د مختلفو اېډیالوژیکي درېځونو غوره کولو مانا هم ولري.

د RT تلوېزیونې چینل د مرکزي دفتر د یوې ککړۍ عکس، چې د دغې رسنۍ لوګو په کې ښکاري او د یوې مېرمن سر هم ښکاري.

د عکس سرچینه، KIRILL KUDRYAVTSEV/AFP via Getty Images

د عکس تشریح، ار، ټي د روسي دولت په ملاتړ خبرونه خپروي.

هغه د بېلګې په ډول وايي: تاسو د ار،اټي په اړه فکر وکړئ، په لوېدیځ کې ډېر وخت دغې رسنۍ ته د "روسي دولت ږغ او د درواغجنو خبرونو خپروونکې" ویل کېږي، خو د نړۍ په نورو ځایونو کې ډېر کله د خپل نظر لرونکی قانوني ټلوېزیون ګڼل کېږي.

دا هر څه نه یوازې د دسیسې په تیورۍ باور لرونکي، بلکې عادي خلک هم باورکولو ته چمتو کوي. دا خبره ډاکتر ريس کرلي را ته وکړه. هغه په ګلاسګو پوهنتون کې د نړيوالو اړيکو ښوونکی دی. ښاغلي کرلي په دې باور دی، چې د ار، ټي خپرونې ډېر خلک راجذبولی شي. "په ځانګړي ډول هغه څوک چې د نړۍ د ظلمونو په اړه اندېښمن دي او فکر کوي، چې لوېديځ په دغو پېښو کې لاس لري."

"ډېر په احتیاط سره چلند"

د ار، ټي نړیواله وېبپاڼه ظاهراً د عادي خبري وېبپاڼې په څېر ښکاري او ځینې ریښتیني خبرونه هم خپروي. ډاکتر پرېشس چاټرجي-ډوډي، چې په اوپن پوهنتون کې د سیاست او نړيوالو زدکړو استاد دی، وايي: "دا د روسیې له خوا ډېر په غوره سنجول شوي منظم چلند دی." نوموړي له استاد هچينګز، ډاکتر کرلي او نورو سره د RT په اړه کتاب هم ليکلی دی.

هغه او د هغه ملګرو له ۲۰۱۷ م له مې میاشته بیا تر ۲۰۱۹ م تر مې پورې د روسیې دولت پلوي رسنۍ RT له خوا خپاره شوي نړیوال خبرونه وڅېړل. دوی دې پایلې ته ورسېدل چې یاد ټلوېزیون د ځانګړو روایتونو جوړولو لپاره د خبرونو غوراوی په خورا دقیق ډول کوي.

د بېلګې په توګه څېړونکو وموندل، چې RT په اروپايي هېوادونو کې دننه د خلکو د ګډوډۍ لاریونونه او ور ته نورو موضوعاتو په اړه ډېر راپورونه خپاره کړي. په داسې حال کې چې د روسیې د کورنیو چارو په اړه یې ډېري راپورونه د پوځي تمرینونه په هکله وو.

دغه ټلوېزیون کله نا کله ښکاره درواغ هم وايي، د ساري په ډول په ۲۰۱۴م کال کې یې د کريميا نیولو په راپور کې ویلي، چې د اوکرایین یاده سیمه یې "په سوله‌ییزه توګه" تر لاسه کړه، په داسې حال کې چې کریمیا د روسیې پوځ له خوا لاندې شوه. همدارنګه یې له ۲۰۲۲م راهیسې په اوکرایین کې د جګړې په اړه د روسانونه د جګړه‌يیزو جرمونو شواهد په منظم ډول رد کړي دي.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین.

د عکس سرچینه، SERGEI BOBYLYOV /AFP via Getty

د عکس تشریح، په سټینفورډ پوهنتون کې د سیاستپوهني استاده ډاکتره کاترین سټونر وايي، 'روسیه د اوبو په څېر ده: چیرې چې په سیمټو کې درزونه وي، نو هلته د دننه بهیدل پیل کړي.'

RT داسې راپورونه خپاره کړي دي چې وايي، د ۲۰۱۴م په جولای کې د ملېشيا الوتکه (MH17) اوکرایین ویشتلې وه، خو د ملګرو ملتونو هوايي اداره او نړيولو څېړونکي باورمن دي، چې هغه پېښه د روسيې له خوا را منځته شوې وه، ځکه څېړونکو موندلې چې د روسيې له خاورې يو توغندیز سيستم د اوکرايين اشغال شوې ختيځې سیمې ته وړل شوی و او بيا د روسي پوځیانو او د هغوی ملاتړو یاده الوتکه پرې ویشتلې وه.

د دې خپرونو په اړه د خلکو غبرګون ډېر جالب و.

له ۲۰۱۸م نه بیا تر ۲۰۲۲م پورې څېړونکو په بریتانيا کې له ۱۰۹ هغو کسانو سره مرکې وکړې، چې RT يې کاته. (هغه وخت لا په بریتانیا کې د RT پر نشراتو بندیز نه و لګېدلی.) د یاد شمېر کسانو له ډلې ډېری په دې باور وو، چې: "RT بې پرې رسنۍ نه ده، بلکې د يوه اړخ پلوي کوي." خو دوی په دې ډاډه وو، چې دوی د رښتینو او درواغجنو خبرونو توپير پخپله کولای شي.

د دغو څېړنو مشر ډاکتر چاټرجي- ډوډي وايي: د لیدونکو لپاره سخته ده، هر وخت مالومه کړې، چې RT څنګه د یوه اړخ پلوي وکړې او څنګه یې درواغ پر خبر کې ځای پر ځای کړي دي.

روسيه ولې اوس پر افریقا تمرکز کوي؟

د استاد هچينګز په وينا، د روسي دولتي رسني په پراخه کچه په افریقا کې خپل نشرات زیاتوي. په فبرورۍ کې روسي چارواکي اېتيوپيا ته ولاړل او د "سپوتنيک" لپاره يې د خبرونو نوی مرکز پرانېست. سپوتنيک مخکې هم په افریقا کې په انګليسي او فرانسوي خپرونې کولې او اوس يې د اېتيوپيا په رسمي ژبې (امهاري) هم نشرات پیل کړي دي.

RT د فرانسوي ژبې څانګه بدله کړه او د هغې پر ځای یې اوس په افریقا کې د فرانسوي ژبو هېوادونو خلکو ته خپرونې پیل کړې دي. د دغې شبکې مشرې ويلي، دوی په لندن، پاریس، برلین او امريکا کې د ځينو بندو شویو پروژو پیسې افریقا ته انتقال کړي او هلته یې پرې نشرات پیل کړي دي.

د روسیې دولت تر واک لاندې د رشیا ټوډې (RT) ټلویزیوني خپرونې موټر د سینټ باسیل کلیسا او کریملین مخې ته په مسکو کې سره چوک ته څېرمه ولاړ دی.

د عکس سرچینه، MLADEN ANTONOV /AFP via Getty

د عکس تشریح، استاد هچینګز وايي، د روسیې دولتي رسنیو تر ټولو لویه او وروستۍ پراختیا په افریقا کې وه.

پروسږ کال د روسي دولتي رسنيو وويل، چې RT په افریقا کې اووه دفترونه لري خو دا شمېر په خپلواکه توګه نه شي تائیدېدلای.

ډېری افریقایان لا د وړاندې د روسيې په اړه ښه نظر لري، ځکه دوی د ښکېلاک او د امپریالیزم پر ضد فکرونه لري. بل دا چې د شوروي اتحاد هغه مرستې، چې د سړې جګړې پر مهال يې له ازادۍ غوښتونکو غورځنګونو سره کړې وې، د دې لامل شوې چې ډېری یې له روسيې سره نرم چلند ته زړه ښه کړي.

ډاکتر کرلي وايي: د دغې نوې تګلارې له مخې روسيه غواړي په افریقا کې د لوېديځ نفوذ کم او خپل پراخ کړي. نوموړي زیاتوي، روسیه هلته د خپلو کارونو لپاره ملاتړ راخپلوي او اقتصادي اړيکې پياوړې کوي.

د افريقايي خبريالانو لپاره د RT روزنیز کورس

کله چې RT د افريقايي خبريالانو او بلاګ لیکونکو لپاره خپل لومړی انلاين کورس جوړ کړ، نو د بي‌بي‌سي د هغې څانګې ځینې خبریالان "چې په نړیواله کچه د غلطو مالومات څېړنه کوي" هم په یاد کورس کې د مالوماتو تر لاسه کولو په موخه ځای پر ځای شول.

د RT عمومي مشر الکسي نیکولوف په دغه روزنیز کورس کې زدکوونکو ته وويل: "موږ د مالوماتو په څېړلو کې خورا مهاره رسنۍ يو او د درواغو خبرونو خپرولو په وجه هېڅکله نه يو نيول شوي."

په يوه لوست کې زدکوونکو ته ښودل کېده چې څنګه جعلي خبرونه وپېژني. هلته روزونکي زدکوونکو ته وويل، په ۲۰۱۸م کال په ډوما ښار کې د کيمياوي وسلو بريد، چې د روسي ملاتړ لرونکي بشارالاسد حکومت وکړ "د جعلي خبرونو ښکاره بېلګه" وه. خو د کیمیاوي وسلو د بندیز نړيوالې ادارې (OPCW) دوه کلنو څېړنو دا بريد د اسد د پوځ کار وباله.

همدارنګه، د کورس کوربه زیاته کړه، چې په ۲۰۲۲م کال کې په بوچا ښار کې د روسي پوځ لخوا د اوکرايیني ولسي خلکو وژنه "مشهور جعلي خبر" دی، خو د ملګرو ملتونو او نورو خپلواکو ادارو په شواهدو کې ویل شوي، چې یاد برید د روسې پوځ کړی دی.

کله چې مو د دغه کورس له ګډونوالو سره د کورس په پای کې خبرې وکړې، ځينو یې بي‌بی‌سي ته وويل، دوی RT د CNN يا الجزيرې په څېرعادي نړیواله ټلویزیونې شبکه ګڼي.

موږ د ۲۰۲۴م په ډیسمبر کې له يو ايتوپيايي خبريال سره مرکه وکړه. هغه هم د RT خبره تکرار کړه او وې ويل چې د بوچا وژنې "جوړې شوې پېښه" وه. هغه په ټولنیزو رسنيو کې پر خپل پروفایل د پوتین عکس لګولی دی.

يوه خبريال د سيراليون دا خبره تایید کړه چې د جعلي خبرونو امکان ډېر دی، خو زياته يې کړه، هره رسنۍ خپل "ارزښت او د کار تګلاره" لري.

له منځني ختیځه بیا تر لاتينې امريکا پورې

د استاد هچينګز په وينا، په منځني ختیځ کې د RT عربي او سپوتنيک عربي رسنۍ په غزه کې د اسرائیلو د جګړې داسې انځور وړاندې کوي چې پرې د فلسطيني ملاتړو زړه وګټي.

په نورو سيمو کې هم، لکه په لاتينه امريکا کې RT د خپلو خپرونو د پراختیا هڅه کوي. د RT وېبپاڼې د مالوماتو له مخې دوی د ارجنټاين، مکسیکو او وينيزويلا په ګډون د سیمي په لسو هېوادونو کې وړيا نشرات لري. همدارنګه، په لسو نورو هېوادونو کې ټلوېزیون د کېبل له لارې خپرونې کوي.

ډاکتر ارماندو چاګواسیډا چې يو کوبایي- مکسیکوي څېړونکی او سیاستپوه دی، وايي: په هسپانوۍ ژبې د نړيوالو خبرونو وړيا خپرول د RT د بريا يوه مهمه برخه ده.

د RT نیوز اپلیکیشن په ځیرک ټلیفون کې ښکاري.

د عکس سرچینه، REUTERS/Dado Ruvic

د عکس تشریح، د RT وېبپاڼې د مالوماتو له مخې، د لاتیني امریکا په لسو هېوادونو کې په وړیا ډول تلوېزیونې نشرات خپروي.

که څه هم RT له ۲۰۲۲م د مارچ راهيسې په ټوله نړۍ کې پر یوټیوب بنده شوې، خو بيا هم په ځينو ځایونو کې خپرېږي. د مثال په ډول په ارجنټاين کې يو ۵۲ کلن ترکاڼ انيبال بایګوریا، د RT د ټلويزيون خبرونه ريکارډوي او پر خپل یوټیوب چينل کې يې له خپلو غبرګونونه سره خپروي.

هغه وايي: "دلته په بوينس آيرس کې خبرونه ډېر د ښار پر موضوعاتو تمرکز کوي، د RT ښېګڼه دا ده چې د لاتين امريکا د ټولو هېوادونو خبرونه او ان نړيوال خبرونه هم خپروي." او زياتوي: "هر څوک حق لري چې پرېکړه وکړي، کوم ریښتيا دي او کوم نه."

د اغېز په اړه یې پوهېدل

دا ډېره سخته ده چې په ټوله نړۍ کې دې د روسي دولتي رسنيو اغېز په کره ډول مالوم شي. RT وايي، په ۱۰۰ هېوادونو کې له ۹۰۰ ميليونه ډېر خلک یې ګوري. د دوی په وینا په ۲۰۲۴م کال کې يې خپرونې پرانلاین ۲۳ ميليارده ځله کتل شوې وې.

خو د ډاکتر راسموس کلايس نیلسن، چې په کوپنهاګ پوهنتون کې د تیکنالوژۍ د برخې استاد دی، وايي: "د خپرونې موجوديت د دې مانا نه لري، چې هغه دې ډېر ليدونکي هم ولري."

هغه زياتوي، د ۹۰۰ ميليونه ليدونکو ادعا "ډېره د باور وړ نه ده." او پر انلاين د ریښتینو لیدونکو شمېر مالومول هم سخت کار دی.

ډاکتره چاټرجي- ډوډي هم وايي، چې د RT د اغېز کره شمېر مالوم ګران کار دی، خو هغې يو مثال ياد کړ چې ښيي روسيه ځينې وخت بريالۍ شوې ده. د افریقا د ساحل په سيمه کې، له سينيګال نه تر سوډان پورې، روسيه پوځي رول لري او عام خلک ورسره ډېر مخالفت نه کوي، نو (روسيه هلته د مالي، برکينافاسو او نايجر د پوځي حکومتونو ملاتړ هم کوي.)

يوه بله کيسه چې ډېرو خلکو ومنله، د اوکرايین د جګړې لپاره د روسيې دليل و. روسيه وايي، د ناټو ختيځ لور ته پراختيا او له ناټو سره د اوکرایین نژدې کېدل د جګړې اصلي لامل و، او دا هر څه د دوی "امنیت ته ګواښ" و، نو روسيې د "ځان ساتنې" لپاره جګړه پیل کړه. که څه هم لوېديځ دا خبره ناسمه بللې، خو په سویلي هېوادونو کې ډېری خلکو پردغه روایت باورکړی دی.

د خبرونو وړاندې کوونکی کیون اوون د RT خپرونې په اوږدو کې د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ د استیضاح په اړه راپور ورکوي.

د عکس سرچینه، Misha Friedman/Getty Images

د عکس تشریح، په نړیواله کچه د روسیې د دولت ملاتړو رسنیو اغېز مالومول ګران کار دی.

ډاکتر چاګواسیډا وايي، د ناټو د پراخېدو پر خبرې ډېرو خلکو باور کړی، په ځانګړي ډول په مکسیکو او د لاتين امريکا په پوهنتوني کړیو کې.

د سویلي نړۍ ځينو مشرانو د روسيې د جګړې غندلو کې ځنډ وکړ. په ۲۰۲۲م کې د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې پر اوکرایین د روسیې یرغل پرضد ډېرو هېوادونو رایه ورکړه، خو ۵۲ هېوادونو يا مخالفت وکړ، يا چپ پاته شول او يا يې هېڅ رایه و نه کاروله. په دغو هېوادونو کې بوليويا، مالي، نیکاراګوا، سویلي افريقا او يوګانډا شامل وو.

د بوچا په ښار کې د اوکرایین ولسمشر ولادیمیر زېلینسکي، په داسې حال کې له مطبوعاتو سره خبرې کوي، چې خپل پوځ پرې را ټول دی.

د عکس سرچینه، RONALDO SCHEMIDT/AFP via Getty Images

د عکس تشریح، د سویلي هېوادونو ځینې مشران د اوکرایین پر وړاندې د روسیې د جګړې په غندلو کې زړه نازړه دي.

دا چې د روسیې وروستۍ موخه به څه وي؟ په اړه یې ډاکتر کرلي ځان ته نظر لري.

هغه وايي: "کریملين هڅه کوي" روسيه پر نړیوال دریځ له يواړخيزتوبه اوباسي او داسې ښکاره کړي چې روسيه د لوېديځ د تهاجم قرباني او په نړۍ کې د سویلي هېوادونو ساتونکې ده."

هغه خبرداری ورکوي: "خطر دا دی چې RT او نور روسي درواغجنې رسنۍ د آزادې دیموکراسۍ له کمزورۍ ګټه اخلي او پر اوکرایین د روسې یرغل عادي ښکاره کوي. د دوی بله موخه دا ده چې د روسیې دیکتاتور دولت په نړیوال سياسي دریځ کې د يو نرم چلند لرونکي دولت په توګه معرفي کړي."

کله چې مو له RT د دې ليکنې د تورونو په اړه وپوښتل، نو هغوی یوازې دا وویل: "هو، موږ په ټوله نړۍ کې خپرونې لرو." خو د نورو پوښتنو ځواب يې را نه کړ، په ځانګړي ډول د سپوتنيک په اړه یې یوه پوښتنه هم ځواب نه کړه.

په پای کې استاد هچينګز وايي، موږ ټول بايد د روسيې د دولتي کارونو په اړه اندېښنه ولرو، په ځانګړي ډول د نړۍ د راتلونکي نظم او دیموکراسۍ په هکله د دوی هڅې د اندېښنې وړ دي.

هغه په دې باوري دی، چې لوېديځ د دغې مسلې جدیت له پامه غورځولی دی، ځکه د رسنيو بودیجه يې کمه کړې او ميدان يې د RT په څېر رسنيو ته خوشي کړی دی.

نوموړی وايي: "دلته ډېر څه د ګټلو او له بایللو لپاره شته… روسيه ځمکه ګټي، خو جګړه یې لا نه ده بايللې."