ولې روسیه د اوکرایین د تېلو پرهغې چاڼ خوني لا هم بریدونه کوي، چې لا دمخه یې ویجاړه کړې ده؟

د کریمنچوک ښار په مرکز کې تور لوګی پورته کېږي.

د عکس سرچینه، Kremenchuk City Hall

د عکس تشریح، د اګسټ د ۱۹مې له بریدونو وروسته په کریمنچوک کې لوګی پورته کېږي.

د رواني اونۍ د یکشنبې په شپه په واشنګټن کې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ او اروپایي مشرانو ترمنځ له سرمشریزې پای ته رسېدو څو ساعته وروسته روسیې په اګست کې د اوکرایین پر مرکزي ښار کریمنچوک تر دې دمه تر ټولو ډېره بمباري کړې ده.

د اوکرایین هوايي ځواک په وینا، مسکو پرې ۲۷۰ ډرونونه او یو درځن کروز توغندي ور توغولې دي. دوی وايي، ډېری ورتوغول شوي توغندي یې شنډ کړي او یوازې ۱۶ ترې تېر شوي دي.

د پولتاوا سیمې والي، چې هلته کریمنچوک هم موقعیت لري، وايي: یاد بریدونه مرګ‌ژوبله نه لري خو په وینا یې د نژدې ۱۵۰۰ کورنیو بریښنا یې پرې کړې ده.

د کریمنچوک ستراتېژیک ارزښت

له صنعتي چمني یا تونله لوګی راوځي.

د عکس سرچینه، UNIAN

د عکس تشریح، د کریمنچوک د تېلو چاڼ خونه د پخواني شوروي اتحاد یوه له لویو کارخونو وه.

کریمنچوک په مرکزي اوکرایین کې یو مهم صنعتي او لوژستیکي مرکز دی. دا د نیپرو سیند په ختیځه غاړه کې موقعیت لري او له اوږدې مودې راهیسې د ترانسپورت او تولید یو مهم مرکز دی.

دا د کریدماش کور دی او د سړک جوړونې د ماشینرۍ یوه لویه فابریکه ده. دلته نور صنعتي بنسټونو هم شته، چې د اوکرایین د زیربنا او دفاع لپاره کارول کېږي. دا د اورګاډي پټلۍ د یوه لوی جنکشن په توګه هم کار کوي، چې د هېواد ختیځ او لوېدیځ سره نښلوي.

یوه نقشه، چې د کریمنچوک موقعیت ښیي.
د عکس تشریح، یوه نقشه چې د کریمنچوک موقعیت ښیي.

دا په اوکرایین کې د تېلو د چاڼ تر ټولو لویه کارخونه ده. پر اوکرایین د روسي یرغل له پیله بیا تر اوسه د کریمنچوک د تېلو د پروسس یوازینۍ چاڼ خونه وه، چې فعالیت یې کاوه.

د نړیوالو څېړنو د مرکز مشر میخایلو هونچار د بي‌بي‌سي اوکرایینۍ څانګې ته وویل: "روسانو په لومړي سر کې د کریمنچوک د تېلو پر چاڼ خونې برید و نه کړ ځکه دوی فکر کاوه، چې دا او نورې زیربناوې به په لاس ورشي، نو ولې یې ویجاړې کړي. هغه مهال دوی ویلي وو، 'په درېیو ورځو کې به کېیف' ونیسو، خو کله چې یادې موخې ته و نه رسېدل، نو پر دغه چاڼ ځای یې بریدونه پیل کړل."

لومړی ځل د ۲۰۲۲م کال په اپرېل کې د کریمنچوک پر چاڼ خونې دوه توغندیز بریدونه وشول. په مې میاشت کې پر یاد چاڼ‌ځای یو بل برید هم وشو.

د ۲۰۲۲م کال په جون کې، د روسیې یو توغندی په کریمنچوک کې د ګڼې ګوڼې په یوه سوداګریز مرکز ولګېد، چې د اوکراییني چارواکو په وینا، له ۲۰ ډېر کسان یې ووژل.

د روسیې د توغندیو د برید له امله د ویجاړ شوي سوداګریز مرکز اور اخیستی او لوګي ځنې پورته کېږي.

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، د ۲۰۲۲م کال په جون کې د روسیې د توغندیو له برید وروسته د کریمنچوک یو سوداګریز مرکز وسوځېد.

روسیې بیا بیا پرملکي زېربناوو له بریدونو انکارکړی، خو دا مني چې دوی د تېلو له دغه چاڼ خونې سره نژدې د امریکا او اروپایي هېوادونو له خوا د مرسته شويو پوځي تجهیزاتو زېرمې په نښه کړې دي.

د ۲۰۲۳ او ۲۰۲۴‌مو کلونو په اوږدو کې د تېلو پر یاد چاڼ‌ځای توغندیز بریدونه کېدل. د روسیې د دفاع وزارت په وینا، د ۲۰۲۵م کال د جون پر ۱۵مه روسي ځواکونو د کریمنچوک د تېلو پر چاڼ خونې لوی برید وکړ. روسانو هغه مهال ادعا کړې وه، چې د تېلو دا چاڼ ځای د دونباس په سیمه کې اوکراییني ځواکونو ته تېل رسوي او خپل برید یې بریالی بللي و. خو روسانو په اګست کې یو ځل بیا پر دغې چاڼ خونې د توغندیو او ډرون بریدونه پیل کړل.

له برید وروسته سوځېدلې ودانۍ.

د عکس سرچینه، STATE EMERGENCY SERVICE OF UKRAINE / HANDOUT

د عکس تشریح، په جون کې له بریدونو وروسته د کریمنچوک وضعیت

د اې ۹۵ مشورتي ډلې مشر او د انرژۍ کارپوه سرهي کویون، بي‌بي‌سي ته وویل: "چاڼ خونه اوس غیر فعاله ده، خو روسان غواړي د تېلو پروسس دغه چاڼ ځای له خاورو سره خاوري کړي، ترڅو بیا رغونه یې ناممکنه شي."

د کویون په وینا، ډېر احتمال لری روسانو دا بریدونه د اوکراییني ځواکونو له خوا د دوی د تېلو پر زېربناوو د بریدونو په غچ کې کړي وي. یا دا د دوی د روانې جګړې یوه برخه وي، ځکه د اوکرایین د تېلو یاد چاڼ ځای له مودو راهیسي فعالیت نه کوي.

د کویون د مالوماتو له مخې، پر اوکرایین د روسي یرغل له پیله، بیا تراوسه پر دغه چاڼ خونې د توغندیو او ډرونونو سلګونه بریدونه شوي دي.

اوکرایین به د تېلو له کمښت سره مخ شي؟

د تېلو د دغه چاڼ ځای غیر فعاله حالت په اوکرایین کې د پټرولو او ډېزلو پر مقدار اغېز نه دی کړی، ځکه دا ټول محصولات له اوږدې مودې راهیسې له اروپا د تېلو ټانکرونو په واسطه وارد شوي دي.

د کریمنچوک چاڼ خونه په کال کې د ۱۹میلیون ټنو تېلو د پروسس وړتیا لري. کارپوهان وايي، له جګړې مخکې په دغه چاڼ‌ځای کې په کال کې یوازې کابو درې میلیون ټنه تېل پروسس کېدل چې د کویون په وینا، دا د اوکرایین د اړتیا وړ تېلو شاوخوا ۵۰ سلنه ده.

اوکرایین د خپلې اړتیا وړ تېل له کومه کوي؟

د جګړې په پیل کې اوکرایین د یو څه وخت لپاره د تېلو رسولو خنډونه تجربه کړل، خو په چټکۍ سره یې حل‌لارې ور ته پیدا کړې.

میخایلو هونچار وايي: "د تېل اکمالات له اروپا اوکرایین ته کېږي او دا په عملې توګه ناممکنه ده، چې اوکرایین ته تلونکي زرګونه د تېلو ټانکرونه دې ویجاړ شي."

وروسته له هغه چې سمندري لارې خلاصې شوې، نو د پټرولو وارېدېدل هم له سمندري لارو اوکرایین ته پیل شول.