پوتين د الاسکا غونډه ګټوره بللې: ټرمپ د اوربند پر ځای د تلپاتې سولې غوښتنه کړې

ټرمپ او پوتين

د عکس سرچینه، SPUTNIK/KREMLIN POOL/EPA/Shutterstock

په الاسکا کې د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ او د روسيې د ولسمشر ولادمير پوتين تر منځ د اوکرايين په اړه خبرې اترې له کومې هوکړې او موافقې پرته پايته ورسېدې. خو پوتين مسکو ته له راستنېدو وروسته ويلي چې له ټرمپ سره يې غونډه "ډېره ګټوره" وه.

ډونلډ ټرمپ له دې ناستې وروسته د اوکرايين له ولسمشر او د ناټو له مشرانو سره هم ټيليفوني خبرې کړې دي.

ښاغلي ټرمپ د خپلې ټولنيزې رسنۍ سوشل ټروت پر اکونټ لیکلي، ټول مشران همغږي دي چې د جګړې د پايته رسولو غوره لاره "د سولې مستقیم تړون دی نه لنډمهاله اوربند."

نوموړي تائيد کړې چې د دوشنبې په ورځ به ولادمير زيلېنسکي د خبرو اترو په موخه واشنګټن ته سفر وکړي او زياته کړې يې ده چې "که هر څه سم مخته ولاړ شي نو موږ به له ولسمشر پوتين سره د ليدنې مهالوېش وټاکو."

روسيې ته له راستنېدو وروسته ولادمير پوتين لوړ پوړو چارواکو ته له ډونلډ ټرمپ سره د خپلې ليدنې د پايلو په اړه معلومات ورکړل.

نوموړي وويل، له ډونلډ ټرمپ سره يې غونډه "ډېره ګټوره" وه، او د اوکرايین د جګړې او همدارنګه د "دوه اړخيزو همکاريو نژدې ټولو برخو" په اړه يې بحث کړی دی.

ښاغلي پوتین په کريميلن کې ويلي، "زه غواړم له پيله ووايم چې دا ليدنه پر وخت او ډېره ګټوره وه".

د اوکرايين ولسمشر ولودمير زېلينسکي چې د الاسکا سرمشريزې ته نه و بلل شوی، له هغه راهيسې په فعاله توګه خپل دريځ غوره کړی دي.

نوموړي ويلي چې ډونلډ ټرمپ سره يې په ټيليفوني اړيکه کې يې ورته په ډاګه کړه چې "که چېرې دری اړخيزه سرمشريزه ترسره نشي او يا که روسيه د جګړې له پايته رسېدو ډډه وکړي، بنديزونه بايد پرې سخت شي".

ښاغلي زيلېنسکي ټینګار کړی، "ټولې هغه مسئلې چې د اوکرايین لپاره مهمې دي، بايد د اوکرايين په ګډون بحث پرې وشي او هېڅ مسئله، په ځانګړې توګه د خاورې په اړه د اوکرايين له ګډون پرته پرېکړه پرې نشی کېدلی."

له ډونلډ ټرمپ سره له خبرو اترو او له اروپايي مشرانو سره له همغږۍ وروسته ښاغلي زيلېنسکي ويلي، دريځونه روښانه دي، "يوه رېښتينې سوله بايد ترلاسه شي، يوه تلپاتې سوله، نه يوازې د روسيې په یرغل کې يو بل ځنډ."

په همدې مهال زېلينسکي د هغو راپورونو په غبرګون کې چې د ډونباس سیمې د کنټرول په بدل کې د جګړې د درولو وړانديز شوی په کلکه رد کړی دی.

ښاغلي پوتين له ډونلډ ټرمپ سره له ليدنې وروسته په یوه بيان کې ويلی چې په اوکرايين کې د شخړې پايته رسولو کې "په ريښتيني توګه لېوالتيا لري."

نوموړي د الاسکا سرمشريزه "د جوړجاړي لپاره د پيل ټکی" وباله خو خبرداری يې ورکړ چې اوکرايين او اروپا بايد "خبرې اترې خرابې نه کړي."

غونډې ته د نړيوالو غبرګونونه

ټرمپ او پوتين

د عکس سرچینه، SPUTNIK/KREMLIN POOL/EPA/Shutterstock

د الاسکا له غونډې وروسته اروپايي مشرانو له ولودمير زيلېنسکي سره ټيليفوني خبرې کړې دي.

د بريتانیا لومړي وزير کېير سټارمر ويلي، چې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ هڅو "موږ په اوکرايین کې د جګړې د پايته رسولو ته تر بل هر وخت نژدې کړي يوو."

نوموړي په يوه بيان کې ويلي چې بل ګام بايد د اوکرايين د ولسمشر ولودمير زيلېنسکي ورښکېلول وي او دا چې "له هغه پرته سوله نشي ترلاسه کېدی".

د فرانسې ولسمشر ايمانول مکرون ويلي، اروپايي مشران په دې اړه همغږي دي چې په اوکرايين کې تر سولې پورې پر روسيه بايد فشار دوام ولري.

د فنلنډ ولسمشر الکساندر سټوب د ښاغلي مکرون د څرګندونو ملاتړ کړی او ويلي يې دي چې "قوي او باوري امنيتي تضميونه" په اوکرايين کې د سولې لپاره خورا مهم دي.

د ايټالیا لومړۍ وزيرې جورجيا مېلوني هم ويلي چې په اوکرايین کې د سولې خبرو اترو لپاره د "هيلې څرک" لګېدلی دی. نوموړې زياته کړې، "ايټاليا به له خپلو لوېدیځو متحدينو سره يو ځای رول ولوبوي."

د جرمني لومړي وزير فرېډرېک مرڅ "عادلانه او تلپاتې سولې" ته د رسېدو لپاره د ټرمپ د هڅو ستاينه کړې ده او زياته کړې يې ده چې اوکرايين د جرمني په "نه ماتېدونکي ملاتړ" حساب کولی شي.

د پولنډ لومړي وزير ډونلډ ټسک خبرداری ورکړ چې "د اوکرايين د راتلونکي په اړه لوبې د پولنډ او ټولې اروپا امنيت په يوه حساس پړاو کې اچولی دی". پوتين یو ځل بيا ځان د "غولوونکي او بې رحمه لوبغاړي" په توګه ښودلی دی.

د نېدرلنډز لومړي وزير ديک سخوف، ويلي چې هېواد به يې له اوکرايین سره "پوځي، مالي او سياسي ملاتړ" ته دوام ورکړي او په روسيه به د "قوي بنديزونو" په بڼه فشار راوړي. "

د اروپايي ټولنې د بهرني سياست مشرې کايا کلاس ويلي، پوتين "په نژدې راتلونکي کې د دې جګړې د پايته رسولو هېڅ اراده نه لري".