ولې زېلېنسکي نه شي کولی او نه غواړي چې له کرایمیا تېر شي؟

اوکرایین

د عکس سرچینه، Getty Images

د امريکا له ولسمشر ډونلډ ټرمپ او اروپايي مشرانو سره په غونډه کې د اوکرايين د ولسمشر ولودمير زېلينسکي لپاره د کرايميا موضوع د اجنډا په سر کې وه. د دريو کلونو جګړې وروسته د خاورې موضوع د اوکرايين د سولې په لاره کې تر ټولو لوی خنډ پاتې شوی دی.

څو ساعته وړاندې له دې چې د سپينې ماڼۍ په کوربتوب زېلينسکي ته هرکلی ووايي، د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ وويل چې د کرايميا ټاپووزمه به "هېڅکله بېرته ترلاسه نه کړي."

اوکرايينۍ ټاپووزمه د تور سمندر پر غاړه د هېواد په سوېل کې پرته چې له يوې لسيزې زیاته موده کېږي، روسيې په ناقانونه توګه لاندې کړې ده.

د اوکرايين پر ساحل يې موقعيت د روسيې لپاره ستراتېژيک اهميت لري.

ولادیمیر پوتین په پیل کې چې کله د شنو یونیفورمونو ناپېژانده مخ‌پټو کمانډو ځواکونو په ۲۰۱۴ کال کې د کرایمیا سیمه‌ييز پارلمان ونیو او په دې ټاپووزمه کې لروبر خواره شول، له دې انکار وکړ چې ګوندې کرایمیا دې د روسیې له خوا نیول شوې وي.

دا "کوچني شنه سړي" د اوکرایین پر وړاندې د روسیې د جګړې پیلامه وه چې بالاخر یې پایله کې د ۲۰۲۲ کال بشپړ یرغل وشو.

اوس د کرایمیا راتلونکې د ولسمشر ډونلډ ټرمپ لخوا د سولې پلان یوه مرکزي موضوع ده او دې د اوکرایین ولسمشر ولودمیر زېلېنسکي اړیستی چې پر دې ټاپووزمې د روسیې د کنټرول په رسمیت پېژندل رد کړي.

ټرمپ لپاره د اوکرایین دا سویلي ټاپووزمه لا "کلونه مخکې له لاسه وتلې" او ان د سولې په خبرو کې "د بحث برخه هم نه ده".

اوکرایین

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، کرایمیا دغو د شنو یونیفورمونو وسله والو ونیوه چې وروسته مالومه شوه روسان دي

خو زېلېنسکي لپاره به بیا دا نامعقوله وي چې د اوکرایین د یوې نه جلا کېدونکې برخې په توګه دې له کرایمیا لاس واخلي.

د اوکرایین پارلمان کې د اپوزیسیون د غړې ایرینا ګېراشچینکو په وینا "ځمکنۍ بشپړتیا او حاکمیت اوکرایین او اوکراینیانو لپاره سره کرښه ده".

ټرمپ ویلي "که [ولودیمیر زېلېنسکي] کرایمیا غواړي، نو ولې یې ۱۱ کاله مخکې هغه وخت جګړه ونه کړه چې دا [ټاپووزمه] له ډز پرته روسیې ته وسپارل شوه؟"

لږې ډزې شوې وې، خو کرایمیا هغه مهال د واک د تشې په جریان کې د ټوپک په زور کابو وه.

پوتین وروسته کیېف کې د اوکرایین د روس پلوه مشر له ګوښه کېدو څو ورځې وروسته له خپلو چارواکو سره شپنۍ غونډه کې اعتراف وکړ چې دا ځای یې لاندی کړی دی.

کرایمیا ټرمپ لپاره خنډ

د امریکا ولسمشر لپاره چې د سولې یوه تړون ترلاسه کېدو ته بېړه لري، کرایمیا یو لوی خنډ ګرځېدای شي.

ټرمپ سم وايي چې د اوکرایین لخوا په نږدې راتلونکې کې د کرایمیا د بېرته ترلاسه کولو چانس ډېر کم دی، او دا چې عملآ دغه ټاپووزمه د روسیې تر کنټرول لاندې ده. خو دا په قانوني توګه له رسمیت پېژندنې جلا خبره ده.

زېلېنسکي ۲۰۱۸ کال کې د ټرمپ د هغه مهال بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو لخوا "د کرایمیا اعلامیې" ته اشاره کوي.

پامپیو ویلي وو چې متحدو ایالتونو "روسیې لخوا د کرایمیا د الحاق هڅه" رد کړې او ژمنه یې کړې وه چې د اوکرایین د ځمکنۍ بشپړتیا تر اعاده کېدو پورې به پر دغه دریځ درېږي.‌

د زېلېنسکي استدلال دا دی چې ټرمپ هغه وخت د کرایمیا په تړاو د اوکرایین ملاتړ کړی و او اوس باید دوام ورکړي.

کرمی

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، سپینه ماڼۍ کې زېلېنسکي سره د ټرمپ لیدنه چې پر لفظي شخړه واوښته

که د نړیوالې ټولنې لخوا د ځمکې دا نامنل شوی غصب د متحدو ایالتونو لخوا قانوني وبلل شي، نو دا به نړیوال قانون او د ملګرو ملتونو د منشور اصولو لپاره په څه معنا وي؟

د روسیې د بشپړ یرغل له پیل څو اونۍ وروسته په استانبول کې د غونډې پر مهال دا ابتدايي وړاندیز رامخ ته شوی و چې د کرایمیا مسله دې دمګړی پرېښودل شي او روسیه او اوکرایین به یې تر راتلونکو لس - پنځلس کلونو کې پر حل کار وکړي.

دا نظر عملي نه شو خو له دغه خنډه د وتلو یوه لار وه.

د اوکرایین اساسي قانون د زېلېنسکي لاس تړلی

زېلېنسکي ټینګار کوي چې دی له کرایمیا د تېرېدو واک نه لري: "دې کې د خبرو څه نه شته. دا زموږ د اساسي قانون خلاف دي. "

د اساسي قانون دویمه ماده وايي چې د اوکرایین حاکمیت "ټوله خاورې ته غځېږي" چې "د اوسني پولې محدوده کې یې، نه ویشل کېدونکی او نه ماتېدونکی دی".

د اوکرایین په خاوره کې هر ډول بدلون باید په ملي کچه ټولپوښتنې ته کېښودل شي چې د اوکرایین پارلمان یې باید د ترسره کېدو اجازه وکړي.‌

یوازې ولسمشر ټرمپ له کیېف سره ستونزې نه لري. روسیه هم د اوکرایین اساسي قانون د سولې هڅو لپاره "خنډ" ګڼي.

قانونونه بدلېدلی شي، خو په داسې حال کې نه، چې اوکرایین د پوځي حکومت تر ادارې لاندې وي.

د روسیې د غیرقانوني الحاق تصویب به نه یوازې دا چې اوکرایین لپاره سره کرښه وي، بلکې له تور سمندر سره پر پوله د پرتې رومانیا په څېر هېوادونو ته به هم یوه وېرونکې بېلګه شي. او دا بېلګه به ان له تور سمندره ورهاخوا هم احساسېږي.

ایا روسیه د کرایمیا د مالکیت ادعا لري؟

د تاریخي دلایلو له مخې، روسان له اوږدې مودې راهیسې کرایمیا ته د خپلې خاورې د یوې برخې په توګه ګوري او پوتین د تور سمندرګي له دې ټاپووزمې سره د "ژوندیو او نه پرې کېدونکو اړیکو" یادونه کړې ده.‌

کرایمیا د اوکرایین له نورې برخې سره یوځای ۱۹۹۱ کال کې له پرځېدونکي شوروي اتحاده خپلواکۍ ته رایه ورکړه.‌ کیېف وروسته روسیې ته اجازه ورکړه چې د دې ټاپووزمې سیواستوپول بندر تور سمندرګي د خپلو جنګي بېړیو د اډې په توګه په اجاره ونیسي.

پوتین ۲۰۱۴ کال کې په خپلې خاورې پورې د کرایمیا له تړلو وروسته هڅه وکړه چې پر دې ټاپووزمې د روسیې کنټرول مضبوط کړي. هغه په دې لړ کې لومړی په ۲۰۱۸ کال کې د کیرچ تنګي په اوږدو کې ۱۲ میله اوږد پول جوړ کړ او بیا یې په ۲۰۲۲ کال کې د ازوف سمندرګي په ساحل کې ځمکنې پول ونیو.

پوتین داسې انګېرله چې ګواکې په ۱۹۵۴ کال د شوروي د مشر نیکیتا خروشچېف پر مهال روسیې باندې اوکرایین ته د کرایمیا د ورپرېښودلو تپل شوی ناسم کار بېرته سموي.‌

اوکرییان

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، مسکو کرایمیا د دغه پول له لارې د روسیې اصلي خاورې پورې تړلې

کرایمیا لومړی ځل په ۱۷۸۳ کال کې د دویمې کاترین په مشرۍ د تزاري روسیې لخوا الحاق او د خروشچېف د پرېکړې تر وخت پورې، اوږده موده د روسیې برخه پاتې شوه.

دا چې روسیه او اوکرایین دواړه د شوروي جمهوریتونه وو، نو په ۱۹۵۴ کې یې اوکرایین ته ورپرېښودل کرېملین لپاره دومره لویه خبره نه وه.

د کرایمیا تر نیمایي ډېر وکړي روسان وو، تر ډېره له دې کبله چې د کرایمیايي تاتارانو اصلي لوی اکثریت په ۱۹۴۴ کې د شوروي دیکتاتور جوزف ستالین پر مهال وشړل شول.

جلاوطنه تاتاریان په ۱۹۸۹ کال د شوروي اتحاد د پاشل کېدو له پیل راوروسته کرار کرار کرایمیا ته د راستنېدو جوګه شول او اوس د دې ټاپووزمې د نفوس شاوخوا ۱۵ سلنه جوړوي.

روسیې د ۲۰۱۴ کال په مارچ کې په بېړې یوه ټولپوښتنه ترسره کړه، خو دا ټولپوښتنه د نړیوالې ټولنې لخوا د یوې جعلي ادعا په توګه رد شوه او د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلې د اوکرایین د حاکمیت په ملاتړ یو پرېکړه‌لیک تصویب کړ.

د جرمونو نړیوالې محکمې حکم وکړ چې په کرایمیا کې د روسیې فعالیت "برحاله اشغال" دی.

د مجلس په نوم د کریمیايي تاتارانو د یوې استازې ادارې رییس رفعت چوباروف ټینګار کړی، چې اوکرایین باید د سولې بدل کې د هر ډول ځمکنۍ امتیاز ورکړه په کلکه رد کړي.

هغه ویلي: "کرایمیا د ځايي کریمیايي تاتارانو اصلي ټاټوبی او د اوکرایین نه بېلېدونکې برخه ده."

ښايي‌ کرایمیا یوازنۍ ستونزه نه وي

اوکراین

د عکس سرچینه، Getty Images

د ټرمپ د سولې پلان لا تر اوسه نه دی خپور شوی، خو د بېلابېلو رپوټونو او د امریکایي چارواکو د څرګندونو له مخې، اوکرایین به نورو سختو شرایطو ته هم غاړه ږدي.

د اوسنیو لومړیو کرښو تر شا به د اوکرایین پر نږدې ۲۰ سلنه برخه باندې د روسیې حاکم اشغال ومنل او په دې توګه به په څلورو اوکرایني سیمو دونېڅک، لوهانسک، خېرسون او زاپوریزیا کې شخړه عملا کنګل پاتې شي.‌

د اکسیوس په نوم د امریکایۍ رسنۍ په وینا، دا تړون به د یوه "پياوړي امنیت تضمین" له ملاتړه برخمن وي،‌ چې احتمالآ‌ د بریتانیا او فرانسې په ښکېلتیا د "رضاکارو هېوادونو اېتلاف" به یې ننګه وکړي. امریکا د دغه اېتلاف برخه نه ده.‌

دا ژمنه به کېږي چې اوکرایین به په ناټو کې شامل نه شي، خو کولی شي د اروپايي ټولنې برخه وګرځي.

د امریکا لخوا ټول لګول شوي بندیزونه به لغوه او اقتصادي همکاري زیاته شي.

اکسیوس دا هم ویلي چې روسیه به د نیول شوي خارکیف یوه کوچنۍ برخه بېرته خوشې او اوکرایین ته به د دنیپر سیند په اوږدو کې "له خنډ پرته د تېریدو" اجازه ورکړي.‌

زاپوریژیا کې به د برېښنا د اټومي بټۍ مسوولیت امریکا په غاړه واخلي. دا بټۍ په ۲۰۲۲ کې د روسیې لخوا نیول شوې او تر اوسه ورسره ده.

او په دې لړ کې د امریکا او اوکرایین ترمنځ‌ د کاني ګټو د شریکولو تړون وار هم راځي، چې تمه کېږي د اوکرایین لومړی وزیر دینیس شمیحال به یې د شنبې تر ورځې له امریکا سره لاسلیک کړي.