اوکرایین کې جګړه: مکرون وايي اروپايي مشران غواړي له روسیې سره غونډه کې ګډون وکړي

د عکس سرچینه، Getty Images
د اوکرایین ولسمشر ولودیمر زېلینسکي د متحده ایالتونو له ولسمشر ډونلډ ټرمپ سره پر دوشنبه خپله لیدنه ''ډېره ښه'' او ''رغنده'' بللې او په خبره یې چمتو دی، له ولادیمر پوتین سره وویني. د فرانسې ولسمشر امانويل مکرون بیا وايي، د روسیې او اوکرایین مشران باید په یوه ''بې پرې'' هېواد کې سره وویني او ټینګار کوي، چې باید اروپايي مشران هم په دې غونډه کې ګډون وکړي.
له اروپايي مشرانو سره له غونډې وروسته د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونلډ ټرمپ د روسیې له ولسمشر سره تیلیفوني اړیکه نیولې او پر همدې موضوع ورسره غږېدلی دی.
د روسیې ولسمشرۍ ماڼۍ تائید کړې، چې له اروپايي مشرانو سره د امریکايي ولسمشر له لیدنې وروسته ټرمپ او پوتین په یوه تیلیفوني اړیکه کې ۴۰ دقیقې له یوه بل سره غږېدلي دي او (د مخامخ خبرو پر دوام) او د اوکرایین او روسیې مذاکراتي ډلو کې یې د شته کسانو مقام لوړتیا په هکله خبرې کړې دي.
پرون په سپینه ماڼۍ کې د ولسمشر زېلینسکي او اروپايي مشرانو سره د ډونلډ ټرمپ له لیدنې وروسته، اوس تمرکز د اوکرایین او روسیې د مشرانو ترمنځ خبرو او د اوکرایین لپاره د امنیتي تضمینونو پر مسئلې ورټول دی.
د بریتانیا لومړي وزیر وايي، امنیتي ضمانتونه او دغه راز د امریکا، روسیې او اوکرایین تر منځ درې اړخیزه غونډه (مخ پر وړاندې یو تاریخي ګام شي.)
اروپايي مشرانو په واشنګټن کې پرونۍ غونډې (ګټورې بللې او د اوکرایین جګړې پای ته رسولو لړ کې یې د امریکا د ولسمشر هڅو ستاینه کړې.
دوی وايي، که څه هم د پوتین او په ټول کې د کریملین پر نیت شکونه لري، خو په وینا یې د اوکرایین لپاره به امنیتي ضمانتونه خورا مهم وي
له دې مخکې د امریکا په سپینه ماڼۍ کې د ډونلډ ټرمپ او ولودمير زېلينسکي تر منځ د تېر ځل په توپير دا وارې غونډه په دوستانه او ښه فضا کې وشوه.
د سپینې ماڼۍ د اوول دفتر د غونډې په پيل کې زېلينسکي د خپلې مېرمنې يو لیک ډونلډ ټرمپ ته وسپاره چې په روسیه کې د بندي اوکرايیني ماشومانو په تړاو د امریکا د لومړنۍ مېرمنې د هڅو ستاينه په کې شوې وه.
د غونډې په پيل کې ډونلډ ټرمپ له زېلينسکي امریکا ته د سفر له کبله مننه وکړه او زیاته يې کړه چې د روسيې او اوکرايين تر منځ د جګړې د پايته رسولو په موخه "پرمختګ" روان دی.
نوموړي وويل چې له پوتین سره يې "ډېره ښه" غونډه لرله او "ډېر امکان شته چې له هغې یو څه راووځي".
د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د يوې پوښتنې په ځواب کې چې امریکا به اوکرايين ته سوله ساتي ځواکونه ولېږي وويل، "موږ به له اوکرايین سره په ګډه کار وکړو، موږ به له ټولو سره په ګډه کار وکړو چې اوږده تلپاتې سوله يقيني شي."
د يوې بلې پوښتنې په ځواب کې چې اوکرايين او که روسيه په ښه مقام کې دي، ټرمپ وويل، نه غواړي په دې اړه څه ووايي خو زیاته يې کړه، "دا زما جګړه نه ده" یو ځل بيا يې د امريکا پخوانی ولسمشر جو بايډن ملامت کړ چې په ۲۰۲۲ کال کې يې د روسيې د يرغل مخه ونه نيوله.
ټرمپ ټينګار وکړ چې جګړه بايد پايته ورسېږي او زياته يې کړه چې غواړي د هر چا لپاره په ښه ډول پای ومومي.
کله چې له ولودمير زېلینسکي وپوښتل شول چې له امریکا کوم تضمین غواړي، نوموړي وویل چې د وسلو او تجهيزاتو په ګډون "هرڅه" ته اړتیا لري.
د ډونلډ ټرمپ او ولودمير زېلينسکي له ناستې وروسته د بند دروازو تر شا ټرمپ له اروپايي مشرانو او زېلينسکي سره ناسته لرله.
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د روسيې له ولسمشر ولادمير پوتين سره د ټيليفوني خبرو اترو لپاره له زېلينسکي او اروپايي مشرانو سره غونده د ۴۰ دقيقو لپاره وځنډوله.
ټرمپ وړاندې ويلي وو چې له غونډې وروسته به له پوتين سره خبرې کوي. کرملين د ټيليفوني اړيکې پخلی وکړ چې په وینا يې ۴۰ دقيقې يې دوام درلود.
ډېری رسنيو د يو شمېر کره سرچينو له خوا ادعا کړې وه چې ټرمپ په داسې حال کې پوتين ته زنګ وهلی و چې په سپينه ماڼۍ کې خبرې اترې روانې وې.
سپینې ماڼۍ تراوسه په دې تړاو څه نه دي ويلی.
اروپايي مشرانو سپينه ماڼۍ کې د ټرمپ له ناستې مخکې څه وويل

د عکس سرچینه، Getty Images
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ له اروپايي مشرانو سره د تړلو دروازو تر شا غونډه وکړه. له دې غونډې وړاندې هر یوه اروپايي مشر خپل دريځونه روښانه کړل.
د اوکرایین ولسمشر ولودمير زېلینسکي وویل چې له ډونلډ ټرمپ سره يې خبرې اترې "رغنده" وې او د "امنیتي تضمینونو په ګډون يې په حساسو مسئلو" بحث وکړ.
د بریتانیا لومړي وزیر کېیر سټارمر ټینګار وکړ چې د امنیتي تضمینونو، او همدارنګه د روسیې، اوکرایین او امريکا ترمنځ دری اړخیزه غونډه، کېدای شي "یو تاریخي ګام" وي.
د جرمني چانسلر فرېډرېک مېرڅ له روسیې سره د هر ډول غونډې دمخه د اوربند پر اړتیا ټینګار وکړ، ټرمپ ته یې وویل: "راځئ په دې کار وکړو او هڅه وکړو چې په روسیه فشار راوړو."
د فرانسې ولسمشر اېمانویل مکرون د اوربند لپاره د مېرڅ غوښتنه تائيد کړه. هغه دا هم وویل چې خبرې اترې د ټولې اروپا له امنیت سره تړاو لري.
د ایټالیا لومړۍ وزیرې جورجا مېلوني وویل، یوه له مهمو پوښتنو دا ده چې "څنګه ډاډ ترلاسه کړو چې دا به بیا نه پېښېږي، ځکه دا د هر ډول سولې لپاره یو بنسټیز شرط دی."
د ناټو عمومي منشي مارک روټ ټینګار وکړ چې متحدین باید د اوکرایین پر زیربناوو د بریدونو د پای ته رسولو لپاره پر روسيه فشار راوړي.
د اروپايي کمیسیون مشرې اورسولا د تښتول شویو اوکراییني ماشومانو بېرته راستنېدل یو لومړیتوب وباله او زیاته یې کړه: "د یوې مور او انا په توګه، هر ماشوم باید خپلې کورنۍ ته راستون شي."











