د واشنګټن خبرې د ټرمپ - پوتین سرمشریزې پرتله د اوکرایین راتلونکي لپاره ډېرې مهمې دي

د عکس سرچینه، Ludovic Marin/Pool via REUTERS
- Author, فرانک ګارډنر
- دنده, بي بي سي
په سپینه ماڼۍ کې د نن دوشنبې( اګسټ ۱۸مې) غونډه د اوکرایین راتلونکي او د اروپا امنیت لپاره، د تېرې جمعې ورځې په الاسکا کې د امریکا - روسیې سرمشریزې پرتله مهمه بلل شوې ده.
داسې ښکاري، چې د الاسکا غونډې د پوتین - ټرمپ له لیدنې پرته بله پام وړ پرمختګ نه درلوده. ځکه نه پکې اوربند وشو، نه پر روسیې بندیزونه زیات شول او نه یې هم لاسته راوړنې اعلان شوې.
اوس پوښتنه دا ده، چې اوکرایین او اروپا د نړۍ د دوو مخکښو اټومي قدرتونو لخوا د تړلو دروازو شا ته شوې معاملې سره غاړه وړي او که لاره ترې بېلوي؟
ظاهرا داسې ښکاري، چې اوکرایین او ملګري یې د امریکا او روسیې تر منځ د هوکړې مخه نه شي نیولی، نو جوړجاړی به ورسره کوي.
په واشنګټن کې د ولسمشر ولودیمیر زېلینسکي تر څنګ د بریتانیا لومړی وزیر کېیر سټارمر، د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون، د جرمني چانسلر فریدریش مېرڅ او نورو مشرانو شتون د دې ډاډ ورکوي، تر څو زېلینسکي د اوول دفتر له مخکنۍ ترخې تجربې سره بیا مخ نه شي.
دوی هڅه کوي، پر ډونالډ ټرمپ دوه شیان ومني: لومړی، دا چې د اوکرایین لپاره د سولې په تړون کې باید اوکرایین مخامخ ښکیل وي او دوهم، تړون باید نه ماتېدونکي امنیتي تضمینونه ولري.
ترهر څه مخکې، د اروپا مشران غواړې، د امريکا ولسمشر ته ور وښیي، چې په دې برخه کې د اوکرایين او اروپا درېځ یو دی او د دې ډاډ ترلاسه کولو هڅه کوي، ترڅو ټرمپ له پوتين سره د خپلې ښکاره شخصي اړيکې له امله د روسي مشرانو غوښتنو ته غاړه کېنږدي.

د عکس سرچینه، Reuters
اوس نو دلته د کېیر سټارمر ډیپلوماتیک مهارتونه له سختې ازموینې سره مخ دي. سټارمر د ټرمپ د خوښي کس دی او خبرې ته یې غوږ هم نیسي. بله خبره دا ده، چې میاشت وروسته به ټرمپ په یوه دولتي سفر بریتانیا ته راشي.
د ناټو عمومي منشي مارک روټ، به هم په دې غونډه کې وي. هغه نه یوازې د ټرمپ د خوښ کس دی، بلکې د هغه د راز او نیاز سړی هم دی.
خو داسې ښکاري چې د امریکا ولسمشر له ولسمشر مکرون سره د سټارمر او روټې په اندازه علاقه نه لري او سپینې ماڼۍ هم په وروستیو کې د ملګرو ملتونو په راتلونکې عمومي غونډه کې د فلسطین دولت په غیر مشروط ډول د پېژندلو پر نیت پر مکرون سختې نیوکې کړې وې.
دا چې د اوکرایین د سولې تړون مثبتې پایلې ولري، نو مشران باید لاس په کار شي. اروپايي مشرانو بیاـ بیا ویلي، چې نړیوالې پولې باید په زور بدلې نه شي. ولسمشر زېلینسکي هم ټینګار کوي، چې چا ته خپله خاوره نه پرېږدي او په وینا یې د اوکرایین اساسي قانون هم د ځمکې پرېښېدو اجازه نه ورکوي.
خو د اوکرایین سیمه دونباس، چې شاوخوا ۸۵ سلنه اوس د روسیې ځواکونو په واک ده، پوتین یې په بشپړه ډول غواړي او وايي، کریمیا هم بېرته اوکرایین ته نه ورکوي.
لکه چې د استونیا پخوانۍ لومړۍ وزیره او اوس د اروپا لوړ پوړې ډیپلوماته کایا کلاس راته ویلي وو: په دې جګړه کې د اوکرایین لپاره بریا یوازې د اشغال شوي ځمکې بېرته نیولو باید نه وي.
که چیري اوکرایین د پنځمې مادې په څیر امنیتي تضمینونه ترلاسه کړي، چې اوس یې په اړه خبرې کېږي، د روسیې د هر ډول راتلونکي یرغل د مخنیوي لپاره کافي دي او په دې توګه د یو آزاد او خپلواک دولت په توګه د اوکرایین خپلواکي خوندي کوي او دا به د دغه هېواد لپاره د بریا یوه بڼه هم وي.
اوس داسې ښکاري چې د امريکا او روسيې خبرې د داسې یو وړانديز په اړه دي، چې په هغه به کې د اوکرایين ځينې ځمکې د امنيتي تضمینونو په بدل کې روسیې ته ورکړل شي. خو دې وړاندېز لویې پوښتنې را پورته کړي دي.
پوښتنه دا ده چې اوکرايین داسې یوې هوکړې ته چمتو دی، چې د جګړې ختمېدو په بدل کې ځمکه له لاسه ورکړي، په ځانګړي ډول په داسې حال چې زرګونه کسان یې د همدې ځمکې د ساتلو لپاره وژل شوي دي؟
که له اوکرایین وغوښتل شي چې د دونیڅک سیمې پاتې ۳۰ سلنه، چې لا تر اوسه یې په واک کې ده، روسیې ته پرېږدي، نو ایا دا به د کېف لویدیځ ته غځېدلې لارې دفاع له خطر سره مخامخ نه کړي؟ او دلته به د سټارمر د خوښې ایتلاف څه وي؟
هغه مخکنۍ خبرې، چې د لسګونو زرو ځمکنیو ځواکونو د ځای پرځای کېدو په اړه کېدلې، اوس ور ته څوک پام نه کوي. اوس خبره له 'هوا او سمندري' لارې ده، یو بل څه له اوکرایین سره د پوځ پیاوړي کولو لپاره مرسته ده.
که د جګړې په ډګر کې سوله راشي، بیا هم موږ په خطرناکه سیمه کې یو. هر هغه پوځي کارپوه، چې ما ورسره خبرې کړې دي، پر دې باور دی هغه شېبه چې جګړه ودرېږي، نو پوتین به بېرته خپل پوځ منظم او ډېرې وسلې به تولید کړي. تر هغه چې نوموړی په دې حالت کې وي، ښايي په درېیو یا څلورو کلونو کې ډېري نورې ځمکې هم ونیسي.











