زېلينسکي وايي د ازادۍ ترلاسه کولو پورې به مبارزې ته دوام ورکړي

د اوکرايين ولسمشر ولودمير زېلينسکي

د عکس سرچینه، Getty Images

د اوکرايين ولسمشر ولودمير زېلينسکي ويلي چې د ازادۍ ترلاسه کولو پورې به خپله مبارزه جاري وساتي.

نوموړي دغه څرګندونې د خپل هېواد د خپلواکۍ په ورځ په يوه رسمي وينا کې وکړې.

ښاغلي زېلينسکي وويل، "موږ یوه عادلانه سوله غواړو، داسې سوله چې موږ وکولی شو خپل راتلونکې په خپله وټاکو".

نوموړي زياته کړه، "اوکرايين قرباني هېواد نه دی بلکې يو مبارز دی. اوکرايين تراوسه بريالی شوی نه دی خو مات شوی هم نه دی."

ښاغلي زېلينسکي دغه څرګندونې داسې مهال کړې چې د روسیې حکومت وايي، اوکرايين د دغه هېواد د انرژۍ او برېښنا پر تاسيساتو بريدونه کړي دي. اوکرايين د روسيې ادعاوې رد کړې او وايي ګومان کېږي چې د ډرون د ويشتلو له کبله اور لګېدلی وي.

بل پلو د روسيې او اوکرايين تر منځ د بنديانو تبادله هم شوې ده. د راپورونو له مخې د دواړو لوريو تر منځ ۱۴۶ تنه پوځيان تبادله شوې دي.

د اوکرايین د خپلواکۍ د ورځې لمانځغونډه په پلازمېنه کيېف کې ترسره شوه. اوکرايين د اګست ۲۴ له شوروي اتحاد د خپلواکۍ د ورځې په توګه لمانځي.

روسیې د اتومي بټۍ د اورلګېدنې پړه پر اوکرایین اچولې

په کیېف کې د خپلواکۍ ورځې لمانځلو پر مهال اوکراییني سرتېري د خپل هېواد بیرغ پورته کوي

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، په کیېف کې د خپلواکۍ ورځې لمانځلو پر مهال اوکراییني سرتېري د خپل هېواد بیرغ پورته کوي.

د یکشنبې پر ورځ روسیې اوکرایین تورن کړ چې بې ‌پیلوټه الوتکو یې د هغه هېواد د کرسک په نامه سیمې په لوېدیځه غاړه کې یوه اټومي بټۍ په نښه کړې او اور یې په کې بل کړی دی. مسکو وایي، د شپې له خوا یې د برېښنا او انرژۍ یو شمېر تاسیسات په نښه شوي دي.

د یادې بټۍ د رسنیو دفتر د ټېلېګرام په یو پیغام کې ویلي، په دې پېښه کې څوک نه دي ژوبل شوي ځکه اور یې ژر تر ژره مړ کړی دی. د دوی په وینا، دغه برید یوه د برېښنا د لېږ(ټرانسفارمر) او کچې ساتلو ماشین ته زیان اړولی، خو د وړانګو کچه په نورمال حالت کې ده.

همداراز، اور وژونکي د روسیې د لېنېنګراد سیمې د اوست لوګا په نامه یوې پولې ته د یو بل لګېدلي اور وژلو لپاره هم واستول شول. هغه پوله چې د سون‌ توکو یو ستر صادراتي ترمینل لري. د سیمې والي ویلي، شاوخوا ۱۰ اوکراینیي ډرونونه راغورځول شوي، چې د پاتې شونو له امله یې اور بل شوی و.

اوکرایین تر اوسه د روسیې د دغو تورونو په اړه څه نه دي ویلي.

د ملګرو ملتونو د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې (IAEA) یو ځل بیا له روسیې او اوکرایینه غوښتنه وکړه چې د جګړې پر مهال له اټومي تاسیساتو سره ډېر احتیاط وکړي.

دغه پېښې نن یکشنبه په داسې حال کې شوي چې اوکرایین د خپلې خپلواکۍ ورځ لمانځي. دا هغه ورځ ده چې اوکرایین په ۱۹۹۱م کال کې له پخواني شوروي اتحاد په کې خپله خپلواکي اعلان کړې وه.

د یکشنبې سهار، د کاناډا لومړي وزیر مارک کارني کیېف ته ورسېد چې د اوکرایین له ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي سره وګوري. تمه ده دواړه مشران یوه ګډه خبري ناسته وکړي.

د زېلېنسکي دفتر مشر انډري یرماک پر ټیلیګرام لیکلي: "دا زموږ لپاره ډېره مهمه ده چې د اوکرایین د خپلواکۍ پر دې ځانګړې ورځ موږ د خپلو ملګرو ملاتړ هم احساس کړو او دا چې کاناډا تل زموږ تر شا درېدلې ده."

د کرسک اټومي بټۍ

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، د کرسک اټومي بټۍ

بل ‌خوا بیا زېلېنسکي د پاچا چارلس یو داسې لیک له خلکو سره شریک کړ چې د اوکرایین خلکو ته یې خپلې "تودې او له اخلاصه ډکې هیلې" په کې وړاندې کړې وې.

پاچا لیکلي: "زه د اوکرایین د خلکو نه ماتېدوکې روحیې ته ډېر ستر او ژور درناوی لرم. زه هیله لرم زموږ هېوادونه به وکولی شي له یو بل سره په ګډه لا نور کار وکړي چې له مخې یې یوه عادلانه او تلپاتې سوله ترلاسه شي."

زېلېنسکي وویل، د پاچا "د مهربانۍ خبرې زموږ د خلکو لپاره د جګړې په دې سختو وختونو کې د الهام بخښلو یوه ریښتینې سرچینه ده."

د برېتانیا حکومت هم اعلان کړی چې د اوکرایین د خپلواکۍ د کلیزې په ویاړ به د لومړي وزیر د دفتر پر ودانۍ د اوکرایین بیرغونه وځړېږي.

د دفاع وزارت د دې پخلی کړی چې د برېتانیا پوځي کارپوهان به تر لږ تر لږه د ۲۰۲۶م کال تر پایه د اوکراییني سرتېرو روزنې ته دوام ورکوي. دا د "اپریشن انټر فلېکس" په نامه پروګرام د غځېدو یوه برخه ده. دا نوم هغه پروګرام ته ورکړل شوی چې د برېتانیا وسله‌ وال ځواکونه په کې اوکرایني سرتېرو ته پوځي روزنې ورکوي.

ناروی هم د یکشنبې په ورځ اعلان وکړ چې اوکرایین ته به د څه باندې ۶۹۳ میلیونه ډالرو په ارزښت د هوايي دفاع سیستمونه ورکوي.

د ناروې لومړي وزیر، جوناس ګار سټور ویلي: "موږ له جرمني سره یو ځای دا ډاډمنوو چې اوکرایین ته پیاوړي هوايي دفاعي سیستمونه ورسېږي."

دواړه هېوادونه د پټریوټ په نامه دوه داسې سیسټمونه تمویلوي چې توغندي هم پکې شامل دي. همداراز، ناروې د هوايي دفاع رادارونو په اخیستلو کې مرسته کوي.

روسیې د شنبې په ورځ وویل چې د ختیځ اوکرایین په دونېڅک سیمه کې یې دوه کلي نیولي دي.

که څه هم روسي ځواکونه په ختیځ اوکرایین کې ډېر ورو روان دي خو او ستره بیه پرې کوي خو پرمختګ لا هم دوام لري. او دا مهال د اوکرایین د شاوخوا ۲۰ سلنه خاوره یې تر خپلې ولکې لاندې راوستلې ده.

روسیې د ۲۰۲۲م کال د فبرورۍ په میاشت کې پر اوکرایین بشپړ یرغل پیل کړ.

په روانه میاشت کې د دې جګړې پر سر په پراخه کچه ډیپلوماټیکې هڅې شوې دي. د امریکا ولسمشرډونلډ ټرمپ، د اګست په ۱۵مه د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین، سره په الاسکا کې ولیدل.

یاده ناسته د اوکراین د سولې لپاره یوه مهمه هڅه بلل شوې وه. که څه هم دواړو مشرانو دا خبرې بریالۍ وبللې، خو ټرمپ له هغه وروسته چې د روسیې او اوکرایین تر منځ د سولې تړون ونشو په ښکاره ډول نهیلي څرګنده کړه.

ټرمپ ویلي په دې اړه فکر کوي چې یا پر روسیې نور اقتصادي بندیزونه لګوي او یا بیا د سولې له خبرو په بشپړ ډول تېر شي.

داوکرایین د خپلواکۍ په څلورلارې کې خلک د هغو اوکراینیانو د یادڅلي تر څنګ تېرېږي چې د هېواد په دفاع کې وژل شوي

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، داوکرایین د خپلواکۍ په څلورلارې کې خلک د هغو اوکراینیانو د یادڅلي تر څنګ تېرېږي چې د هېواد په دفاع کې وژل شوي

ټرمپ د جمعې په ورځ وویل: "زه به پرېکړه وکړم چې څه وکړو، او دا به یوه ډېره مهمه پرېکړه وي. یا به دا لوی بندیزونه وي، یا به لویې ګمرکي تعرفې او یا دواړه، او یا به هېڅ هم نه کوو او وبه وایو چې دا ستاسو جګړه ده."

زېلېنسکي په وار وار له قید او شرط پرته د اوربند غوښتنه کړې، او اروپايي ملګرو یې هم د جګړې پر بندېدو ټینګار کړی.

زېلېنسکي پر روسیې تور لګولی چې "هر ډول هڅه کوي" چې له پوتین سره د سولې د خبرو مخه ونیسي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف، ویلي چې پوتین چمتو دی له زېلېنسکي سره وګوري، "کله چې د سرمشریزې لپاره اجنډا چمتو شي خو دا اجنډا اوس هېڅ چمتو نه ده."

هغه زېلينسکي تورن کړی چې "هر څه ته یې نه ویلي دي."