اروپايي ټولنې د اوکرايين د مالي ملاتړ ژمنه وکړه خو د روسیې کنګل شوو شتمنیو له ورکولو یې ډډه کړې

د عکس سرچینه، EPA
د اروپايي ټولنې مشرانو هوکړه کړې چې راتلونکي دوه کاله د اوکرايين "مالي اړتیاو" په پوره کولو کې مرسته وکړي. خو د دغه هېواد د دفاعي بودیجې د تمویلولو لپاره یې د روسیې د کنګل شوو میلیاردونو یورو له خوشې کولو ډډه وکړه.
په بلجیم کې د روسیې له کنګل شوو شتمنیو د ۱۴۰ میلیارد یورو (۱۲۲ میلیارد پونډو) د کارولو پرېکړه هم وروسته له هغه د روان کال تر دسمبره وځنډول شوه چې بلجیم یې په اړه اندېښنه په ډاګه کړه.
دا پر روسیې د بندیزونو یو بل جنجالي ګام دی چې دا ټلواله یې په تېرو بندیزونو برسېره پر کریملېن لګوي. وروستی اقدام د تېرې پنجشنبې د ورځې و چې د روسیې د تېلو دوه لوی شرکتونه پکې په نښه او بندیزونه پرې ولګول شول.
په بروکسل کې د اروپايي ټولنې غونډه د جمعې په ورځ په لندن کې له کېدونکې سرمشریزې یوه ورځ وړاندې وشوه.
د لندن په غونډه کې به د بریتانیا لومړی وزیر کېیر سټارمر د اروپايي ټولنې له مشرانو وغواړي چې اوکرايين ته د اوږده واټن ویشتونکو توغندیو اکمالات ور ډېر کړي.
ټاکل شوې په دې سرمشریزه کې چې "د لېوالو اېتلاف" یې هم بولي، د اوکرايين ولسمشر ولودومیر زیلېنسکي، د ناټو عمومي منشي مارک روټ، د ډنمارک صدراعظمه فریډرېکسن او د هالنډ لومړی وزیر ډېک شوف ګډون وکړي.
د فرانسې د ولسمشر ایمانول مکرون په ګډون به ځینو نور مشران پرلیکه بڼه په دې غونډه کې برخه واخلي.
پرون پنجشنبه اروپايي وزیرانو په بروکسل کې په دې اړه خبرې سره وکړې چې څنګه د روسیې کنګل شوې پیسې اوکرايين ته د "پور د جبران" به توګه چمتو کېدای شي.
د اروپايي ټولنې ګڼو دولتونو هیله درلوده چې مشران به د دې پلان ملاتړ وکړي او د اروپايي ټولنې له اجرايوي ادارې او له اروپايي کمیسونه به وغواړي چې په راروانو اوونیو کې په دې اړه په رسمي قانوني وړاندیز باندې کار وکړي.
خو تر اوږده بحث وروسته زرغون څراغونه مړه شول او پرځای یې له کمیسون غوښتنه وشوه چې "د اوکرايين مالي اړتیاو ارزونه دې وشي او پر بنسټ دې یې مالي ملاتړ لپاره غوراوي په ګوته شي."
دوی په اعلامیه کې ویلي، "د روسیې شتمنۍ باید تر هغه وخته ونه خوځول شي چې روسیه په اوکرايين کې یرغلیزه جګړه و دروي او د جنګ له امله رامنځته شوی تاوان جبران کړي."
معنا دا چې د اروپايي ټولنې مشران اوس باید په دسمبر کې په دې اړه یوې هوکړې ته سره ورسېږي.
پر روسیې د تازه بندیزونو په لړ کې پرون (اکتوبر ۲۳/لړم ۱) امریکا وویل چې په اوکرايين کې سولې ته د اړ ایستلو په موخه پر مسکو د فشار راوړلو لپاره یې پر روسیې نوي بندیزونه ولګول. په دغو بندیزونو کې د روسیې د تېلو دوه لوی شرکتونه 'روسنیفت او لوکایل' په نښه شوي دي.
ټرمپ: پوتین سره خبرې "هېڅ ځای نه نیسي"

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ویلي، "هر وخت چې ولادیمیر سره غږېدلی یم نو ترمنځ مو ډېرې ښې خبرې شوې دي خو وروسته یې هېڅ ځای نه دی نیولی. خبرې مو هېڅ ځای ته نه رسېږي."
ښاغلي ټرمپ دغه څرګندونې د ناټو له عمومي منشي مارک روټ سره د سولې مذاکراتو په اړه ناسته کې کړې دي.
دا نوي بندیزونه تر هغه یوه ورځ وروسته اعلانېږي چې ښاغلي ټرمپ وویل، په بوداپېست کې له روسي ولسمشر سره پلان شوې غونډه تر نامعلومې مودې ځنډول شوې ده.
په همدې حال کې د چهارشنبې په ورځ (اکتوبر ۲۲ / تله ۳۰) روسیې پر اوکرايين سخته بمباري کړې چې د ځايي چارواکو په وینا، د ماشومانو په ګډون لږترلږه اووه تنه پکې وژل شوي دي.
د امریکا د خزانې وزیر سکاټ بېسنټ ویلي چې د "پوتین له لوري د بېمعنا جګړې پایته رسولو نه د انکار" له کبله دغه بندیزونه اړین وو. ښاغلي بېسنټ وویل چې د تېلو دا شرکتونه د کریملېن "جنګي ماشین" ته مالي سرچینې برابروي.
د ده په وینا، "اوس د وژنو پایته رسولو او د سملاسي اوربند وخت رارسېدلی دی."
ډونلډ ټرمپ چې د چهارشنبې په ورځ یې په 'اوول دفتر' کې خبرې کولې او ښاغلی بېسنټ یې هم ترڅنګ و، پر پوتین نیوکه وکړه چې ګواکې د سولې راوستو په برخه کې "جدي نه دی."
ښاغلي ټرمپ وویل، هیلهمن دی چې دغه بندیزونه به پرمختګ ته لار هواره کړي.
هغه زیاته کړه، "داسې مې حس کړل چې همدا یې وخت دی. انتظار مو ډېر وکړ."
د امریکا ولسمشر ویلي چې که روسیه جګړه ودروي نو دا بندیزونه به بېرته لرې کړل شي.
تېره اوونۍ بریتانیا هم ورته کار وکړ او د تېلو په همدغو دوو شرکتونو 'روسنیفت او لوکایل' یې بندیزونه ولګول.
د بریتانیا د خزانې وزیرې رېچل ریوېز د بندیزونو د اعلان پرمهال وویل، "په نړیوالو بازارونو کې د روسیې تېلو ته هېڅ ځای نه شته."
د ټرمپ او پوتین وروستۍ لیدنه
د بریتانیا د دغه ګام په غبرګون کې په لندن کې د روسیې سفارت وویل چې د دغه هېواد د انرژۍ لویو شرکتونو په نښه کول به نړۍ ته د تېلو رسولو بهیر ګډوډ کړي او په غونډه دنیا کې به یې بیې لوړې کړي.
د روسي سفارت په وینا، دا بندیزونه به د مخپرودې او وروسته پاتې هېوادونو "د انرژۍ خوندیتوب باندې ناوړه اغېز وکړي" او "فشارونه یوازې د سولې مذاکرات پېچلي کوي او د تاوتریخوالي د زیاتېدو لامل کېږي."
د تېلو دغه دواړه شرکتونه 'روسنیفت او لوکایل' د ورځې یو اعشاریه درې میلیونه بېلره تېل صادروي.

د عکس سرچینه، Getty Images
د بریتانیا حکومت د اټکل له مخې، یوازې روسنیفت د روسیې د ټولو تېلو د تولید نږدې نیمايي برخه جوړوي چې د نړۍ د تېلو د غوښتې یا عرضې شاوخوا شپږ سلنه کېږي.
تېل او ګاز د روسیې تر ټولو ستر او مهم صادرات دي او لوی پېرودونکي یا مشتریان یې هم چین، هند او ترکیه دي. ټرمپ له دغو هېوادونو هم غوښتي چې له روسیې د تېلو اخیستل بند کړي چې په کریملېن باندې اقتصادي فشار راوړل شي.
د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیرې يېویت کوپر هم د ډونلډ ټرمپ دغه ګام ستایلی او ویلي یې دي چې د امریکا له لوري پر روسیې د بندیزونو "ډېر هرکلی کوي."
د یادولو ده چې د روانې اوونۍ په پیل کې ډونلډ ټرمپ ویلي وو چې نه غواړي په بوداپېست کې له پوتین سره "بېځایه لیدنه" وکړي. هغه وویل چې د شخړې یو اصلي ټکی دا دی چې مسکو د جګړې له درولو لاس نه اخلي.
ټرمپ او پوتین وروستۍ ځل د الاسکا په سرمشریزه کې سره لیدلي وو او سپينه ماڼۍ هیلهمنه وه چې دا به د اوکرايين جګړې د پایته رسولو لامل شي خو داسې ونه شول او پر ځای یې جنګ دوام وکړ.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو او د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ترمنځ د چمتوالي غونډه هم وځنډول شوه.
مخکې سپينې ماڼۍ ويلي وو چې دواړو خواو "رغنده" خبرې اترې کړې او ګواکې مخامخ ليدنې ته "اړتيا نه شته."
یوه لوړ پوړه اروپايي ډېپلومات رویټرز خبري اژانس ته ويلي، "داسې برېښي چې روسانو داسې غوښتنې کړې وي چې امریکایانو ته جوته شي چې په بوداپېست کې به هېڅ هوکړه هم و نه شي."
د اوکرايين ولسمشر ولودومیر زیلېنسکي هیله څرګنده کړې چې امریکا به یې ځواکونو ته د اوږد واټن وېشتونکي 'ټامهاک' توغندي ورکړي او په وینا یې، ښايي دا ګواښ روسیه د خبرو مېز ته راکاږي.











