د سپينې ماڼۍ له غونډې وروسته زېلېنسکي ويلي د ټرمپ او پوتين خبرو کې د ګډون لپاره چمتو دی

ټرمپ او زېلېنسکي

د عکس سرچینه، Getty Images

د اوکرايين ولسمشر ولودمير زېلېنسکي ويلي، که بلنه ورکړل شي چمتو دی چې د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ او د روسیې د ولسمشر ولادمير پوتين سره په هنګري کې کېدونکې غونډه کې ګډون وکړي.

د امریکا او روسيې ولسمشرانو د پنجشنبې په ورځ له ټليفوني خبرو وروسته اعلان وکړ چې پلان لري، په راتلونکو اوونيو کې د اوکرايين د جګړې په اړه د هنګري په پلازمېنه پوداپېسټ کې خبرې اترې وکړي.

زېلېنسکي د دوشنبې په ورځ خبريالانو ته وويل، "که داسې يوه بلنه وي چې موږ دری واړه سره خبرې وکړو او يا د درېيمګړي په توګه د مذاکراتو غونډه وي... که هر ډول بڼه ولري، موږ به ورسره موافقه وکړو".

بل پلو رسنيو راپور وکړی چې د جمعې په ورځ د زېلېنسکي او ټرمپ تر منځ په سپينه ماڼۍ کې ناسته يو ځل بيا په يو ډول "لوړ غږ ناندريو" واوښته، امریکايي اړخ پر اوکرايين فشار راوړي چې د جګړې د ختمولو لپاره د روسیې شرطونه ومني.

زېلېنسکي له ټرمپ سره تر خبرو وروسته خپله لومړنۍ خبري ناسته کې ډېر محتاط و خو بيا هم د هغه څرګندونو وښوده چې د دواړو لوريو تر منځ جدي اختلافونه شته دی.

زېلېنسکي دغه ناسته "ډانګ پېيلې" وبلله او ويې ويل، ټرمپ ته یې څرګنده کړه چې د هغه اصلي موخه "عادلانه سوله" ده، نه چټکه سوله.

زېلېنسکي د خبرو اترو لپاره د غونډې د ځای په اړه هم نيوکه وکړه. ده وويل، کيېف او د ډېرو اروپايي هېوادونو مشران د هنګري لومړي زویر وېکټور اوربان ته د کرملين د نژدې ملګري په توګه ګوری، "دی نشی کولی د اوکرايينيانو لپاره کوم مثبت کار او متوازن رول ادا کړي."

د جمعې په ورځ خبريالانو له ټرمپ وپوښتل چې ايا زېلېنسکي به هم د بوداپېسټ په غونډه کې ګډون وکړي، هغه وويل، "غواړي د ټولو لپاره وضعیت ارام کړي."

نوموړي زياته کړه، "موږ دری واړه به ګډون ولرو خو کېدی شي دا جلا جلا وي... دری واړه مشران بايد سره يو ځای شي."

مسکو وايي، د روسيې د بهرنيو چارو وزير سرګي لاوروف او د امريکا د بهرنيو چارو وزير مارکو روبيو د دوشنبې په ورځ د بوداپېسټ غونډې د چمتووالي لپاره "رغنده" ټليفوني خبرې کړې دی.

زېلېنسکي هيله لرله چې د سپينې ماڼۍ له سفره به پر روسيه دننه د بريد لپاره د امریکا تاماهاک توغندي ترلاسه کړي خو داسې ښکاري چې تش لاس بېرته ستون شو.

رسنيو راپور ورکړی چې د ټرمپ او زېلېنسکي تر منځ ناسته تر هغه ډېره له تاوتريخوالي ډکه وه لکه څنګه یې چې مخکې ګومان کېده.

د امریکا فايننشل ټایمز د هغو سرچینو له قوله چې معلومات لری، راپور ورکړی چې ټرمپ، زېلېنسکي ته خبرداری ورکړی و، چې که یې د روسيې شرطونه ونه منل، پوتين به "اوکرايين له منځه يوسي."

ويل شوي امريکايي اړخ د غونډې پر مهال د روسیې خبرې تکرار کړې دي. وايي، ټرمپ د اوکرايين د جګړې د لومړۍ کرښې نقشه غورځولې او زېلېنسکي ته یې ويلي چې د دونباس ختيځه سيمه ټوله روسیې ته وسپاري.

ټرمپ له ناستې وروسته پر ټولنيزو رسنيو ولیکل چې "روسیه او کرايين بايد په خپلو ځايونو پاتې شي." مطلب یې اوسنۍ کرښې وې.

زېلېنسکي په ځواب کې وويل چې سملاسي اوربند ته چمتو دی خو ټينګار یې وکړ چې "اوکرايين تيار نه دی جې يرغلګرو ته کوم څه په ډالۍ کې ورکړي."

د جګړې کرښو د درېدو د وړانديز په اړه د روسيې د ولسمشر وياند دېمېتري پېسکوف د دوشنبې په ورځ وويل، د روسیې دريځ "نه دی بدل شوی". خو نور جزيات یې ورنکړل.

مسکو څو ځله غوښتنه کړې چې د اوکرايين پوځونه دې د هېواد له څلورو جنوب ختيځو سيمو لکه دونيڅک، لوهانسک (دواړو ته دونباس ويل کېږي)، زپورژيا او خېرسون څخه په بشپړ ډول ووځي او همدا راز یې ځينې نور سخت شرطونه هم وړاندې کړې دي.

کيېف او متحدین یې دا غوښتنې د تسلیمۍ يا ماتې منلو سره برابرې بولي.

روسیې د ۲۰۲۲ کال په فبرورۍ کې پر اوکرایين بشپړ يرغل وکړ. دا مهال روسيه د اوکرايين شاوخوا ۲۰ سلنه خاوره تر کنټرول لاندې لري چې په هغو کې د کريميا ټاپووزمه چې مسکو په ۲۰۱۴ لاندې کړې هم شامله ده.