اسرائیلو په غزه کې له تازه بریدونو وروسته ويلي چې بيا اوربند ته ورګرځي

د عکس سرچینه، AFP via Getty Images
د اسرائیلو پوځ وايي پر حماس د تازه بریدونو وروسته به خپلې حملې ودروي او په غزه کې یې د اوربند "بیا پلي کېدل" اعلان کړي دي. د اسرائیلو پوځ په یوه بیان کې ویلي چې دوی به د اوربند تړون پلي کولو ته دوام ورکړي خو زياتوي چې د هر ډول سرغړونې په صورت کې به په بشپړ ځواک سره ځواب ورکړي.
اسرائیلو د بریدونو پر مهال غزې ته د مرستو رسولو لړۍ هم ځنډولې ده. اسرائیلو ويلي نوي بریدونه یې وروسته له هغه پیل کړل چې د حماس ځواکونو رفح ته څېرمه د دوی دوه سرتېري ووژل. خو د حماس چارواکي وايي دوی په دې پېښه کې لاس نه لري.
په غزه کې روغتیايي چارواکو ويلي، چې د اسرائیلو په تازه بریدونو کې د حماس د قوماندان په ګډون ۴۴ کسان ووژل شول. حماس بيا وايي نهه ورځې وړاندې پیل شوي اوربند ته ژمن دي.
د اسرائیلو پوځ وايي، وروسته له هغه یې بريدونه وکړل چې حماس د "اوربند له تړونه سرغړونه" وکړه او د دوی پر ځواکونو یې "د ټانګ ضد وسلې" ډزې وکړې.
د عیني شاهدانو په وینا، اسرائیلي الوتکو د خان یونس ختیځ ته له شلو زيات پرله پسې هوایی بریدونه ترسره کړي، چې په وینا یې د چاودنو لوړ غږونه او د بريدونو له ځايه لوګي پورته کېدل.
د اسرائیلو پوځ د یکشنبې په ماښام په یوه بیان کې پر غزې پراخ بریدونه تائید کړل.
د بیان له مخې، "د اسرائیل پوځ په غزه کې د حماس په لسګونو ترهګریز هدفونه په نښه کړل. په ويشتل شویو هدفونو کې د وسلو زېرمې او د ترهګریزو فعالیتونو لپاره کارول شوي زیربناوې شاملې وې."
اسرائیلي رسنیو دا هم ويلي چې د جبالیا د ځانګړي ټولي قوماندان یحیی مبحوح د غزې په مرکزي سیمه کې د اسرائیلي برید په ترڅ کې "وژل شوی" دی. سیمه ییزو سرچینو ويلي چې د حماس د پوځي څانګې قسام پنځه نور غړي هم په برید کې وژل شوي دي.
خو بل پلو، حماس ويلي چې دوی "د رفح په سیمه کې د کومې پوځي نښتې یا نورو پیښو په اړه هېڅ معلومات نلري"، او په وينا یې دا سیمه د "نيواکګرو" تر کنټرول لاندې ده.
حماس یو ځل بيا د اوربند تړون ته خپله بشپړه ژمنتیا ښودلې او وايي د حماس له خوا د سرغړونو هېڅ شواهد نه دي وړاندې کړل شوي.
فلسطینۍ ډلې اسرائیل تورن کړی چې له لومړۍ ورځې راهیسې یې په مکرر ډول له تړون څخه سرغړونه کړې ده. حماس ويلي، اسرائیلو لږترلږه ۴۶ فلسطینیان وژلي، چې په کې یوه بشپړه کورنۍ هم شامله ده. حماس دا هم وايي چې اسرائیلو يوازې د مرستو او سون توکو يوې برخې ته د لېږد اجازه ورکړې ده.
په غزه کې د ۱۱ فلسطينيانو وژل کېدل: اسرائیلو دوه جسدونه ترلاسه کړي چې حماس یې د يرغملو بولي

د عکس سرچینه، Hamza Z. H. Qraiqea/Anadolu via Getty Images
په غزه کې د حماس تر کنټرول لاندې د ملکي دفاع اداره وايي، پر یوه بس د اسرائیلو د ټانګ مرمۍ لګېدو له کبله د يو کورنۍ ۱۱ غړي وژل شوي دي.
بل پلو اسرائیلو تائید کړې چې دوه جسدونه یې ترلاسه کړي چې حماس یې اسرائیلي يرغمل بولي.
د شنبې په ورځ د غزې ملکي دفاع ادارې وياند محمود باسل د فرانسې خبري اژانس ته وويل، د ابوشعبان پر کورنۍ په داسې حال کې د غزې ښار په زیتون سيمه کې بريد وشو چې د خپل کور د ليدو لپاره ور روان وو.
دوی وايي په وژل شویو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.
د اوربند د پيل راهيسې دا په غزه کې د اسرائیلي ځواکونو تر ټولو مرګونی برید دی.
د اسرائیلو پوځ په يوه خبرپاڼه کې ويلي چې دوی پر يوه مشکوک موتر هغه مهال بريد وکړ چې له ژېړې کرښې اوښتی و. هغه کرښه چې د اسرائیلو تر اشغال لاندې سيمې د غزې له نورو برخو جلا کوي. د اوربند د لومړي پړاو له مخې اسرائیلي سرتېري لاهم د غزې تر نیمايي زیاته برخه کې عملیات کوي.
د اسرائیلو پوځ ويلي، موټر داسې حال کې د دوی ځواکونو ته نژدې شو چې دوی ترې د ګواښ احساس وکړ او د " خبرداري ډزې يې پرې وکړې." دوی زياتوي "موټر همداسې د دوی لور ته روان و او د ګواښ د لمنځه وړلو لپاره یې د تړون له مخې پرې ډزې وکړې."
حماس وايي دا کورنۍ پرته له کومه دليله په نښه شوې ده.
د اسرائیلو پوځ فلسطینیانو ته خبرداری ورکړی چې د غزې هغو سیمو ته دې نه ننوځي چې لاهم د دوی تر کنټرول لاندې دي.
د انټرنیټ محدود لاسرسي سره، ډېری فلسطینیان د اسرائیلي ځواکونو له ځای ځايګي څخه خبر نه دي، ځکه چې ژېړه کرښه په فزیکي توګه نه ده په نښه شوې او دا هم لا نه ده روښانه چې ایا هغه بس له دې کرښې اوښتی و که نه.
بي بي سي د اسرائیلو له پوځ څخه د پېښې په اړه د کره معلوماتو غوښتنه کړې ده.
د اسرائیلو د دفاع وزير اسرائیل کاټز د تېرې جمعې په ورځ وويل چې د ژېړې کرښې د معلومولو لپاره به نښې ولګوي.
اسرائیل وايي دوه جسدونه یې ترلاسه کړي چې حماس یې يرغمل بولي

د عکس سرچینه، Reuters
د اسرائیلو د لومړي وزیر دفتر ويلي، دوی ته د دوو کسانو مړي چې حماس وايي د يرغملو دي ورسپارل شوي دي.
د مړو دغه پاتي شوني د سره صليب له لارې اسرائیلي ځواکونو ته ورکړل شوي او ټاکل شوې چې هلته به يې په رسمي ډول پېژندګلوي وشي. حماس وړاندې ويلي وو چې دغه مړي د شنبې په ورځ له فلسطينۍ سيمې را ايستل شوي دي.
تر شنبې پورې له ۲۸ وژل شويو اسرائیلي يرغملو د ۱۰ تنو مړي اسرائیلو ته ورکړل شوي وو.
د اوربند د تړون له مخې د ټولو يرغمل شويو کسانو مړي بايد مخکې سپارل شوي وی خو حماس وايي ډېر جسدونه تر کنډوالو لاندې دي او موندلو کې یې له ستونزو سره مخامخ دي.
دې ځنډ په اسرائیلو کې سخت غبرګون راپارولی دی. د اسرائیلو د لومړي وزير بنيامين نتنياهو دفتر اعلان کړی چې د غزې او مصر تر منځ د رفح پوله به تر بلې خبرتيا پورې تړلې وي او زياته کړې یې ده چې د پولې د پرانيستو پرېکړه به د ټولو يرغمل شويو کسانو د جسدونو او د هوکړې د بشپړ پلي کېدو پر بنسټ وشي.
د رفح پوله د هغو فلسطينیانو لپاره ډېره مهمه ده چې درملنې ته اړتيا لري او يا غواړي بېرته خپلو کورونو ته ستانه شي.
د اسرائیلو دفاعي ځواکونه ټينګار کوي چې حماس بايد د هوکړې درناوی وکړي او ټول يرغمل شوي کسان بېرته ور وسپاري.
د دغه هوکړې بشپړ متن لا هم نه دی خپور شوی خو يوه نسخه یې چې اسرائیلي رسنيو ليدلې ښيي چې ټول يرغمل شوي کسان ښايي ژر ونه موندل شي.
حماس د ملامتۍ ګوته اسرائیلو ته نيسي او وايي د دوی د بمبارۍ له کبله ډېرې ودانۍ نړېدلې دي او اسرائیل درنو ماشيونو ته اجازه نه ورکوي چې غزې ته داخل شي.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو مشر ټام فلېچر بي بي سي ته ويلي، غزه اوس "په يوه کنډواله" اوښتې ده. خلک د کنډوالو په منځ کې د مړيو جسدونه لټوي او هڅه کوي چې خپل کورونه پيدا کړي.
د يادولو وړ ده چې د امریکا په منځګړيتوب د شوي اوربند هوکړې له مخې حماس ټول ۲۰ ژوندي يرغمل اسرائيلو ته سپارلي دي.
د اسرائیلو پوځ په غزه د اکټوبر اوومې نېټې د حماس له بريد وروسته چې شاوخوا ۱۲۰۰ کسان په کې ووژل شولو او ۲۵۱ تنه نور يرغمل شول عمليات پيل کړل.
په غزه کې د حماس تر ولکې لاندې د روغتيا وزارت وايي، له هغه مهاله راهیسې د اسرائیلو بريدونو کې نژدې ۶۸ زره کسان وژل شوي دي. هغه شمېر چې ملګري ملتونه یې د باور وړ ګڼي.











