نوی ایفون ۱۲ کوم کمالونه لري؟

د عکس سرچینه، APPLE
د امریکا تکنالوژي شرکت اپل له یو څه ځنډ وروسته د خپل مشهور ګرځنده یا موبایل ټیلیفون ایفون نوې بڼه - ای فون - ۱۲ بازار ته وړاندې کړی دی.
دغه ماډل د یاد شرکت لومړنی موبایل دی، چې د پنځه - جي تکنالوژي پر مټ به فعالیت کوي.
اپل د ایفون څلور ماډلونه بازار ته وړاندې کوي، چې پکې د ټیټ قیمت یو (ایفون مني) هم شامل دی. اپل د ایفون په برسېرنه بڼه کې هم یو شمېر بدلونونه راوستي.
د موبایل ټیلیفونونو نړیوال بازار ماهرین وايي، له ۲۰۱۴ کال وروسته روان کال د اپل لپاره د موبایل ټیلیفونونو پلور ته د بازار موندنې تر ټولو غوره فرصت دی او لوی لامل یې د نویو ماډلونو پر ۵ - جي تکنالوژۍ سمبالښت دی.
بیه یې څومره ده؟

د عکس سرچینه، APPLE
په نویو ماډلونو کې ایفون ۱۲، ایفون ۱۲ مني، ایفون ۱۲ پرو او ایفون ۱۲ پرومکس شامل دي.
د ایفون ۱۲ مني بیه تر ټولو لږ یانې ۶۹۹ ډالره ټاکل شوې، چې پنځه اعشاریه څلور انچه سکرین یا پرده لري او د شپږ اعشاریه یو انچ پردې لرونکي ایفون - ۱۲ بیه ۷۹۹ امریکايي ډالره ټاکل شوې ده.
د دوو نورو ماډلونو بیه ډېره ده، چې په ترتیب سره د ایفون ۱۲ پرو بیه ۹۹۹ او د ایفون پرومکس بیه ۱۰۹۹ ډالره ټاکل شوې ده.
د ایفون پرو ډسپلې یا سکرین له پنځه اعشاریه اته نه شپږ اعشاریه یو ته زیاته شوې او د پرو مکس پرده شپږ اعشاریه اووه انچه ده.
د شرکت مسوولینو په وینا ایفون ۱۲ او ۱۲ پرو به د اکتوبر پر ۲۳ مه دکانونو کې موندل کېږي، خو ایفون ۱۲ مني، او ۱۲ پرومکس به د نومبر پر ۱۳ پلور ته وړاندې شي.
بایونک چپ

د عکس سرچینه، APPLE
اپل وايي، په نوي ایفون ماډلونو کې اي ۱۴ بایونک چپ ځای پر ځای شوی، چې د 'فایو ننو میټر پروسې ' پر مټ چمتو شوي او پر مټ به یې کاروونکي د بېټرۍ لږ استعمال سره سره وکولای شي، په اسانۍ ویډیويي، او تصویري فایلونه ترمیم کړي یا ویډیويي لوبې وکړي.
اپل شرکت وايي د نوي موبایل ماډلونو په پرده یا سکرین کې د ایل سي ډي پر ځای ایل اي ډي کارول شوی، چې پایله کې نه یوازې رنګونه لا برالا کېږي، بلکې وزن یې هم تر ۱۱ سلنې پورې کم شوی دی.
د شرکت چارواکو په خبره په سکرین کې د (سرامک شیلډ یا پوښ) له کبله د غورځېدو په صورت کې د پخوا پرتله څلور سلنه زیات خوندي پاتې کېدای شي.
نوی ماډل چارجر او غوږۍ نه لري؟

د عکس سرچینه، APPLE
د ایفون نویو ماډلونو کې د نویو څېزونو له شاملولو سره سره د مخکنیو هغو برعکس هېډفون او چارچر نه شته.
پېرېدونکي کولی شي چې چارجر او غوږۍ جلا واخلي، خو دا به لومړی ځل وي چ دا دوه اړین توکي له ایفون سره په ډبي کې بند نه راځي.
ایفون وايي، د لومړی ځل لپاره یې د نوي موبایل له اخیستو سره چاپیریال ساتنې موضوع ته د پاملرنې له کبله هېډفون او چارجر نه دي شامل کړي.
د نویو موبایلونو په شاتنۍ برخه کې یو ډول مقناطیسي چپ نښلول شوی، چې له اړوند چارجر سره له یو ځای کېدو وروسته موبایل بېټرۍ ته برېښنا لېږدوي.
د شرکت په وینا دې سره به ټیلفون ژر د اړتیا وړ برېښنا تر لاسه کوي.
لېزر سکنر او غوره کمره

د عکس سرچینه، APPLE
ایفون ۱۲ او ۱۲ مني په شاتنۍ برخه کې دوې کمرې لري، چې په وایډ او الټرا وایډ عدسو سمبال دي. د ایفون ۱۲ پرو او ۱۲ پرومکس کمرو کې بیا ټیلیفوټو لینس هم ټومبل شوي دي.
د شرکت په وینا د ایفون ۱۲ او ۱۲ پرومکس کې لېزر (چې رڼا او واټن معلوموي) هم ځای پر ځای شوی دی.
د اپل په خبره دا سکنر په تصویر کې شته واټن په باریکۍ سره معلوموي او په لږ رڼا کې هم شپږ برابره زیات اټو فوکس لري.
اپل وايي، په ایفون پرومکس کې یې د کمرې لینس نور هم حساس کړی، چې پر مټ یې نایټ موډ سیلفي تصویرونه هم د فلش له کارولو پرته غوره پایله لري.
ځیرک سپیکر

د عکس سرچینه، APPLE
د نويو ګرځنده موبایلونو تر څنګ اپل د سې شنبې پر ورځ خپل نوی ځیرک سپیکر هم بازار ته ور پېژندلی چې د هوم پډ مني نوم یې ورکړی دی.
د اپل مسوولینو په وینا د دوی نوی سپیکر د نورو شرکتونو له دا ډول الاتو او خدمتونو سره هم ورته والی لري.
دغه سپیکر په غږ سره کنټرولېږي او په شاوخوا نږدې واټن کې د ایفون له موندلو وروسته ورسره وصل کېږي.










