اپل د پخوانیو موبایلو ورو کولو له کبله ۲۵ میلیون یورو نغدي جریمه شوی

اپل منلې چې په ۲۰۱۷ کال یې د زړو ایفونونو د سیستم ورو کولو ګام اخیستی.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، اپل منلې چې په ۲۰۱۷ کال یې د زړو ایفونونو د سیستم ورو کولو ګام اخیستی.

اپل شرکت منلې چې فرانسه کې به له دې کبله ۲۵ میلیون یورو نغدي جریمه ورکوي، چې ولې یې د زړو ایفونونو د ورو کولو بهیر نه دی اعلان کړی.

اپل وايي، په ۲۰۱۷ کال یې د ځینو ایفونونو د ورو کولو بهیر پیل کړی، خو وايي دا کار یې ددې لپاره کړی چې "د زړو ایفونونو عمر اوږد شي".

اپل ولې د زړو موبایلونو چټکي کمه کړې؟

ایفون کاروونکي وايي، اپل شرکت د زړو ایفونونو چلیځ سیستم (Operating System) ورو کړی، چې د نویو ایفونونو پېرلو ته خلک وهڅوي.

خو یاد شرکت وايي، په ۲۰۱۷ کال یې د ځینو پخوانیو ایفونونو سیستم ورو کړی، مګر هدف یې دا و چې ایفون کاروونکي د نویو ایفونونو اخیستو ته وهڅوي.

اپل هغه مهال ویلي وو "د دغو ایفونونو لیتیوم بېټرۍ د سیستم له نوي کولو وروسته هغه وخت کم عمر لري چې د ډېرو کلونو لپاره وکارل وشي."

یاد شرکت زیاتوي، د بېټرۍ د توان کمول ددې لامل هم کېدای شي چې ایفون پخپل سر ګل شي.

همدا وو چې اپل د (iPhone 6، iPhone 6s او iPhone SE) ځیرک ایفونونو د سیستم په نوي کېدو سره د هغوی بېټرۍ کمزورې کړه.

د فرانسې د سیالۍ او جعلي څار ډلې څه ویلي؟

د فرانسې د سیالۍ او جعلي څار ډلې ویلي "ایفون کاروونکو هېڅ داسې پیغام نه دی ترلاسه کړی چې ګنې د iOS سیستم نوي کولو سره به یې د ټیلېفون چټکي ورو شي."

د رسمي شرطونو له مخې، اپل باید لږترلږه د یوې میاشتې لپاره د ایفون په اړه د هر ډول بدلون په تړاو په فرانسوي ژبه لارښود خپور کړی وای.

دغه بنسټ وايي، اپل په فرانسه کې "د تېر ایستلو جرم کړی، چې له خپلو کارمنو یې هم په لوی لاس دا بدلون پټ ساتلی او نغدي جریمه پرې کول یې منلي دي."

اپل به د پخوانیو موبایلونو ورو کولو ته دوام ورکړي؟

اپل د پخوانیو موبایلونو ورو کولو اجرآت جاري ساتي، چې پر لاندې ایفونونو هم د عملي کېدو وړ دي:

iphone , 6 Plus, 6S, 6S Plus

iPhone SE.

iPhone 7 and 7 Plus

iPhone 8 او 8 Plusچې ۱۲.۱ iOS چلیځ سیستم کار پکې کوي.

هغه iPhone X چې ۱۲.۱ iOS چلیځ سیستم کار پکې کوي.

iPhone XS, XS Max او XRچې ۱۳.۱ iOS چلیځ سیستم یا تر دې لوړ ورژن کار پکې کوي.