د محرمیت په اړه پر اپل شرکت د ټرمپ نوی برید

د عکس سرچینه، Getty Images
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ له اپل شرکت غوښتي، چې پنساکولا اډه کې د سعودي بریدګر ایفونونه پرانیزي، خو اپل وايي د خپل محرمیت له کبله دا کار نه شي کولی.
ټرمپ په یوه ټوېټ کې ویلي، اپل شرکت د "وژونکو، نشه يي توکو کاروباریانو او نورو مجرمو عناصرو له لوري د کارول شویو موبایلونو" له پرانیستلو ډډه کوي.
د ټرمپ په ټوېټ کې دا هم راغلي، چې امریکا تل له اپل شرکت سره د سوداګرۍ په غوړېدا کې همکاري کوي، خو دوی د وژونکو، ایفونونه نه پرانیزي.
د امریکا لوی څارنوال ویلیم بار هم له اپل شرکت غوښتي، د هغه سعودي وګړي دوو ټیلیفونو پسورډونه ورته خلاص کړي چې په یوه امریکايي پوځي اډه کې یې په ډزو درې کسان ووژل.
نوموړي پر اپل تور پورې کړی چې په دې برخه کې یې همکاري نه ده کړې، هغه ادعا چې دې شرکت رد کړې ده.
د امریکا امنیتي ادارې اېف بي ای او اپل ترمنځ له دې وړاندې هم د وسله والو د ټیلیفونونو د خلاصولو پر سر جنجالونه شوي دي.
څه باندې یوه میاشت وړاندې د امریکا په یوه پوځي اډه کې یوه سعودي نظامي برید وکړ چې درې کسان یې ووژل او اته نور یې ټپیان کړل.
برید ۲۱ کلن محمد سعید الشمراني د پنساکولا سمندري هوايي اډه کې وکړ، چې د ښاغلي بار په وینا، دا یو "ترهګریز عمل" و.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای
بار خبریالانو ته وویل: "موږ ته ډېره مهمه ده چې پوه شو د بریدګر له وژل کېدو مخکې له هغه سره د چا لاس و".
دی وايي: "اپل اېف بي ای ته د بریدګر د "ای کلوډ" معلومات ورکړي، خو د هغه د ایفونونو له پرانیستلو یې ډډه کړې ده.
اپل دا نه مني چې ګني په دې اړه یې په څېړنه کې همکاري کړې ده.
په ۲۰۱۶ کال هم له اېف بي ای سره د اپل ورته ستونزه راپیدا شوه. هغه مهال په کلیفورنیا کې د ډله ییزې وژنې د وژل شوي بریدګر د ایفون پرانیستلو کې اپل همکاري ونه کړه.
له امریکا ۲۱ سعودي پوځيان شړل کېږي

د عکس سرچینه، EPA
تر برید وروسته امریکا له خپلې خاورې د ۲۱ سعودي پوځيانو روزنه ودروله او د هغوی د شړلو اعلان یې وکړ.
بار وویل، له دغو سعودي پوځیانو سره "جهادي" مواد او د ماشومانو ناوړه انځورونه موندل شوي، خو له بریدګر سره د همکارۍ تور نه دی پرې لګول شوی.
دا مهال تر ۸۵۰ ډېر سعودي روزل کېدونکي پوځيان امریکا کې دي چې د ډیسمبر تر برید وروسته یې روزنه ودرول شوه.
د امریکا پنساکولا اډه کې بهرني پوځيان روزل کېږي. هلته له ۱۹۹۵ راهیسې د سعودي، ایټالوي، سنګاپوري او جرمني پیلوټانو روزنه روانه ده.

د عکس سرچینه، AFP
د دغې اډې قومندان د تېرې میاشتې له برید وروسته وویل، هلته ۲۰۰ نور نړیوال روزل کېدونکي راوستل شوي دي.
د پنساکولا د وېبپاڼې له مخې، په دې اډه کې تر ۱۶ زرو ډېر پوځيان او ۷۴۰۰ ملکي کارکوونکي دي.








