د اپل شرکت مالي ارزښت یو ټریلیون ډالرو ته رسېدلی

اپل

د عکس سرچینه، Getty Images

ایفون جوړونکی اپل د نړۍ لومړنی خصوصي شرکت دی، چې ارزښت یې یو ټریلیون ډالرو ته ورسېد. نیویارک کې نن ګهیځ د دغه شرکت ونډو بیه ریکارډ کچې ۲۰۷ ډالرو ته وخته.

د سې شنبې له ورځې راهیسې چې شرکت وویل، تر جون پورې یې د دریو میاشتو ګټې کچه له تمې ډېره وه، د ونډو بازار یې مخ پر لوړ و.

اپل د دغه ارزښت له موندلو وروسته سیلي کون والي، امازون او مایکروسوفټ په څېر سیالان شاته پرېښودل. ۲۰۰۷ کال کې د ایفون له لومړي پلوره وروسته د اپل ونډو بیه یو اعشاریه سل فیصده لوړه شوه او تېر کال یو په درېیمه برخه پورته لاړه.

اپل د شریک موسس سټېو جابس له ګاراجه ۱۹۷۶ کې خپل سفر پیل کړ او له هغه مخکې چې ځېرک ټیلیفون یې بازار کې مخکښ شي، مک نومي شخصي کمپیوټرونه یې چمتو کول.

ښاغلی جوبس چې ۲۰۱۱ کال کې ومړ او ځای یې داجرايي مشر په حیث ټیم کوک ونیو، د ایفون پرمختګ شاهد و، چې اپل یې بختور کړ.

تېر کال د شرکت پلور ۲۲۹ میلیاردو ډالرو ته ورسېد او ۴۸ اعشاریه څلور میلیارده ډالر یې وګټل. دغې ګټې سره اپل د امریکا تر ټولو ګټندوی شرکت وبلل شو.

ایفون

د عکس سرچینه، Getty Images

پیترو چاینا ۲۰۰۷ کال کې یو اعشاریه یو ټریلیون ډالرو ته ورسېد، خو د هغه شرکت ډېرې ونډې له چین حکومت سره وې. اوس د هغه شرکت ارزښت ۲۲۰ میلیاردو ډالرو ته رسېږي.