د يرغملو له خوشي کېدو وروسته د غزې د اوربند پلان له مخې نور څه کېږي؟

د عکس سرچینه، Reuters
- Author, ټام بېنېټ
- دنده, بي بي سي بيت المقدس
د اسرائیلو پوځ وايي حماس د غزې لپاره د ډونلډ ټرمپ د سولې پلان د لومړي پړاو د يوې برخې په توګه په غزه کې ټول ژوندي يرغمل د فلسطیني بنديانو په بدل کې خوشي کړي دي.
د دې تړون له امله د جمعې په ورځ (۱۰ اکټوبر) اوربند پیل او غزې ته د بشري مرستو لېږد زيات شو. تمه ده چې د لومړي پړاو له بشپړېدو وروسته به د راتلونکو پړاونو د جزياتو لپاره خبرې اترې پيل شي.
خوشي شوي يرغمل څوک دي؟
د اوربند د تړون له مخې چې د جمعې په ورځ پلی شو، حماس بايد ټول ۴۸ تنه اسرائیلي يرغمل خوشي کړي وی خو له دې ډلې ۲۰ تنه يې ژوندي او پاتې نور مړه دي.
نژدې ټول یې د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر پر اوومه نېټه پر اسرائیلو د بريد پر مهال چې ۱۲۰۰ تنه په کې ووژل شول، تښتول شوي وو. د دې په ځواب کې اسرائیلو په غزه کې پوځي عمليات پیل کړل چې له ۶۷ زره ډېر خلک په کې ووژل شول.
د دوشنبې په سهار حماس ۲۰ ژوندي یرغمل د سره صليب نړيوالې کمېټې ته په دوو ډلو کې وسپارل.
اسرائیلي چارواکو وويل چې په لومړۍ ډله کې ايټن مور، ګالي برمن، زيو برمن، عمري ميران، الون اوهل، ګای ګيلبوا دلال او متان انګرسټ شامل وو.
په دویمه ډله کې بار کوپر سټين، اوياټار ډېوېډ، يوسف حاييم اوهانا، سګف کالفون، اويناټن اور، الکانا بوجبوت، مکسيم هرکين، نيمرود کوهن، مټان زانګايوکر، ډېوېډ کونيو، ايټان هورن، روم براسلافسکي او اريل کونيو وو.
د اوربند د تړون له مخې چې یوه کاپي یې په اسرائیلي رسنيو کې خپره شوې راغلي چې د پاتې يرغمل شويو جسدونه بايد د دوشنبې تر ۱۲:۰۰ بجور پورې سپارل شوي وی خو په تړون کې ويل شوي چې حماس او نورې فلسطينۍ ډلې ښايي تر هغه وخت ټول جسدونه ترلاسه نشي کړی. يوه اسرائیلي چارواکي ويلي، که مړي بېرته ونه سپارل شي، د هغوی د موندلو لپاره به يوه نړيواله کاري ډله جوړه شي.
خوشي شوي فلسطیني بندیان څوک دي؟
د يرغمل شويو کسانو په بدل کې اسرئیلو هوکړه کړې چې ۲۵۰ تنه فلسطيني بنديان چې د اسرائیلو له خوا په عمري بند محکوم دي او ۱۷۱۸ تنه نور چې ۱۵ په کې ماشومان دي خوشي کړل شي.
د دوشنبې په سهار د بندیانو د نومونو تازه لیستونه د حماس لخوا اداره کېدونکي د بندیانو د رسنیو دفتر لخوا خپاره کړي.
په دې نوملړ کې د مروان برغوثي او احمد سعدات په څېر لوړ پوړي شخصیتونه چې پر اسرائیلو د مرګونو بريدونو په تور په عمري بند محکوم دي او حماس یې د خوشي کولو غوښتنه کوله نه دي شامل.
تېره اوونۍ، اسرائیلي رسنیو راپور ورکړ چې د خوشي کېدونکو ۲۵۰ بندیانو له ډلې به شاوخوا ۱۰۰ تنه اشغال شوې لوېدیځې غاړې ته، ۱۵ یې اشغال شوي ختیځ بیت المقدس ته او ۱۳۵ تنه غزې تړانګې یا بل ځای ته ولېږدول شي.
دا لا روښانه نه ده چې ایا د یرغمل شویو کسانو د جسدونو په سپارلو کې ځنډ به د فلسطیني بندیانو د خوشي کېدلو پر بهير اغېز وکړي که نه.
د غزې لپاره د ټرمپ د سولې پلان د لومړي پړاو هوکړې

د عکس سرچینه، Getty Images
په غزه کې اوربند د جمعې په ورځ (ځایي وخت) د غرمې په ۱۲ بجو پلی شو. د یرغمل شویو او بندیانو تبادله د امریکا د ولسمشر د سولې پلان د لومړي پړاو یوه برخه ده.
د اونۍ په پای (شنبه او یکشنبه) غزې ته نورې مرستې ورسېدې.
د اسرائیلو د لومړي وزیر د دفتر د ویاند په وینا، اسرائیلي ځواکونه د تړون له مخې له ټاکل شوې کرښې څخه وتلي دي.
د سپینې ماڼۍ لخوا تېره اوونۍ خپرې شوې نقشې له مخې، اسرائیل به په دريو پړاونو کې له غزې وځي.
د امریکا د پوځ تر قومانده لاندې د څو هېوادونو چې په هغو کې مصر، قطر، ترکيه او متحده عرب اماراتو شامل دي شاوخوا ۲۰۰ سرتېري د اوربند څارنه کوي.
ويل کېږي، د ځواک دنده د اوربند څارنه او ډاډ ترلاسه کول دي چې سرغړونه او یا برید ترسره نشي. یوه بل لوړ پوړي امریکایي چارواکي ويلي چې هېڅ امریکايی سرتېری به د غزې په خاوره کې نه وي.
د تړون د راتلونکو پړاونو په اړه څومره پوهېږو؟
که چېرې یرغمل شوي او بندیان په بریالیتوب سره تبادله شي، نو تمه کېږي چې د ډونلډ ټرمپ د ۲۰ ماده ييز پلان د راتلونکو پړاونو په اړه به خبرې اترې ترسره شي، که څه هم په ځینو ټکو هوکړه ښايي ډېره ستونزمنه وي.
پلان وايي، که دواړه خواوې هوکړه وکړي، جګړه به "سملاسي پایته ورسېږي." د پلان له مخې، غزه به بې وسلې شي او ټول "پوځي، ترهګریز او بریدګرې زیربناوې" به له منځه یوړل شي.
همدا ډول ويل شوي چې په پیل کې به د فلسطیني دولت له مشرانو جوړه یوه لنډمهاله انتقالي کمېټه د غزې اداره په لاس کې واخلي چې د ټرمپ په مشرۍ د "سولې شورا" به يې څارنه کوي.
د اړینو اصلاحاتو او بدلونونو وروسته، به د غزې تړانګې چارې بالاخره فلسطینۍ ادارې ته وسپارل شي، چې د لوېدیځې غاړې اداره به مسؤلیت پر غاړه لري.
د پلان له مخې، حماس، چې له ۲۰۰۷ راهیسې د غزې کنټرول په لاس کې لري، په راتلونکي کې به د غزې په اداره کې مستقیم یا غیر مستقیم رول ونلري.
که چېرې د حماس غړي په سوله ایزه توګه ژوند کولو ته ژمن وي، نو هغوی ته به بښنه وشي یا به بل هېواد ته خوندي لاره ورکړل شي. هېڅ فلسطینی به د غزې پرېښودو ته اړ نه وي، او هغه کسان چې غواړي بېرته راستانه شي کولی شي په ازاده توګه غزې ته ولاړ شي.
اصلي اختلافات څه دي؟
احتمال شته چې د تړون د راتلونکو پړاونو په اړه د خبرو اترو پر مهال ګڼ توپيرونه او اختلافات راوټوکېږي.
حماس وړاندې د وسلو سپارل رد کړي، دوی وايي دا به یوازې د فلسطیني دولت له جوړېدو وروسته ترسره کړي.
دې ډلې تېره اوونۍ د پلان په اړه لومړني ځواب کې د خپلو وسلو د اېښودلو هېڅ یادونه نه وه کړې، دې داسې انګېرنې رامنځته کړې چې د دوی دریځ نه دی بدل شوی.
اسرائیلو په بشپړ ډول د ټرمپ پلان منلی، خو بنیامین نتنیاهو ظاهرا له جګړې وروسته په غزه کې د فلسطینۍ ادارې له شتون سره مخالفت څرګند کړی دی.
حماس دا هم ویلي چې تمه لري په غزه کې به د "یو متحد فلسطیني غورځنګ" برخه وي.
د شخړې بل ټکی د اسرائیلي ځواکونو د وتلو کچه ده. اسرائيلو ویلي چې دوی به په لومړي پړاو کې د غزې شاوخوا ۵۳ سلنه کنټرول وساتي. د سپینې ماڼۍ پلان کې بيا دا شاوخوا ۴۰ سلنه ښودل شوې چې په راتلونکو پړاونو کې به ۱۵ سلنې ته راښکته شي.
وروستی پړاو به د "امنیتي چاپېريال" وي او "تر هغه چې په غزه کې د هر ډول ترهګریز ګواښ له منځه لاړ نشي" دا به په خپل ځای پاتې وي.
دا يو څه مبهم او ناڅرګند دی له غزې د اسرائیلو د بشپړ وتلو لپاره کره نېټه نه په ډاګه کوي، هغه څه چې حماس به یې ښايي په اړه وضاحت وغواړي.











