د شرم الشيخ غونډه څه ده او کوم هېوادونه په کې ګډون کوي؟

غونډه د مصر په شرم الشیخ کې کېږي

د عکس سرچینه، Getty Images

    • Author, امیمه مجدي
    • دنده, بي بي سي، عربي

مصر به د دوشنبې په ورځ (اکټوبر ۱۳ مه) د شرم الشیخ په ښار کې د یوې نړيوالې غونډې کوربه وي چې موخه یې د غزې په تړانګه کې د جګړې د پايته رسولو لپاره د يوې پراخې هوکړې وروستي کول دي. ټاکل شوې په دغه غونډه کې به له شلو د زياتو هېوادونو مشران ګډون وکړي.

د شرم الشيخ غونډه د مصر او امریکا په ګډه بلنه ترسره کېږي. امريکا هڅه کوي چې د سولې د نوښت يو نوی پړاو پیل کړي چې يو پړاو یې د جګړې د بندولو د چارو مديريت، امنيت ډاډمنول او د جګړې له پايته رسېدو وروسته په غزه کې د بيارغونې پروسې پيلېدو لپاره وروستۍ هوکړې ته رسېدل دي.

ټاکل شوې چې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د اسرائیلو له سفر وروسته د دوشنبې په ورځ مصر ته ولاړ شي. د دې سفر پر مهال به په اسرائیلو کې وينا وکړي او د خوشي کېدونکو اسرائیلي يرغمل شويو له کورنيو سره به وګوري.

هغه به بيا د مصر د ولسمشر عبدالفتاح السيسي او له هغو مشرانو سره چې د اوربند د تړون لاسليک کېدو کې برخه لري ليدنه وکړي.

په تېرو څو ساعتونو کې د نړۍ د پام وړ مشرانو د شرم الشیخ په سرمشريزه کې د خپل ګډون پخلی کړی دی. د دوی په منځ کې د ملګرو ملتونو مشر انتونيو ګوتېرېش، د بریتانيا لومړی وزير کېير سټارمر، د فرانسې ولسمشر اېمانوېل مکرون، د اردن پاچا عبدالله دويم، د ترکیې ولسمشر رجب طيب اردوغان، د جرمني لومړی وزير فرېډرېک مرتڅ، د ايټاليا لومړۍ وزيره جورجيا مېلوني او يو شمېر نور لوړ پوړي چارواکي شامل دي.

له بلې خوا ځينې مشرانو لا په دغه غونډه کې د ګډون په اړه څه نه دي ويلي. د اسرائیلو لومړي وزير بنيامين نتياهو لا هم د ګډون په اړه رسمي اعلاميه نه ده خپره کړې. بل پلو حماس د خپل يوه چارواکي له لارې اعلان کړی چې د اوربند د تړون د لاسلیک په مراسمو کې به ګډون ونکړي.

ايران وايي، ولسمشر مسعود پزشکيان د شرم الشیخ په نړيواله غونډه کې د ګډون لپاره د مصر بلنه رد کړې ده.

د غونډې موخې څه دي؟

د شرم الشیخ د غونډې اصلي موخه په غزه کې د جګړې د پايته رسولو لپاره وروستۍ هوکړې ته رسېدل دي. تمه کېږي چې په دې غونډه کې به له جګړې وروسته د امنيتي او اداري ترتيباتو تر څنګ د بيارغونې او د حکومت لنډمهاله جوړښت په اړه هم بحث وشي.

غونډې ته تياری نيول کېږي

د عکس سرچینه، Getty Images

غونډه چېرته کېږي؟

غونډه د مصر په سمندري شرم الشيخ کړې ترسره کېږي چې د عرب لیګ سرمشريزې، د ۲۰۲۲ کال د اقليم کنفرانس او د عربي هېوادونو او اسرائیلو تر منځ د خبرو اترو څو پړاونو په ګډون د يو شمېر سيمه ييزو او نړیوالو غونډو کوربتوب یې کړی دی.

ټرمپ به په غونډه کې څه ووايي؟

سرچينو بي بي سي ته ويلي چې ډونلډ ټرمپ پلان لري د شرم الشيخ په سرمشريزه کې خپل د سولې نوښت دویم پړاو وړاندې کړي چې د غزې د بيارغونې لپاره اقدامات، د اسرائیلو د امنيت تضمين کول او د اوربند د پلي کېدو د څارنې لپاره د يوه نړيوال ماموريت لېږل شامل دي.

د غزې اوربند تړون ته د نړیوال غبرګون څه دی؟

د مرستو لار بارۍ رفح ته پر لاره دي

د عکس سرچینه، Getty Images

د بريتانيا لومړي وزير کېير سټارمر دا تړون "تاريخي پړاو" بللی او د فرانسې ولسمشر اېمانوېل مکرون د دوو دولتونو د حل لپاره د خپل هېواد پر ژمنو یو ځل بيا ټينګار کړی دی.

د جرمني لومړي وزير فرېډرېک مېرتڅ هم د تړون پر پلي کېدو، د بشري مرستو پر لېږد او امن ټينګار کړی دی.

په غزه کې څه روان دي؟

د اسرائیلو او حماس تر منځ به د تبادلې د تړون لومړی پړاو د دوشنبې په ورځ پلی شي. په دې پړاو کې به په غزه کې د اسرائیلی يرغملو په بدل کې سلګونه فلسطيني بنديان خوشي کړل شي.

د ډېپلوماټيکو سرچینو په وينا، د اسرائیلو د بنديانو ادارې د زندانيانو د خوشي کولو امرونه ترلاسه کړي او ځانګړو ځايونو ته یې د لېږد پروسه پيل کړې ده.

د ورته سرچينو په وینا په دې تړون کې د شاوخوا ۲۵۰ فلسطيني بنديانو خوشي کول شامل دي چې په عمري بند محکوم شوي وو. د دې ترڅنګ ۱۷۰۰ نور بنديان هم دي چې د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر له اوومې نېټې وروسته نيول شوي دي.

په بدل کې د حماس غورځنګ اعلان کړی چې د اسرائیلي يرغمل شويو خوشي کول به هم د دوشنبې په ورځ ترسره شي. اسرائیلی چارواکي اټکل کوي چې په غزه کې د ۴۸ اسرائیلي يرغمل شويو له ډلې لږ تر لږه ۲۰ یې لا هم ژوندي دي.