د غزې د سولې پلان د 'لومړي پړاو' په اړه روښانه شوي جزییات څه دي؟

د عکس سرچینه، Reuters
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ وایي اسرائیل او حماس د غزې د سولې پلان پر لومړي پړاو هوکړې ته رسېدلي دي.
دا اعلان له هغه وخت دوه کاله او دوه ورځې وروسته شوی چې اسرائیل په غزه کې پوځي عملیات پیل کړل. د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر پر اوومه حماس پر اسرائیل برید وکړ چې پکې د حماس وسله والو شاوخوا ۱۲۰۰ کسان ووژل او ۲۵۱ تنه یې برمته کړل.
د حماس تر واک لاندې د روغتیا وزارت د راپور له مخې، د جګړې له پیل راهیسې تر اوسه د اسرائیلي پوځي عملیاتو له امله لږ تر لږه ۶۷ زره او ۱۸۳ کسان وژل شوي، چې پکې ۲۰ زره او ۱۷۹ ماشومان هم شامل دي.
دلته دا بیان شوې چې تر اوسه څه معلوم دي او څه لا روښانه نه دي:
څه اعلان شوي دي؟
د امریکا د ولسمشر په وینا، د مصر په منځګړیتوب له ټینګو خبرو وروسته اسرائیل او حماس د امریکا د سولې د پلان په لومړي پړاو هوکړه کړې ده.
ولسمشر ټرمپ دا هوکړه په ټولنیزو رسنیو کې اعلان کړه او ویې ویل:
"په دې معنی چې ټول برمته کسان به ډېر ژر خوشي شي او اسرائیل به خپلو ځواکونو ته د یوې ټاکل شوې کرښې تر شا د وتلو امر وکړي."
ټرمپ وویل، "له ټولو خواوو سره به په عادلانه توګه چلن وشي" او دا یې د "د تلپاتې سولې پر لور لومړني ګامونه" وبلل.
د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو دا ورځ "د اسرائیلو لپاره یوه لویه ورځ" وبلله او وویل چې د ده حکومت به د پنجشنبې په ورځ غونډه وکړي چې دا تړون تصویب کړي او "زموږ ټول ګران برمته کسان بېرته کور ته راستانه کړي."
د حماس په اعلامیه کې راغلي، دا تړون به "په غزه کې جګړه پای ته ورسوي، د نیواکګر ځواکونو بشپړ وتل تضمین کړي، د بشري مرستو د داخلېدو اجازه ورکړي او د بنديانو تبادله پلې کړي."
اسرائیل او حماس له یو بل سره مستقیمې خبرې نه کوي - دا خبرې د ټرمپ د منځني ختیځ استازي سټیو وټکوف، د ټرمپ د زوم جېرډ کوشنر او د مصر، قطر او ترکیې منځګړیو ترسره کړې ده.

د عکس سرچینه، Getty Images
اوس به څه پېښېږي؟
ټاکل شوې چې د اسرائیلو حکومت د پنجشنبې په ورځ د دې تړون په اړه رایه ورکړي.
د سپینې ماڼۍ یوه لوړپوړي چارواکي امریکا کې د بيبيسي همکارې شبکې سيبياېس نیوز ته ویلي، که دا تړون په رسمي ډول تصویب شي، اسرائیل به اړ وي چې خپل پوځونه هغې کرښې شا ته کړي چې هوکړه ورباندې شوې ده. د یاد چارواکي په وینا، دا بهیر ښایي په ۲۴ ساعتونو کې بشپړ شي.
وروسته به د ۷۲ ساعتونو وخت پیل شي چې پکې حماس باید ژوندي برمته کسان خوشي کړي.
دغه لوړپوړي چارواکي ویلي، د برمته شویو کسانو خوشي کول ښایي د دوشنبې په ورځ پیل شي.
هغه څه چې نه دي روښانه
تر اوسه اعلان شوې هوکړه یوازې د ټرمپ د شل ټکو د سولې د پلان لومړنی پړاو دی، چې اسرائیلو منلی او حماس یې پر یوې برخې موافقه کړې ده.
خو په دې اعلانونو کې لا هم ځینې موارد نه دي روښانه شوي، ځکه دواړه خواوې پرې موافقې ته نه دي رسېدلي.
تر ټولو مهمه موضوع د حماس بې وسلې کول دي، چې دا د ټرمپ د پلان بنسټیز ټکی دی. حماس له وړاندې ویلي، تر هغو به خپلې وسلې پر ځمکه کښې نه ږدي چې یو خپلواک فلسطیني دولت نه وي جوړ شوی.
د غزې راتلونکی حکومت هم یوه لانجمنه مساله ده. د ټرمپ د شل ټکو پلان له مخې، حماس به د غزې په راتلونکي اداره کې هېڅ رول نه لري او وړاندیز کوي چې دا سیمه به لنډمهاله د "تخنیکي او غیرسیاسي فلسطیني کمېټې" لخوا اداره کېږي، چې وروسته به فلسطیني ادارې ته وسپارل شي.
نتنیاهو که څه هم د ټرمپ پلان منلی،خو تېره اوونۍ یې د فلسطیني ادارې د ښکېلتیا په اړه مخالفت وښود.
د نتنیاهو د واکمنې ټلوالې توند لارې قومپال غړي، چې ډېری یې غواړي د یهودي مېشت ځایونو د بیا جوړولو هڅې په غزه کې پیل کړي، ښایي د دې ټکي مخالفت وکړي.
په ځواب کې، حماس ویلي لا هم تمه لري د غزې په راتلونکي حکومت کې یو ډول رول ولري.
د یوې فلسطینۍ سرچینې په وینا چې بيبيسي ته یې ویلي، سربېره پر دې، د چهارشنبې تر شپې پورې حماس لا هم د هغو فلسطیني بندیانو وروستی نوملړ نه و ترلاسه کړی چې اسرائیل یې د غزې له برمته شویو کسانو په بدل کې د خوشي کولو نیت لري.
د شلو ټکو پلان له مخې، ۲۵۰ هغه بندیان چې د عمر قید سزا یې ترلاسه کړې او همدارنګه ۱۷۰۰ هغه غزهوال چې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له اوومې وروسته نیول شوي- خوشي کېږي.
غبرګون څه دی؟

د عکس سرچینه، Reuters
د اسرائیلي برمته شویو کسانو خپلوانو د دې تړون هرکلی کړی دی.
ایلي شَرابي، چې مېرمن او ماشومان یې وژل شوي او د هغه د ورور یوسي جسد له حماس سره دی، لیکلي:
"لویه خوشالي ده، تمه لرم ټول دې کورته راشي."
د برمته شوي نیمرود کوهین مور په یوه پیغام کې لیکلي:
"زما زویه، ته بېرته کور ته راځې."
په عین حال کې، په غزه کې د اعلان تر خپرېدو وروسته خلکو خوشالۍ وکړې. د جنوبي غزې د خان یونس ښار اوسېدونکي عبدالحمید عبد ربه د رویټرز خبري اژانس ته ویلي:
"الحمد لله دا اوربند، د وینې توېیدو او وژنو د پای ته رسېدو لپاره دی."
هغه زیاته کړې: "زه یوازې نه یم خوښ، ټول د غزې خلک خوښ دي، ټول عرب ملتونه او د نړۍ ټول خلک د اوربند او د وینې د توېیدو د پای ته رسېدو له امله خوښ دي."

د عکس سرچینه، Reuters
د نړۍ مشرانو پر اړوندو لورو غږ کړی چې له تړون سره دې بشپړه ژمنتیا وساتي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرېش وویل:
"کړاو باید پای ومومي." هغه زیاته کړه چې ملګري ملتونه به د تړون "بشپړ پلي کېدو" ملاتړ وکړي، او په غزه کې به د بشري مرستو رسونه او د بیا رغونې هڅې زیاتې کړي.
د بریتانیا لومړي وزیر سر کېير سټارمر د دې خبر هرکلی وکړ او ویې ویل:
"دا د ژورې ارامتیا یوه شېبه ده چې اغېز به یې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې محسوس شي، په ځانګړي ډول د برمته شویو کسانو، د هغوی د کورنیو او د غزې د ملکي وګړو لپاره، چې په تېرو دوو کلونو کې یې له تصور وتلي کړاوونه زغملي دي."
د اسټرالیا صدراعظم انتوني البانيز دا هوکړه "د سولې پر لور یوه ډېره اړینه کړنلاره" وبلله او پر ټولو خواوو یې غږ وکړ چې "د پلان شرایطو ته درناوی وکړي."
په امریکا کې د کانګرس غړو هم په احتیاط خو هیلهمنه لهجه څرګنده کړې ده.
ډیموکرات سناتور کریس کونز په خپل ایکس (پخواني ټویټر) پوسټ کې لیکلي:
"دا لومړنی ګام دی او ټولې خواوې باید ډاډ ترلاسه کړي چې دا به د جګړې د تلپاتې پای لامل شي."
د سنا د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر جمهوريپال جېمز رېش دغه تړون "د هرکلي وړ" وباله او ویې ویل چې هغه "د دې جزییاتو د لا ډېرې روښانتیا" په تمه دی.
راپور: رشدي ابو العوف او لوسي مانينګ.











