پر قطر د اسرائيلو له برید وروسته، د لومړي ځل لپاره د خلیل الحیه ویډیو خپره شوه

د عکس سرچینه، Getty Images
حماس د خپل سیاسي دفتر د غړي، خلیل الحیه، تازه ويډيو خپره کړې او لیکلي یې دي چې دا لومړی ځل دی چې قطر کې پر حماس دفتر د اسرائيلو تر برید وروسته د هغه انځور خپریږي.
د خبرو اترو بهیر کې ښکېلو ډيپلوماټيکو او امنيتي سرچينو بي بي سي ته ویلي چې د حماس او اسرائيلو ترمنځ د "نا مخامخ" خبرو نوی پړاو به د یکشنبې پر ورځ پيل شي.
حماس لیکلي چې "د خلیل الحیه زوی او د دفتر رئیس" او "د هغه د دفتر یو شمېر کارکوونکي" په دوحه کې د اسرائيلو په برید کې وژل شوي وو.
په دې وروستیو کې د اسرائيلو لومړي وزير بنيامين نتنياهو په يوه ټېلېفوني اړيکه کې د هغه برید له کبله له قطر په رسمي ډول بخښنه وغوښته.
دا ويډيو لومړی ځل د قطر العربي تلویزون خپره کړه او په دې کې خليل الحيه، چې په تېرو میاشتو کې یې د حماس له لوري د اوربند په خبرو کې د مرکچي پلاوي مشري پر غاړه لرله، يو پيغام خپور کړی دی.
د خليل الحيه پيغام په داسې حال کې خپور شوى چې اسرائيلو او حماس په اصولو کې د ډونلډ ټرمپ د اوربند طرحې سره موافقه کړې ده.
هغه په دې پيغام کې ټينګار وکړ: "د شهيدانو وینه، چې زامن يې هم پکې شامل دي، د بریا لاره ده."
ښاغلي الحيه په دې پيغام کې ويلي: "که څه هم چې زما د زوی، ملګري او پاتې شهيدانو له لاسه ورکول ما ځوروي، خو زه د دوی او د غزې تړانګې د پاتې خلکو ترمنځ چې ټول زما بچيان دي، توپير نه کوم."

د عکس سرچینه، Getty Images
د حماس پنځه غړي او د قطر يو امنيتي افسر په هغه برید کې ووژل شول چې اسرائيلو فکر کاوه د حماس د لوړ پوړو چارواکو د غونډې ځای دی.
د حماس هېڅ يو لوړ پوړی چارواکی په دې برید کې ونه وژل شو.
ويل کېږي چې خلیل الحیه په هغه کور کې د اسرائيلو اصلي هدف و، چې دوی فکر کاوه هغه او يو شمېر نور د حماس مشران په کې شته.
خلیل الحیه ۶۴ کاله عمر لري او ويل کيږي چې په غزه کې د حماس له مشرتابه سره نږدې اړيکې لري.
په ۲۰۲۴ کال کې د حماس د پخواني سياسي دفتر له مشر يحيی سنوار له وژل کېدو وروسته، د خليل الحيه نوم د هغه د ځای ناستي په توګه مطرح و.
خليل الحيه د سياسي دفتر غړی او همدارنګه د حماس د عربي او اسلامي اړيکو د دفتر رئيس و. هغه د غزې د جګړې د مرکچي پلاوي مشري هم پر غاړه لرله.
دا لا معلومه نه ده چې ښاغلی الحيه به په راتلونکو خبرو اترو کې هم د فلسطيني پلاوي مشري پر غاړه ولري که نه.
خليل الحيه په ۲۰۱۲ او ۲۰۱۴ کلونو کې په قاهره کې له اسرائيلي لوري سره په خبرو اترو کې هم مهم رول لوبولی و.
د خليل الحيه پر کور په ۲۰۰۷ او ۲۰۱۴ کلونو کې دوه ځله بمبار وشو، چې ښايي د هغه د ترور هڅې وې او په دې بریدونو کې د هغه د کورنۍ يو شمېر غړي ووژل شول. د اکټوبر د ۷مې برید وروسته هم د هغه يو شمېر نور د کورنۍ غړي په غزه کې د اسرائيلو په بمباريو کې ووژل شول.











