د حماس د مذاکراتي پلاوي مشر خلیل الحیة څوک دی؟

د عکس سرچینه، Reuters
اسرائیلي پوځ وايي، د 'شاباک' استخباراتي ادارې د هوايي ځواک په مرسته یې د غزې په تړانګه کې د حماس د مشرانو پر ضد په دوحه کې"دقیق برید" کړی دی.
د اعلامیې له مخې، هغه مشران چې ویشتل شوي، "له کلونو راهیسې د حماس د فعالیتونو له مهمو مسؤلینو ګڼل کېږي او د اکتوبر پر ۷مه د شوي وژونکي برید او د اسرائیلو پر ضد د پوځي عملیاتو مسؤلیت لري".
پوځ ټینګار کړی چې "د ملکیانو د مرګژوبلې د مخنیوي لپاره یې اقدامات کړي، چې پکې دقیقې مهمات او اضافي استخباراتي معلومات د هدف ټاکلو لپاره کارول شوي".
اسرائیلي چینل ۱۴ د یوه لوړپوړي اسرائیلي چارواکي له قوله ویلي، پوځ د حماس مشرتابه په دوحه کې په نښه کړي، چې پکې مخکښ مشر خلیل الحیة هم شامل دی.
خلیل الحیة څوک دی؟
خلیل الحیة، چې په غزه کې د حماس یو مشر دی، د دغې ډلې د مذاکراتي پلاوي مشري کوي، چې د غزې د جګړې وروستیو پرمختګونو په اړه له مختلفو جهتونو سره خبرې کوي.
هغه مخکې هم څو ځله له اسرائیلو سره د اوربند لپاره د مذاکراتو مشري کړې، په ځانګړې توګه د ۲۰۲۵ کال د فبرورۍ په میاشت کې او همدارنګه د ۲۰۱۲ او ۲۰۱۴ کلونو د قاهرې مذاکرات کې یې مذاکرات رهبري کړي دي.
خلیل الحیة له لومړیو ورځو راهیسې له حماس سره تړاو لري او د دې ډلې له بنسټګرو ګڼل کېږي.
شخصي ژوند او زدکړې
خلیل اسماعیل ابراهیم الحیة، چې "ابو اسامه" مشهور دی، د ۱۹۶۰ کال په جنورۍ میاشت کې د غزې په تړانګه کې زېږېدلی. هغه د اسلامي ارزښتونو پیرو او محافظهکار سړی بلل کېږي.
د لیسانس سند یې په ۱۹۸۳ کې د غزې له اسلامي پوهنتونه واخیست.
ماسټري یې په ۱۹۸۹ کې د اردن له پوهنتونه ترلاسه کړه.
د دوکتورا درجه یې په ۱۹۹۷ کې د سودان د قرآن کریم او اسلامي علومو له پوهنتونه واخیسته، چې ټولې یې د شریعت اړوندې وې.

د عکس سرچینه، AP
سیاسي فعالیتونه
خلیل الحیة د ۱۹۸۷ کال د لومړۍ انتفاضې 'پاڅون' پر مهال د فلسطیني مقاومت برخه شو او له هماغه وخت راهیسې د حماس له مهمو مشرانو دی.
په ۲۰۰۶ کال کې د حماس له لوري د "اصلاح او تغییر"له نوملړه د پارلماني انتخاباتو لپاره کاندید شو، چې کامیاب شو او وروسته یې د حماس د پارلماني ډلې مشري وکړه.
په غزه کې د حماس د مرستیال مشر او د دغه ډلې د مطبوعاتي دفتر رئیس پاتې شوی دی.
د ۱۹۹۰مو کلونو په اوږدو کې درې کاله په اسرائیلي زندانونو کې و، په داسې تورونو چې د "ترهګرۍ" سره تړاو لري.
د اسلامي پوهنتون د محصلینو د اتحادیې مرستیال او د حماس د اسلامي غورځنګ مرستیال هم پاتې شوی.
د وژلو هڅې
د هغه کور دوه ځله (په ۲۰۰۷ او ۲۰۱۴ کې) بمبار شوی، چې پکې یې د کورنۍ یو شمېر غړي وژل شوي.
د اکتوبر اومې له برید وروسته هم د غزې په بمبارۍ کې د هغه د کورنۍ یو شمېر غړي وژل شوي دي.
د روان کال مې کې د اسرائیلو د دفاع وزیر یسرائیل کاتس خلیل الحیة ته په ښکاره د وژلو ګواښ کړی و.
نړیوالې اړیکې

د عکس سرچینه، leader.ir
ویل کېږي خلیل الحیة له ایران سره نژدې اړیکې لري، تر دې چې د ایران د ولسمشر د لوړې مراسمو کې د اسماعیل هنیه ترڅنګ یې ګډون کړی و، په داسې حال کې چې خالد مشعل پکې حاضر نه و.
په ۲۰۲۲ کال کې د حماس د هغه پلاوي مشري همده کوله چې سوریې ته ولاړ او له ولسمشر بشار الاسد سره یې ولیدل، چې اړیکې بېرته عادي شي.
د ۲۰۲۳ نومبر کې هم لبنان ته تللی و او هلته یې د حزبالله له پخواني مشر حسن نصرالله سره د بندیانو د تبادلې په اړه خبرې کړې وې.
اوسنی اهمیت
خلیل الحیة اوس د حماس له هغو لږو ژوندي پاتې مشرانو دی چې لا هم د دې ډلې مشري کوي او د سیمې له هېوادونو سره په مذاکراتو بوخت دی، په داسې حال کې چې ډېری مشران یې یا وژل شوي او یا تري تم دي.








