حماس به د غزې له جګړې ژوندی پاتې شي؟

د عکس سرچینه، EPA-EFE / REX / Shutterstock
د اسرائیلو صدراعظم بنیامین نتنیاهو وايي، غواړي د غزې پر ټوله سیمه کنټرول ولري، خو دغه سیمه له ځان سره دایمي نه ساتي.
نو حماس به په غزه کې څه ډول راتلونکی ولري او وضعیت به څنګه وي؟
د نتنیاهو له څرګندونو اونۍ وړاندې د حماس وسلهوالې ډلې بیا ټینګار وکړ چې تر هغه به وسلې پر ځمکه کښېنږدي، څو چې د فلسطین یو خپلواک دولت جوړ نه شي. دا د اسرائیلو او امریکا هغه مهم شرط ته ځواب و چې د غزې د اوربند په خبرو کې یې وړاندې کړی و.
اسرائیل د جګړې د ختمولو لپاره د حماس بې وسلې کول له مهمو شرطونو ګڼي.
په ملګرو ملتونو کې تېره اونۍ یو نړیوال کنفرانس چې سعودي عرب او فرانسه یې په ګډه کوربه وو، ۱۷ هېوادونو، اروپایي اتحادیې او عرب لیګ په یوه ګډه خبرپاڼه کې وویل، د جګړې پای ته رسولو لپاره دې حماس بې وسلې شي او د غزې کنټرول دې پرېږدي.
مصر او قطر چې ډېری وختونه د غزې د خبرو منځګړیتوب کوي، دواړو په دغې خبرپاڼه کې نومونه ولیکل خو اسرائیلو او امریکا پرې لاسلیک ونه کړ او و یې نه منله.

د عکس سرچینه، EPA
'حماس به وسلهواله مبارزه جاري وساتي'
د حماس یوه مشر الجزیرې خبري شبکې ته ویلي، دا ډله به له جګړې لاس وانخلي،" ان که یوازې تشې مرمۍ هم ور پاتې شي."
دغه څرګندونې ثابتوي چې حماس به د فلسطین خپلواک دولت تر جوړېدو وسلهوالې مبارزې ته دوام ورکړي.

د عکس سرچینه، Amr Alfiky / Reuters
د غزې د امت پوهنتون استاد حسام الدجاني چې د فلسطیني سیاست درس ورکوي، وايي له کنفرانس وروسته په رسنیو کې د نیویارک د خبرپاڼې پر ۱۱مه ماده ډېر پام ور ټول و.
د کنفرانس له خوا د خپره شوې رسمي اعلامیې ۱۱مه ماده وايي: "د فلسطین په ټوله خاوره کې حکومت، قانون عملي کول او امنیت باید یوازې د فلسطین د خپلواکې ادارې په لاس کې وي."
الدجاني وايي، په دې سند کې ۴۱ نورې مادې هم شته چې په هغو کې د فلسطین د دولت جوړولو او له اسرائیلو سره د ګډ ژوند غوښتنه شوې. د ده په وینا، دا معنا لري چې دغه بیان څو لارې ښيي چې د فلسطیني دولت د جوړېدو لامل کېدای شي.
هغه بيبيسي ته وویل: "که د نیویارک د اعلامیې پاتې مادې عملي شي نو د ۱۱مې مادې هدف به په خپله پوره شي."
فلسطینی دولت
حماس د امریکا، برتانیا او ځینو نورو لوېدیځو هېوادونو له خوا د ترهګرې ډلې په توګه پېژندل شوې ده.
دغه ډله وايي، کله چې د فلسطین خپلواک دولت جوړ شي نو وسلې به همغه حکومت ته وسپاري.
سره له دې چې حماس اوس هم د غزې د واکادارې ادارې په توګه ځان ساتي خو شنونکي وايي، حماس د غزې پر ډېرو برخو خپل پخوانی کنټرول له لاسه ورکړی دی.
دغې ډلې تازه د "سهم" یا د "غشي" په نوم د امنیتي ډلې جوړولو اعلان کړی چې هدف یې د ملکي نظم ساتل او د لوټمارانو مخنیوی یاد شوی دی.
ځینې فلسطیني ملکي وګړي پر حماس غوسه دي خو وسلهوالو یې د لاریونونو پر وړاندې سخت چلند کړی دی.
خواړه او بشري مرستې ډېر کمې دي، د مرستو ادارې او ملګري ملتونه خبرداری ورکوي چې خلک له لوږې مري.
د حماس له لورې د اکتوبر پر ۷مه له بریدونو وروسته ډېری شنونکي باور لري چې د حماس جنګیالي ستړي شوي دي ځکه پخوا یې دومره کمزوري نه وو لیدلي. دوی وايي، د اسرائیلو د پوځي ځواب ۲۲ میاشتې پوره کېږي چې په دې سره د حماس د توان له لاسه ورکولو په حالت کې دی.

د عکس سرچینه، Khamis Al-Rifi / Reuters
ځايي سرچینې وايي، دا ډله لا هم وسلې لري خو د وسلو زیرمې کمې شوې دي.
دوی زیاتوي، حماس ډېری وختونه د اسرائیلو هغه بمونه تر لاسه کوي چې د بمباریو پر وخت چاودلي نه وي، له هغوی چاودېدونکي مواد را وباسي، لاسي بمونه ترې جوړوي او اسرائیلي عسکر په نښه کوي.
اسرائیلي هوايي بریدونو په غزه کې په زیاته کچه کورونه او کاروبارونه ویجاړ کړي دي.

د عکس سرچینه، EPA
اسرائیل بيبيسي خبریالانو ته غزې ته د ور تګ اجازه نه ورکوي نو موږ دا معلومات په خپلواکه توګه نه شو تائیدولی.
حماس وسلهواله ډله په سیمه کې ډېر ملاتړي نه لري. د اسرائیل-ایران له ۱۲ ورځنۍ جګړې وروسته په تهران کې هم د ملاتړ وړتیا کمه شوې ده.
په لبنان کې د ایران ملاتړې وسلهواله ډله حزبالله هم د اسرائیلي بریدونو او خپلو مشرانو د وژل کېدو له امله کمزورې شوې ده.
له حزبالله لا دمخه د لبنان حکومت د بې وسلې کېدو غوښتنې کوي او د دې ډلې لپاره له بهره د ملاتړ چمتو کول هم ډېر کم امکان لري.

د عکس سرچینه، Mohammed Saber / EPA-EFE / REX / Shutterstock
عرب لیګ
د عرب هېوادونو همکارۍ سازمان یا لیګ د نیویارک هغه بیان لاسلیک کړ چې د حماس د بېوسلې کېدو غوښتنه کوي.
دغه سازمان ۲۲ غړي هېوادونه لري، هغه هېوادونه لکه قطر چې په ټوله کې له حماس سره ښه اړیکې لري خو د دې بیان هرکلی یې کړی.
د لندن "چتهام هاوس" نړیوالو چارو د بحثونو مرکز کې مشر سلاکار یوسي مېکلبرګ باور لري چې اسرائیلو او امریکا خپل پخواني دریځونه ساتلي دي.
خو وايي، عربي هېوادونو د خبرو ژبه بدله کړې او پر حماس د عربو او سیمهییزو لوبغاړو لخوا فشار راوړل حماس ډېر یوازې کولی شي.

د عکس سرچینه، Dawoud Abu Alkas / Reuters
زندانیان
حماس لا هم هغه پاتې اسرائیلي زندانیان د فشار د وسیلې په توګه په بند کې ساتلي چې د ۲۰۲۳ د اکتوبر په ۷مه یې نیولي وو.
وسلهوالو په هغه بېساري برید کې ۱۲سوه کسان وژلي وو او ۲۵۱ یې یرغمل کړي وو.
د حماس د روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، د جګړې له پیله د اسرائیلو د پوځي عملیاتو له امله په غزه کې له ۶۰ زرو ډېر کسان وژل شوي دي.
امریکا اټکل کوي چې لږ تر لږه ۲۰ اسیران لا هم ژوندي دي.
حماس د اګست په پیل کې د یوه اسیر ویډیو خپره کړه چې ډېر کمزوری او ضعیف ښکارېده.
څېړونکي وايي، حماس هیله لرله چې دا ویډیو به د اسیرانو کورنۍ وهڅوي څو پر اسرائیلي لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو فشار زیات کړي او جګړه ودروي.
د ویډیو تر خپرېدو وروسته، د یرغمل کسانو کورنیو له نتنیاهو وغوښتل چې د اسیرانو ژغورلو ته تر هر څه لومړیتوب ورکړي.
د ۲۰۲۳ اکتوبر له ۷مې را ورسته د حماس د مشرانو وژل کېدل

له ۲۰۲۳ اکتوبر راهېسې اسرائیلو د حماس ډېری لوړپوړي مشران وژلي دي. د دې ډلې عمومي مشر اسماعیل هنیه یې په ایران کې وواژه.
اسرائیلو یحیی سنوار هم وواژه چې ډېری خلک یې د اکتوبر د اوومې د برېدونو اصلي طراح بولي.
د مېکلبرګ په وینا، د حماس هغه مشران چې په غزه کې دننه دي، له هغوی چې بهر دي، جلا ګټې لري.
هغه وايي، د دوی د ژوندي پاتې کېدو او فزیکي شتون ورهاخوا خپل سیاسي ارزښت هم ساتي تر څو د هوکړې پرمهال یو څه ملاتړ ولري.
د ښاغلي مېکلبرګ په خبره خو که دا ډله خپل ارزښت ساتل غواړي نو باید پاتې مشران یې سختې پرېکړې وکړي.
د نتنیاهو له هغه پرېکړې وروسته چې غواړي پر غزه بشپړ کنټرول ولري او حماس له منځه یوسي، د دغې ډلې لپاره غوراوي ورځ تر بلې کمېږي.

د حماس راتلونکی

د عکس سرچینه، Amir Cohen / Reuters
حماس د غزې له جګړې ژوندی پاتې کېدلی شي؟
که د فلسطین خپلواک دولت جوړ شي او حماس پر خپلو ژمنو عمل وکړي نو وسله به وغورځوي.
خو که د اسرائیلو اوسنی حکومت خپل دریځ بدل نه کړي، د فلسطین د دولت جوړېدل ډېر لرې ښکاري.
ان که اسرائیل له خپل دریځ په شا نه شي، دا هم له امکانه لرې ده چې حماس دې په بشپړه توګه له منځه یوسي.
ښاغلی مېکلبرګ وړاندوینه کوي، ښايي دا ډله په راتلونکي کې ځان له سره منظم کړي، هغه که د فلسطین دننه وي یا بهر او د فلسطین د سیاسي صحنې برخه پاتې شي.
د راتلونکي فلسطیني دولت جوړېدل به تر ډېره د اسرائیلو په دریځ او د حماس ولسي ملاتړ پورې اړه ولري.











