د امریکا سفیر نن غزې ته ځي، یو روغتون وايي چې هلته د خوړو په لټه ۹۱ تنه وژل شوي

غزه

د عکس سرچینه، Getty Images

د سپينې ماڼۍ ویاندې کارولین لیوېټ ویلي چې د امریکا ځانګړی استازی سټيف ویټکوف نن جمعه (اګست ۱ / زمری ۱۰) غزې ته ځي او هلته به د خوړو د وېش مرکزونو لیدنه وکړي.

اغلې لیوېټ ویلي چې سټيف ویټکوف به په اسرائيل کې د امریکا له سفیر مایک هکابي سره په ګډه پر سیمه ګرځي او "د غزې له ځايي خلکو سره به ګوري چې هغوی ته د خوړو د رسولو پلان ډاډمن او هلته د روانو حالاتو په اړه لومړی لاس معلومات ترې واوري."

د ویاندې په وینا، ویټکوف چې د اسرائيل پر سفر دی،‌ د دغه هېواد له لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو سره یې هم "ګټوره ناسته" درلوده.‌

د امریکا دغه ځانګړی استازی داسې مهال غزې ته ځي چې هلته د حماس ادارې د روغتیا وزارت وايي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د اسرائيلو په بریدونو کې هلته ۱۱۱ فلسطینیان وژل شوي دي. په وینا یې، په دوی کې ۹۱ هغه کسان دي چې د خوړو په لټه وو.

ویټکوف

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، سپينه ماڼۍ وايي، ویټکوف به له نتنیاهو سره تر لیدنې یوه ورځ وروسته غزې ته سفر وکړي او هلته به یې پام د خوړو او مرستو په څېر "ستونزو" باندې ورټول وي.

د روغتون یوه مشر بي‌بي‌سي ته ویلي د تېرې چهارشنبې په ورځ هم د غزې په شمالي برخه کې خوړو ته په تمه ولاړ تر ۵۰ ډېر فلسطینیان ووژل شول او تر ۴۰۰ ډېر ژوبل شول.‌

په خپرې شوې ویډیو کې ښکاري چې 'زکم' پولې ته څېرمه په دې پېښه کې ټپي شوي کسان په موټرو کې په غزه کې الشفا روغتون ته لېږدول کېږي.

د حماس له لورې اداره کېدونکې د ملکي دفاع اداره وايي چې اسرائيلي ځواکونو پر هغو خلکو ډزې وکړې چې پر مرستو بار لاریو نه را چاپېر وو.

خو اسرائيلي ځواکونه بیا وايي چې پوځيانو د "خبرداري ډزې" وکړې خو پر دې نه دي خبر چې په هغو ډزو کې دې چا ته ځاني تاوان رسېدلی وي.

اسرائيلي چارواکو اخطار ورکړی چې په راتلونکو ورځو کې د اوربند او د یرغملو د خلاصون پر سر هوکړه کې کوم پرمختګ ونه شي نو ښايي د حماس پر ضد به نوي جزايي ګامونه پورته کړي.

اسرائیلي رسنیو خبر ورکړی چې په دغو اقداماتو کې په خپله خاوره کې د غزې د ځينو سیمو د ورګډول هم شامل دي.

په غزه کې د انساني کړکېچ ختمولو لپاره د ټرمپ وړاندیز

څنګه یې چې سفیر اسرائيل ته ورسېد نو د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ سمدستي پر خواله رسنۍ ولیکل، "په غزه کې د انساني کړکېچ د پای ته رسولو تر ټولو بېړنی حل دا دی چې حماس وسلې پر ځمکه کېږدي او یرغمل خوشي کړي!!!"

د سپينې ماڼۍ ویاندې کارولین لیوېټ ویلي چې ویټکوف به له نتنیاهو سره تر لیدنې یوه ورځ وروسته غزې ته سفر وکړي او هلته به یې پام د خوړو او مرستو په څېر "ستونزو" باندې ورټول وي.

ټرمپ

د عکس سرچینه، Reuters

په غزه کې د روغتیا وزارت پرون پنجشبه وویل چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د اسرائيلي پوځ په پریدونو کې ۱۱۱ فلسطینیان وژل شوي او ۸۲۰ ژوبل دي.‌

په یوه جلا خبرپاڼه کې یې ویلي وو چې د چهارشنبې په ورځ د قحطۍ له کبله دوه تنه مړه شول او له دې سره د جګړې له پیل راهیسې د خوړو د نشتوالي له امله په غزه کې د مړ کېدونکو شمېر ۱۵۹ ته ورسېد چې ۹۰ ماشومان هم پکې شامل دي.‌

د الشفا روغتون مشر محمد ابو سالمیه د پنجشنبې (جولای ۳۱ / زمری ۹) بي‌بي‌سي ته وویل چې دوی د چهارشنبې په ورځ په زکم سیمه کې د وژل شوو ۵۴ تنو مړي او ۴۱۲ ژوبل وروړل شوي دي.

د یادولو ده چې پرون د ملګرو ملتونو د خوړو د مرستې پروګرام خبرداری ورکړی چې په غزه کې نږدې په هرو درېيو کسانو کې یو یې څو ورځې له خوړو پرته تېروي.

اسرائیل، چې په غزه کې روانه لوږه ردوي، په تېرو څو ورځو کې یې سیمې ته د مرستو رسولو لپاره په پوځي فعالیتونو کې "سیمه‌ییزه تاکتیکي وقفه" اعلان کړې ده.

بلخوا د ملګرو ملتونو د بشري مرستو چارو مشر ټام فلیچر ویلي چې د لوږې د مخنیوي لپاره "پراخه اندازه" خوراکي توکو ته اړتیا ده.

د فلسطیني کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو ادارې (یو‌این‌ار‌ډبیلو‌اې) مسؤلین وايي چې په غزه ښار کې په هرو پنځو ماشومانو کې یو یې خوارځواکی دی او دغه ډول قضیې هره ورځ ډېرېږي.