د هېواد په توګه د فلسطين رسميت پېژندلو کنفرانس: امریکا يې مخالفت کړی

ملګري ملتونه

د عکس سرچینه، Reuters

د ملګرو ملتونو په يوه کنفرانس کې د لسګونو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو ټينګار کړی چې د اسرائيلو او فلسطین تر منځ د اوږدمهاله کړکېچ يوازينۍ حللاره د دوو دولتونو رامنځته کول دي.

په همدې مهال فرانسې اروپايي ټولنې ته وړانديز کړی چې د دوو دولتونو منلو په موخه اسرائيل د خبرو اترو مېز ته راولي.

تېر کال د فرانسې او سعودي په کوربتوب د دې کنفرانس پر جوړولو سلا شوې وه خو تېره مياشت پر ايران د اسرائیلو بريد له کبله وځنډېده. د همدې ځنډ له امله د سياسي مشرانو پر ځای د بهرنيو چارو وزيران په کې راغونډ شوي.

اسرائيلو او امريکا له دې غونډې سره پرېکون کړی. د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ادعا کوي چې دا کنفرانس به په غزه کې جګړه اوږده او حماس به پياوړې کړي.

په يوه بيان کې د امريکا د بهرنيو چارو وزارت دا غونډه "نارغنده" او د پام اړولو وسيله بللې او ويلي يې دي، په داسې غونډه کې د ګډون پر ځای امریکا هڅه کوي چې جګړه پايته ورسوي او تلپاتې سوله راولي.

د بي بي سي خبريال ټام بټمن وايي، وړاندې امریکا هغو هېوادونو ته ګواښ کړی و چې د جون په مياشت کې يې په کنفرانس کې د ګډون پلان درلود. نوموړی وايي، اوس لوېديځ هېوادونه د اسرئيلو او فلسطين د مسئلې په اړه وېشل شوي دي.

له کنفرانس څو ورځې وړاندې د فرانسې ولسمشر ويلي وو چې پلان لري په سپټمبر مياشت کې د فلسطين دولت په رسميت وپېژني. اسرائيلو او امريکا د فرانسې له دې پرېکړې سره سخت مخالفت څرګند کړ.

د فرانسې د بهرنيو چاور وزير جان نويل باروټ وويل، نور لوېديځ هېوادونه هم شته چې پلان لري په کنفرانس کې د فلسطين دولت په رسميت پېژندلو اعلان وکړي.

داسې اټکل نه کېږي چې بريتانيا به يو له دغو هېوادونو څخه وي. که څه هم ټاکل شوې چې د دغه هېواد د بهرنيو چارو وزير به د سې شنبې په ورځ کنفرانس کې وينا وکړي.

د بريتانيا لومړي وزير کېير سټارمر ويلي چې د فلسطيني دولت په رسميت پېژندل بايد د يوې لويې طرحې برخه وي او په دې توګه يې د فلسطيني دولت په رسميت پېژندلو څخه اوږې سپکې کړې دي. بل پلو د بريتانیا د پارلمان له ۲۰۰ زياتو غړو له خپل حکومته غوښتي چې فلسطين د يوه هېواد په توګه په رسميت وپېژني.

د سعودي د بهرنيو چارو وزير فيصل بن فرحان السعود چې د دې کنفرانس يو کوربه دی پر ګډونوالو غږ وکړ چې د فلسطیني دولت په رامنځته کولو او د اسرائيلو امنيت خوندي کولو سره د کنفرانس د موخو ملاتړ وکړي.

په دې کنفرانس کې به دری نورې مسئلې هم په پام کې ونيول شي چې په هغو کې د فلسطين په اداره کې اصلاحات، د حماس بې وسلې کولو او له اسرائيلو سره د عربي هېوادونو د اړيکو عادي کول شامل دي.