د غزې ښار کنټرول ترلاسه کولو په هکله د اسرائیل پرېکړې ته نړیوال غبرګونونه

اسرائیلي ځواکونه

د عکس سرچینه، Getty Images

    • Author, ابراهیم امیري
    • دنده, بي بي سي

د اسرائیل له هغه اعلان وروسته چې د غزې ښار د کنټرول ترلاسه کولو پلان یې تصویب کړی، یو شمېر نړیوالو مشرانو ویلي چې له دې پلان سره به روانه جګړه لا توده شي، لا ډېره وینه به تویه شي او ګڼ شمېر فلسطینیان به د خپلو مېنو پرېښودولو ته اړ شي.

د فلسطیني ادارې د مشر محمود عباس دفتر د اسرائیل دغه پرېکړه غندلې او هغه یې ''بشپړ جنایت'' بللی دی.

د فلسطینیانو د مشر محمود دفتر د اسرائیل دا پرېکړه چې غواړي په بشپړه توګه د غزې ښار کنټرول خپل کړي او له امله یې نژدې یو میلیون کسان د غزې له شمال نه سویل ته تګ ته اړ شي غندلې او دا پرېکړه یې ''بشپړ جنایت او له نړیوال قانونه سرغړونه'' بللې ده.

د ښاغلي عباس دفتر په یوې اعلامیې کې خبرداری ورکړی چې دغسې یو ګام به ''بې مخینې بشري ناورین رامنځ ته کړي'' اواسرائیل تورن شوی چې ''د نسل وژنې، وژنو، لوږې او کلا بندۍ تګلارې پلې کوي.''

اعلامیه زیاتوي چې فلسطینیان به د زور له لارې تحمیل شوي واقعیتونه ونه مني، فلسطین مشرتابه به په چټکۍ سره د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته مراجعه وکړي او د عرب لیګ او اسلامي همکارایو د سازمان بېړنې غونډې غوښتنه به وکړي.

دې اعلامیې کې د امریکا له ولسمشر ډونلډ ټرمپ نه هم غوښتنه شوې ده چې په دې موضوع کې مداخله وکړي او د پلان د مخنیوي ترڅنګ د دایمې سولې لپاره پر اسرائیل فشار زیات کړي.

د محمود عباس دفتر په یوې اعلامیې کې خبرداری ورکړی چې دغسې یو ګام به ''بې مخینې بشري ناورین رامنځ ته کړي''

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د محمود عباس دفتر په یوې اعلامیې کې خبرداری ورکړی چې دغسې یو ګام به ''بې مخینې بشري ناورین رامنځ ته کړي''

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د ادارې مشر والکر ترک ویلي په غزه کې جګړه باید اوس پای ته ورسېږي او خبرداری ورکوي چې د جګړې نور ډېرېدل به ''د جبري بې ځایه کېدو، ډېرو وژنو، ډېرو نه زغمل کېدونکو کړاونو، بې معنی ویجاړیو او ظالمانه جرمونو لامل شي.''

د اسټرالیا د بهرنیو چارو وزیرې پیني وونګ په یوې اعلامیې کې ویلي اسټرالیا له اسرائیل غواړي، چې پر دې لار لاړ نه شي، چې یوازې په غزه کې به بشري ناورین لاپسې ناوړه کړي.

نوموړې ویلي په مستقل ډول د زور له لارې د خلکو بې ځایه کول له نړیوال قانونه سرغړوونه ده او د اوربند غوښتنه یې تکرار کړې ده. مېرمن وونګ بې له خنډه غزې ته د مرستو لېږد او له حماس وسله والو یې د هغو اسرائیلي یرغملو خوشي کولو غوښتنه وکړه، چې د ۲۰۲۳ کال په اکتوبر کې برمته شوي وو.

د مېرمن وونګ په اعلامیه کې ویل شوي چې ''د دوو دولتونو حل د تلپاتې سولې لپاره یوازینۍ حل لاره ده.''

د اسټرالیا د چاپېریال وزیر موري واټ هم په دې هکله غبرګون څرګند کړی او ویلي یې دي، چې ''حکومت یې په زور د غزې د اشغال سخته غندنه کوي.''

د بریتانیا لومړي وزېر کېئر ټارمر د اسراییلو پرېکړه ناسمه بللې او ویلې دي چې پایله به یې یوازې نوره وینې توېدنه وي.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر له نړیوالې ټولنې غوښتنه کړې چې د اسرائیل د دې پلان مخنیوي وکړي او که دا پلان عملي شي نو په وینا یې فلسطینیان به له خپلې خاورې په زوره وتلو ته اړ شي.

جرمني ویلي، نور به د هغو پوځي تجهیزاتو صادرات تصویب نه کړي چې په غزه کې کارول کېږي.