د غزې جګړې پای ته رسولو لپاره د ټولو سترګې مصر ته دي

د عکس سرچینه، Reuters
- Author, په بیت المقدس کې د منځني ختیځ لپاره د بي بي سي خبریال هیوګو باچیګا او هینري استیر
- دنده, بي بي سي
د غزې جګړې اړوند د غیر مستقیمو خبرو په درشل کې د ټولو سترګې مصر ته اوښتی چې د حماس له لوري د یرغملو د خوشې کولو بهیر چټک کړي.
ټاکل شوې چې د دوشنبې پر ورځ په مصر کې د حماس او اسرائيلو ترمنځ د غزې پر جګړې غير مستقيمې خبرې پيل شي. امريکا او اسرائيل په پرلپسې ډول د يرغملو د چټک خوشې کولو غوښتنه کوي.
دا خبرې وروسته له هغه کيږي چې حماس د امريکا د سولې د ۲۰-ماديز پلان ځينې برخې ومنلې، چې په کې د يرغملو خوشې کول او فلسطيني مسلکي کسانو ته د غزې د چارو سپارل ته شامل دي، خو په نورو مسايلو يې د خبرو غوښتنه کړې ده.
د حماس په ځواب کې د دوی د بې وسلې کولو او د غزې په راتلونکې حکومتولۍ کې د ونډې نه درلودلو په اړه مهمو غوښتنو ته اشاره نه وه شوې.
هم مهاله په غزه کې د اسرائيلو هوايي بريدونه دوام لري، سره له دې چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جمعې پر ورځ وروسته له هغه چې حماس وړانديز شوي پلان ته ځواب ووايه، اسرائيل ته وويل چې "سم لاسي بمبارۍ ودروي."
د اسرائيلو حکومت وياندې شوش بدروزيان د يکشنبې پر ورځ خبريالانو ته وويل "سره له دې چې ځينې بمبارۍ په غزه کې عملاً بندې شوې دي، خو په دې وخت کې هېڅ اوربند نه دی پلی شوی."
بدروزيان وويل چې لومړي وزير بنيامين نتنياهو امر کړی چې "د دفاعي موخو لپاره که په غزه کې د جګړې په ډګر کې د دوی ژوند ته ګواښ پېښ شي، نو به بيا ځوابي بریدونه وکړي."
له غزې راپورونه وايي چې اسرائيلو د شنبې او يکشنبې تر ورځې پورې هوايي او د شوبلو بريدونه جاري ساتلي او په غزې ښار کې يې يو شمېر استوګنيزې ودانۍ ويجاړې کړې دي.
نتنیاهو وايي، هیله لري چې په 'راتلونکو ورځو' کې به د یرغمل شویو کسانو خوشي کېدل اعلان کړي
د اسرائیل لومړی وزیر بنیامین نتانیاهو وايي، هیله لري ''په راتلونکو ورځو'' کې به د هغو یرغمل شویو کسانو د خوشي کېدو اعلان وکړي چې په غزه کې یرغمل ساتل شوي دي.
نوموړي دا خبرې په یوه ټلویزیوني وینا کې وکړې او زیاته یې کړه:
"حماس به بې وسلې کېږي او غزه به غیر نظامي کېږي،که اسانه لاره وي که سخته، دا هدف به ترلاسه کېږي."
د نتنیاهو دا څرګندونې وروسته له هغه کېږي چې حماس د جمعې پر ورځ یوه اعلامیه خپره کړه.
په دغه اعلامیه کې حماس د امریکا د سولې پلان له مخې د یرغمل شویو کسانو خوشي کولو ته هوکړه وښودله، خو د بې وسلې کېدو یا نه کېدو څرګندونه پکې نه وه شوې. دوی غوښتنه وکړه چې نور مسائل دې هم وڅېړل شي.
حماس د شنبې پر ورځ له هغه وروسته چې سهار مهال پر غزه هوايي بریدونه وشول وویل، اسرائیل لا هم "عام وژنه" کوي.
حماس له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې پر اسرائیل فشار ډېر کړي.
ویل کېږي، چې دواړه خواوې به د دوشنبې پر ورځ په مصر کې د غیر مستقیم اوربند خبرو ته کېني.
بل لور د امریکا ولسمشر، ډونلډ ټرمپ ویلي، یوې هوکړې ته د رسېدو لپاره به د حماس له لوري ځنډ رامنځته کول ورته 'د زغم وړ نه وي'.
هغه پر خپله خواله رسنۍ ټروت سوشل یوه پیغام کې لیکلي:
"حماس باید ژر اقدام وکړي، که نه نو ټول شرطونه به له منځه لاړ شي... دا کار باید ژر سر ته ورسوو!"
نوموړي وروسته ولیکل چې اسرائیل "دلومړني شاتګ کرښې سره موافقه کړې" چې ښايي د هغو پوځي شاتګ کرښو ته اشاره وي چې د امریکایي پلان سره سم یې په هکله ویل شوي.
د ښاغلي ټرمپ۲۰مادې لرونکی پلان وړاندیز کوي چې جګړه باید سملاسي ودرېږي، ۲۰ژوندي اسرائیلي یرغمل کسان چې د حماس له خوا نیول شوي خوشي شي او دغه رازد هغو کسانو مړي هم وسپارل شي چې وژل شوي ګڼل کېږي او په بدل کې به سلګونه فلسطینیان چې اسرائیلي زندانونو کې ساتل کېږي، خوشي شي.

د عکس سرچینه، AFP via Getty Images
بل لور پر اېکس یوه پیغام کې د اسرائیل دفاعي ځواکونو (ای ډي ایف) ویلي، دوی خپلو ځواکونو ته امر کړی کړی چې د یرغملو خوشې کېدو په تړاو د ټرمپ پلان د لومړي پړاو عملي کولو لپاره چمتووالی زیات کړي.
دوی زیاتوي، د ای ډي ایف سرتېرو خوندیتوب یې "یو ستر لومړیتوب" دی.
پر حماس فشار و، چې د ټرمپ د پلان لږ تر لږه ځینې برخې ومني او همداسې یې وکړل، خو په داسې توګه چې په "هو، خو..." یې ځواب ورکړ. دغې ډلې ومنله چې پاتې ټول اسرائیلي ژوندی یرغمل به خوشي کوي، د مړو جسدونه به سپاري او دا چې غزه به د تخنیکي ماهرینو (تکنوکراتانو) لخوا اداره کېږي.
خو، د نورو مسائلو ترڅنګ، دغې ډلې نه ده څرګنده کړې چې ایا دوی به بې وسلې شي او که نه، چې دا د اسرائیل یوه مهمه غوښتنه ده.
په غزه او اسرائیل دواړو کې، یو محتاط خو هیله من نظر شته، چې ښایي تازه هڅې بالاخره یوې هوکړې ته ورسېږي. له اساسي توپیرونو څخه یو دا دی چې دا ځل خپله ټرمپ شخصاً ښکېل دی او غواړي چې د دې جګړې د پای ته رسوونکي په توګه وپېژندل شي او جائزه هم ترلاسه کړي.
ټرمپ په ښکاره توګه حماس ته ویلي چې یوه هوکړه باید ومني او ګواښ یې کړی چې که داسې و نه شي، لا زیات پوځي زور به وکارول شي.
په دې وروستیو کې داسې نښې هم شته چې د اسرائیل له مشرتابه سره یې خپګان ډېر شوی دی، خو لا هم دا څرګنده نه ده چې د ټرمپ اغېز به بسنه وکړي او که نه.

د عکس سرچینه، Anadolu via Getty Images
رښتیا دا دي، چې هغه خنډونه چې د مخکینیو هوکړو مخه یې نیوله، اوس هم پر ځای پاتې دي او په دې کې د حماس هغه غوښتنه هم شامله ده، چې وايي، اسرائیلي ځواکونه باید په بشپړه توګه ووځي او دا تضمین ورکړي چې د یرغملو تر خوشي کېدو وروسته به جګړه بیا نه پيلوي.
دغه ډله پوهېږي چې که یرغمل ورسره پاتې نه وي، کمزوري کېږي او له شکه پرته به قوي ضمانتونه غواړي چې جګړه به بیا نه پېلېږي.
په نورو ځایونو کې هم شکونه شته. په اسرائیل کې دننه او بهر ډېری کسان لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو تورنوي چې تېرو هڅو ته یې په لوی لاس ځکه زیان رسولی، چې د خپلو سیاسي ګټو لپاره جګړه وغځوي.
له ده سره د هغو سخت دریځو توکمپالو وزیرانو ملاتړ هم شته، چې ګواښ یې کړی که جګړه د حماس له بشپړې ماتې پرته پای ته ورسېږي، له ائتلافه به ووځي، چې دا چاره کولای شي د حکومت نسکورېدو لامل شي، خو دا مهال لومړی وزیر خوندي ښکاري.
په کور دننه، بیا پرلپسې نظرپوښتنو ښوولې چې ډېر اسرائيلیان له حماس سره د یرغملو د خوشي کېدو او د جګړې پای ته رسېدو لپاره یوې هوکړې ته لومړیتوب ورکوي.
دغه هېواد د نظرونو له پلوه په ژور ډول وېشلی پاتې دی، د جګړې له امله ستړی شوی او په نړیواله کچه ورځ تر بلې یوازې کېږي.
د یوې هوکړې لپاره ستر فشار او تمه شته، خو دا هېڅ تضمین نه دی چې یوه هوکړه به رښتیا وشي.








