د غزې په هکله د ټرمپ پر پلان د خبرو لپاره د حماس او اسرائیل پلاوي مصر ته رسېدلي

د عکس سرچینه، Reuters
په داسې حال کې چې په مصر کې د حماس او اسرائیل تر منځ ژر غیر مستقیمې خبرې پیلېدونکې دي، د ګډونوالو نومونه هم اوس څرګند شوي دي. د شرم الشیخ سیمې په دې خبرو کې به د امریکا له لوري ځانګړی استازی سټېو ویټکوف ګډون کوي.
دغه راز د ولسمشر ډونلډ ټرمپ زوم او او مخکینی سلاکار جیراد کوشنر هم د خبرو ګډونوال دی.
د قطر له لوري به مهم مرکچي، د بهرنیو چارو وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمان ال ثاني د مذاکراتو برخه وي.
د اسرائیلي لومړي وزیر بنیامن نتنیاهو دفتر تېره شپه په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د اسرائیلي پلاوي مشري به د ستراتيژیکو چارو وزیر رون دیرمر کوي.
د حماس پلاوي مشري بیا خلیل الحية کوي. د یادونې ده، چې د ښاغلي الحية وژنه د تېرې میاشتې په پیل کې د قطر پر دوحا ښار د اسرائیلي برید یو هدف بلل کېږي.
په هغه برید کې د حماس پنځه غړي وژل شوي وو او دغه راز د قطري امنیتي ځواکونو یو کس وژل شوی و، خو حماس ویلي و، د دوی د پلاوي مهم غړي د اسرائیل له هغه هوايي بریده روغ وتلي.

د عکس سرچینه، Getty Images
بل لور د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د غزې جګړې د پايته رسولو لپاره د منځګړيتوب په برخه کې له ټولو ښکېلو خواو غوښتي چې کوټلي ګامونه پورته کړي.
دا غوښتنه داسې مهال کېږي چې ټاکل شوې نن دوشنبې (۶ اکټوبر) د حماس او اسرائیلو تر منځ د منځګړو په مرسته غيرمستقيمې خبرې اترې ترسره شي.
دا خبرې اترې وروسته له هغه کېږي چې حماس د امریکا د سولې ۲۰ ماده ييز پلان له ځينو برخو سره موافقه وکړه چې په هغو کې د يرغملو خوشي کول او فلسطيني مسلکي کسانو ته د غزې واک سپارل شامل دي خو د بې وسلې کېدو له غوښتنې سره یې مخالفت ښودلی او څرګنده کړې یې ده چې ځينې نورې مادې لا هم خبرو اترو ته اړتيا لري.
د حماس په رسمي ځواب کې د دوو مهمو غوښتنو چې بې وسلې کېدل او د غزې په اداره کې له رول لاس اخيستل دي څه نه دي ویل شوي.
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د يکشنبې په ماښام پر ټولنيزو رسنيو يوه پيغام کې وروستۍ خبرې اترې "ډېرې بريالۍ" وبللې او زياته یې کړه، "ما ته ويل شوي چې لومړی پړاو بايد همدا اوونۍ بشپړ شي او زه غواړم چې هر څوک ژر لاس په کار شي".
ډونلډ ټرمپ دا خبرداری هم ورکړی چې "دا وخت ډېر مهم دی، که نه د وينې توېدل به همداسې دوام وکړي."
ښاغلي ټرمپ چې وړاندې یې هم د غزې سولې خبرو اترو د چټکولو غوښتنه کړې وه، خبريالانو ته ويلي، هيله لري چې د يرغمل شويو کسانو د خوشي کولو پروسه به "ډېر ژر" پيل شي.
کله چې له ټرمپ د سولې پلان په اړه د انعطاف يا نرمۍ پوښتنه وشوه، نوموړي وويل. "انعطاف ته اړتيا نشته، ځکه نژدې ټولو پرې هوکړه کړې خو تل به ځينې کوچني بدلونه وي".
نوموړي زیاته کړې، "دا د اسرائیلو لپاره يو غوره تړون دی، دا د عربي نړۍ، اسلامي او د ټولې نړۍ لپاره غوره تړون دی. موږ پرې ډېر خوښ يوو"
خو په همدې مهال د ټرمپ له غوښتنې سره چې د تېرې جمعې په ورځ یې له اسرائیلو پر غزه د بريدونو درېدو غوښتنه وکړه لا هم په غزه هوايي بریدونه دوام لري.

د عکس سرچینه، Reuters
د اسرائیلو د حکومت يوې وياندې شوش بېدروسین د يکشنې په ورځ خبريالانو ته وويل، "که څه هم په غزه کې ځينې هوايي بريدونه عملا بند شوي خو لا هم دا مهال اوربند نه دی اعلان شوی".
له غزې راپورونه وايي، د دوشنبې تر شپې پورې د اسرائیلو هوايي بريدونو دوام درلود چې په ترڅ کې یې په غزه ښار کې يو شمېر استوګنيزې ودانۍ ويجاړې شوې دي.
د بي بي سي يوه خبريال د يکشنبې په سهار د غزې د ننه د چاودنو غږونه او د اسرائیلو په کېبوڅ سيمه کې یې لوګی ليدلی و.
د حماس تر کنټرول لاندې د غرې د روغتيا وزارت وايي، د يکشنې تر غرمې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د اسرائیلي پوځي عملياتو له امله ۶۵ تنه فلسطينیان وژل شوي دي.
په ورته وخت کې د امریکا د بهرنيو چارو وزير مارکو روبيو د بي بي سي همکارې رسنۍ سي بي اېس نيوز ته ويلي چې د يرغملو د خوشي کېدو لپاره بايد هوايي بريدونه ودرول شي.
نوموړي زياته کړې، "موږ غواړو چې يرغمل شوي کسان ژر تر ژره راوباسو"
د حزب الله مشر د ټرمپ پلان "په امریکايي جامو کې د اسرئيلو پروژه" بللې ده

د عکس سرچینه، Reuters
د حزب الله مشر نعیم قاسم د غزې لپاره د ډونلډ ټرمپ پلان ته د حماس د ځواب په اړه غبرګون ښودلی. نوموړي دا پلان "په امریکايي جامو د کې د اسرائیلو پروژه" بللې او خبرداری یې ورکړی چې دا "له خطره ډک دی".
د حزب الله مشر په يوه ټلويزیوني وينا کې ويلي، دا پلان د دې لپاره جوړ شوی چې اسرائیلو ته اجازه ورکړي چي د سياست له لارې هغه څه ترلاسه کړي چې د "يرغل، نسل وژنې او قحطۍ" له لارې یې ترلاسه کولو کې پاتې راغلي دي.
نوموړي دا پلان د "ستر اسرائیل" د يوې پراخې پروژې د يوې برخې په توګه ياد کړ چې په وينا یې د امريکا په ملاتړ ډيزاين شوی دی.
نعيم قاسم وويل، د اسرائیلو هر ډول وتل بايد يو "تاکتيکي ګام وګڼل شي، نه ريښتينی".
نوموړي ټینګار وکړ چې حزب الله به د پلان د جزياتو په بحث کې ښکېل نشي، دا به حماس او نورو فلسطيني ډلو ته پرېږدي. خو خبرداری یې ورکړ چې د لبنان او سيمي عامه خلک بايد په بشپړ ډول د سياسي خطرونو په اړه پوه شي.
د اسرائيلو پوځ په غزه کې پوځي عمليات له هغه وروسته پيل کړل چې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر پر اوومه نېټه د حماس په مشرۍ بريد وشو. په پایله کې يې شاوخوا ۱۲۰۰ کسان ووژل شول او ۲۵۱ نور يرغمل شول.
په ځواب کې بيا اسرائیلو په غزه بريد وکړ چې هلته د حماس تر ادارې لاندې د روغتيا وزارت مسؤلانو په وينا، له هغه راهيسې تر اوسه د اسرائيلو په بریدونو کې لږ تر لږه ۶۷ زره کسان وژل شوي دي.











