ټرمپ له اسرائيل غوښتي چې پر غزې بمباري ودروي او حماس د یرغملو خوشي کول منلي

د عکس سرچینه، Getty Images
له هغه وروسته چې حماس د یرغملو خوشي کولو ته غاړه ايښې، د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ له اسرائیل غوښتي چې سملاسي پر غزې بمباري ودروي.
ښاغلي ټرمپ له اسرائيلو دا غوښتنه په یوه ویډيويي پیغام کې پر خپله خواله رسنۍ 'ټروت' کړې ده.
هغه ویلي، "حماس چې تازه کومه اعلامیه خپره کړې، هغې ته په کتو زما باور دا دی چې یوې تلپاتې سولې ته چمتو دي. اسرائيل باید سملاسي پر غزې بمباري پایته ورسوي چې موږ په خوندي او بېړني ډول یرغمل ترلاسه کړای شو!
همدا شېبه داسې کول بیخي خطرناک دي. موږ وار د مخه د دې پر جزیاتو کار کوو. دا یوازې د غزې نه بلکې په منځني ختیځ کې د اوږدمهاله سولې خبرې ده."
حماس په خبرپاڼه کې ویلي چې د ټولو پاتې اسرائیلي یرغملو په خوشي کول یې هوکړه کړې خو د امریکا د غزې سولې پلان کې ذکر شوو ځينو مسئلو باندې د نورو خبرو اترو غوښتونکی دی.
اسرائيل څه وايي؟
د اسرائيل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو دفتر په یوه لنډ بیان کې ویلي چې هېواد به یې د "سولې لپاره د ټرمپ پلان" باندې له امریکا سره ګډ کار وکړي.
د اسرائيل پوځ هم ویلي چې د ډونلډ ټرمپ د پلان لومړي پړاو "سمدلاسه پلي کولو ته چمتوالی نیسي."
د پوځ د اعلامیې له مخې، د اسرائیلو مشرانو د شپې له لوړپوړه پوځي او استخباراتي مشرانو سره په غونډه کې دا پرېکړه کړې.

د عکس سرچینه، HANDOUT
د اسرائيل د پوځ رسمي راډیو سټېشن 'ګالټز' یوه خبریال په دې اړه لیکلي چې پوځ به په غزه کې خپل فعالیت "لږترلږه" کچې ته راټيټ کړي.
هغه په عبراني ژبه لیکلي چې د اسرائيل پوځ ته یوازې د دفاعي عملیاتو د ترسراوي سپارښتنه شوې.
د اسرائيلي یرغملو ځينو کورنیو له ډونلډ ټرمپ مننه کړې ده.
"دا خوب دی که حقیقت؟"
له غزې د بيبيسي خبریال رشدي ابوالعوف وايي چې د غزې خلک دې خبر، ډراماتیک او چټک پرمختګ هيښ کړي دي او ځينو ته لا هم پرې باور کول سخت دي.
ښاغلی ابوالعوف وایي، "ما په غزه کې دننه داسې سلګونه پیغامونه ترلاسه کړي دي چې له ګڼو پوښتنو ډک دي چې جګړه پایته رسېدلې؟" او دا چې "دا خوب دی او که حقیقت؟"
دی وايي، دا هغه پوښتنې دي چې "زه ورته د سم ځواب موندلو هڅه کوم."
حماس په اعلامیه کې څه ویلي؟

د عکس سرچینه، Reuters
حماس په غزه کې د اوربند په اړه د امریکا د وړاندیز شوي پلان د ځينو شرطونو د منلو خبره کړې خو په یو شمېر مهمو ټکو باندې د لا نورو مذاکراتو په لټه دی.
دې ډلې په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په دې یې هوکړه کړې چې "د امریکا ولسمشر د وړاندیز شوي پلان له مخې ټول اسرائیلي یرغمل که هغه مړه دي او که ژوندي، خوشي کړي" خو په وینا یې، دا به هله ممکنه شي چې د دې تبادلې لپاره د دوی شرايط ومنل شي.
داسې برېښي چې حماس د غزې تړانګې د راتلونکي او همداراز د فلسطینیانو د حقونو په څېر پر ځينو مسئلو لا نور بحث او خبرو ته لېواله دی.
د ډونلډ ټرمپ اخطار
د حماس غبرګون د ډونلډ ټرمپ له "اخطار" څو ساعته وروسته په ډاګه شو.
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د راروانې یکشنبې ورځ (اکتوبر پنځمه) د واشنګټن په وخت د ماښام شپږ بجې حماس ته ضرب الاجل ټاکلی چې د غزې لپاره د امریکا د سولې پلان ومني که نه نو له "بشپړ دوزخ" سره به مخ شي.
ښاغلي ټرمپ دا د حماس لپاره وروستی فرصت بللی دی.
د یادولو ده چې د اکتوبر میاشتې پر اوومه نېټه د دې جګړې دوه کلني پوره کېږي.
د امریکا سولې پلان کې په سملاسي ډول د جګړې پایته رسول، د سلګونو بندي غزهوالو د خوشي کولو په بدل کې د حماس له لوري په ۷۲ ساعتونو کې د ۲۰ ژوندیو یرغملو خلاصون او د مړو هغو د جسدونو سپارل شامل دي.
حماس په خبرپاڼه کې ویلي چې دوی هم "خپله هوکړه تازه کوي چې د غزې تړانګې اداره دې د فلسطین د ملي اجماع او پر عربي او اسلامي بنسټ ولاړې خپلواکې فلسطینۍ ادارې (تیکنوکراتانو) ته وسپارل شي."
خو زیاته کړې یې ده چې د غزې د راتلونکي او د فلسطینیانو د حقونو مسئله په یوه "ملي چوکاټ کې دننه" لا تر بحث لاندې ده.

د عکس سرچینه، PA Media
د جمعې په ورځ ډونلډ ټرمپ پرخپله خواله رسنۍ 'ټروت' حماس ته په خطاب لیکلي وو، "که دا د وروستي فرصت هوکړه ونه شي نو د حماس پر وړاندې به داسې سخت دوزخ رامنځته شي چې تر اوسه به هېچا هم نه وي لیدلی. په منځني ختیځ کې به په یوه یا بله بڼه سوله وي."
تر هغې وړاندې ټرمپ د تېرې سې شنبې په ورځ ویلي وو چې حماس ته یې "درې یا څلور ورځې" وخت ورکړی چې د سولې پلان ته ځواب ووايي.
په دې پلان کې چې د ټرمپ او د اسرائیل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو لخوا پرې هوکړه شوې ده؛ د اسرائیلو د عملياتو سملاسي درولو، په ۷۲ ساعتونو کې د ۲۰ ژونديو اسرائیلي يرغملو خوشي کول، هغوی چې مړه دي جسدونه یې سپارل او په بدل کې د غزې د سلګونو بنديانو خوشي کېدو وړانديزونه شوي دي.
په دې پلان کې همداراز ویل شوي چې حماس به نور د غزې په حکومت کې ونډه نه لري او د فلسطيني دولت لپاره یې لاره پرانیستې پريښې ده.
د ټرمپ د پلان له مخې حماس به خپلې وسلې پر ځمکه ږدي او د هغوی تونلونه او د وسلو تاسيسات به له منځه وړل کېږي.
تر دې وړاندې د حماس نظامي څانګې مشر منځګړو ته ویلي وو چې حماس د اوربند په اړه د امریکا له پلان سره هوکړه نه کوي.
عزالدین حداد ویلي وو چې دی په دې باور دی چې که حماس دا پلان ومني او که نه، د امریکا طرحه د حماس د له منځه وړلو لپاره جوړه شوې. نو له همدې کبله دا ډله غواړي چې د اسرائيل پر ضد جګړې ته دوام ورکړي.
د جګړې د پایته رسولو لپاره د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ پلان وار دمخه اسرائيل منلی دی.
عزالدین حداد د حماس له هغو څو محدودو نظامي قومندانانو دی چې د 'الاقصی توپان عملیات' یې څارل. ویل کېږي چې اسرائيلو څو ځله هڅه کړې چې هغه په نښه کړي خو تر اوسه روغ وتلی.
د محمد ضیف او یحیی سنوار تر وژل کېدو وروسته ښاغلی حداد په غزه کې د حماس د پوځي څانګې تر ټولو مهم او پرېکړه کوونکی کس بلل کېږي.
د اسرائيلو پوځ په غزه کې پوځي عمليات له هغه وروسته پيل کړل چې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر پر اوومه نېټه د حماس په مشرۍ بريد وشو. په پایله کې يې شاوخوا ۱۲۰۰ کسان ووژل شول او ۲۵۱ نور يرغمل شول.
په غزه کې د حماس تر ادارې لاندې د روغتيا وزارت مسؤلانو په وينا، له هغه راهيسې تر اوسه د اسرائيل په بریدونو کې لږ تر لږه ۶۶ زره کسان وژل شوي دي.











