بي‌بي‌سي ته معلومه شوې چې د حماس نظامي مشر په غزه کې د اوربند پلان نه مني

غزه

د عکس سرچینه، EPA

بي‌بي‌سي ته معلومه شوې چې د حماس د نظامي څانګې مشر منځګړو ته ویلي چې د اوربند په اړه د امریکا له پلان سره هوکړه نه کوي.

عزالدین حداد په دې باور دی چې که دوی دا پلان ومني او که نه، د امریکا پلان د حماس د له منځه وړلو لپاره جوړ شوی دی. نو له همدې کبله دا ډله غواړي چې د اسرائيل پر ضد جګړې ته دوام ورکړي.

د جګړې د پای‌ته رسولو لپاره د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ پلان وار دمخه اسرائيل منلی دی چې د حماس بې‌وسلې کول هم پکې شامل دي.

عزالدین حداد د حماس له هغو څو محدودو نظامي قومندانانو دی چې د 'الاقصی توپان عملیات' یې څارل.

ویل کېږي چې اسرائيلو څو ځله هڅه کړې چې هغه په نښه کړي خو تر اوسه روغ وتلی.

د محمد ضیف او یحیی سنوار تر وژل کېدو وروسته ښاغلی حداد په غزه کې د حماس د پوځي څانګې تر ټولو مهم او پرېکړه کوونکی کس بلل کېږي.

غزه

د عکس سرچینه، AFP via Getty Images

د یادولو ده چې پرون د حماس يوه لوړ پوړي چارواکي هم بي‌بي‌سي ته ويلي وو چې د دې احتمال شته چې حماس د غزې د جګړې د پايته رسولو لپاره د ډونلډ ټرمپ پلان رد کړي.

هغه ویلي وو چې "په دې پلان کې د فلسطينيانو غوښتنې له پامه غورځول شوې او یوازې د اسرائیلو ګټې په پام کې نيول شوې دي."

د دغه چارواکي په وینا، د دې احتمال شته چې حماس د ټرمپ د پلان دوه مهم شرطونه چې د خپلو وسلو سپارل او تسلمېدل دي هم ورسره موافقه ونکړي.

همدا ډول ويل شوي چې حماس په غزه کې د نړيوال ثبات ځواک د ځای پر ځای کېدو سره هم مخالفت لري او دا د اشغال يوه نوې بڼه بولي.

د اسرائيلو لومړي وزير بنيامين نتنياهو د دوشنبې په ورځ سپينه ماڼۍ کې د ټرمپ له خوا د غزې سولې پلان ومانه خو حماس لا هم تراوسه رسمي غبرګون نه دی ښودلی.

بل پلو د قطر د بهرنيو چارو وزارت ويلي، حماس په "مسوولانه توګه" د دې وړانديز ارزونه کوي.

يوه لوړ پوړي فلسطيني چارواکي چې له حماس سره د خبرو په اړه معلومات لري، بي بي سي ته ويلي، د دې ډلې د مشرتابه له خوا په غزه کې دننه او له غزې بهر خبرې روانې دي.

په غزه کې د دې ډلې پوځي مشر عزالدين الحداد لا هم د جګړې دوام ته ژمن ښکاري او نه غواړي دا وړانديز ومني. له غزې بهر د حماس غړي چې پر يرغمل شويو کسانو مستقیم کنټرول نه لری له بحثونو څنډې ته کړل شوي دي.

د حماس خبرې چې تمه کېږي څو ورځې به دوام وکړي نورې فلسطينۍ ډلې هم په کې ښکېلې دي.

د فلسطين اسلامي جهاد وسله والې ډلې چې اکټوبر اوومې نېټې بريدونو کې یې برخه لرله او مخکې يې ځينې اسرائیليان يرغمل کړي وو د سې شنبې په ورځ دا پلان رد کړ.

د ډونلډ ټرمپ په پلان کې غوښتنه شوې چې حماس باید ټول يرغمل په يو ځل خوشي کړي، هغه څه چې حماس ورسره همغږی نه ښکاري.

د دې سربېره چې ډونلډ ټرمپ د دې پلان ملاتړ کوي بيا هم حماس باور نه لري چې اسرائیل به د يرغمل شويو کسانو له ترلاسه کولو وروسته خپل پوځي بريد ودروي، په ځانګړې توګه وروسته له هغه چې د امریکا د مشورې خلاف تېره مياشت اسرائیلو په دوحه کې د حماس د مشرتابه د وژلو هڅه وکړه.

ټرمپ او نتنياهو

د عکس سرچینه، Getty Images

د دې تر څنګ د ټرمپ ادارې له خوا خپره شوې د غزې نقشه ښيي چې د مصر سره په جنوبي پوله يوه احتمالي خوندي سيمه (بفر زون) پلان شوی دی. دا چې دا سيمه به څنګه اداره کېږي لا معلومه نه ده خو که اسرائیل په کې ښکېل وي نو دا به هم په يوه جنجالي ټکی وګرځي.

سربېره پر دې چې بنيامين نتنياهو د دوشنبې په ماښام په واشنګټن کې د غزې سولې پلان ومانه اوس یې پر اېکس داسې څرګندونې کړې چې وايي د اسرائیلو پوځ کولی د غزې په ځينو برخو کې پاتې شي او دا چې هېواد به یې په "ځواک سره" د فلسطين دولت د جوړولو پر وړاندې مقاومت وکړي.

دا خبره د ټرمپ د پلان له اصولو سره په ټکر کې ده چې په هغو کې له غزې د اسرائیلي ځواکونو په بشپړه توګه وتل او د يوه فلسطيني خپلواک دولت لپاره لار شامله ده.

د اسرائيلو پوځ په غزه کې پوځي عمليات له هغه وروسته پيل کړل، چې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر پر اوومه نېټه د حماس په مشرۍ بريد وشو، چې په پايله کې يې شاوخوا ۱۲۰۰ کسان ووژل شول او ۲۵۱ نور يرغمل شول.

په غزه کې د حماس تر ادارې لاندې د روغتيا وزارت مسوولینو په وينا، له هغه راهيسې تر اوسه پورې په اسرائيلي بریدونو کې لږ تر لږه ۶۶ زره کسان وژل شوي دي.

د ملګرو ملتونو له ملاتړه برخمنې يوې ادارې تازه تائید کړې چې په غزه کې قحطي روانه ده. د سپټمبر مياشتې په لومړيو کې د ملګرو ملتونو د پلټنو يوه کميسيون ويلی وو چې اسرائیلو په غزه کې نسل وژنه کړې خو اسرائیل دا داعاوې په کلکه ردوي.