د فلسطین دولت په رسمیت پېژندل: پوښتنه دا ده چې څوک به یې مشري کوي؟

ماشوم له فلسطیني بیرغ سره منډې وهي
    • Author, پاول اډمز
    • دنده, بي بي سي

د روانې مياشتې په پيل کې يو فلسطينی ډېپلومات حسام زملوط د لندن په چتم هاوس کې یوې غونډې ته بلل شوی و. هغه مهال بلجيم تازه له بريتانيا او نورو هېوادونو سره مل شوی و چې ویل یې په نيويارک کې د ملګرو ملتونو په غونډه کې به د فلسطين دولت په رسميت وپېژني.

ډاکتر زملوط دا یو مهم پړاو باله او خبرداری یې ورکړ، "هغه څه چې تاسو به په نيويارک کې وګورئ ښايي د دوو دولتونو د حل وروستۍ ريښتينې هڅه وي."

نوموړي وويل، "راځئ دا هڅه ناکامه نه شي."

اوونۍ وروسته دا خبره ريښتيا شوه، بریتانیا، کاناډا او اسټرالیا چې ټول په دوديز ډول د اسرائیلو پياوړي متحدين بلل کېږي دا ګام پورته کړ.

د بریتانيا لومړي وزير کېير سټارمر د ټولنيزو رسنيو له لارې په يوه ويډيويي پیغام کې د فلسطين دولت په رسميت پېژندلو اعلان وکړ.

نوموړي وويل، "په منځني ختيځ کې د زياتېدونکي وحشت پر وړاندې موږ دا ګام پورته کوو تر څو د سولې او د دوو دولتونو د حل شونتيا ژوندۍ وساتو".

"یعنې يو له امنه برخمن او خوندي اسرائیل د يوه عملي فلسطيني دولت ترڅنګ؛ اوسمهال موږ دواړه نه لرو."

ترې دې وړاندې له ۱۵۰ زياتو هېوادونو د فلسطين دولت په رسميت پېژندلی و خو د بريتانيا او نورو لوېديځو هېوادونو ګډون د ډېرو خلکو په باور يو مهم پړاو دی.

يو پخوانی فلسطينی چارواکی ابو عيد وايي، "فلسطين هېڅکله هم دومره نړيوال ملاتړ نه درلود لکه اوس یې چې لري."

"نړۍ د فلسطين لپاره راپاڅېدلې ده."

خو دلته ځينې پېچلې پوښتنې شته چې بايد ځواب شي لکه دا چې فلسطين څه دی او مشري به یې څوک کوي؟

د بریتانيا لومړی وزير له محمود عباس سره

د عکس سرچینه، Shutterstock

د عکس تشریح، د بريتانيا لومړی وزير کېير سټارمر له محمود عباس سره

د دولت پېژندنې لپاره څلور معيارونه د ۱۹۳۳ مونټېويډيو کنوانسيون کې راغلي دي. فلسطين د دوو معيارونه دعوا کولی شي، يو دایمي نفوس (که څه هم د غزې جګړې دا په خطر کې اچولی) او بل نړيوالو اړیکو ته د اخلېدو وړتيا چې ډاکتر زملوط یې ژوندی ثبوت دی.

خو دا لا هم د "د تعريف شوي قلمرو" شرط نه پوره کوي.

د وروستيو پولو په اړه کومه هوکړه نشته نو دا ګرانه ده چې په ډاډ سره ووايو فلسطين څه معنی لري.

د فلسطينيانو لپاره هغه دولت چې دوی یې هیله لري له دريو برخو جوړ دی: ختيځ بيت المقدس، لوېدیځه غاړه او د غزې تړانګه. دا ټولې سيمې اسرائیلو د ۱۹۶۷ شپږ ورځنۍ جګړې پر مهال نيولې وې.

نقشې ته يوازې سرسري کتل ښيي چې ستونزه له کومه پيل شوې.

لوېديځه غاړه او غزه له ۱۹۴۸ راهيسې، کله چې اسرائيلو خپلواکي واخیسته اسرائیلو بېل کړي دی.

اسرائيل، لوېديځه غاړه او غزه

په لوېديځه غاړه کې د اسرائیلي پوځ او يهود مېشتو شتون دا معنی لري چې فلسطينۍ اداره يوازې د شاوخوا ۴۰ سلنه خاورې اداره پر غاړه لري. له ۱۹۶۷ کال راهیسې مېشت ځایونه پراخ شوي او د لوېديځې غاړې سيمې يې ټوټې کړې دي.

بل پلو ختيځ بيت المقدس چې فلسطينيان يې خپله پلازمېنه بولي يهودي مېشتځایونه احاطه کړې او ورو ورو له لوېدیځې غاړې جلا شوې ده.

د غزې برخليک بيا له دې هم ډېر ناوړه دی. د نژدې دوو کلونو جګړې وروسته چې د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر د اوومې له بريدونو وروسته پیل شوه، ډېره برخه يې نړېدلې ده.

خو د دې هر څه تر څنګ د مونټېويډيو کنوانسيون کې يو بل شرط هم شته چې هغه د يوه فعال حکومت لرل دي او دا د فلسطينيانو لپاره یوه ستره ننګونه ده.

"موږ نوي مشرتابه ته اړتيا لرو"

په ۱۹۹۴ کال کې د اسرائيلو او د فلسطين د ازادۍ غورځنګ (پي اېل او) تر منځ يوه هوکړه وشوه چې له امله یې د فلسطين ملي اداره (پې اې) رامنځته شوه. دې ادارې ته دا واک ورکړل شو چې په جزوي ډول د غزې او لوېديځې غاړې پر فلسطينيانو به ملکي واک ولري.

خو له ۲۰۰۷ کال راهيسې چې د حماس او د فلسطین د ازادۍ غورځنګ د اصلي برخې فتح تر منځ مرګونې شخړې وشوې، فلسطينيان د دوو سيالو حکومتونو تر واک لاندې راغلل، په غزه کې حماس او په لوېدیځه غاړه کې د نړيوالو له خوا په رسميت پېژندل شوې فلسطينۍ ادراه چې مشري يې محمود عباس کوي.

محمود عباس

د عکس سرچینه، Bloomberg via Getty Images

د عکس تشریح، محمود عباس ۹۰ کلنۍ ته نژدې دی

دا ۷۷ کلن جفرافيايي بېلتون او ۱۸ کلن سياسي وېش دی چې لوېدیځه غاړه او غزه یې جلا کړي دي.

په همدې موده کې فلسطيني سياستونه کنګل شوي او ډېری فلسطينيان پر خپل مشرتابه بې باوره شوي او د هر ډول کورنۍ پخلاينې يا دولت جوړونې پر وړاندې نهيلي شوي دي.

وروستۍ ولسمشریزې او پارلماني ټاکنې په ۲۰۰۶ کال کې شوې وې يعني هېڅ فلسطينی چې عمر يې له ۳۶ کلونو کم دی په ټاکنو کې ګډون نه دی کړی.

فلسطينۍ وکيله ډيانا بوټو وايي، "دا چې دومره اوږده موده ټاکنې نه دي شوې، عقل یې نشي منلی. موږ نوي مشرتابه ته اړتيا لرو."

په غزه کې د اسرائيلو بريدونه

د عکس سرچینه، MAHMUD HAMS/AFP via Getty Images

د عکس تشریح، په غزه کې د حماس تر ولکې لاندې د روغتيا وزارت وايي له ۲۰۲۳ راهسې د اسرائیلو بريدونو کې له ۶۰ زرو ډېر کسان وژل شوي

د ۲۰۲۳ کلا د اکټوبر له بریدونو وروسته چې په غزه کې جګړه پيل شوې دا مسئله یې نوره هم جدي کړې ده.

د خپلو لسګونو زرو وګړو د مرګژوبلې پر وړاندې د محمود عباس په مشرۍ فلسطينۍ اداره چې په لوېديځه غاړه کې مېشته ده ډېر لږ رول لري او له لرې يوازې د يوه بې وسه نندارچي په توګه ښکاري.

د کورنيو شخړو کلونه

د فلسطيني مشرتابه تر منځ شخړې له کلونو پخوانۍ دي.

کله چې د فلسطين د ازادۍ غورځنګ مشر ياسر عرفات له اوږدې جلاوطنۍ بېرته راستون شو او د فلسطين د ملي ادارې مشري يې پر غاړه واخيسته، ډېر ځايي فلسطيني سياستوال له واکه څنډې ته کړل شول.

د فساد اوازو د عرفات د کړۍ يا حلقې اعتبار ته هم زيان ورساوه.

ياسرعرفات، د امریکا له ولسمشر بېل کلېنټن او د اسرائیلو لومړي وزير

د عکس سرچینه، REUTERS/Gary Hershorn

د عکس تشریح، ياسرعرفات په سپینه ماڼۍ کې د امریکا له ولسمشر بېل کلېنټن او د اسرائیلو له لومړي وزير سره

تر دې هم مهمه دا وه چې نوې جوړه شوې فلسطينۍ اداره ونتوانېده چې د اسرائيلو د مېشتځايونو د تدريجي پراخېدو مخه ونيسي يا د خپلواکۍ او حاکمېت کړې ژمنې پوره کړي.

وروستي کلونو کې د سولې ناکامې هڅو، د يهودي مېشځايونو پراخېدو د دواړو خواو د سختدريځو له خوا تاوتریخوالي، د اسرائیلو د ښي اړخو سياستونو پرمختګ او د حماس او فتح تر منځ د ۲۰۰۷ کال له تاوتريخوالي ډک وېش سره تېر شول. دې هر څه د فلسطین پرمختګ ته زيان ورساوه.

فلسطينی تاریخ پوه يزيد صايغ وايي، "په عادي حالاتو کې به نوې څېرې او نوي نسلونه راټوکېدلي وو" خو دا ناشونې شوې ده، فلسطينيان په اشغال شويو سیمو کې په ډېرو کوچنيو جلا جلا ځايونو وېشل شوي، دا د دې سبب شوی چې نوې څېرې را څرګندې نشي او سره يو موټي نشي."

ياسر عرفات

د عکس سرچینه، Getty Images

د مروان برغوثي په نامه يوه څېره راڅرګنده شوه. نوموړی په لوېديځه غاړه کې زيږېدلی او هلته لوی شوی و. په ۱۵ کلنۍ کې د فتح غړی شو چې ياسر عرفات یې مشري کوله.

برغوثي د دويم فلسطيني پاڅون پر مهال په يوه مشهور مشر بدل شو خو وروسته ونيول شو او په هغو بريدونو تورن شو چې پنځه اسرائيليان په کې وژل شوي وو. دی تل دا تورونه ردوي خو له ۲۰۰۲ کال راهیسې په زندان کې بندي دي.

کله هم چې فلسطينيان د راتلونکو مشرانو خبرې کوي د دې کس چې نژدې د يوې پېړۍ څلورمه برخه يې په زندان کې تېره کړې يادونه تل کېږي.

د مروان برغوثي دوه عکسونه سره يو ځای شوي

د عکس سرچینه، AFP via Getty Images

د عکس تشریح، مروان برغوثي د دوهم فلسطیني پاڅون پر مهال د یو مشهور مشر په توګه راڅرګند شو.

د فلسطين د پاليسۍ او سروې د څېړنو مرکز چې په لوېديځه غاړه کې فعاليت لري يوه تازه سروې ښيي چې ۵۰ سلنه فلسطينيان به برغوثي د ولسمشر په توګه غوره کړي، له محمود عباس ډېر زیات چې له ۲۰۰۵ کال راهيسې په واک کې دی.

که څه هم برغوثي د فتح غړی دی هغه ګوند چې له حماس سره اوږده شخړه لري خو د نوموړي نوم په هغه لست کې دی چې حماس غواړي د اسرائیلي يرغملو به بدل کې یې خوشي شي.

اسرائيلو تراوسه داسې کومه نښه نه ده ښودلې چې نوموړی به پرېږدي.

یوې وروستۍ نظرپوښتنې ښودلې چې برغوثي د فلسطین د مشرتابه لپاره غوره انتخاب دی، له محمود عباس څخه ډېر مخکې دی

د عکس سرچینه، AFP via Getty Images

د عکس تشریح، یوې وروستۍ نظرپوښتنې ښودلې چې برغوثي د فلسطین د مشرتابه لپاره غوره انتخاب دی، له محمود عباس څخه ډېر مخکې دی

په اګست مياشت کې يوه ويډيو خپره شوه چې په کې يو ۶۶ کلن کمزوری او ډنګر شوی برغوثي ښکارېده او د اسرائيلو د امنيت وزير بن ګوېر له خوا پرې يو ډول ملنډې وهل کېدې.

دا لومړی ځل و چې برغوثي له کلونو وروسته په عام محضر کې ليدل کېده.

نتنياهو او د فلسطين دولت د جوړېدو مسئله

ان د غزې له جګړې وړاندې هم بنيامين نتنياهو د فلسطين دولت د جوړېدو مخالفت په څرګنده توکه کړې و.

نوموړي د ۲۰۲۴ کال په فبرورۍ مياشت کې ويلي وو، "هر څوک پوهېږي چې زه هغه کس يم چې له لسيزو راهيسې مې د داسې فلسطيني دولت د جوړېدو پر وړاندې خنډ جوړ کړی چې زموږ د وجود لپاره خطرناک وي".

سره له دې چې نړيوالې غوښتنې شته چې فلسطينۍ اداره بايد بېرته په غزه کې واک ترلاسه کړي خو نتنياهو ټينګار کوي چې ياده اداره به له دې امله چې پر اسرائيلو د اکټوبر د اوومې بريدونه مخالفت یې نه دی کړی د غزې د حکومتولۍ برخه نه وي.

په اګست میاشت کې اسرائیلو د يوه استوګنيز ښارګوټي د جوړېدو اجازه ورکړه چې له مخې به یې ختيځ بیت المقدس له لوېديځې غاړې بېل شي.

دغه د ۳۴۰۰ کورونو ښارګوټي په اړه د اسرائیلو د مالیې وزير بيزليل سموټرېچ وويل چې دا پلان به د فلسطیني دولت مفکوره خښه کړي، "ځکه دلته څه نشته چې وپېژندل شي او نه څوک شته چې ويې پېژني."

تاریخ پوه يزيد صايغ وايي، دا څه نوې خبره نه ده. "ان که مکايل هم راکوز شي او د فلسطينۍ ادارې مشري وکړي، څه فرق به پرې نباسي، ځکه هغه شرايطو لاندې چې کار کېږي، بريا ناشونې ده... او دا حالت له ډېره وخته راهيسې روان دی."

د اسرائيلو لومړی وزير

د عکس سرچینه، Reuters

خو يو شی روښانه دی، که چېرې يو فلسطينی دولت جوړ هم شي، حماس به يې مشري ونکړي. د جولای په مياشت کې يوه دری ورځني کنفرانس چې فرانسې او سعودي تمويل کړی و، اعلاميه کې وويل چې "حماس باید په غزه کې له واکه لاس واخلي او خپلې وسلې فلسطينۍ ادارې ته وسپاري."

ټولو عربي هېوادونو د "نيويارک اعلاميې" ملاتړ وکړ او وروسته ۱۴۲ هېوادونو د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ کې هم ومنله.

حماس هم وايي چمتو دي چې واک یوې خپلواکې تخنيکي ادارې ته وسپاري.

ایا يوازې په رسميت پېژندل بسنه کوي؟

په داسې حال کې چې برغوثي بندي دی، محمود عباس نژدې ۹۰ کلن شوی، حماس له منځه تللی او لوېديځه غاړه ټوټې شوې دا څرګنده ده چې فلسطين د مشرۍ او يووالي له نشتوالي سره مخامخ دی خو دا په دې معنی نه ده چې نړيواله پېژندنه بې ارزښته ده.

ډيانا بوټو وايي، "دا ښايي ډېر ارزښت ولري" خو خبرداری ورکوي چې دا په دې پورې اړه لري چې دغه هېوادونه ولې دا کار کوي او موخه یې څه ده."

يو بريتانوی چارواکی چې نه غواړي نوم یې واخيستل شي وايي، یوازې سمبوليکه پېژندنه کافي نه ده.

دی وایي، "پوښتنه دا ده چې ايا موږ کولی شو کوم پرمختګ رامنځته کړو، ترڅو د ملګرو ملتونو غونډه يوازې د رسميت پېژندنې غونډه پاتې نشي."

د نيويارک اعلاميې د لاسليک کوونکو هېوادونو په ګډون بريتانيا ژمنه کړې چې د فلسطين د مسئلې د سوله ييز حل لپاره به روښانه، وخت پورې تړلې او نه شاته کېدونکي ګامونه پورته کوي.

يو فلسطينی وګړی بیرغ لېږدوي

د عکس سرچینه، Shutterstock

د لندن چارواکي د اعلاميې پر هغو برخو ټينګار کوي چې د غزې او لوېديځې غاړې يووالی، د فلسطينۍ ادارې ملاتړ، د فلسطينيو ټولټاکنو او د عربو له خوا د غزې د بيارغونې د پلان يادونه کوي، هغه ګامونه چې له پېژندنې وروسته بايد پلي شي.

خو دوی پوهېږي چې خنډونه ډېر دي.

اسرائیل یې مخالفت کوي او ګواښ یې کړی چې ښايي د لوېديځې غاړې ځينې برخې يا ټوله لوېديځه غاړه له اسرائیلو سره يو ځای کړي.

په همدې مهال د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ په څرګنده توګه ناخوښي ښودلې او د پنجشنبې په ورځ یې وويل چې "زه د دې موضوع په اړه [د بريتانيا] له لومړي وزير سره اختلاف لرم."

ډونلډ ټرمپ او کېير سټارمر

د عکس سرچینه، Getty Images

په روانه اګست مياشت کې امریکا يو بې ساری ګام پورته کړ او د لسګونو فلسطيني چارواکو ويزې یې لغوه یا یې ورنکړې چې دا کار ښايي د ملګرو متلونو له اصولو سرغړونه وي.

امریکا په ملګرو ملتونو کې د فلسطين دولت د ويټو حق لري او داسې ښکاري چې ټرمپ لا هم خپل "ريوېرا پلان" ته ژمن دی چې له مخې به امریکا په غزه کې د اوږدې مودې لپاره د مالکيت نقش ولوبوي.

د غزې اوږدمهاله راتلونکی ښايي د نيويارک اعلاميې، د ټرمپ د پلان او د عربو د بیا رغونې د پلان تر منځ پروت وي.

هر يو پلان د خپل ځانګړي ليد له مخې هڅه کوي چې غزه له هغو ناورينونو چې په تېرو دوو کلونو کې پېښ شوي يو څه وژغوري او هر څه چې کېږي باید دا پوښتنه ځواب کړي چې فلسطين به څه ډول وي او مشري به یې څوک کوي.

خو د ډيانا بوټو په څېر فلسطينيان وايي، ترې دې هر څه مهمه دا ده چې وژنې بندې شي. نوموړې وايي، "زه دا غواړم چې دغه هېوادونه د وژنو مخه ونيسي. يو څه وکړي چې دا ودرېږي نه دا چې يوازې د دولت جوړېدو خبره وکړي".