بیزالیل سموترېچ: هغه اسرائیلی ښی اړخی وزیر چې غواړي اسرائیلیان بیا په غزه کې مېشت شي

ښاغلی سموترېچ په ښکاره له اسرائیل سره د لوېدیځي غاړې پر یو ځای کولو ټینګار کوي او غزې ته د بشري مرستو له لېږلو سره مخالف دی.

د عکس سرچینه، Kobi Wolf/Bloomberg via Getty Images

د عکس تشریح، ښاغلی سموترېچ په ښکاره له اسرائیل سره د لوېدیځي غاړې پر یو ځای کولو ټینګار کوي او غزې ته د بشري مرستو له لېږلو سره مخالف دی.

د اسرائیل ښی اړخی وزیر بیزالیل سموترېچ چې سختدریځه اسرائیلي ملتپاله نظر او پیاوړی سیاسي مقام لري، ډېر ناندریز شخصیت بلل کېږي.

د هغه مذهبي صیهونیست ګوند د ملي امنیت له بل ښي اړخي افراطي وزیر ایتامار بین‌ګوېر له یهودي ځواک ګوند سره یو ځای د لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو د لړزانده ایتلافي حکومت پایښت لپاره خورا مهم بلل کېږي او همدې وضعیت ښاغلي سموترېچ ته د غزې د جګړې په تړاو مهمو پرېکړو کې بر لاسی ور په برخه کړی دی.

دی د اسرائیلو د مالیې وزیر دی او د دفاع وزارت کې هم د وزیر په توګه رول لري چې له امله یې هغه ته د اسرائیلو لخوا په اشغال شوې لوېدیځه تړانګه کې د پرېکړو پراخ واکونه ور کړل شوي دي.

دی په برالا توګه له اسرائیل سره د لوېدیځي غاړې سیمې پر یو ځای کولو ټینګار کوي او دغه راز غزې ته د مرستو له لېږلو سره مخالف دی.

ښاغلی سموترېچ انګلنډ، کاناډا او اسټرالیا له فلسطینیانو سره تاوتریخوالي ته په لمن وهلو تورن کړی او بندیزونه یې پرې لګولي دي.

هالنډ بیا هغه د توکمیز چاڼ په ملاتړ تورن کړی دی.

دی په دې وروستیو کې د یوه داسې دېوالې انځور تر څنګ موسکی لیدل شوی چې 'مرګ پر عربانو' توري پرې لیکل شوی و. خو اسرائیلي رسنیو د مالیې وزارت له خولې ویلي، دا عبارت د عکس له خپرېدو وروسته د پام وړ ګرځېدلی چې "موږ یې په بشپړ ډول ردوو".

'وحشتناکې' تبصرې

ښاغلی سموترېچ له ۲۰۱۵ کال راهیسې د اسرائیلو د پارلمان غړی دی، خو د ۲۰۲۲ کال له ټاکنو وروسته چې ښاغلي نتانیاهو خپل ګوند د اسرائیل په تاریخ کې تر ټولو مذهبي او ښي اړخي حکومت کې ور ګډ کړ، ډېر مشهور شو.

د غزې د جګړې په ترڅ کې د ښاغلي سموترېچ سخت دریځ نړیوالې نیوکې او ځینې وختونه غوسه راپارولې ده.

هغه غزې ته د مرستو رسولو مخالفت کړی او دلیل یې دا ښيي، چې دا مرستې حماس ته ګټه رسوي او په تېره اپرېل میاشت کې یې ویلي و:"ان د غنمو یوه دانه به غزې ته پرېنږدي."

د ۲۰۲۴ کال په اګسټ کې هغه وویل: "هیڅوک به موږ ته اجازه رانه کړي چې دوه میلیونه ملکي وګړي وږي وساتو، که څه هم دا چاره ممکن تر هغه وخته چې زموږ یرغمل شوي وګړي راستانه شوي نه وي، د توجیې وړ او اخلاقي وي."

اروپايي ټولنې وویل، دا "د نړیوال قانون او د انسانیت د بنسټیزو اصولو د سپکاوي" څرګندونه ده او زیاته یې کړه چې "د ملکي وګړو قصدي لوږه جنګي جرم دی."

د فلسطین د بهرنیو چارو وزارت دا د هغه له خوا "د نسل وژنې د تګلارې خپلولو او پر هغې د ویاړ څرګند اعتراف" وباله.

د ۲۰۲۵ کال په مې میاشت کې ښاغلي سموترېچ وویل، غزه به "په بشپړه توګه ویجاړه شي" او خلک به یې "په بشپړه توګه نا هیلي شي، دوی به وپوهیږي چې په غزه کې هیڅ هیله او هیڅ شی نه شته، نو په نورو ځایونو کې به د نوي ژوند پیلولو لپاره د ځای په لټه کې شي."

د انګلنډ د بهرنیو چارو وزیر ډېویډ لامي د هغه دا څرګندونې "وحشیانه" وبللې.

بندیزونه 'له سرې کرښې تېرېدل دي'

په تېره جون میاشت کې انګلنډ، اسټرالیا، ناروې، کاناډا او نیوزیلنډ په ګډه په اشغال شوې لوېدیځه غاړه کې د "فلسطیني ټولنو پر وړاندې د تاوتریخوالي تکرار ته د لمن وهلو" له امله پر ښاغلي سموترېچ بندیز ولګاوه.

یادو هېوادونو د ښاغلي سموترېچ پر ور تللو بندیز ولګاوه او په خپلو هېوادونو کې یې د هغه اړوند شتمني کنګل کړه.

ښاغلي سموترېچ یروشلم پوسټ ورځپاڼې ته وویل، دا ګام "زما لپاره په شخصي توګه هیڅ معنا نه لري"، خو "په ملي کچه، دا یوه ډېره جدي مسله ده."

نوموړي زیاته کړې وه: "متحدین پر یو بل بندیزونه نه لګوي، ان د اختلافونو د شتون په وخت کې هم. دا له سرې کرښې تېرېدل دي."

د ښاغلي سموترېچ ګوند د ښاغلي نتانیاهو د ایتلافي حکومت په پایېدو کې مهم رول لوبوي.

د اسرائیل لومړی وزیر بینیامین نتانیاهو او د مالیې وزیر بیزالیل سموترېچ

د عکس سرچینه، RONEN ZVULUN/POOL/AFP via Getty Images

د عکس تشریح، د اسرائیل لومړی وزیر بینیامین نتانیاهو او د مالیې وزیر بیزالیل سموترېچ

په تېره جولای میاشت کې هالنډ هم د هغه پر ور تللو بندیز ولګاوه.

ښاغلي سموترېچ یې په اړه غبرګون وښود او پر ایکس پاڼه یې ولیکل: "هالنډ ته د تللو پرتله زما لپاره دا ډېره مهمه ده چې راتلونکې لسیزې او پېړۍ زما ماشومان، لمسیان، کړوسیان او د نړۍ ټول یهودان وکولی شي راتلونکو پېړیو په اوږدو کې اسرائیل کې په امنیت کې ژوند وکړي."

هغه زیاته کړه: "زه خپل ژوند د اسرائیل راتلونکي او امنیت ته وقفوم، تر هغه مې چې وس وي دا کار کوم، ان که دا د ټولې نړۍ پر وړاندې د درېدو په معنا هم وي."

د غزې ارمانونه

ښاغلی سموترېچ یو روزل شوی وکیل او د یوه ربی (د یهودانو روحاني شخصیت) زوی دی چې د اشغال شوې لوېدیځې تړانګې په یوه اسرائیلي مېشتځي کې لوی شوی، خو دمګړۍ یې په بل هغه کې ژوند کوي.

هغه باوري دی چې دا ځمکه د خدای له خوا یهودانو ته ورکړل شوې ده.

هغه له لسیزو راهیسې د اسرائیلي مېشت ځایونو د پراختیا هڅې کړې او په ۲۰۰۶ کې یې د "ریګاویم" په نامه یو سازمان جوړ کړ چې د دې 'هڅو' ملاتړ کوي.

وروسته له هغه چې اسرائیل د ۱۹۶۷ کال په جګړه کې لوېدیځه تړانکه او ختیځ بیت المقدس ونیول، هلته یې شاوخوا ۱۶۰ مېشت ځایونه یا مېنې جوړې کړې چې شاوخوا ۷۰۰ زره یهودان په کې اوسېږي.

دا له غزې سره یو ځای هغه جغرافیه ده چې فلسطینیان په کې د خپل راتلونکي دولت جوړولو پلان لري.

د نړیوالې ټولنې لویه برخه د نړیوال قانون له مخې دغه مېشت ځایونه غیرقانوني ګڼي.

په ۲۰۲۴ کې د عدالت د نړیوالې محکمې (ای‌سي‌جی) په یوه 'مشورتي نظر' کې د دې دریځ ملاتړ شوی، خو اسرائیل رد کړی دی.

اسرائیل په ۱۹۶۷ کال کې غزه هم ونیوله، خو په ۲۰۰۵ کال کې یې پرېکړه وکړه، چې په یو اړخیزه توګه له سیمې څخه خپل سرتېري وباسي او هلته جوړ مېشت ځایونه پرېږدي.

ښاغلي سموترېچ هغه مهال د اسرائیل د حکومت د دې اقدام پر وړاندې اعتراض کړی و.

په غزه کې دوه میلیونه خلک ژوند کوي، چېرې چې بشري وضعیت خراب دی

د عکس سرچینه، Abdallah Alattar/Anadolu/Getty Images

د عکس تشریح، په غزه کې دوه میلیونه خلک ژوند کوي، چېرې چې بشري وضعیت خراب دی

هغه په دې وروستیو کې په یوه کنفرانس کې چې د ښي اړخو ډلو له خوا د اسرائیلو د بیا مېشتېدنې پلان په اړه په کې بحث وشو، په زغرده وویل، په غزه کې بیاځلي د اسرائیلیانو مېشتېدل غواړي: "دا رښتیا ده، موږ په تېرو شلو کلونو کې دا یو ارماني فکر باله، خو داسې ښکاري چې دا 'فکر' اوس یو واقعیت لرونکی کاري پلان دی."

هغه غزه "د اسرائیلو د ځمکې یوه نه بېلېدونکې برخه" وګڼله.

دا روښانه نه ده چې دا پلان به د غزې د دوه میلیونو وګړو لپاره څه معنا ولري.

ښاغلي سموترېچ او ښاغلي بین‌ګوېر د "رضاکارانه کډوالۍ" غوښتنه کړې، خو د بشري حقونو کارپوهان وايي چې دا ډول پلان کولی شي توکمیز چاڼ یا جبري بې ځایه کېدل وبلل شي.

لوېديځه غاړه کې 'نوی واقعیت'

د اسرائیل د تر ټولو لویې ورځپاڼې، یدیعوت اخرونوت مشر کالم لیکونکی ناهوم بارنې وايي، د دفاع وزارت د ځواکمن رول خوندي کول، چې په لوېدیځه غاړه کې د پلان جوړونې واکونه په کې شامل دي، د ايتلافي حکومت جوړېدو پر مهال د ښاغلي سموټرېچ "لومړۍ غوښتنه" وه.

په لوېدیځه تړانګه کې د مېشت ځایونو پراختیا د اوسني حکومت کاري موده کې په چټکۍ ډېره شوې ده.

ښاغلي سموترېچ او د دفاع وزیر اسراییل کاتز په تېره مې میاشت کې هلته د ۲۲ نویو مېشت ځایونو د جوړولو اعلان وکړ چې دا په تېرو لسیزو کې د اسرائیلي مېشت ځایونو ترټولو لویه پراختیا ده.

ښاغلي سموترېچ د مېشت ځایونو پراختیا "په یوه نسل کې یو ځل پرېکړه" وبلله او اعلان یې وکړ: "راتلونکی ګام حاکمیت دی!"

ښاغلي سموترېچ د خپل مسلک په اوږدو کې په اشغال شوې لوېدیځه غاړه کې د اسرائیلي مېشت ځایونو د جوړولو ملاتړ کړی دی.

د اسراېیلو تر اشغال لاندې لوېدیځه تړانګه کې د یهودانو مېشت ځایونه د سپینو اپارتمانونو منظره چې سره چتونه لري. تر شا یې د صحرا غونډې ښکاري چې مخې ته یې شنې ونې دي.

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، د اسراېیلو تر اشغال لاندې لوېدیځه تړانګه کې د یهودانو مېشت ځایونه د سپینو اپارتمانونو منظره چې سره چتونه لري. تر شا یې د صحرا غونډې ښکاري چې مخې ته یې شنې ونې دي.

د اسرائیلۍ ورځپاڼې هارتز خبریاله، نوا شپیګل وايي، هغه (سموترېچ) په لوېدیځه تړانګه کې "یو نوی واقعیت" رامنځ ته کوي، "زیاته اندازه" دولتي پیسې ورته ځانګړې کوي او په اغېزناکه توګه په مېشت ځایونو کې د ملکي ژوند کنټرول له نظامي څخه ملکي برخې ته لېږدوي.

نوموړې زیاتوي: "هغه غواړي چې لوېدیځه غاړه د اسرائیلو برخه وي او د دې هدف لپاره خپل ټول وس کاروي."

ښاغلي سموترېچ له اوږدې مودې راهیسې د دوه دولتونو له حللارې سره مخالفت کړی چې له مخې یې باید د اسرائیل په ګاونډ کې په لوېدیځه غاړه کې یوه خپلواک فلسطینی دولت جوړ شي چې ختیځ بیت المقدس او غزه یې پلازمېنه وي.

ښاغلي سموترېچ په ۲۰۱۷ کال کې یو وړاندیز وکړ 'چې د لوېدیځي تړانګې اوسېدونکو ته یې دوه غوراوي درلودل.'

وړاندیز کې راغلي وو، په لوېدیځه غاړه کې مېشتو فلسطینیانو ته به د اسرائیلو تر حاکمیت لاندې د ژوند کولو اختیار ورکړل شي، خو په دې شرط چې په ملي ټاکنو کې به د رایې ور کولو حق نه لري یا دې نورو هېوادونو ته د کډوال کېدو لپاره مالي مرستې تر لاسه کړي.

د هغه په وړاندیز کې ویل شوي وو، د لوېدیځي تړانګې هغه اوسېدونکي به چې د دې وړاندیز دواړه انتخابونه ردوي، د امنیتي ځواکونو له سخت چلند سره مخامخ شي.

منتقدینو دا وړاندیز له 'اپارتاید' سره ورته بللی دی.

سموترېچ څومره ځواکمن دی؟

د ښاغلي سموترېچ مذهبي صیهونیزم ګوند پارلمان کې اووه څوکۍ لري، په داسې حال کې چې د بین‌ګوېر اوتزما یهودیت (یهودي ځواک) ګوند شپږ څوکۍ لري.

د ۲۰۲۵ کال د جولای تر میاشتې پورې، د ښاغلي نتنیاهو په مشرۍ واکمن ایتلاف د پارلمان له ۱۲۰ څوکیو څخه ۶۸ څوکۍ درلودې، خو د دوو نورو ګوندونو له وتلو وروسته یې ۶۰ څوکۍ پاتې شوې، چې ور سره یې پارلماني اکثریت هم پای ته رسېدلی دی.

شنونکي اوسنیو نظرپوښتنو ته په کتو وايي، که اوسمهال په اسرائیل کې بیا ټاکنې وشي، د ښاغلي سموترېچ ګوند به د پارلمان یوه څوکۍ هم ونه شي ګټلی.

ښاغلی بارنې وايي، هغه "د اسرائیلو د خلکو د یوه ډېر کوچني اقلیت استازیتوب کوي"، خو له ایتلاف څخه په وتلو د ایتلافي ډلې حکومت نسکورولی شي او "سموترېچ هره ورځ دا ځواک کاروي".

هغه وايي، 'د سموترېچ له خوا د ځواک په کارولو کې' د یرغملو کسانو د ازادولو لپاره له حماس سره د یوې هوکړې د کولو لپاره پر عمومي فشار سربېره، په غزه کې د اسرائیل له خوا د پوځي عملیاتو پراخولو پرېکړه هم شامله ده.

ښاغلی بارنې وايي: "د غزې د بشپړ اشغال لپاره هڅې نه یوازې د اسرائیلیانو د اکثریت د نظر پر خلاف دي، بلکې د اسرائیلي پوځ د نظر پر خلاف هم دي."

ښاغلی بارنې زیاتوي، داسې ښکاري چې نتانیاهو اوس تر خپلو جنرالانو ډېر د سموترېچ تر اغېز لاندې دی.

په اتل ابیب کې لاریون کوونکو له ښاغلي نتنیاهو، ښاغلي سموترېچ او ښاغلي بین ګوېر څخه وغوښتل چې د یرغمل شویو کسانو د خوشې کولو لپاره یوې موافقې ته ورسېږي.

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، په اتل ابیب کې لاریون کوونکو له ښاغلي نتنیاهو، ښاغلي سموترېچ او ښاغلي بین ګوېر څخه وغوښتل چې د یرغمل شویو کسانو د خوشې کولو لپاره یوې موافقې ته ورسېږي.

د جیویش انسایډر لپاره د سیاسي چارو لوړ پوړې خبریاله، لاهاو هارکوف وايي، دا روښانه ده چې "د اسرائیلو لویه برخه د یرغمل شویو کسانو د راخوشې کولو او جګړې پای ته رسولو لپاره یوه هوکړه غواړي."

خو هغه زیاتوي، نظرپوښتنې هم ډېر پېچلی انځور وړاندې کوي: ''ځکه چې ډېر اسرائیلیان "په غزه کې د حماس له پاتې کېدو او جګړې ګټلو" یا " د هغه څه له ور کولو سره چې حماس یې د یرغملو شویو کسانو د خوشې کولو بدل کې غواړي، موافق نه دي."

هغه وايي، ښاغلی سموترېچ "د یرغمل شویو کسانو پرتله د پوځي اهدافو په رامخې ته کولو کې زیات برالا دی او دا ډېر اسرائیلیان غوسه کوي."

اغلې شپیګل وايي، ښاغلی سموترېچ او ښاغلی بین‌ګوېر د ښاغلي نتانیاهو کابینه کې "لوی واک" لري، خو نتانیاهو " غواړي له دوی سره یو ځای کار وکړي."

نوموړې وايي، له ایتلاف څخه بهر ګوندونو ویلي چې دوی به په احتمالي توګه د یرغمل شویو کسانو د بېرته راستنولو لپاره د یوې معاملې په ګټه رایه ورکړي.

خو د اغلې شپېګل په باور، لومړی وزیر نتانیاهو دغسې یو څه نه غواړي.

اغلې هارکوف وايي، په هرصورت، ښاغلی سموترېچ ځینې وختونه "د عمل پرتله ډېره غوغا جوړوي."

هغه وايي، کله چې بین‌ګوېر د ۲۰۲۵ کال په جنورۍ کې د 'اسرائیل او حماس' د اوربند په غبرګون کې د دوو میاشتو لپاره له ایتلاف څخه ووت، نو ښاغلي سموترېچ د 'اوربند' پر ضد رایه وکاروله، خو له ایتلاف څخه ونه ووت.

اغلې هارکوف زیاتوي، د هغه د رایې ورکوونکو اساس په عمده توګه له مذهبي صهیونیستانو څخه جوړ شوی دی، چې ډېر یې په پوځ کې خدمت کوي: "په داسې حال کې چې جګړه روانه ده، زه فکر کوم چې ښاغلی سموترېچ به د ځان څنډې ته کولو یا داسې څه کولو په اړه چې له امله یې جګړه کې خنډ واقع کېږي، ډېر محتاط وي."

بي بي سي پر دې لیکنه د تبصرې لپاره له ښاغلي سموترېچ سره اړیکه ونیوله، خو هیڅ ځواب یې ترلاسه نه کړ.