په غزه کې د لومړي ځل مور کېدو کیسه: 'لور مې په تورتم کې د رڼا څرک دی'

د عکس سرچینه، Huda M
کله چې هدیه د پروسږ کال په وروستیو کې پوه شوه، چې مېندواره شوې نو ذهن یې له ګډو وډو احساساتو مالامال شو. ستړې شوې او ځپل شوې هدیه په جګړې ځپلې غزه کې د دې او د دوی د ماشومې نوي ژوند ته په فکرونو کې ډوبه ده.
هغې د غزې په مرکزي برخه کې د خپلې مور له کوره بيبيسي ته وویل: "وېرېدلې وه، له دې امله نه چې ماشوم نه غواړم، بلکې نه پوهېږم، په داسې ځای کې چې ژوندي پاته کېدل د چانس خبره ده، نو د نوي زېږېدلي ساتنه به څنګه کوم."
د ۲۰۲۳م کال د اکتوبر پر ۷ مه د حماس په مشرۍ پر اسرائیلو له ناڅاپي برید وروسته، اسرائېلو پر غزې بریدونه وکړل، نو زه له هغه راهیسې له هدیه سره د بيبيسي نړیوالې څانګې له خوا خبرې کوم. حال اخلم او هلته د ژوند په اړه ترې پوښتنې کوم.
د ۲۰۲۴م کال په لومړیو کې مې له هدیه سره د اوو میاشتو لپاره اړیکه پرې شوې وه او هغه مهال مې د هغې په اړه اندېښنې بې حسابه وې، خو کله چې یې د اګسټ پر ۱۳ مه زنګ راغی، نو د ارام ساه مې واخیسته.
په راتلونکو څو میاشتو کې مو پرله پسې اړیکې ور سره درلودلې. د هغې په اړه کله ناکله مالومات په منظم ډول تر لاسه کوم، خو ډېر کله په غزه کې د انټرنیټ او بریښنا نه شتون له امله یې احوال نه شم اخیستلای. هدیه ما ته په غزه کې د مرګژوبلې او ویجاړۍ په اړه حال نه راکوي، بلکې د هغې د عادي ژوند کیسې راته کوي.
د بېلګې په ډول، هغې د هغو دودیزو خوړو عکسونه را واستول، چې د ماشومانو لپاره یې پاخه کړي وو. هدیې، د بازار موندنې په برخه کې دنده درلوده، په غزه کې له جګړې وروسته هغه او مېړه یې بې دندې شول، خو نوموړې لاس تر زنې کېښنناسته، بلکې په کېږدیو کې یې ماشومانو ته درس ورکول پیل کړل.
سره له دې چې پرله پسې په غزه کې د اوربند ژمنې ماتې شوې او د هغې چارچاپېر ژوند له نهیلۍ ډک دی، خو بیا هم د هدیې پیاړوي هوډ او راتلونکې ته خوشبینۍ حیرانه کړم.

د عکس سرچینه، Huda M
د جولای پر ۲۸مه، د غزې ښار په الصحابه طبي روعتون کې د هدیې لور پیدا شوه. هغې ما ته په تلیفون کې وویل: "یوه اونۍ مخکې مې لومړی ماشوم وزېږاوه، د لوږې، جګړې او ویجاړي په دې تورتم کې دا ماشومه د ډالۍ او دروند مسؤلیت احساس را کوي."
یاد روغتون د ښځینه ناروغانو لپاره د ښځینه کارمندانو لخوا اداره کېږي. د غزې ډېری نورو روغتیایې بنسټونو په څېر دا روغتون هم د اسرائیلو په هوایي برید کې یو څه ویجاړ شوی دی. له دغې ویجاړۍ وروسته په روغتون کې د تجهیزاتو او طبي توکو کمښت هم ډېر احساسېږي.
د ملګرو ملتونو د راپور پر بنسټ په غزه کې ۹۴ سلنه روغتونونه د روانې جګړې له امله زیانمن شوي یا ویجاړ شوي او له نیمایي ډېر یې غیرفعال دي.
'په ستونزمن وخت کې معجزه'
پر دې ټولو ویجاړیو سربېره هدیه وايي، د لور د زېږون شېبه یې "ارزښتناکه" وه او پر هغې یې د لین نوم ايښی دی.
هدیه زما سره په مجلس کې وویل:
" له تورتمه ډکه غزه کې مې لور د رڼا معجزه ده. هغه مې پر اوږو هغه بار دی چې زه یې په مینه وړم. کله چې د هغې کوچنیو نرمو لاسونو او معصومې څېرې ته ګورم، حیرانه شم، چې څنګه به یې په دې وحشتناکې نړۍ کې ساتنه کوم، دا احساس مې وژني."

د عکس سرچینه، BASHAR TALEB/AFP via Getty Images
په غزه کې د ۲۰۲۳م کال په اکتوبر کې د شخړې له پیل راهیسې د زېږون پر مهال د مېندو د مړینې په اړه کره شمېرې نشته، خو نښې نښانې داسې ښيي، چې د زېږون پر مهال د مېندو مړینې شمېرې کېدای شي خورا زیاتې وي.
ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی، په غزه کې د کابو ۵۵ زره مېندوارو مېرمنو لپاره د لوږې په څېر نورو ستونزو له امله هغوی ته د ماشوم سقط، د مړه او خوار ځواکه ماشوم زېږولو خطر زیات شوی دی.
هدیه وايي، د اسرائیلو له خوا د اکمالاتو بندېدو له امله د مېندارۍ پر مهال سمه تغذیه تر لاسه کول ور ته لویه ننګونه وه. له تېرو نهو میاشتو راهیسې هغې پروسیس شوي خواړه خوړلي، ځکه تازه خواړه، تازه مېوه، سابه او غوښې نه ور رسېدې.
له هغې سره پاته اوړه یې "سپین زر" بلل او ور څخه یې د مانکیش په نوم ډوډۍ پخوله، چې معمولاً له پنیر سره خوړل کېږي.
بيبيسي ته یې د هغې ډوډۍ عکس واستاوه، چې دې پخه کړې وه او ورسره لیکلي یې وو: "دا خوندوره ده، خو نور پنیر نه لرم، چې ورسره و یې خورم."
کله چې لین د هدیې په نس وه، نو د طبي معاینې زمېنه ورته نه وه برابره او د ماشوم د زیانېدو خطر و.

د عکس سرچینه، Huda M
پر اکمالاتو بندیز
د مارچ له دوهمې راهیسې، اسرائیلو غزې ته د اکمالاتو پر ننوتلو کابو بشپړ بندیز لګولی و، خواړه، درمل او نور توکي هلته په ډېره سختۍ پیدا کېدل او ژوند له زغمه پکې وتلی و.
په داسې حال کې چې هدیه د زېږون له دردونو رغېږي، خو دې ته اندېښمنه ده، چې په دې قحطۍ کې به څنګه ماشومې لین ته خواړه برابروي. د اوس لپاره هدیې د ملګرو او کورنۍ په مرسته په کابو ۴۰ امریکايي ډالرو د ماشوم فارمولي یا پوډري شیدو یو بوتل را نیولی دی.
هغې را ته ویل: "دا چې دغو قیمته شیدو ته اړه نشم، نو پر خپلو شیدو ډېره تکیه کوم. دا یو بوتل خو مې د نورو په مرسته وپلوره، تل خو نور مرسته راسره نه شي کولای نو ځکه باید پر خپلو شیدو تکیه زیاته کړم. دا حالت ډېر ستړی کوونکی دی."
هدیه معمولاً دال، نخود او توربانجان خوري، خو کله نا کله دا هم ور ته، نه رسېږي.
هغې را ته وویل: "ځینې ورځې د کباب غوښه هم خورم، خو تل نه، ځکه د اسرائیلو د بریدونو له امله د کب نیونکو لپاره په ورځني ډول د کب نیولو چاره خوندي کار نه دی."

د عکس سرچینه، Huda M
په کنډوالو کې ژوند کول
د هدیې اوس بيخې هغه شمېر هېر شوی دی، چې دا یې د جګړې له امله کډه کولو ته اړه کړې ده، خو بیا هم بې برخلیکه ده.
کله چې د ۲۰۲۳م کال په اکتوبر کې د جګړې پر لسمه د غزې په مرکزي برخه کې اسرائیلو په دیرالبلاه کې د دې پر کور هوایي برید وکړ، د کور دېوالونه یې ونړېدل، کړکۍ او ښیښې یې ماتې شوې او فرنیچر یې لولپه شو. له دغې پېښې وروسته هغه د النصر په ګاونډ کې د خپل تره کور ته کډه شوه او د اسرائیلو د وتلو امرونو او له کورنۍ سره د نژدې کېدو په موخه هغه پروسږ کال شمالي غزې ته کډه شوې وه. خو کله چې یې لین وزېږېدله، بیا د کورنۍ مرستې تر لاسه کولو لپاره د غزې ښار ته کډه شوه او هماغلته یې ژوند ته دوام ورکړ.
د بمبارۍ شویو ودانیو په منځ کې د هغې کور یو لنډمهاله سرپناه ده. د ویجاړو په انبار کې د لرګیو دا تختې د پخلنځي د مېز په توګه کاروي.
د اوبو تر لاسه کول د وړاندوینې وړ نه دي او دا چې نوی زېږېدلی ماشوم درسره وي، بیا نو تر دې سختو حالاتو زغمولو ته باید چمتو شې.
هدیه وايي: "په غزه کې اوبه په هرو دریو یا څلورو ورځو کې یو ځل راځي، نو موږ ټول بوشکې یا بوتلونه پرې ډکوو. په زېرمه شویو اوبو د کور ټول کارونه کوو، لکه د کالیو مینځل او نور."
ډایپر اوس په غزه کې ډېر ګران بیه توکی دی او ډېر کم خلک یې کاروي. هغه بسته، چې ۶۴ ډایپر لري، بیه یې ۱۹۰ امریکايي ډالره ده. هدیه وايي، که هغه ډایپر، چې ډېر چټل شوی نه وی، نو دا یې د لانده ټوکر په واسطه بېرته پاک کړي او بیا یې وکاروي.

د عکس سرچینه، Huda M
هدیه زیاتوي:
"کله چې ژاړم، نو دا د کمزورۍ نښه نه ده. دلته دوامداره برېښنا، خوندي سرپناه او کافي خواړه نشته. کله چې بمبار وي، نو لين په غېږه کې پټه کړم او ځان د هغې سپر کړم، خو پر دې ټولو سختیو سربېره له ما تمه کېږي چې مهربانه او موسکۍ واوسېږم."
دا ټولې سختۍ په داسې حال کې دي، چې د اسرائيلو لومړی وزير بنيامين نتنياهو د غزې د بشپړه لاندې کولو پلان لري، خو د هدیې هوډ پیاوړی دی او راتلونکې ته خوشبینه ده.
کله ناکله، هغه د لين داسې عکسونه راولېږي، چې په ارام خوب بیده وي او د هغې په چارچاپېر کې د روان سياسي کړکېچونو پروا نه لري. که څو ورځې یې خبر و نه اخلم، نو د دوی د ژوند په اړه مې اندېښنې بلا ډېرې شي. خو نېکمرغي دا ده، چې هدیه له څو ورځو ځنډ وروسته تل راسره اړيکه نيسي.
هدیې را ته وویل: "د لين لپاره بايد ژوندۍ پاتې شم، هر څه به په خپلو لاسونو له سره جوړ کړم، د لین لپاره باید غزه يوازې د غم ځای نه وي، بلکې دا به د هغې لپاره د هیلو ښار وي، انشاالله. غواړم هغه پیاوړي و روزم، انشاالله، داسې پیاوړې، چې بې مثاله وي."











