د اروپا او منځني ختيځ مشرانو د غزې سولې په اړه د ډونلډ ټرمپ د نوي پلان هرکلی کړی

د عکس سرچینه، Getty Images
د اروپا او منځني ختيځ مشرانو د غزې لپاره د امریکا د سولې نوي پلان هرکلی کړی دی او ډونلډ ټرمپ حماس ته خبرداری ورکړی چې دغه پلان ومني.
په دې پلان کې چې د ټرمپ او د اسرائیل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو لخوا پرې هوکړه شوې ده؛ د اسرائیلو د عملياتو سملاسي درولو، په ۷۲ ساعتونو کې د ۲۰ ژونديو اسرائیلي يرغملو خوشي کول، هغوی چې مړه دي جسدونه یې سپارل او په بدل کې د غزې د سلګونو بنديانو خوشي کېدو وړانديزونه شوي دي.
يوه فلسطينۍ سرچينه چې د اوربند مذاکراتو په اړه معلومات لري بي بي سي ته ويلي، امریکا حماس ته د سپينې ماڼۍ ۲۰ ماده یيز پلان سپارلی دی.
په دې پلان کې وړانديز شوی چې حماس به نور د غزې په حکومت کې ونډه نه لري او د فلسطيني دولت لپاره یې لاره پرانیستې پراېښې ده.
په سپينه ماڼۍ کې د ټرمپ او نتنياهو له غونډې وروسته يوه خبري کنفرانس کې د امريکا ولسمشر دا پلان "د سولې لپاره تاريخي ورځ" وبلله. خو نوموړي همدا ډول زياته کړه چې که چېرې حماس دا پلان ونه مني، نتنياهو به د امریکا په ملاتړ "د حماس د ګواښ ختمولو کار بشپړ کړي. "
بل پلو د اسرائیلو لومړي وزير هم د ډونلډ ټرمپ خبره غبرګه کړه چې که چېرې حماس دا پلان رد کړي يا پرې عمل ونه کړي، اسرائیل به "دا کار بشپړ کړي."
فلسطينۍ اداره چې د اسرائیلو تر نيواک لاندې لوېديځه غاړه اداره کوي، د امريکا د ولسمشر هڅې "ريښتينې او هوډمنې" بللې دي.
په يوه اعلاميه کې چې د فلسطين رسمي خبري اژانس وفا له خوا خپره شوې دغې ادارې ويلي، "د امريکا، سيمه ييزو هېوادونو او شريکانو سره ګډ کار ته ژمنيتا تازه کوي" چې د غزې جګړه پايته ورسېږي، غزې ته بشري مرستې واستول شي، يرغمل او بنديان خوشي کړل شي.
که دا وړاندیز پلی شي نو سملاسي به پوځي عمليات ودرول شي. په وړانديز کې ويل شوي چې د "جګړې کرښې" به پر خپل ځای پاتې وي تر څو د تدريجې وتلو لپاره شرايط برابر شي.
د ټرمپ د پلان له مخې حماس به خپلې ټولې وسلې پر ځمکه ږدي او د هغوی تونلونه او د وسلو تاسيسات به له منځه وړل کېږي.

د عکس سرچینه، AFP via Getty Images
په پلان کې دا هم راغلي چې د هر وژل شوي اسرائیلي يرغمل په بدل کې به اسرائیل د غزې د ۱۵ وژل شویو اوسېدونکو جسدونه سپاري.
په پلان کې راغلي چې که دواړه خواوې له وړانديز سره همغږې شي، "سملاسي به غزې ته بشري مرستې واستول شي".
امریکا د غزې راتلونکې حکومتولي لپاره هم خپل پلان وړاندې کړی چې په کې راغلي، "يوه تخنيکي ناسياسي فلسطينۍ کمېټه" به لنډمهاله واک ولري چې د "نوي نړيوال انتقالي ارګان (د سولې بورډ) له خوا به څارل کېږي" او مشري به یې د ډونلډ ټرمپ پر غاړه وي.
د بريتانيا پخوانی لومړی وزير ټوني بلېير به د نورو مشرانو تر څنګ چې وروسته به یې نومونه اعلان شي د دغه ادارې غړی وی. ټوني بلېير دغه پلان "روښانه او معقول" بللی دی.
په منځني ختیځ او اروپا کې هرکلی

د عکس سرچینه، PK PM HOUSE
د سعودي عرب، اردن، متحده عرب اماراتو، قطر او مصر د بهرنیو چارو وزیرانو د يوې ګډې اعلاميې په خپرولو سره د جګړې د پايته رسولو، د غزې د بيارغونې او د فلسطينيانو د بې ځايه کېدو د مخنيوي لپاره د دې پلان په اړه د ډونلډ ټرمپ له "رېښتونو هڅو" هرکلی کړی دی.
دوی د ډونلډ ټرمپ د دې کار ستاينه هم کړې چې وايي اسرائیلو ته به اجازه ورنکړي چې لوېديځه غاړه له اسرائیلو سره يو ځای کړي.
اعلاميه چې د ترکیې، پاکستان او اندونيزيا له خوا هم لاسليک شوې په کې راغلي چې دوی به د دې تړون په وروستي کولو کې "رغنده" ښکېل شي.
د بريتانيا اوسني لومړي وزير کېير سټارمر هم د دغه پلان هرکلی کړی او وايي، "موږ له ټولو خواو غواړو چې په ګډه له امريکا سره کار وکړي او دا هوکړه وروستۍ او پلې شي."
کېير سټارمر زياته کړې، "حماس بايد دا پلان ومني او د وسلو اېښودلو او د پاتې يرغملو د خوشي کولو له لارې د خلکو کړاو ته د پای ټکی کېږدي."
د فرانسې ولسمشر اېمانوېل مکرون هم دا وړانديز ستايلی او ويلي یې دي، "فرانسه چمتو ده چې د جګړې د پايته رسولو او د يرغملو د خوشي کېدو په هڅو کې ونډه واخلي."
نوموړي زياته کړې، "د ټولو اړوندو شريکانو سره د ژورو خبرو له لارې بايد لاره هواره شي چې د دوو دولتونو د حل پر بنسټ په سیمه کې تلپاتې سوله رامنځته شي."

د عکس سرچینه، Getty Images
په پلان کې دا هم راغلي چې "اسرائیل به غزه نه اشغالوي او نه یې له ځان سره يو ځای کوي" او پوځ به د وخت په تېرېدو سره په تدريجي ډول له غزې وځي.
د ډونلډ ټرمپ د پخوانيو څرګندونو سره په توپير، فلسطينيان به د غزې پرېښودلو ته نه اړ ايستل کېږي. په پلان کې راغلي، "موږ به خلک هڅوو چې پاتې شي او هغوی ته به دا فرصت ورکړو چې يوه ښه غزه جوړه کړي."
په پلان کې همدا ډول د يوه احتمالي فلسطيني دولت لپاره دروازې پرانيستې پراېښي دي.
يوه فلسطينۍ سرچينه چې د اوربند له خبرو معلومات لري بي بي سي ته ويلي، "د قطر او مصر چارواکو د سپينې ماڼۍ د جګړې پايته رسولو پالان په دوحه کې د حماس چارواکو ته سپارلی دی."
تر دې وړاندې د حماس يوه چارواکي بي بي سي ته ويلي وو چې دا ډله چمتو ده پر هر هغه وړانديز غور وکړي چې د غزې جګړه پايته رسولی شي خو ټينګار یې کړی چې هر ډول هوکړه باید د فلسطينيانو ګټي خوندي، د اسرائیلي ځواکونو بشپړ وتل يقيني او جګړه پايته ورسوي.
کله چې د وسلو اېښودلو په اړه ترې وپوښتل شول، هغه وويل، "تر څو چې اشغال دوام ولري د مقاومت وسلې اېښودل سره کرښه ده."
هغه زياته کړه، "د وسلو پر موضوع يوازې د داسې يوه سياسي حل په چوکاټ کې بحث کېدی شي چې د ۱۹۶۷ د پولو پر بنسټ د يوه خپلواک فلسطيني دولت جوړېدل يقيني کړي."
دا پلان يوازې څو ورځې وروسته له هغه اعلان شوی چې د اسرائیلو لومړي وزير بنيامین نتنياهو د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ ته په وينا کې د لوېديځو هېوادونو له خوا د فلسطيني دولت په رسميت پېژندل غندلي وو او دا ګام یې د "شرم نښه" بللې وه.
کله چې نتنياهو د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبلۍ کې وينا ته پورته شو، لسګونه چارواکي او ډيپلوماټان د اعتراض په توګه له تالاره ووتل او د غونډې ډېره برخه تشه پاتې شوه.
که څه هم ټرمپ دویم ځل سپينې ماڼۍ ته له ستنېدو وروسته د نتنياهو کلک ملاتړ کړی خو په دې وروستيو اوونيو کې د اسرائیلو پر ځینو ګامونو سخت ناخوښ ښکاري.
ټرمپ پر قطر چې د امریکا مهم ملګری دی، د اسرائیلو بريد له امله ناخوښي څرګنده کړې وه.
د دوشنبې په ورځ له خبري کنفرانس وړاندې، نتنياهو د قطر له لومړي وزير محمد بن عبدالرحمن ال ثاني پر دغه هېواد برید کې د يوه قطري سرتېري د وژل کېدو له کبله خواشیني ښودلې وه.
اسرائيل پوځ په غزه کې پوځي عمليات له هغه وروسته پيل کړل، چې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر پر اوومه نېټه د حماس په مشرۍ بريد وشو، چې په پايله کې يې شاوخوا ۱۲۰۰ کسان ووژل شول او ۲۵۱ نور وتښتول شول.
په غزه کې د حماس تر ادارې لاندې د روغتيا وزارت مسوولینو په وينا، له هغه راهيسې تر اوسه پورې په اسرائيلي بریدونو کې لږ تر لږه ۶۶ زره کسان وژل شوي دي.
د ملګرو ملتونو له ملاتړه برخمنې يوې ادارې تازه تائید کړې چې په غزه کې قحطي روانه ده. د سپټمبر مياشتې په لومړيو کې د ملګرو ملتونو د پلټنو يوه کميسيون ويلی وو چې اسرائیلو په غزه کې نسل وژنه کړې خو اسرائیل دا داعاوې په کلکه ردوي.












