د غزې سولې خبرو پر وړاندې مهم خنډونه څه دي؟

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, ټام بېنیت
- دنده, بیت المقدس
د اسرائیلو او حماس استازي د مصر په شرمالشیخ ښار کې یو ځای کېږي، چې په غزه کې د جګړې پای ته رسېدو لپاره غیرمستقیمې خبرې پیل کړي.
دا د ښکېلو غاړو تر منځ تر ټولو نژدې فرصت دی، چې له جګړې دوه کاله وروسته یوې هوکړې ته ورنژدې شوي دي.
خو د ډونلډ ټرمپ ۲۰ شل مادهییز پلان، چې اسرائیل پرې موافق دي او حماس هم تر یوه بریده ورسره هوکړه کړۍ، یوازې یو چوکاټ دی چې څو مخونه لري او لا هم د دواړو خواوو ترمنځ مهم اختلافات شته چې باید حل شي.
د یرغملو خوشې کولو جوړښت
د ټرمپ په پلان کې راغلي چې که هوکړه وشي، له تصویب څخه په ۷۲ ساعتونو کې یې باید ټول پاتې یرغمل خوشې شي. اټکل کېږي چې شاوخوا ۴۸ اسرائیلي یرغمل لا هم په غزې تړانګه کې دي، چې ویل کېږي ۲۰ تنه یې ژوندي دي.
ټرمپ د تېرې اونۍ په پای کې ویلي و، چې دا یرغمل "ډېر ژر" خوشې کېدلی شي، او د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامن نتنیاهو وايي، ښايي هغوی د یهودانو اختر "سوکوت" تر پایه ( د اکتوبر تر ۱۳مې ) خوشې شي.
حماس د ټرمپ د پلان له مخې د یرغملو د "تبادلې فورمول" سره موافقه کړې، خو شرط یې دا ایښی چې ځینې "شرایط" باید پوره او پرې خبرې و شي.
یرغمل کسان د حماس لپاره د جوړجاړي یوازینۍ زوروره وسیله بلل کېږي او لا هم دا روښانه نه ده چې ایا دغه ډله به چمتو وي چې یرغمل کسان د سولې تړون نورو جزئیاتو له بشپړېدو مخکې خوشي کړي؟
د دواړو خواوو ترمنځ نژدې هیڅ باور نه شته. همدا تېره میاشت، اسرائیلو په دوحه کې د حماس د مذاکرهکوونکې ډلې د غړو وژلو هڅه وکړه او هوایي برید یې پرې وکړ، چې دې چارې نه یوازې حماس، بلکې ټرمپ او قطر (چې یو مهم منځګړی هېواد دی) هم سخت غوسه کړل.
همدا د حماس د مذاکرهکوونکې ډلې غړي چې مشري یې خلیل الحیه کوي او زوی یې په هماغه برید کې ووژل شو، اوس به د مصر په شرمالشیخ کې د اسرائیلي پلاوي سره له نږدې وویني.
د حماس بې وسلې کول
د دې جګړې له پیله د اسرائیلو څرګند هدف د حماس له منځه وړل دي. لومړي وزیر نتنیاهو بیا بیا ویلي چې تر هغه وخته به جګړه ونه دروي، چې دا ډله له منځه نه وي وړل شوې.
د ټرمپ په پلان کې یوه مهمه ماده دا ده چې حماس باید بېوسلې شي. خو حماس له وړاندې دا دریځ څرګند کړی چې تر هغه به خپل وسلې پر ځمکه نه ږدي، چې یو خپلواک فلسطیني دولت جوړ شوی نه وي.
د حماس له خوا په رسمي ځواب کې د بېوسلې کېدو یادونه نه ده شوې، چې دا شکونه زیاتوي چې ښايي دغه ډله لا هم له خپل پخواني دریځه نه وي اوښتې.
تېره اونۍ، نتنیاهو ژمنه وکړه:
"حماس به بېوسلې کېږي او غزه به له وسلو پاکېږي، که اسانه لار وي او که سخته."
د غزې د راتلونکي حکومت جوړښت
د ټرمپ د سولې پلان وايي چې حماس به په راتلونکي کې د غزې په حکومت کې هېڅ رول و نه لري. د دې پر ځای به یوه لنډمهاله انتقالي اداره د فلسطیني تخنیکي متخصصینو (تکنوکراتانو) له لوري جوړه شي، چې څارنه به یې د "سولې شورا" کوي او دغه شورا به د ډونلډ ټرمپ تر مشرۍ لاندې وي، چې پخوانی بریتانوی لومړی وزیر ټوني بلیر به هم پکې شامل وي. وروسته به د غزې حکومت فلسطینۍ ادارې ته وسپارل شي.
که څه هم نتنیاهو د ټرمپ له ۲۰ مادهییز پلان سره موافقه کړې، خو تېره اونۍ چې د ولسمشر تر څنګ ولاړ و، ښکاره یې کړه چې د فلسطیني ادارې ګډون ته چندان لېوال نه دی. هغه ټینګار وکړ چې فلسطین اداره به د غزې په حکومت کې هېڅ رول و نه لري.
دا د پلان له هغو مادو څخه یوه ده، چې د نتنیاهو حکومت د سختدریځو ملتپالو غړو لخوا به سخت مخالفت سره مخ شي او دا هغه کسان دي چې غواړي اسرائیل باید د غزې کنټرول وساتي او هلته یهودي مېشت ځایونه بیا جوړ کړي.
په خپل ځواب کې بیا حماس داسې اشاره کړې چې تمه لري په راتلونکي کې د "متحد فلسطیني حرکت" په چوکاټ کې په غزه کې یو ډول رول ولري. که څه هم دا جمله مبهمه ده، خو داسې ښکاري چې دا دریځ به نه د ټرمپ لپاره د منلو وړ وي، او نه د اسرائیلو لپاره.
د اسرائیلي ځواکونو وتل
د اسرائیلو د پوځي ځواکونو وتل د ټرمپ د پلان څلورمه لویه لانجه ده.
په پلان کې راغلي چې د اسرائیلو پوځ به له غزې "د معیارونو، اهدافو، او وختونو پر بنسټ" وځي، چې باید ټولې خواوې پرې موافقه وکړي.
د سپینې ماڼۍ لخوا یوه نقشه خپره شوې چې د اسرائیلو د پوځ د وتلو درې وړاندیز شوي پړاوونه ښيي:
په لومړي پړاو کې شاوخوا ۵۵ سلنه، چې غزه لا هم د اسرائیلو تر کنټرول لاندې وي.
په دویم پړاو کې ۴۰ سلنه
او په وروستي پړاو کې یوازې ۱۵ سلنه.
وروستی پړاو به د یوه "امنیتي حریم" په توګه پاتې شي، چې " تر هغه وخته به پاتې وي، چې غزه له هر ډول بیا راپورته کېدونکي ترهګریز ګواښ څخه په بشپړه توګه خوندي شي."
خو په پلان کې دا خبره مبهمه ده او د اسرائیلو د بشپړ وتلو لپاره څرګند مهالوېش نه ورکوي، هغه څه چې حماس به یې یقیناً وضاحت غواړي.
له دې سره سره د سپینې ماڼۍ لخوا خپره شوې نقشه د اسرائیلو د پوځ له خپلو نقشو سره سمون نه خوري، ځکه چې هلته د پوځي سیمو حدود او د غزې پولې په ځینو برخو کې ناسمې رسم شوې دي.











