حماس د دوو نورو یرغملو د مړو پاتې‌شوني اسرائيل ته سپارلي خو وايي، د نورو جسدونو موندل وخت غواړي

په تیاره کې د سره صلیب سپين رنګه امبولانس ښکاري چې د دغه بنسټ نښه پرې رسم شوې او د مخ څراغونه یې روښانه دي. د څراغونو رڼا پر مخامخ بنده زېړ رنګه دروازه پرېوتې چې د حماس وسله‌وال یې په مخه کې ولاړ دی.

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، حماس وايي،‌ د غزې له ویجاړیو د یرغملو د مړو رایستلو لپاره وخت او ځانګړو تجهیزاتو ته اړتیا لري.

حماس وایي چې د امریکا په منځګړیتوب د رامنځ‌ته شوي اوربند تړون له مخې یې د دوو نورو اسرائيلي یرغملو مړي هم سپارلي دي. خو دا ډله زیاتوي چې د غزې له ویجاړیو د پاتې یرغملو د جسدونو رایستلو لپاره وخت او ځانګړو تجهیزاتو ته اړتیا ده.

د حماس نظامي څانګې په دې اړه په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د اوربند تړون ته ژمن دي خو په وینا یې، د څومره یرغملو مړي یې چې رایستلی شول، هغه یې رایستلي او اسرائيل ته یې سپارلي دي.

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ویلي چې که حماس دا هوکړه عملي نه کړي نو اسرائيلي ځواکونه یې پر ضد په غزه کې بېرته جګړه پیلولی شي.

په همدې حال کې د اسرائيل د لومړي وزیر دفتر هم په دې هکله خبرپاڼه خپره کړې. پکې ویلي یې دي چې د سره صلیب له لارې یې د دوو نورو یرغملو تابوتونه ترلاسه کړي دي او اوس یې د رسمي پېژندګلوۍ هڅې روانې دي.

په خبرپاڼه کې "د اسرائيل دفاعي ځواکونو له خلکو غوښتي چې احساسات کنټرول کړي او د جسدونو د رسمي پېژندنې بهیر ته صبر وکړي."

د امریکا لوړپوړو سلاکارانو د دغه شل-نقطه‌يي اوربند تړون په اړه ویلي چې د امریکا حکومت تر اوسه باوري نه دی چې حماس دې د وژل شوو یرغملو د پاتې شونو په بېرته نه سپارلو سره دا تړون مات کړی وي.

سلاکارانو استدلال کړی چې حماس د ژوندیو یرغملو په سپارلو سره خپل ښه نیت زباد کړی دی او ویلي یې دي چې د وژل شوو یرغملو د پاتې شونو په موندلو او بېرته سپارلو کې له مختلفو اړوند کسانو سره په کار لګیا دي.

د څو یرغملو مړي یا پاتې‌شوني سپارل شوي؟

 بپين جوشي او ګای ایلوز

د عکس سرچینه، HOSTAGES AND MISSING FAMILIES FORUM

د عکس تشریح، د اسرائيل پوځ تېره دوشنبه وویل چې حماس د څلورو یرغملو مړي ورسپارلي چې پېژندګلوي یې هم شوې ده. له دوی یې د دوو نومونه په ډاګه کړل چې یو یې بپين جوشي او بل یې ګای ایلوز نومېده.

که د چهارشنبې په ورځ سپارل شوي دا دوه مړي هم ثابت شي چې د یرغملو دي نو دا به په دې معنا وي چې له ډلې یې په غزه کې لا هم ۱۹ پاتې دي.

د غزې د اوربند تړون د لومړي پړاو له مخې، حماس باید د ټولو ۲۸ وژل شوو یرغملو جسدونه اسرائيل ته وسپاري.

مخکې اسرائيلو ویلي وو چې د یرغملو د بېرته ورسپارلو پر سر به "معامله" ونه کړي او په وینا یې، "دا ماموریت لا نه دی بشپړ شوی."

خو د حماس نظامي څانګې په خپله اعلامیه کې ویلي "د پاتې یرغملو د مړو رایستل ډېره خواري او ځانګړي تجهیزات غواړي چې پرې وموندل او راوایستل شي او موږ ډېره هڅه کوو چې دا قضیه نوره وتړو."

د یادولو ده چې تېره سې شنبه (اکتوبر ۱۴ / تله ۲۲) د اسرائيل پوځ وویل چې حماس د څلورو یرغملو مړي ورسپارلي چې پېژندګلوي یې هم شوې ده.

اسرائيل د هغوی له ډلې د دوو نومونه په ډاګه کړل چې یو یې بپين جوشي او بل یې ګای ایلوز نومېده.

تر هغې یوه ورځ وړاندې د ۲۰ اسرائيلي یرغملو په بدل کې تر ۱۷۰۰ ډېر فلسطیني بندیان خوشي شول.

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ تېره دوشنبه (اکتوبر ۱۳ / تله ۲۱) د شرم الشیخ په سرمشریزه کې د غزې د اوربند تړون لاسلیک کړ.

وروسته د مصر ولسمشر عبدالفتاح السیسی، د قطر امیر شیخ تمیم بن حمد الثاني او د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان هم د اوربند پر دغه سند لاسليکونه وکړل.

ډونلډ ټرمپ اسرائيل او مصر ته له خپل هغه سفره واشنګټن ته له ستنېدو سره پرخپله خواله رسنۍ 'ټروت' ولیکل چې، "په اسرائيل او مصر کې نن ډېر څه ترلاسه شول. کار ډېر و خو په بل ډول نه کېده. دا له نورو بیخي جلا تجربه وه."

ښاغلي ټرمپ هماغه ورځ په الوتکه کې خبریالانو ته په خبرو کې دا یوه "تاریخي ورځ" وبلله او په وینا یې، "زه فکر کوم چې دا یوه مهمه ورځ ده ځکه چې هېچا فکر نه کاوه چې داسې څه به ممکن شي."

ډونلډ ټرمپ وپوښتل شو چې د ده د ولسمشرۍ دورې له ختمېدو وروسته به هم هلته سوله ټینګه پاتې شي؟ ده یې په ځواب کې وویل، "زه دا نه شم درته ویلی چې څه به پېښ شي خو له هر هغه کس سره به په دې برخه کې مبارزه وکړم چې هغه مهال په واک کې وي."