د غزې اوربند ناڅرګند راتلونکی؛ اسرائيل وايي چې د څلورو یرغملو مړي ورسپارل شوي

په داسې حال کې چې د غزې اوربند تړون باندې یوه ورځ اوړي خو راتلونکو ګامونو په اړه یې حالت ناڅرګند دی. د اسرائيل دفاع وزارت ویلي چې د حماس له لوري د ورسپارل شوو څلورو یرغملو مړي پېژندل شوي دي. د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د شرم الشیخ په سرمشریزه کې د غزې د اوربند تړون لاسلیک کړ. وروسته د مصر ولسمشر عبدالفتاح السیسی، د قطر امیر شیخ تمیم بن حمد ال ثاني او د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان هم د اوربند دغه سند لاسليک کړ.

لنډیز

  • د غزې اوربند راتلونکي په اړه ناڅرګندتیا؛ اسرائيل وايي چې څلور مړه یرغمل ورسپارل شوي
  • ډونلډ ټرمپ بېرته واشنګټن ته ستون شو او د غزې اوربند تړون لاسلیکېدل یې یوه "تاریخي ورځ" بللې چې په وینا یې، "هېچا فکر نه کاوه چې داسې څه به ممکن شي."
  • د دوشنبې په ورځ (۱۳اکټوبر) د ۲۰ تنو اسرائيلي يرغملو په بدل کې له ۱۷۰۰ زيات فلسطيني بنديان خوشي شول.
  • د مصر ولسمشر عبدالفتاح السيسي وايي، د امريکا ولسمشر ته به د نيل مډال چې تر ټولو لوړ دولتي مډال ګڼل کېږي ورکړل شي.
  • د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د شرم الشیخ په سرمشریزه کې د غزې د اوربند تړون لاسلیک کړ
  • د مصر ولسمشر عبدالفتاح السیسی، د قطر امیر شیخ تمیم بن حمد ال ثاني او د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان هم د اوربند دغه سند لاسليک کړ

ژوندی پوښښ

  1. د غزې اوربند ناڅرګند راتلونکی؛ اسرائيل وايي چې د څلورو یرغملو مړي ورسپارل شوي

    بپین جوشي او ګای ایلوز

    د عکس سرچینه، Hostages and Missing Families Forum

    د غزې اوربند تړون باندې یوه ورځ اوړي خو راتلونکو ګامونو په اړه یې حالت ناڅرګند دی.

    په همدې حال کې د اسرائيل پوځ ویلي چې د حماس له لوري د ورسپارل شوو څلورو یرغملو مړي پېژندل شوي دي.

    د دوی له ډلې یې د دوو نومونه په ډاګه کړي چې یو یې بپین جوشي او بل ګای ایلوز نومېږي.

    تر اوسه ۲۰ ژوندي اسرائيلي یرغمل او سلګونه فلسطیني بندیان خوشي او له خپلو کورنیو سره یو ځای شوي دي.

  2. وروستی, ډونلډ ټرمپ: هېچا فکر نه کاوه چې داسې څه به ممکن شي

    ټرمپ د خبریالانو پوښتنې ځوابوي.

    د عکس سرچینه، Reuters

    د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ اسرائيل او مصر ته له خپل هغه سفره چې د غزې د اوربند په اړه سند پکې لاسلیک شو، بېرته واشنګټن ته ستون شوی دی.

    ښاغلي ټرمپ پرخپله خواله رسنۍ 'ټروت' لیکلي چې، "په اسرائيل او مصر کې نن ډېر څه ترلاسه شول. کار ډېر و خو په بل ډول نه کېده. دا له نورو بیخي جلا تجربه وه."

    هغه مخکې په الوتکه کې خبریالانو ته په خبرو کې دا یوه "تاریخي ورځ" وبلله او په وینا یې، "زه فکر کوم چې دا یوه مهمه ورځ ده ځکه چې هېچا فکر نه کاوه چې داسې څه به ممکن شي."

    ښاغلي ټرمپ همدا راز ویلي، "د ډېرو خلکو یو-دولته حل ‌لاره خوښه ده. ځينې له دوه-دولته حل سره جوړ دي. ما پر هغو تبصره نه ده کړې. وګورو چې څه کېږي."

    ډونلډ ټرمپ وپوښتل شو چې د ده د ولسمشرۍ دورې له ختمېدو وروسته به هم هلته سوله ټینګه پاتې شي؟ ده یې په ځواب کې وویل، "زه دا نه شم درته ویلی چې څه به پېښ شي خو له هر هغه کس سره به په دې برخه کې مبارزه وکړم چې هغه مهال په واک کې وي."

  3. په لوېديځه غاړه کې د خوشي شويو فلسطیني بنديانو تود هرکلی وشو

    د دوشنبې په ورځ (۱۳اکټوبر) د ۲۰ تنو اسرائيلي يرغملو په بدل کې له ۱۷۰۰ زيات فلسطيني بنديان خوشي شول. لومړۍ ډله رام الله او غزې ته ورسېده. په دوی کې هغه کسان هم وو چې د اسرائیلي محکمو له خوا په عمري بند محکوم شوي وو.

    د ویډیو تشریح، په لوېديځه غاړه کې د خوشي شويو فلسطیني بنديانو تود هرکلی وشو
  4. اسرائیلي يرغمل له خپلو کورنیو سره يو ځای شول

    د دوشنبې په ورځ (۱۳ اکټوبر) ۲۰ تنه اسرائيلي يرغمل چې له دوو کلونو زياته موده په غزه کې بند وو له حماس سره د تړون له مخې خوشي شول.

    اسرائیل وايي په بدل کې یې ۱۹۶۸ تنه فلسطيني بنديان خوشي کړي دي.

    د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر پر اوومه د حماس په مشرۍ وسله والو پر اسرائیلو مرګونی برید کړی و چې ۱۲۰۰ تنه اسرائیلي وګړي په کې ووژل شول او ۲۵۱ تنه نور یې يرغمل غزې ته وړي وو.

    د ویډیو تشریح، اسرائیلي يرغمل له خپلو کورنیو سره يو ځای شول
  5. په منځني ختیځ کې یوه تاریخي ورځ د عکسونو په ژبه

    په غزه کې د دوو کلونو او يوې اوونۍ له يرغمل کېدو وروسته د سلګونو فلسطيني بنديانو په بدل کې پاتې اسرائيلي يرغمل خوشي شول.

    دا په داسې حال کې ده چې له دې لږ لرې د مصر په شرم الشیخ کې د منځني ختيځ مشرانو، د ډونلډ ټرمپ، کېير سټارمر او څو نورو مشرانو سره يو ځای په غزه کې د تېرو دوو کلونو د جګړې پایته رسولو په هیله د اوربند تړون لاسلیک کړ.

    د دې تاريخي شېبو ځينې انځورونه لاندې کتلی شئ:

    غزه

    د عکس سرچینه، Reuters

    د عکس تشریح، د سره صلیب موټرو اسرائيلي یرغمل له غزې څخه ولېږدول. یو ساعت وروسته، د اسرائیلو پوځ تائید کړه چې دوی ټول ۲۰ ژوندي يرغمل ترلاسه کړي دي.
    اسرائیلی يرغمل

    د عکس سرچینه، Reuters

    د عکس تشریح، اويناتان اور، یو اسرائیلی یرغمل چې د اکتوبر له ۷ راهیسې په غزه کې د حماس لخوا نیول شوی و، اسرائیلو ته له ستنېدو وروسته له خپلې ملګرې سره وکتل.
    فلسطينی بندي

    د عکس سرچینه، Reuters

    د عکس تشریح، یو فلسطینی بندي چې د اسرائیلي یرغملو په بدل کې خوشی شوی
    اسرائیلی يرغمل

    د عکس سرچینه، Getty Images

    د عکس تشریح، يو اسرائیلی يرغمل اوياتار ډېوېډ، له خوشي کېدو وروسته د روغتيايي معاینې لپاره یو ټاکل شوي کلینیک ته وړل شوی و.
    فلسطينی بندي

    د عکس سرچینه، Reuters

    د عکس تشریح، په غزه کې د خوشي شویو شاوخوا ۲۰۰۰ فلسطیني بندیانو له ډلې يو تن له خپلې مور سره.
  6. مصر ټرمپ ته خپل تر ټولو لوړ دولتي مډال ورکوي

    ډونلډ ټرمپ

    د عکس سرچینه، PA Media

    د مصر ولسمشر عبدالفتاح السيسي وايي، د امريکا ولسمشر ته به د نيل مډال چې تر ټولو لوړ دولتي مډال ګڼل کېږي ورکړل شي.

    ښاغلي سيسي ويلي، "دا په مصر کې تر ټولو لوړ دولتي مډال دی او هغو کسانو يا د دولت مشرانو ته ورکول کېږي چې انسانيت ته یې لوی خدمتونه کړي دي."

    دا مډال له خالصو سرو زرو جوړ شوی او د دریو متقابل مربع شکلونو سره یو زنځیر لري، هر یو یې د سرو زرو ګرد ګل لري او د یاقوت او فیروزي ډبرو ښکلی شوی دی.

  7. ټرمپ له مصر څخه واشنګټن ته روان شو

    د غزې د اوربند د لاسلیک مراسمو وروسته، د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ له شرم الشیخ څخه واشنګټن ته روان شوی دی.

    نوموړي الوتکې ته له پورته کېدو مخکې له رسنیو سره خبرې ونکړې.

    ډونلډ ټرمپ

    د عکس سرچینه، REU

  8. ډونلډ ټرمپ له محمود عباس سره هم وليدل

    ډونلډ ټرمپ او محمود عباس

    د عکس سرچینه، Getty Images

    د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ په مصر کې د سولې تړون له لاسلیک کېدو مخکې د فلسطينۍ ادارې له مشر محمود عباس سره وليدل.

    دغو دواړو مشرانو تېر ځل په ۲۰۱۷ کال کې د ډونلډ ټرمپ د لومړۍ دورې پر مهال سره ليدلي وو.

    دا په داسې حال کې ده چې امريکا تېره مياشت د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ ته د ورتګ لپاره د محمود عباس په ګډون د فلسطيني چارواکو ويزې لغوه کړې وې.

    د امریکا د بهرنيو چارو وزير مارکو روبيو د فلسطين اداره د سولې هڅو په "کمزوري" کولو تورنه کړې وه.

  9. وروستی, ډونلډ ټرمپ د غزې اوربند تړون لاسلیک کړ

    ډونلډ ټرمپ

    د عکس سرچینه، EPA

    د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د شرم الشیخ په سرمشریزه کې د غزې د اوربند تړون لاسلیک کړ.

    د تړون له لاسليک کولو وروسته د امریکا ولسمشر وويل، "دری زره کاله وخت یې ونيو چې دې پړاو ته ورسېږو. ایا تاسو باور کولی شئ؟ او دا به دوام وکړي."

    وروسته د مصر ولسمشر عبدالفتاح السیسی، د قطر امیر شیخ تمیم بن حمد ال ثاني او د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان هم د اوربند دغه سند لاسليک کړ.

  10. مصر ته له رسېدو وروسته ټرمپ څه ویلي؟

    ډونلډ ټرمپ او د مصر ولسمشر عبدالفتاح السيسي په شرم الشیخ ښار کې د سولې سرمشریزې د پرانیستلو په ترڅ کې نظرونه څرګند کړي. کله چې له دوی پوښتنه وشوه چې د سولې د موافقې په اړه د خبرو دویم پړاو به کله پیل شي، ټرمپ ځواب ورکړ: "دا پیل شوی".

    هغه زیاته کړه: "پړاونه ټول یو له بل سره یو څه مخلوط دي،" او زیاته یې کړه چې په غزه کې د ډېر څه "پاکولو" ته اړتیا ده.

    د ژباړونکي له لارې په خبرو کې، مصري ولسمشر عبدالفتاح السیسي د "سولې ښار" ته د استازو هرکلی وکړ او د اوربند تړون "بې ساري لاسته راوړنه" بولي.

    هغه بیا ټرمپ ته وویل چې د متحده ایالاتو ولسمشر "یوازینی" کس دی چې په غزه کې د جګړې پای ته رسولو توان لري.

    السیسي وايي چې دی غواړي د اسرائیلي یرغمل شویو ټولو پاتې جسدونو بېرته اسرائیل ته د راوړلو لپاره کار وکړي، او ډاډ ترلاسه کړي چې اوربند په خپل ځای پاتې دی.

    مصر

    د عکس سرچینه، Getty Images

  11. په غزه کې ګڼ شمېر خلک د خوشي شویو زندانیانو هرکلي ته یو ځای شوي وو

    په غزه کې خورا ګڼ شمېر خلک د خوشي شویو فلسطینی زندانیانو هرکلي ته یو ځای شوي وو.

    تازه خپاره شوي انځورونه ښیي چې د فلسطینیانو لویه ډله د خوشې شویو بندیانو او له اسرائیلو څخه د لېږدول شویو زندانیانو بېرته راستنېدو هرکلی کوي

    د یرغمل شویو کسانو سپارلو په بدل کې اسرائیل نږدې ۲۰۰۰ فلسطیني زندانیان خوشي کوي.

    غزه

    د عکس سرچینه، Reuters

    غزه

    د عکس سرچینه، EPA

    غزه

    د عکس سرچینه، Getty Images

  12. ټرمپ له اسرائيله مصر ته روان شو

    اسرائیل

    د عکس سرچینه، Reuters

    د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د اسرائیل له لنډې دورې او د دغه هېواد پارلمان ته له وینا وروسته مصر ته روان شوی دی.

    ټاکل شوې هغه نن ناوخته د نړۍ د شاوخوا شلو نورو هېوادونو له مشرانو سره د مصر په شرم‌الشیخ کې د سولې نړیواله سرمشریزه کې ګډون وکړي.‌

    د اسرائيل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو نوموړی د تل ابیب بېن ګورین هوايي ډګر پورې بدرګه کړ‍.‌

    ټرمپ د ولسمشرۍ (ایر فورس ون) الوتکې ته تر ختلو مخکې له نتنیاهو سره څو دقیقې دوه په دوه خبرې وکړې.

  13. غزې ته د خوشي شویو رسېدلو فلسطینیي بندیانو طبي ازموینې کېږي

    د حماس تر کنټرول لاندې د روغتیا وزارت وايي، اوس د غزې په روغتونونو کې د خوشي شويو فلسطینیانو درملنه او ازموینې کېږي.

    نن نژدې ۲۰۰۰ فلسطینیان د اسرائیلو له زندانونو خوشي شوي دي - ځینې یې لوېدیځې غاړې او ځینې یې غزې ته استول شوي دي.

    خوشي شوي فلسطیني بندیان

    د عکس سرچینه، د غزې روغتیا وزارت

    خوشي شوي فلسطیني بندیان

    د عکس سرچینه، د غزې روغتیا وزارت

    خوشي شوي فلسطیني بندیان

    د عکس سرچینه، د غزې روغتیا وزارت

    خوشي شوي فلسطیني بندیان

    د عکس سرچینه، د غزې روغتیا وزارت

    څو ساعتونه د غزې اوسېدونکي د لوېدیځې غاړې رام الله ته د اسرائیل له زندانونو د خوشي شویو فلسطیني بندیانو د رسېدو په تمه وو.

    په رام الله کې د بي بي سي خبریاله ایمان عریقات چې له دغو خلکو سره وه، وايي ځینو خلکو ورته وویل چې د اسرائیلو پوځ پرون د دوی کورونو ته ورغلل او ورته وویل چې د راخوشي کېدونکو بندیانو خوشالۍ ونه لمانځي.

    په دوی کې یوه هم احلام خلیل عمران وه. دا وايي دا چې ورور یې د اسرائیلو زندان کې ۲۴ کاله تېر کړل، د راخوشي کېدو یې هېڅ هیله او تمه یې نه وه چې خپل ورور به بیا په ژوندون وویني.

    دا وايي، کله یې چې د خوشي کېدونکو بندیانو نوملړ کې د خپل ورور نوم ولید، چې له فلسطیني خاورې بهر باید تبعید کړل شي، خوښي یې نیمګړې پاتې شوه.

    یوه فلسطینۍ مور
    د عکس تشریح، "اسرائیلي پوځ رانه وغوښتل چې د بندیانو د ستنېدو په پار د خوشالۍ جشن جوړ نه کړو"
  14. خوښ، خوشحاله او اندېښمنو فلسطینیانو خپلو بندیانو ته د ستنېدو هرکلی ووایه

    فلسطینیان

    د عکس سرچینه، EPA

    د عکس تشریح، نن ګهیځ د لوېدیځې غاړې په رام‌الله کې د بندیانو د خوشي کېدو صحنه

    دا هر څه ډېر په چټکۍ وشول. هغه فلسطینیان چې فکر یې نه کاوه خپل زامن، مېړونه او ترونه به یې له زندانه راووځي، ناڅاپه خبر شول چې دوی کور ته را روان دي.

    کله چې د رام‌الله د هرکلي مرکز ته بسونه راورسېدل، خلک مخې ته ورغلل – خوښ، خوشحاله او هم اندېښمن وو، ځکه هغوی ته ویل شوي وو چې که یې خوشحالي ولمانځله، نو د دوی خپلوان بیا بېرته زندان ته لېږل کېدای شي.

    اسرائیل نه غواړي د هغو کسانو د خوشې کېدل ولمانځل شي چې هغوی یې "ترهګر" بولي او دا هم غواړي غواړي چې حماس ته د دې کار کریډیټ ورکړل شي.

    د فلسطینیانو لپاره دا بندیان د مقاومت نښې دي - او هر یو یې ورسره د سخت چلن خپلې کیسې لري.

    د ټولو رنګونه تښتېدلي او وجودونه یې کمزوري وو، ځینو ته د پلي تګ لپاره مرستې ته اړتیا لرله. یو روغتیاپال بي بي سي ته وویل ځینو یې له خوشي کېدو وړاندې د وهل کېدو له امله ټپونه درلودل.

    فلسطینیان

    د عکس سرچینه، Reuters

    د عکس تشریح، نن سهار د غزې په خان یونس کې خوشې شوي فلسطیني بندیان له یوه بس څخه بهر ګوري.
    خوشي شوي فلسطیني بندیان

    د عکس سرچینه، Getty Images

    خوشي شوي فلسطیني بندیان

    د عکس سرچینه، Getty Images

  15. وروستی, ټرمپ: هېوادونه باید پیسې د وسلو جوړولو پر ځای پر ښوونځیو او درملو ولګوي

    ایران

    د عکس سرچینه، Reuters

    د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د اسرائيل پارلمان کې په دې تړاو هم وغږېد چې د منځني‌ختیځ هېوادونه باید څنګه د تربګنیو پر ځای د "فرصتونو او سوکالۍ" رامنځته کولو لپاره ګډ کار وکړي.

    هغه وویل: د سیمې هېوادونه باید ‌پر دې تمرکز وکړي چې "د وسلو جوړولو پر ځای" پیسې پر ښوونځیو، درملو، صنعت او مصنوعي ځیرکتیا ولګوي.

    هغه زیاته کړه، "ان ایران ته هم، چې رژیم یې په منځني‌ختیځ کې ګڼه مرګ‌ژوبله اړولې، د دوستۍ او همکارۍ لاس غځېدلی دی."

    ایران

    د عکس سرچینه، Reuters

  16. د اسرائيل پارلمان کې د ټرمپ وینا ولې اخلال شوه؟

    تالار

    د عکس سرچینه، Reuters

    مخکې مو رپوټ ورکړ چې د اسرائيل پارلمان ته د ډونلډ ټرمپ د وینا پر مهال لنډ اخلال رامنځته شو.‌ اوس یې نور جزییات روښانه شوي دي.‌

    پارلمان کې د نتنیاهو حکومت د اپوزېسیون یوه غړي د ټرمپ د وینا پر مهال یوه پاڼه په لاسونو کې پورته کړې وه،‌ چې پرې لیکلي شوي وو: "فلسطین په رسمیت وپېژنئ."

    د دغه استازي لخوا د شور او د پارلمان د نورو غړو لخوا د اعتراض غږونو له لوړېدو وروسته د رئیس لخوا د نظم د رعایتېدو غوښتنه وشوه.‌

    ورپسې امنیتي کسانو معترض استازی له تالاره وایست.

    ځینې ځايي رسنۍ وايي، احتمالآ دوه استازي د پارلمان له تالاره ایستل شوي دي.

    ډونلډ ټرمپ وروسته خپلې وینا ته دوام ورکړ او اړوند مسوولاین یې له تالاره د معترضانو د ایستلو په خاطر وستایل.

  17. وروستی, ټرمپ د اسرائيل پارلمان ته: تر دې وروسته به د اسرائيل او ټولې سیمې "طلايي دوره" وي

    اسرائيل

    د عکس سرچینه، Reuters

    ټرمپ وايي: "دا د نوي منځني‌ختیځ تاریخي سباوون دی."

    هغه د اسرائیل د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو مننه وکړه، چې دی یې "استثنايي زړورتیا لرونکی کس" بولي.

    ټرمپ همدارنګه له هغو عربي هېوادونو څخه هم مننه وکړه چې د اسرائیل او حماس ترمنځ په مذاکراتو کې یې مرسته کړې ده. هغه وویل دا د "نه منلو وړ بریا" ده چې دوی د ګډ کار پایله کې ترلاسه شوې.

    نوموړي زیاته کړه چې تر دې وروسته به د اسرائيلو او ټولې سیمې"زرینه دوره" وي.

    د یادونې ده چې د اسرائیل پارلمان (کنیسټ) کې د ټرمپ د وینا پر مهال لنډ اخلال هم رامنځته شو.

    پر تلویزیون خپرېدونکو تصویرونو کې لیدل کېدل چې امنیتي ځواکونو یو سړی په چټکۍ سره له تالاره وایست.

    اسرائيل

    د عکس سرچینه، Reuters

  18. فلسطینیان په غزه کې د مرستو د ترلاسه کولو لپاره پر لاریو ورخېژي

    د ویډیو تشریح، فلسطینیان په غزه کې د مرستو د ترلاسه کولو لپاره پر لاریو ورخېژي

    لسګونه د مرستو لارۍ غزې ته ننوتي او ګڼې نورې د مصر په پوله کې په لیکه ولاړې دي. تمه ده چې د نوي اوربند د موافقې له مخې به د مرستو کچه نوره هم لوړه شي.

  19. د اسرائيل له بنده یو شمېر ازاد شوي فلسطینیان لوېدیزې غاړې ته رسېدلي

    د ویډیو تشریح، لوېدیزه غاړه کې د ازادو شویو فلسطیني بندیانو هرکلی
  20. وروستی, د اسرائيل د لومړي وزیر دفتر: نتنیاهو د مصر سرمشریزه کې ګډون نه کوي‌

    د اسرائيل د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو دفتر په یوه اعلامیه کې ویلي، دا چې د یهودانو د سوکوت مذهبي مراسمو رخصتۍ ډېرې نږدې دي، نو نوموړی به ونشي کړای چې د مصر شرم الشیخ کې د سولې په تړاو نړیواله سرمشریزه کې ګډون وکړي.‌

    مخکې موږ راپور ورکړی و چې د مصر ولسمشرۍ ماڼۍ هغه ته هم په دې سرمشریزه کې د ګډون بلنه ورکړې.

    ټاکل شوې شرم‌الشیخ کې د سولې په تړاو نړیواله سرمشریزه نن د امریکا د ولسمشر ډونلډ‌ ټرمپ،‌ د بریتانیا د لومړي وزیر سر کېیر سټارمر‌ او د نړۍ د شاوخوا شلو نورو هېوادونو د مشرانو په ګډون سره ترسره شي.

    د نتنیاهو د دفتر اعلامیه کې ویل شوي چې "لومړي وزیر د سولې دایرې پراخولو لپاره د هڅو له کبله د ولسمشر‌ ټرمپ مننه وکړه."

    غزه کې که څه هم دمګړۍ اوربند نافذ دی، خو د نړۍ مشران به د شرم الشیخ سرمشریزه کې د اوږدمهاله سولې پر هوکړې باندې د سلا کېدو په تړاو خبرې وکړي.