د غزې لپاره به بل ګام څه وي؟

د عکس سرچینه، Anadolu via Getty Images
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ وايي، اسرائیلو او حماس د غزې لپاره د نوموړي نوي ۲۰ ماده ییز پلان پر لومړي پړاو، چې اوربند دی، هوکړه کړې ده.
لومړنۍ هوکړه، چې د پنجشنبې پر ورځ اعلان شوه، له مخې به یې ټول پاتې اسرائیلي یرغمل د سلګونو فلسطیني بندیانو په بدل کې خوشې شي. همدې وخت کې به اسرائیلي ځواکونه له غزې په پړاويز ډول وځي او غزې ته به د مرستو کاروانونه ور پرېښودل کېږي، خو د دې ګامونو جزئیات او مهالوېش لا تر اوسه نه دي روښانه.
د اوکتوبر پر ۷ مه پر اسرائیلو د حماس د ۲۰۲۳م کال د برید دویمه کالیزه پوره شوه. په هغه ناڅاپي برید کې شاوخوا ۱۲۰۰ کسان ووژل شول او ۲۵۱ حماس له ځان سره یرغمل کړل.
دا دغې هوکړې لومړنی پړاو دی او دا چې په غزه کې به نور څه پېښېږي، بشپړه جزئیات یې لا نه دې په ډاکه شوي.
د ټرمپ د سولې پلان له مخې به غزه څوک اداره کوي؟
د ټرمپ د پلان له مخې به غزه د فلسطین ټکنوکراټانو (کارپوهانو) د یوې لنډمهالې ادارې لخوا اداره کېږي. دا اداره به د "سولې بورډ" تر څارنې لاندې وي، چې مشري به یې پخپله ډونلډ ټرمپ کوي او د بریتانیا پخوانی لومړی وزیر ټوني بلیر به هم په کې برخوال وي.
د ټرمپ کاري ډلې لخوا د خپاره شوي پلان له متنه مالومېږي، هغه ډله چې د غزې تړانګه به د لنډمهاله لپاره اداره کوي، له "خپل اصلاحاتي پروګرام بشپړولو." وروسته به واکې د فلسطیني ادارې ته ورسپاري.
حماس به په مخامخ یا نامخامخ ډول د غزې په حکومتولۍ او واکمنۍ کې هېڅ رول ونه لري. په پلان کې ویل شوي، که د حماس غړي سوله ییز ژوند غوره کړي او یا بل هېواد ته ولاړ شي، نو بخښنه به ور ته وشي.
دا به د غزې خلکو ته پر څه معنی وي؟
د اسرائیلو حکومت یوې ویاندې د پنجشنبې پر ورځ وویل، اوربند به د اسرائیلي کابینې له تصویب او منلو ۲۴ ساعته وروسته عملي شي.
په لندن کې د اروپايي شورا د بهرنیو اړیکو (ECFR) تینک ټانک يا څېړنيز مرکز د تګلارې لوړ پوړی غړی، هیو لوواټ پر دې باور دی، چې اوربند په ساده ټکو کې په دې مانا دی، چې غزوال باید " نور د سر خوندیتوب په اړه ویره ونه لري."
ده بيبيسي ته وویل: "درې شیان - نه وژل کېدل، نه بې ځایه کېدل او نه وږي کېدل دا مهال د غزې خلکو لپاره درې مهمې غوښتنې دي."
لوواټ وايي: "د سر له خوندیتوب وروسته، کله چې خلک بېرته خپلو کورونو ته ستانه شي، نو بیا به یې د ژوند جوړولو ته پام ور ګرځې."
په حقیقت کې، په غزه کې خلک نوو پرمختګونو ته خوشحاله دي.
د غزې یوه اوسېدونکی جمعه رمضان ابو عمر بيبيسي عربي ته وویل: "لومړی کار چې به یې وکړم هغه دا دی چې د خپل کنډواله کور پیدا کولو ته به ملا وتړم ترڅو د خپل نیکه او انا جسدونه له خاورو او ډبرو راوباسم.
"کله چې مې د هغوی مړي ښخ کړل، بیا به د کور بیارغونه پیل کړو. د خدای په مرسته به موږ ټوله غزه د پخوا پرتله دا ځل ښه جوړه کړو."
د اوکتوبر ۷مې بریدونو ته د اسرائیلو پوځي غبرګون کې د غزې ډېری ودانۍ او زیربناوې ویجاړې شوې.
په غزه کې د حماس تر ادارې لاندې روغتیا وزارت په وینا، د جګړې له امله د اتلس زره ماشومانو په ګډون تر ۶۷۰۰۰ ډېر فلسطینیان وژل شوي، چې ډېر یې ملکيان وو.
د دغه وزارت له خوا وړاندې شوې شمېرې معمولا د ملګرو ملتونو او نورو نړیوالو ادارو لخوا د باور وړ ګڼل شوې دي.

د عکس سرچینه، Anadolu via Getty Images
د مرستو په اړه څومره معلومات لرئ؟
د ټرمپ په ۲۰ مادهییزه پلان کې غزې ته په "بشپړ ډول د مرستو" سملاسي ور پرېښودل هم شامل دي. د روان کال په اګست کې د ملګرو ملتونو په ملاتړ کارپوهانو په غزه کې د لوږې شتون پخلی وکړ.
په پلان کې ویل شوي، د مرستو اندازه باید "له هغه څه سره سمه وي چې د بشري مرستو په اړه د ۲۰۲۵م کال جنورۍ پر ۱۹مې يوه تړون کې پرې هوکړه شوې وه."
د رویټرز خبري اژانس د یوه اسرائیلي چارواکي له وينا ویلي، هره ورځ به په مرستو بار ۶۰۰ لارۍ غزې ته ور پرېښودل کېږي. همدې رویټرز د یوې فلسطیني سرچینې له خولې زیاته کړې، په پیل کې به هره ورځ غزې ته په مرستو بار لږترلږه ۴۰۰ لاريو ننوتو اجازه ورکړل شي، خو وروسته به یې شمېر په تدریجي ډول زیات شي.
په هر حال، ښاغلی لوواټ ټینګار کوي، دې هر څه عملي کولو لپاره خوندي چاپېریال ته اړتیا ده. ځکه په وینا یې باور وړ نړیوالې مرستندویه ادارې د غزې خلکو ته د مرستې رسولو لپاره د کار خوندي چاپېریال ته اړتيا لري.
د ټرمپ پلان دا نه روښانوي چې د "غزې بشري بنسټ" په نامه جنجالي ادارې برخلیک به اوس څه وي. ځکه د "غزې بشري بنسټ" د ملګرو ملتونو په مشرۍ د خوړو وېش د پخوانی سیسټم پر ځای جوړ شوی دی.
لوواټ بيبيسي ته وويل: "زما په اند دا باید په پام کې ولرو، چې د وروستي اوربند ماتېدو له امله د مرستو په مرکزونو کې امنيت خورا خراب شوی دی."
دا تړون به څومره عملي شي؟
دغه هوکړه د جګړې له پیل راهیسې د دواړو لورو لپاره تر ټولو لوی پرمختګ دی.
خو د ډونلډ ټرمپ د سولې دغه ۲۰ مادهییز پلان په باره کې په بیت المقدس کې د بيبيسي خبریال ټام بېټمن وايي، په حقیقت کې دا پلان یوازې یو چوکاټ دی او له مخکنیو پلانونو یو څه اوږد دی.
ښاغلي بېټمن زیاتوي، د دواړو خواوو لپاره لاهم مهم ټکي ناحله پاته دي. په دې پلان کې د اسرائیلو هغې مهمې غوښتنې ته ځای ور کړل شوي دي، چې غواړي حماس بې وسلې شي. له غزې د اسرائیلي ځواکونو د وتلو او دا چې د غزې د راتلونکي حکومت برخوال به څوک یادونه شوې ده.
ښاغلي لوواټ بيبيسي ته وویل، فکر کوي، د ټرمپ د پلان لومړی پړاو پلي کېدی شي، خو هغه څه چې وروسته پېښیږي، په اړه یې لږ ډاډ شته، په ځانګړي ډول د اسرائیلو هغه "سرې کرښې" چې ترې تېرېدای نه شي.
نتنیاهو په سپینې ماڼۍ کې له خبرې کنفرانس وروسته وویل: "ځواکونه به یې سملاسي په بشپړه ډول له غزې و نه وځې او بل به فلسطیني دولت هم جوړ نه شي."
لوواټ زیاته کړه: "دا په څرګنده توګه د پلان پلي کېدو پر وړاندې دوه لوی خنډونه دي، ځکه که اسرائیل په ډېر لنډ وخت کې له غزې په بشپړ ډول و نه وځي، نو فلسطینیان به هم د پلان عملي کولو ته ژمن پاته نه شي."

د عکس سرچینه، Bloomberg via Getty Images
ټرمپ څنګه ښکېل دی؟
په بیت المقدس کې د بيبيسي خبریال هيوګو بچېګا وايي، د سولې په دې هڅو کې اصلي توپیر د ولسمشر ټرمپ شخصي ښکېلتیا ده، ځکه په وینا یې ټرمپ هوکړې ته د رسېدو لپاره یوازې پر حماس نه، پر اسرائیلو هم دا ځل فشار راوړی دی.
که دا تړون بشپړ عملي او بریالي شي، نو دا به تر اوسه د بهرنۍ تګلارې په برخه کې د ولسمشر ټرمپ تر ټولو لویه لاسته راوړنه وي. ده خپله هغه غوښتنه پټه نه کړه، چې د دې لاسته راوړنې په بدل کې یې د نړۍ تر ټولو پېژندل شوي جایزې، د سولې نوبل جایزې غوښتنه وکړه.
(خو د سږکال د نوبل سولې جایزه د ولسمشر ټرمپ پر ځای د وینزویلا ماریا کورینا ماچادو ته په وینزویلا کې د ډیموکراسۍ او ډیموکراټیکو حقونو لپاره د هغې د مبارزې لپاره ور کړل شوه.)
ښاغلی لوواټ وايي: "امریکا تل د اسرائیلو او د منځني ختیځ په سیاسي چارو کې مهم رول درلودلی دی، په ځانګړي ډول د اسرائیلو او فلسطین ترمنځ خبرو کې د دغه هېواد ونډه زیاته ده. لږترلږه د تیورۍ له مخې امریکا داسې زور او اغېز لري چې بل هېڅ هېواد يې نه لري. زما په نظر، ټرمپ د خپل کورني سیاست او د خپل دریځ له امله په دې برخه کې ښه موقعیت لري."
تمه کېږي ټرمپ به په راتلونکو ورځو کې مصر ته سفر وکړي، چې د يو منځګړي په توګه، د اوربند یوې هوکړې ته د رسېدو هڅه کوي. سپینې ماڼۍ ویلي، کېدی شي د جمعې پر ورځ سیمې ته د تګ په اړه غور وشي.











